د پاکستان بهرنیو چارو وزارت: د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند پاتې نهدی
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستی اوربند دودیز دولتي اوربند نهو، بلکې هدف یې دا و، چې له افغان خاورې پر پاکستان د ترهګرو ډلو بریدونه ونهشي.نوموړي ادعا وکړه، چې له دې اعلان وروسته پاکستان کې لوی ترهګریز بریدونه شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په خپله اونیزه خبري غونډه کې د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په رسمي ډول اروبند پاتې که نه؟ وویل،له افغانستان سره د دوی تر منځ اعلان شوی اوربند د هغو اوربندونو په څېر نهو، چې په جګړه کې ښکېلو دوو دولتونو تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته عملي کېږي. نوموړي څرګنده کړه، چې په دې حالت کې د اوربند معنا دا وه، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو له لوري په پاکستان کې بریدونه ونهشي.
انداربي ادعا وکړه: «له دې اوربند وروسته په پاکستان کې دټيټيپي، فتنة الخوارج او ان د افغان اتباعو له لوري لوی ترهګریز بریدونه ترسره شوي. که د همدې تعریف لهمخې قضاوت وکړو، نو اوربند نه دی ساتل شوی.»
نوموړي همداراز ادعا وکړه،که افغان اتباع په اسلاماباد او نورو سیمو کې بریدونه کوي، نو دا وضعیت د اوربند د عملي کېدو نښه نه ده، او له همدې امله نهشي کېدای چې د اوربند په اړه خوشبیني وشي.
طاهر اندرابی څرګنده کړه، چې پاکستان له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو په اړه بشپړ پوځي چمتووالی لري. د هغه په وینا: «موږ په بشپړه توګه هوښیار یو. زموږ پوځي چمتووالی قوي دی او هر ډول امنیتي ننګونې ته به په لازم جديت سره ځواب ورکړو.»
د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان پر درېیو ولایتونو بریدونه وکړل چې له امله یې یوه مېرمنه او ۹ ماشومان ووژل شول. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادو بریدونه په تایید سره وویل، چې دغو بریدونو ته به په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.
دغو موټر چلوونکو د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د ډيورند پر کرښه ټولې لارې او په ځانګړې توګه د تورخم لاره پرانیزي.
یوه بل موټر چلوونکي وویل: «مشکلات زیات دي، تاوانونه مو وکړل، مریضان زیات دي، موږ غوښتنه کوو، چې دا لارې دې خلاصې شي، ستونزې دې حل شي، مهاجر یو او بلې خوا ته نهپرېږدي؛ خو افغان او پاکستانیان چې بند پاتې دي اجازه دې ورکړل شي.»
د ډیورنډ پر کرښه د تورخم، سپین بولدک او نورې د تګ راتګ ټولې لارې وروسته له هغه د هر ډول تګ راتګ او سوداګریزو چارو پر مخ وتړل شوې، چې د اکتوبر پر نهمه ماښام د پاکستان هوايي ځواکونو پر کابل او نورو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او طالبانو یې په غبرګون کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
له دې وروسته دواړه خواوې په قطر او ترکیې کې ۳ ځلي ناستې وکړې، خو له اوربند پرته بله هېڅ لاسته راوړنه نهدرلوده او اوس دواړو خواو تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې او د لارې د خلاصون برخلیک نهدی مشخص شوی، خو یوازې د پاکستان لهخوا د افغان کډوالو د اېستلو لپاره دغه لارې خلاصې دي.
شورا یاده پېښه غندلې او ویلي یې دي، چې دا ډول پېښې په هېڅ اخلاقي، حقوقي او سیاسي اصل کې د منلو نهدي.
یادې شورا له دې پېښې سره هم مهاله د کډوالۍ په تړاو د امریکا حکومت بېړنۍ چلند غیر عادلانه یاد کړی او په وینا یې، دا ډول اقدامات د ستونزې حل نهشي کیدلی.
په اعلامیه کې ویل شوي: «له ترهګرۍ سره د مبارزې لاره د مهاجرت پر دوسيو د محدوديتونو په لګولو کې نه را لنډېږي.»