په سریلانکا کې سېلابونو او ځمکې ښویېدنې تر ۲۰۰ ډېر کسان مړه کړي

د سریلانکا چارواکو ویلي، چې په دغه هېواد کې د ډیتوا توپان له امله ۲۱۲ کسان مړه او ۲۱۸ نور تري تم دي. د سریلانکا د ناورین مدیریت مرکز ویلي، چې په دغه هېواد کې د وروستیو بارانونو او سېلابونو له امله نږدې یو مېلیون کسان اغېزمن شوي دي.

چارواکو ویلي، چې تر ۲۴زره ډېر پولیس، پوځ او د هوايي ځواک پرسونل لاهم د سېلابونو له امله د بند پاتو کورنیو سره پر مرستو بوخت دي.