• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ترکي مسوولینو سره د طبي تجهیزاتو او روغتيايي خدمتونو پر پیاوړتیا خبرې وکړې

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۱۶ GMT+۰تازه شوی: ۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۰ GMT+۰

د طالبانو عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت د روغتيايي خدمتونو مرستیال عبدالولي حقاني په ترکیه کې د کرین کمپنیو ګروپ له مسوولینو سره د نویو طبي تجهیزاتو او روغتیايي خدمتونو پر پیاوړتیا خبرې کړي. طالبانو ویلي، دواړو لورو د ګډو روغتیايي همکاریو پر زیاتېدو هم ټينګار کړی دی.

د طالبانو عامې روغتیا وزارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په یوې خبرپاڼه کې زیاته کړې، چې ترکیې ته تللي پلاوي د همدې کمپنۍ د طبي توکو له نندارتون څخه هم لیدنه کړې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دوی د معیاري تشخیص او درملنې لپاره له عصري طبي تجهیزاتو، معیاري لابراتواري موادو او باکیفیته درملو لپاره هڅې کوي.

ترکیې ته د طالبانو تللی روغتیايي پلاوی وايي: «دواړو لورو د ګډو همکاریو، نويو طبي تجهیزاتو کارونې او معیاري روغتیایي خدمتونو پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې.»

د طالبانو دغه پلاوي په ترکیه کې د جاپانۍ کمپنۍ له استازو سره د معیاري‌ تجهیزاتو اړوند جلا ناسته هم کړې ده.

د طالبانو روغتیايي مسوولین په پرله‌پسې توګه په هېواد کې د روغتیايي چارو د معیاري خدماتو د وړاندې کولو خبرې کوي؛ خو په ډېرو سیمو کې خلک ان لومړنیو روغتیايي خدمتونو ته هم لاسرسی نه‌لري‌.

د دې ترڅنګ د لویو ښارونو روغتونونه لا هم د درملو او متخصصو روغتیاپالانو له کمښت سره مخ دي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۴

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

۵

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند پاتې نه‌دی

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۰ GMT+۰
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند پاتې نه‌دی
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستی اوربند دودیز دولتي اوربند نه‌و، بلکې هدف یې دا و، چې له افغان خاورې پر پاکستان د ترهګرو ډلو بریدونه ونه‌شي.نوموړي ادعا وکړه، چې له دې اعلان وروسته پاکستان کې لوی ترهګریز بریدونه شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په خپله اونیزه خبري غونډه کې د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په رسمي ډول اروبند پاتې که نه؟ وویل،له افغانستان سره د دوی تر منځ اعلان شوی اوربند د هغو اوربندونو په څېر نه‌و، چې په جګړه کې ښکېلو دوو دولتونو تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته عملي کېږي. نوموړي څرګنده کړه، چې په دې حالت کې د اوربند معنا دا وه، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو له لوري په پاکستان کې بریدونه ونه‌شي.

انداربي ادعا وکړه: «له دې اوربند وروسته په پاکستان کې دټي‌ټي‌پي، فتنة الخوارج او ان د افغان اتباعو له لوري لوی ترهګریز بریدونه ترسره شوي. که د همدې تعریف له‌مخې قضاوت وکړو، نو اوربند نه دی ساتل شوی.»

نوموړي همداراز ادعا وکړه،که افغان اتباع په اسلام‌اباد او نورو سیمو کې بریدونه کوي، نو دا وضعیت د اوربند د عملي کېدو نښه نه ده، او له همدې امله نه‌شي کېدای چې د اوربند په اړه خوشبیني وشي.

طاهر اندرابی څرګنده کړه، چې پاکستان له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو په اړه بشپړ پوځي چمتووالی لري. د هغه په وینا: «موږ په بشپړه توګه هوښیار یو. زموږ پوځي چمتووالی قوي دی او هر ډول امنیتي ننګونې ته به په لازم جديت سره ځواب ورکړو.»

د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان پر درېیو ولایتونو بریدونه وکړل چې له امله یې یوه مېرمنه او ۹ ماشومان ووژل شول. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادو بریدونه په تایید سره وویل، چې دغو بریدونو ته به په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.

پر ډیورند کرښې د لارو د بندېدو ۴۸مه ورځ؛ لا یې هم برخلیک نه‌دی مشخص شوی

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۰
پر ډیورند کرښې د لارو د بندېدو ۴۸مه ورځ؛ لا یې هم برخلیک نه‌دی مشخص شوی
100%

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له امله دواړو غاړو ته په سلګونه مسافر او موټرچلوونکي بند پاتې دي او وایي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.د دواړو هېوادونو ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاو وروسته نن (جمعه د لیندۍ ۷مه)، ۴۸مه ورځ ده، چې دغه لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ بندې دي.

د تورخم لارې د بندېدو له امله پاکستان لوري ته بند پاتې موټر چلوونکو د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په سخت وضعیت او شدیده سړې هوا کې شپې سبا کوي.

دغه موټر چلوونکي وايي، هره ورځ د لارو خلاصېدو په تمه دي او اوس د خوراک او اوسېدو لپاره پیسې هم نه‌لري.

یوه موټر چلوونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «قسم درته خورم، چې بیخي زیات مشکل دی، هره ورځ خبرونه اورو او اوس مو انتظار بیخي‌ وروستي حد ته رسېدلی. د شپې خوب نشته، کورونه مو هغه خواته پاته دي، موټران مو زیانمن شوي، سوداګرو او موږ ته زیان اوښتی. له هېچا سره پیسې نشته، ټولې مو وخوړلې، هیڅوک مرسته هم نه‌راسره کوي.»

دغو موټر چلوونکو د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د ډيورند پر کرښه ټولې لارې او په ځانګړې توګه د تورخم لاره پرانیزي.

یوه بل موټر چلوونکي‌ وویل: «مشکلات زیات دي، تاوانونه مو وکړل، مریضان زیات دي، موږ غوښتنه کوو، چې دا لارې دې خلاصې شي، ستونزې دې حل شي، مهاجر یو او بلې خوا ته نه‌پرېږدي؛ خو افغان او پاکستانیان چې بند پاتې دي اجازه دې ورکړل شي.»

د ډیورنډ پر کرښه د تورخم، سپین بولدک او نورې د تګ راتګ ټولې لارې وروسته له هغه د هر ډول تګ راتګ او سوداګریزو چارو پر مخ وتړل شوې، چې د اکتوبر پر نهمه ماښام د پاکستان هوايي ځواکونو پر کابل او نورو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او طالبانو یې په غبرګون کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.

له دې وروسته دواړه خواوې په قطر او ترکیې کې ۳ ځلي ناستې وکړې، خو له اوربند پرته بله هېڅ لاسته راوړنه نه‌درلوده او اوس دواړو خواو تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې او د لارې د خلاصون برخلیک نه‌دی مشخص شوی، خو یوازې د پاکستان له‌خوا د افغان کډوالو د اېستلو لپاره دغه لارې خلاصې دي.

د افغانستان مقاومت شورا: د امریکا پر ملي‌ ګارډ برید جنایت دی او د ملت ګډ مسوولیت نه‌دی

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۱ GMT+۰
د افغانستان مقاومت شورا: د امریکا پر ملي‌ ګارډ برید جنایت دی او د ملت ګډ مسوولیت نه‌دی
100%

د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا په یوې اعلامیه کې په واشنګټن ډي‌سي د ملي ګارډ پر غړو برید غندلی او زیاته کړې یې ده:«دا د یو فرد کار دی او باید د یوه ملت د ګډ مسوولیت په توګه تعبیر نه‌شي.» شورا دا پېښه جنایت او ترهګریز عمل بللی دی.

دغې شورا د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په یوې اعلامیه کې ویلي: «د ترور او تاوتریخوالي اصلي سرچینه هغه فعالې ترهګرې شبکې دي، چې د طالبانو ډلې تر واک لاندې افغانستان کې یې ځالې جوړي کړي.»

دوی زیاته کړې، چې د نړۍ په ډېرو افراطي کړنو کې د الهام سرچینه همدغه ترهګریز جوړښتونه دي، چې د تېرو کلونو په ترڅ کې د طالب ډلې په لمن کې پیاوړې شوې ده.

شورا یاده پېښه غندلې او ویلي یې دي، چې دا ډول پېښې په هېڅ اخلاقي، حقوقي او سیاسي اصل کې د منلو نه‌دي.

یادې شورا له دې پېښې سره هم مهاله د کډوالۍ په تړاو د امریکا حکومت بېړنۍ چلند غیر عادلانه یاد کړی او په وینا یې، دا ډول اقدامات د ستونزې حل نه‌شي کیدلی.

په اعلامیه کې ویل شوي: «له ترهګرۍ سره د مبارزې لاره د مهاجرت پر دوسيو د محدوديتونو په لګولو کې نه را لنډېږي.»

دوی د امریکا له لوري د افغان کډوالۍ غوښتنلیکونو د سمدستي څېړنې پر ځنډېدو اندېښنه ښودلې: «دغه ډول پرېکړې کولای شي زرګونه بې‌‌ګناه او زيان منېدونکي افغانان چې د طالبانو له منګولو خلاص شوي، يوه نوي انساني ناورين ته ټېل وهي.»

د ملي مقاومت شورا له امریکا حکومت څخه غوښتي: «د کډوالۍ په اړه په پریکړو کې باید د افغانستان د مظلومو خلکو او د طالبانو د ظالمې ډلې ترمنځ واضح توپیر وکړي؛ د مجرم پر ځای قرباني ته سزا ورنه‌کړي او په ځمکه کې د واقعیتونو په درک کولو سره، له هر هغې پالیسۍ څخه ډډه وکړي چې په غیر ارادي ډول طالبان پیاوړي کوي یا د افغانستان بې دفاع اتباع کمزوري کوي.»

د یادونې وړ ده، چې د تېرې چهارشنبې په ورځ د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي‌سي کې یوه افغان د ملي ګارد پر غړو ډزې وکړې او دوه کسان یې ټپيان کړل، او بیا وروسته یوه یې چې بېکستروم نومېده په روغتون کې ساه ورکړه.

مشعل دراني ته: هغوی چې د سیمې حالات څاري پوهېږي چې د ترهګریزو لارو تاریخي سرچینې چېرې دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۶ GMT+۰
مشعل دراني ته: هغوی چې د سیمې حالات څاري پوهېږي چې د ترهګریزو لارو تاریخي سرچینې چېرې دي
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير عاطف مشعل د اصف دراني د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغوی چې د سیمي حالات څاري، پوهېږي چې د ډېرو ترهګریزو لارو تاریخي سرچینې په کومو ځایونو کې جوړې شوي او دا لارې د افغانستان پر لور نه دي راکښل شوي.

که څه هم عاطف مشعل په مستقیم ډول د پاکستان نوم نه‌دی اخیستی، خو هدف یې پاکستان دی، چې د ترهګریزو لارو تاریخي سرچینې په همدې هېواد کې جوړې شوي او له افغانستان سره هېڅ تړاو نه‌لري.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) ویلي، چې د افغانستان له خاوري په تاجکستان کې پر چینايي وګړو د ډرون په برید کې د درېیو چیناییانو وژل د دې ښکاره ثبوت دی، چې افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدلېږي.

اصف دراني: افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدلېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل په خپله اېکس‌پاڼه د دراني د لیک بیاځلي په خپرولو سره لیکلي: «د نن ورځې په بدلېدونکي نړۍ کې افغانستان نور د سیالۍډګر او د نیابتي جګړو ډګر نه‌دی.» د هغه په وینا افغانستان اوس د نښلونې د یوه مهم مرکز په توګه پیژندل کیږي.

هغه زیاتوي چې د زړو روایتونو کارول په نوي سیمه‌ییز چوکاټ کې یوازې د نننیو حقیقي واقعیتونو د ناسم درک سبب کېږي.

مشعل په واضحه توګه د پاکستان یادونه نه‌ده کړې، خو ویلې یې دي چې «نور هېوادونه» په کور دننه او په سیمه کې خپل اختلافونه له سره و ارزوي.

مشعل وایي، سیمه‌ییز ثبات د ملي ګټو لپاره مهم دی، لکه څنګه چې یو ثابت او باثباته افغانستان د سیمې د نوي لیدلوري ملاتړ کوي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، چې د افغانستان له خاورې په یوه برید کې د «شاهین ایس‌اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي. تاجکستان ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې جنایتکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

مشعل زیاتوي: «زموږ اړیکې له چین سره د متقابل اعتماد، درناوي او اوږدې ملګرتیا پر بنسټ ولاړې دي.» د هغه په وینا د چین وګړي په افغانستان کې له بشپړ امنیت څخه برخمن دي.

هغه وایي «له تاجکستان سره هم موږ د باور او همکارۍ پر اساس یوې رغنده مرحلې ته داخل شوی یو.»

په ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه غندلې ده. دغه وزارت ویلي، د پېښې د عواملو موندلو په موخه له تاجکستان سره د معلوماتو تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري.

په پلازمېنه دوشنبه کې د چین سفارت هم منلې، چې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې د یوه وسله‌وال برید له امله درې چینایي وګړي وژل شوي دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ: د پاکستان د بمباریو او هدفي وژنو لړۍ د نسل‌ وژنې بڼه لري

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۹ GMT+۰
پښتون ژغورنې غورځنګ: د پاکستان د بمباریو او هدفي وژنو لړۍ د نسل‌ وژنې بڼه لري
100%

د کاناډا په تورنتو ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونو غړو لاریون کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د سیمې د روانو بشري او امنیتي ستونزو په اړه بېړني او عملي ګامونه پورته کړي. دوي زیاتوي چې د پاکستان پوځ او ادارو له لوري د پښتنو هدفي وژنې او بمبارۍ د پښتنو د نسل‌ وژنې بڼه لري.

د پي ټي ایم غړو ویلي چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې پاکستاني پوځ بمبارۍ کړي چې د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې او بې‌ځایه کېدو سبب شوې دي.

دوی له ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري سازمانونو او لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې په دې اړه پر پاکستان فشار زیات کړي او د ملکي خلکو د خونديتوب تضمین وکړي.

لاریونوالو زیاته کړې چې د پاکستان پوځ او د جاسوسې ادارې د پښتنو ځوانانو، علماوو، قومي مخورو او سیاسي اشخاصو هدفي وژنې کوي، چې دا د پښتونو د نسل وژنې یو منظم پلان دی.

دوی ټینګار کړې چې لسګونه پښتانه فعالان، د غورځنګ ملاتړي او عام وګړي لا هم په جبري ډول تری تم دي. دوی د نړیوالو څارونکو له لوري د یوه خپلواک تحقیقاتي میکانیزم غوښتنه وکړه ترڅو معلومه شي چې دغه کسان چېرته دي او د هغوی د کورنیو عدالت غوښتنې ختمې نه شي.

لاریون کوونکو په خپلو ویناوو کې وویل چې په پاکستان کې افغان کډوال د شکنجې، نیونې، زنداني کېدو او جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي. دوی دا وضعیت د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله او غوښتنه یې وکړه چې باید نړیواله ټولنه د دغې لړۍ د ودریدو لپاره جدي اقدام وکړي.