سویل ختیځې اسیا کې سېلابونه؛ د مړو شمېر له ۶۰۰ اوښتی

د سویل ختیځې اسیا درې هېوادونه ټايلنډ، اندونيزيا او مالیزيا د سختو بارانونو، سېلابونو او ځمکې ښوېېدو له کبله له سختو ویجاړیو سره مخ شوي دي. چارواکي وايي، تر اوسه له ۶۰۰ډېر کسان مړه او نږدې څلور مېلیونه نور اغېزمن شوي چې د ژغورنې عملیات لا هم روان دي.