سوریایي چارواکی: د اسد حکومت له پرځېدو راهیسې اسراییل پر سوریې زرګونه بریدونه کړي دي

د سوریې د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي العربیه شبکې ته ویلي، چې هېواد یې له اسراییل نه د سوریې په خاوره کې د بریدونو او نفوذ بندېدو تضمین غواړي. هغه زیاته کړه، د سوریې او اسراییل ترمنځ امنیتي تړون «په روان وضعیت کې چې بریدونه دوام لري، د پلي کېدو او دوام وړ نهدی.»
د هغه په وینا؛ د اسراییل د بریدونو موخه د سوریې کمزورې کول دي او یاد هېواد د اسد حکومت تر پرځېدو وروسته پر سوریې له زرو ډېر هوایي بریدونه کړي دي.




