• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

زده‌کړیالان: طالبانو له څو میاشتو راهیسې زموږ بدل‌اعاشه نه ده راکړې

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۴۶ GMT+۱

د یو شمېر دولتي پوهنتونونو زده‌کړیالانو د پنجشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو ادارې په وروستیو میاشتو کې د دوی بدل‌اعاشه نه ده ورکړې. د دوی په وینا، دې وضعیت د کور کرایې، خوړو برابرولو او د ورځنیو لګښتونو د پوره کولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.

بدل اعاشه هغه مالي مرسته ده چې مستحقو زده‌کړیالانو ته ورکول کېږي څو د هغوی د خوراک، استوګنې او ورځني ژوند د لګښتونو یوه برخه پرې پوره شي. په افغانستان کې دا مرسته عموماً هغو زده‌کړیالانو ته ورکول کېږي چې د زده‌کړو لپاره له لرې پرتو ولایتونو او ولسوالیو څخه دولتي پوهنتونونو ته ځي، په دولتي لیلیو کې ورته ځای نه پیدا کېږي او اړ کېږي چې په کرایي کورونو یا شخصي لیلیو کې ژوند وکړي.

په بامیان کې اووه میاشتنی ځنډ

د بامیان پوهنتون یو شمېر زده‌کړیالان وایي چې اووه میاشتې کېږي د اعاشې بدل یې نه دی ترلاسه کړی.

د هغوی په وینا، ډېری زده‌کړیالان د هېواد له لرې پرتو سیمو څخه د سخت اقتصادي وضعیت له امله بامیان ته د زده‌کړو لپاره راغلي او په کرایي خونو کې ژوند کوي. دوی وایي چې د اعاشې بدل نه ورکول د ژوند لګښتونه او د زده‌کړو دوام ورته ستونزمن کړی او پر درسي بهیر یې هم منفي اغېز کړی دی.

په جوزجان کې دوه سمسټرونه بې له بدل اعاشې

د جوزجان پوهنتون زده‌کړیالان هم وایي چې له دوو سمسټرونو راهیسې د دوی د اعاشې بدل نه دی ورکړل شوی.

د دوی په وینا، دې وضعیت لامل شوی چې ګڼ شمېر زده‌کړیالان د شخصي لیلیو کرایه او د برېښنا لګښتونه ورنه کړای شي. ځینو زده‌کړیالانو ویلي چې د لګښتونو د نه ورکولو له امله د شخصي لیلیو له ځینو مالکانو سره له نامناسب چلند سره مخ شوي دي.

هغوی دا ادعا هم کوي چې د لګښتونو د نه ورکړې له امله د ځینو لیلیو برېښنا پرې شوې ده.

د البیروني پوهنتون محصلان پنځه میاشتې انتظار باسي

د البیروني پوهنتون یو شمېر زده‌کړیالان هم وایي چې شاوخوا پنځه میاشتې کېږي د اعاشې بدل یې نه دی ترلاسه کړی.

د دوی په وینا، هغه زده‌کړیالان چې په دولتي لیلیو کې ځای نه لري او اړ دي په شخصي لیلیو کې واوسي، تر نورو ډېر تر اقتصادي فشار لاندې دي. دوی وایي چې د ورځني ژوند لګښتونه او د استوګنې د مصارفو یوه برخه یې له همدې پیسو څخه پوره کېده، خو د دغې مرستې ځنډ د خوړو برابرول او د کرایې ورکول ورته ستونزمن کړي دي.

«نه هم بدل اعاشه او نه هم لیله» 

د کندوز پوهنتون یوه زده‌کړیال افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو په تېرو شپږو میاشتو کې د دې پوهنتون د محصلانو د اعاشې بدل نه دی ورکړی.

هغه زیاته کړې چې په دې موده کې ډېرو زده‌کړیالانو ته د لیلیې اسانتیا هم نه ده برابره شوې او په شخصي لیلیو کې د استوګنې لګښتونه په بې‌ساري ډول لوړ شوي دي. د نوموړي په وینا، د پخواني حکومت پر مهال د بدل اعاشه هره میاشت په منظم ډول ورکول کېده.

د تخار محصلان: چوپتیا ته ګواښل شوي یو

د تخار پوهنتون یو شمېر زده‌کړیالان، چې له بېلابېلو ولایتونو او ولسوالیو څخه دغه پوهنتون ته تللي، وایي چې په تېرو شپږو میاشتو کې یې د بدل اعاشېنه دی ترلاسه کړی.

د دوی په وینا، وروستی ځل دا مرسته د تېر کال د تلې میاشتې لپاره ورکړل شوې وه. زده‌کړیالان وایي چې د مالي ستونزو له امله د کور کرایې ورکولو او د خوړو برابرولو په برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.

دوی همداراز ادعا کوي چې په تخار کې د طالبانو مسئولانو نه یوازې د دې ستونزې د حل لپاره د دوی غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، بلکې ځینې معترض زده‌کړیالان یې چوپ پاتې کېدو ته هم ګواښلي دي.

افغانستان انټرنشنل موندلې چې د ننګرهار، پکتیا، لغمان، کونړ او خوست ولایتونو د زده‌کړیالانو بدل اعاشې هم نه دی ورکړل شوی.

بدل اعاشه؛ لږه خو حیاتي مرسته

د لوړو زده‌کړو وزارت د مقرراتو له مخې، حکومت مکلف دی هغو زده‌کړیالانو ته چې د کانکور له لارې د خپل استوګنځي له سیمې لرې دولتي پوهنتونونو ته بریالي کېږي، یا لیلیه برابره کړي او یا هم د بدل اعاشې په نوم مالي مرسته ورکړي.

د دغو مقرراتو له مخې، مستحق زده‌کړیالان باید هره میاشت ۱۸۰۰ افغانۍ او په هر سمسټر کې ۷۲۰۰ افغانۍ ترلاسه کړي.

زده‌کړیالان وایي چې دا اندازه پیسې له پخوا هم د ژوند لګښتونو ته بسنه نه کوله، خو اوس له میاشتو راهیسې همدا لږه مرسته هم نه ده ورکړل شوې. د دوی په وینا، ګڼ شمېر زده‌کړیالان د خوړو، د استوګنې د کرایې او نورو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره له سختو ستونزو سره مخ دي.

افغانستان انټرنشنل د دې موضوع په اړه د وضاحت ترلاسه کولو لپاره د طالبانو له مسئولانو سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې کوم ځواب نه دی ترلاسه کړی.

ترویج لرونکی

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه
۱

ایټالیا کې ژغورل شوی افغان: د مزدورۍ پیسو د غوښتلو له امله یې اور را واچاوه

۲

افغان ایواک: د امریکا نوې طرحه زرګونه افغان متحدین د قانوني کار له حقه بې‌برخې کولی شي

۳

د طالبانو چاپېریال ساتنې ادارې د ملګرو ملتونو د درول شویو پروژو د بیا پیلولو غوښتنه کړې

۴

متقي: موږ ۲۰ کاله له ۵۰ هېوادونو سره جنګېدلي یو اوس دا توقع نه‌لرو چې پر موږ ګلان وشیندي

۵

یوې موسسې په جوزجان کې له نږدې ۷ زره کورنیو سره نغدي او د خوراکي توکو مرسته کړې

•
•
•

نور کیسې

یوناما: په افغانستان کې د اوبو کړکېچ تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانمنوي

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۲۵ GMT+۱
یوناما: په افغانستان کې د اوبو کړکېچ تر ټولو ډېر ښځې او ماشومان زیانمنوي
100%

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ دفتر (یوناما) ویلي، چې په افغانستان کې د اوبو مخ پر زیاتېدونکی کړکېچ د خلکو پر ژوند پراخې منفي اغېزې کړې دي او ښځې او ماشومان تر نورو ډېر له دې ستونزې زیان ویني.

یوناما د پنجشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۴مه، په خواله رسنیو کې د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د اوبو د برابرولو او راټولولو مسؤلیت په ټولنه کې په مساوي ډول نه دی وېشل شوی.

د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نړیوال اوبو راپور ښيي چې ښځې او نجونې د اوبو د راټولولو تر ټولو لوی بار پر اوږو وړي او د اوبو د کمښت له امله له ګڼو ورځنیو ستونزو سره مخ کېږي.

یوناما ټینګار کړی چې د اوبو روان کړکېچ نه یوازې د خلکو پر معیشت او روغتیا اغېز کړی، بلکې د ښځو او ماشومانو لپاره یې ځانګړې ستونزې هم رامنځته کړې دي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، د اوبو کمښت او د اوبو سرچینو ته محدود لاسرسی په افغانستان کې شته جنسیتي نابرابرۍ لا پسې زیاتې کړې دي، ځکه ښځې او نجونې د اوبو د ترلاسه کولو لپاره ډېر وخت او انرژي مصرفوي.

یوناما د اوبو د ستونزې د حل لپاره د اغېزمنو او دوامدارو اقداماتو پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د اوبو سرچینو ته عادلانه لاسرسی د خلکو د ژوند د ښه‌والي او ټولنیز ثبات لپاره مهم ارزښت لري.

شانګهای سازمان: د افغانستان جغرافیایي موقعیت د سیمې د ثبات او اقتصادي وصل لپاره مهم دی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۱۹ GMT+۱
شانګهای سازمان: د افغانستان جغرافیایي موقعیت د سیمې د ثبات او اقتصادي وصل لپاره مهم دی
100%

د شانګهای د همکارۍ سازمان د سرمنشي مرستیال احمد سعید مرادزاده ویلي، چې افغانستان د دغه سازمان په نقشه کې نږدې په مرکز کې ځای لري. نوموړي په سینټ پیټرزبورګ کې د نړیوالې اقتصادي غونډې پر مهال له سپوتنیک خبري اژانس سره په مرکه کې د افغانستان جیوپولیټیک موقعیت مهم بللی دی.

مرادزاده په دغه مرکه کې د شانګهای د همکارۍ سازمان او افغانستان ترمنځ د تماسونو د میکانیزم پر وضعیت هم رڼا واچوله. دغه میکانیزم او هوکړه لیک د افغانستان له پخواني جمهوري حکومت سره لاسلیک شوی و چې اوس د نویو بدلونونو په رڼا کې د هغې پر برخلیک او کاري وضعیت بحثونه کېږي.

د شانګهای د همکارۍ سازمان دغه جګپوړي چارواکي زیاته کړې، چې د افغانستان جغرافیایي موقعیت د سیمې د ثبات او اقتصادي نښلون لپاره خورا مهم دی. د ده په وینا، د همدې جغرافیايي ارزښت له امله د دغه سازمان په نقشه کې د افغانستان موقعیت مرکزي او ستراتیژیک دی.

د دغه سازمان او د افغانستان د پخواني حکومت ترمنځ د تماسونو د میکانیزم د برخلیک په اړه خبرې اترې په داسې حال کې روانې دي، چې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د سیمې هېوادونه د دغه هېواد د سیاسي او اقتصادي راتلونکي په اړه بېلابېل لیدلوري لري.

تمیم عاصي: په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وژنو پېښې زیاتې شوې دي

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۳:۰۵ GMT+۱
تمیم عاصي: په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وژنو پېښې زیاتې شوې دي
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د دفاع وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ مرستیال تمیم عاصي وایي، چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وژنو نامعلومې او جنجالي پېښې زیاتې شوې دي.

تمیم عاصي د ایکس خواله رسنۍ په یوه پیغام کې ویلي چې ډېری قربانیانې مسلکي او کارکوونکې ښځې دي او د دې پېښو شمېر په څرګند ډول زیات شوی دی.

هغه ادعا کړې چې د ماشوم ودونو د قانوني کېدو په اړه وروستیو پرېکړو ځینو کسانو ته دا زمینه برابره کړې چې له خپلو مېرمنو سره تاوتریخوالی وکړي او د کم‌عمره نجونو د ودونو لپاره فشار زیات کړي.

عاصي ویلي: «ډېری دا پېښې نه ثبتېږي او کورنۍ یې د عزت او نورو ټولنیزو لاملونو له امله په خاموشۍ سره دفن کوي.»

هغه ټینګار کړی چې دغه پېښې باید په بشپړ ډول وڅېړل شي، مستندې شي او عاملان یې عدالت ته راکش کړل شي.

عاصي زیاته کړې چې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د شفافو تحقیقاتو، راپور ورکولو او د مسوولو کسانو د محاکمې اړتیا ډېره جدي شوې ده.

پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ایت‌الله محمد اسحاق فیاض مړینه ستره علمي ضایعه بللی

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۲:۱۱ GMT+۱
پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ایت‌الله محمد اسحاق فیاض مړینه ستره علمي ضایعه بللی
100%

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د ایت‌الله العظمي محمد اسحاق فیاض مړینه یوه ستره ضایعه بللې او د هغه کورنۍ او پلویانو ته یې د خواخوږۍ پیغام وړاندې کړی دی. هغه زیاته کړې، ارواښاد فیاض، چې د افغانستان له اصلي زامنو څخه و، کلونه یې په عراق کې د دیني علومو په تدریس تېر کړل.

محمد اشرف غني په خپل ایکس پیغام کې ویلي، چې ایت‌الله فیاض د اسلامي نړۍ له نامتو عالمانو څخه و، چې د علم، تدریس او فکري خدمت اوږد تاریخ یې درلود.

هغه ویلي: «د ایت‌الله فیاض مړینه د اسلامي نړۍ او علمي ټولنې لپاره دردونکې ده. هغه خپل ژوند د دیني علومو زده‌کړې او تدریس ته وقف کړی و او د اسلامي فکر په پراختیا کې یې مهم رول ادا کړی دی.»

غني زیاته کړې چې مرحوم فیاض، چې د افغانستان له اصلي زامنو څخه و، کلونه یې په عراق کې د دیني علومو په تدریس او څېړنه کې تېر کړل او د شیعه مذهب له مهمو مراجعو څخه و.

په ورته وخت کې، د طالبانو مخالفې وسله‌والې ډلې ازادۍ جبهې هم د ایت‌الله فیاض مړینه یوه لویه علمي ضایعه بللې او د هغه د فکر او علمي میراث ستاینه یې کړې ده.

دغه جبهې ویلي چې ایت‌الله فیاض د اعتدال، علمي استقلال او د افراط‌ګرۍ پر ضد د فکري دریځ له امله ځانګړی ځای درلود او د هغه علمي میراث به د سیمې په فکري تاریخ کې پاتې وي.

ایت‌الله محمد اسحاق فیاض د معاصر شیعه نړۍ له مشهورو مذهبي مراجعو څخه و، چې د اسلامي فقهې او دیني علومو په برخه کې یې پراخ اغېز پرې ایښی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان: ناامنه خوراکي توکي هر کال ۱،۵ میلیونه انسانان وژني

۱۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۴ جون ۲۰۲۶، ۲۱:۵۲ GMT+۱
د روغتیا نړیوال سازمان: ناامنه خوراکي توکي هر کال ۱،۵ میلیونه انسانان وژني
100%

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو ایچ او) وایي، چې ناامنه خوراکي توکي هر کال په نړۍ کې د شاوخوا ۸۶۶ میلیونه ناروغیو او نږدې ۱،۵ میلیونه مړینو لامل ګرځي. افغانستان هم یو له هغو هېوادونو څخه دی چې د دې ستونزې له جدي اغېزو سره مخ دی.

دغه سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې ماشومان تر ټولو زیانمنه ډله ده، او له پنځه کلونو کم عمره ماشومان د خوړو له لارې د انتقالېدونکو ناروغیو نږدې درېیمه برخه پېښې زغمي، سره له دې چې د نړۍ یوازې ۹ سلنه نفوس جوړوي.

راپور زیاتوي، چې دا ناروغۍ په ځانګړي ډول د نس ناستې په څېر حالتونو کې د ماشومانو لپاره ډېرې مرګونې تمامېدای شي، په داسې حال کې چې په بېلابېلو هېوادونو، په ځانګړي ډول کم‌عاید سیمو کې، د روغتیايي خدماتو محدودیت دا ستونزه لا پسې جدي کړې ده.

د راپور له مخې، د خوړو له لارې رامنځته کېدونکې ناروغۍ نه یوازې د مکروبونو او ویروسونو له امله خپرېږي، بلکې په خوړو کې موجود کیمیاوي مواد لکه زهرجن فلزي عنصر او مېتیل‌مرکري هم د ماشومانو د دماغي ودې، اعصابو او اوږدمهالو ناروغیو خطر زیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي مشر ډاکټر تدروس ادهانوم ګیبریسوس ویلي: «د خوړو خوندیتوب یوازې یو تخنیکي موضوع نه ده، بلکې د هرې ورځې د ژوند برخه ده. ناامنه خوراک د عامې روغتیا یوه جدي ستونزه ده چې تر اوسه یې بشپړ انځور نه و څرګند.»

هغه زیاته کړې: «دا نوي شمېرې هېوادونو ته دا امکان ورکوي چې وپوهېږي د ناروغیو اصلي بار چیرته ډېر دی او خپلې پالیسۍ د هغې پر بنسټ جوړې کړي.»

د راپور له مخې، په ۲۰۲۱ کال کې د خوړو له لارې رامنځته کېدونکو ناروغیو تر ټولو لویه برخه د مکروبي عواملو لکه باکتریاوو او ویروسونو له امله وه، چې شاوخوا ۸۶۰ میلیونه پېښې یې جوړولې. خو د مړینو لویه برخه بیا د کیمیاوي زهرجنو موادو له امله ثبت شوې، چې د ټولو مړینو نږدې ۷۳ سلنه جوړوي.

دغه سازمان وایي چې یوازې نیمه فلزي ماده او زهرجن کمیاوي عنصر د یو کال په ترڅ کې د یو میلیون څخه ډېرو مړینو سبب شوي، چې د زړه ناروغیو او سرطانونو خطر څو چنده لوړوي.

په راپور کې همداراز راغلي چې په ۲۰۲۱ کال کې د ناامنه خوراک له امله نړۍ ته شاوخوا ۳۱۰ میلیارده ډالر اقتصادي زیان اوښتی، چې د ژوند د لګښتونو له توپیرونو سره سم دا اندازه تر ۶۴۷ میلیارده ډالرو هم رسېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د خوړو د خوندیتوب لپاره باید حکومتونه د اوبو او حفظ‌الصحې سیستمونه ښه کړي، د خوړو د تولید او پروسس معیارونه سخت کړي او خلکو ته روغتیايي خدمات پراخ کړي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې د اقلیم بدلون، نړیوالې سوداګرۍ او ټولنیزې نابرابرۍ له امله د ناامنه خوراک ستونزه لا هم په زیاتېدو ده، او افغانستان په ځانګړي ډول له هغو هېوادونو څخه دی چې د دې ستونزې له جدي اغېزو سره مخ دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د دې ستونزې د کمولو لپاره باید د «یو روغتیا» (One Health) تګلاره عملي شي، څو د انسان، حیوان او چاپېریال روغتیا په ګډه خوندي شي.