• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مشعل دراني ته: هغوی چې د سیمې حالات څاري پوهېږي چې د ترهګریزو لارو تاریخي سرچینې چېرې دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۳۶ GMT+۰تازه شوی: ۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۰۰ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير عاطف مشعل د اصف دراني د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، هغوی چې د سیمي حالات څاري، پوهېږي چې د ډېرو ترهګریزو لارو تاریخي سرچینې په کومو ځایونو کې جوړې شوي او دا لارې د افغانستان پر لور نه دي راکښل شوي.

که څه هم عاطف مشعل په مستقیم ډول د پاکستان نوم نه‌دی اخیستی، خو هدف یې پاکستان دی، چې د ترهګریزو لارو تاریخي سرچینې په همدې هېواد کې جوړې شوي او له افغانستان سره هېڅ تړاو نه‌لري.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) ویلي، چې د افغانستان له خاوري په تاجکستان کې پر چینايي وګړو د ډرون په برید کې د درېیو چیناییانو وژل د دې ښکاره ثبوت دی، چې افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدلېږي.

اصف دراني: افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدلېږي | افغانستان انټرنشنل پښتو

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عاطف مشعل په خپله اېکس‌پاڼه د دراني د لیک بیاځلي په خپرولو سره لیکلي: «د نن ورځې په بدلېدونکي نړۍ کې افغانستان نور د سیالۍډګر او د نیابتي جګړو ډګر نه‌دی.» د هغه په وینا افغانستان اوس د نښلونې د یوه مهم مرکز په توګه پیژندل کیږي.

هغه زیاتوي چې د زړو روایتونو کارول په نوي سیمه‌ییز چوکاټ کې یوازې د نننیو حقیقي واقعیتونو د ناسم درک سبب کېږي.

مشعل په واضحه توګه د پاکستان یادونه نه‌ده کړې، خو ویلې یې دي چې «نور هېوادونه» په کور دننه او په سیمه کې خپل اختلافونه له سره و ارزوي.

مشعل وایي، سیمه‌ییز ثبات د ملي ګټو لپاره مهم دی، لکه څنګه چې یو ثابت او باثباته افغانستان د سیمې د نوي لیدلوري ملاتړ کوي.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، چې د افغانستان له خاورې په یوه برید کې د «شاهین ایس‌اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي. تاجکستان ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې جنایتکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

مشعل زیاتوي: «زموږ اړیکې له چین سره د متقابل اعتماد، درناوي او اوږدې ملګرتیا پر بنسټ ولاړې دي.» د هغه په وینا د چین وګړي په افغانستان کې له بشپړ امنیت څخه برخمن دي.

هغه وایي «له تاجکستان سره هم موږ د باور او همکارۍ پر اساس یوې رغنده مرحلې ته داخل شوی یو.»

په ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه غندلې ده. دغه وزارت ویلي، د پېښې د عواملو موندلو په موخه له تاجکستان سره د معلوماتو تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري.

په پلازمېنه دوشنبه کې د چین سفارت هم منلې، چې په تاجکستان کې د افغانستان پولې ته نږدې د یوه وسله‌وال برید له امله درې چینایي وګړي وژل شوي دي.

ترویج لرونکی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې
۱
ځانګړی

په کونړ کې د مارکېټ پر سر شخړه؛ د طالبانو محکمې د ۳۵ زره ډالرو په بدل کې پرېکړه بدله کړې

۲

د پاکستان په کراچۍ کې یوه خاوند خپله مېرمن له کوروالي څخه د انکار له امله وژلې ده

۳

متحده ایالاتو د ملګرو ملتونو په لېست کې د بلوڅ وسله‌والو د شاملولو هڅه رد کړه

۴

ننګرهار کې یو طالب چارواکی: «موسسات د دجال لښکر دی»

۵

په سپين بولدک کې د انساني قاچاق تور بازار؛ ولس قرباني خو طالبان او مافیا ګټونکي دي

•
•
•

نور کیسې

پښتون ژغورنې غورځنګ: د پاکستان د بمباریو او هدفي وژنو لړۍ د نسل‌ وژنې بڼه لري

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۰۹ GMT+۰
پښتون ژغورنې غورځنګ: د پاکستان د بمباریو او هدفي وژنو لړۍ د نسل‌ وژنې بڼه لري
100%

د کاناډا په تورنتو ښار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ لسګونو غړو لاریون کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د سیمې د روانو بشري او امنیتي ستونزو په اړه بېړني او عملي ګامونه پورته کړي. دوي زیاتوي چې د پاکستان پوځ او ادارو له لوري د پښتنو هدفي وژنې او بمبارۍ د پښتنو د نسل‌ وژنې بڼه لري.

د پي ټي ایم غړو ویلي چې د ډیورنډ کرښې په دواړو غاړو کې پاکستاني پوځ بمبارۍ کړي چې د ملکي خلکو د مرګ‌ژوبلې او بې‌ځایه کېدو سبب شوې دي.

دوی له ملګرو ملتونو، نړیوالو بشري سازمانونو او لوېدیځو هېوادونو وغوښتل چې په دې اړه پر پاکستان فشار زیات کړي او د ملکي خلکو د خونديتوب تضمین وکړي.

لاریونوالو زیاته کړې چې د پاکستان پوځ او د جاسوسې ادارې د پښتنو ځوانانو، علماوو، قومي مخورو او سیاسي اشخاصو هدفي وژنې کوي، چې دا د پښتونو د نسل وژنې یو منظم پلان دی.

دوی ټینګار کړې چې لسګونه پښتانه فعالان، د غورځنګ ملاتړي او عام وګړي لا هم په جبري ډول تری تم دي. دوی د نړیوالو څارونکو له لوري د یوه خپلواک تحقیقاتي میکانیزم غوښتنه وکړه ترڅو معلومه شي چې دغه کسان چېرته دي او د هغوی د کورنیو عدالت غوښتنې ختمې نه شي.

لاریون کوونکو په خپلو ویناوو کې وویل چې په پاکستان کې افغان کډوال د شکنجې، نیونې، زنداني کېدو او جبري شړلو له ګواښ سره مخ دي. دوی دا وضعیت د نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه وبلله او غوښتنه یې وکړه چې باید نړیواله ټولنه د دغې لړۍ د ودریدو لپاره جدي اقدام وکړي.

طالب والي عبدالله مختار: دا د شرم ځای دی چې په رایو واک ته رسېدلي پر ملکي وګړو بریدونه کوي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۶ GMT+۰
طالب والي عبدالله مختار: دا د شرم ځای دی چې په رایو واک ته رسېدلي پر ملکي وګړو بریدونه کوي
100%

د طالبانو د خوست والي عبدالله مختار په دغه ولایت کې د پاکستان په بریدونو کې د وژل شویو په فاتحه کې ګډون کړی او د پاکستان خلک یې پوښتلي:«ایا دا د شرم ځای نه دی چې د دوی په رایو واک ته رسېدلي پر کمزورو، ښځو او ماشومانو بریدونه کوي؟»

په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې عبدالله مختار د یاد ولایت په ګربزو ولسوالۍ کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د وژل شویو کسانو د فاتحې په مراسمو کې ګډون کړی او له هغوی سره یې خپل غمشریکي څرګنده کړي.

د خوست والي ویلي، چې پر ښځو او ماشومانو برید د تعجب او شرم وړ دی.

د خوست والي د پاکستان خلک پوښتلي دي چې :«ایا دا د شرم ځای نه دی چې د دوی په رایه واک ته رسیدلي پر کمزورو، ښځو او ماشومانو بریدونه کوي؟»

نوموړي دا څرګندونې پرداسې مهال کړې، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان پر درېیو ولایتونو بریدونه وکړل چې له امله یې یوه مېرمنه او ۹ ماشومان ووژل شول، خو د پاکستان پوځ لي، چې په افغانستان کې وروستي بریدونه دوی نه دي کړي.

اصف دراني: افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدلېږي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۶:۲۳ GMT+۰
اصف دراني: افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدلېږي
100%

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني ویلي، چې د افغانستان له خاوري په تاجکستان کې پر چینايي وګړو د ډرون څرخکې په برید کې د درېیو چینایانو وژل د دې ښکاره ثبوت دی، چې افغانستان د ترهګرۍ په مرکز بدلېږي.

نوموړي ویلي، چې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د افغانستان نږدې ګاونډیان لپاره د بیړنۍ اقدام اړتیا ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت تېره ورځ وویل، چې د افغانستان له خاورې په یوه برید کې د «شاهین ایس‌اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت درې چینایي کارکوونکي وژل شوي دي. تاجکستان ویلي، چې د افغانستان په خاوره کې جنایتکارې ډلې لا هم د سرحدي وضعیت د ګډوډولو هڅې کوي.

دغه وزارت په یوې اعلامیه کې ویلي و، چې دا برید د چهارشنیې په شپه د افغانستان له پولې د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په پوله کې د یاد شرکت د کارکوونکو پر استوګنځي شوی دی.

د پاکستان په ګډون د سیمې هېوادونو یاد برید غندلی دی.

په ورته مهال د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت نن جمعې په ورځ، د لېندۍ ۷مه د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه غندلې ده. دغه وزارت وايي، د پېښې د عواملو موندلو په موخه له تاجکستان سره د معلوماتو تبادلې، تخنیکي همکارۍ او ګډې ارزونې ته بشپړ چمتووالی لري.

د واشنګټن وروستي ترهګریز برید ته د اتمر غبرګون: بریدګر د افغان ولس استازیتوب نشي کولای

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰
د واشنګټن وروستي ترهګریز برید ته د اتمر غبرګون: بریدګر د افغان ولس استازیتوب نشي کولای
100%

د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د امریکا په پلازمېنه واشنګټن کې د وروستي ترهګریز برید د غندلو ترڅنګ وايي، چې بریدګر د افغان ولس استازیتوب نشي کولای. اتمر وویل:« افغانانو پخپله د څلور نیمو لسیزو څخه زیات د ترهګرۍ، شخړو او بشري حقونو سرغړونې زغملي دي.»

د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر نن جمعه د لیندۍ ۷مه په اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې د د دې ترهګریز عمل ځواب باید د اخلاقو، حکمت او ګډ مسؤلیت له مخې رهبري شي او د مرتکب او مرسته کوونکي دواړو لپاره بشپړ، شفاف تحقیقات اړین دي او موندنې یې باید عامه شي.

اتمر لیکلی:«په میلیونونو افغانان په اسیا، منځني ختیځ، اروپا، شمالي امریکا او اسټرالیا کې په سوله ییز ډول ژوند کوي او په مثبت ډول یې په ټولنه کې ونډه اخیستې ده. هیڅ داسې شواهد نشته چې د دوی ترمنځ د جرم کچه لوړه وي.

د یادونې وړ ده، چې د رحمان الله لکڼوال په نوم یوه افغان دوه ورځې وړاندې په واشنګټن کې د ملي ګارډ دوه عسکر په ډزو ټپیان کړل چې یوې یې د سختو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.

د ډونالډ ټرمپ حکومت د یادې پېښې په غبرګون کې پر افغانانو هر ډول د کډوالۍ پروګرامونه د نامعلومې مودې لپاره بند کړل او همدا راز تر ۲۰۲۱کال وروسته دغه هېواد ته د ورغلو افغانانو د قضیو بیا پلټنو امر یې کړی دی.

پاکستان بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې د داعـ ش د شتون په اړه د طالبانو ادعاوې بې اساسه دي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۸ GMT+۰
پاکستان بهرنیو چارو وزارت: پاکستان کې د داعـ ش د شتون په اړه د طالبانو ادعاوې بې اساسه دي
100%

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي په خپله اونیزه خبري غونډه کې په دغه هېواد کې د «داعـ ش» ډلې شتون رد کړ، او زیاته یې کړه چې په پاکستان کې د دغه ډلې د شتون په اړه د افغان طالبانو ادعاوې بې اساسه دي.

طاهر اندرابي ویلي، چې په پاکستان کې د داعش شتون له حقیقت څخه لرې او ظالمانه ادعا ده.

اندرابي زیاته کړې:«دا یوه تخیلي خبره ده، چې د افغان طالبانو د رژیم له لوري کېږي. افغان اړخ هڅه کوي، د ترهګرۍ دا ګواښ چې د دوی په خاوره کې او دوی په خپله جوړ کړی دی، د مختلفو سازمانونو په نومونو باندې یاد کړي او د پاکستان په غاړه یې واچوي. په پاکستان کې د هر ډول تندلارو او ترهګرو عناصر سره زموږ د قوانینو په اساس چلند کیږي.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند دا څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې وړاندې افغان طالبانو د پاکستان د بلوچستان ایالت په مستونګ سیمه کې د داعش ډلې د روزنیزو کمپونو په اړه ادعاوې کړې وي، خو پاکستان د طالبانو دغه ډول ادعاوې تل رد کړې دي.

پر همدغه مهال طاهر اندرابي ویلي، چې پاکستان په درېیمو هېوادونو کې د میشتېدو په تمه افغانانو په اړه اندېښنه لري او یاد هېوادونه دې ژر تر ژره په پاکستان کې مېشت افغانانو ته د ویزو پروسه چټکه کړي.

اندرابې زیاته کړې:« هغه هېوادونه چې د افغان وکړو د بیا میشتېدنې ژمنه یې کړې ده، ژر تر ژره دې له پاکستان څخه وباسي. پاکستان دا مسله په مکرر ډول له یادو هېوادونو سره شریکه کړې ده.»

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د افغان کډوالو په اړه یادې څرګندونې داسې مهال کړې، چې حکومت یې په یاد هېواد کې د افغان کډوالو د نیولو او بېرته افغانستان د ستنولو په اړه پراخ عملیات پیل کړي دي.