• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په کویټه کې د یوه کان د پرېوتو له امله دوه کان کېندونکي مړه شوي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۳ GMT+۰

د پاکستان د بلوچستان ایالت په کویټې ښار کې د سورنج سیمې د ډبرو سکرو کان د پرېوتو له امله دوه کان کېندونکي مړه شوي دي. له یادې پېښې سره ځایي چارواکو د کان د تړلو او د پېښې د پلټنې امر کړی دی.

د بلوچستان د کانونو څارونکي رفیع‌الله ویلي، کان کېندونکي د پېښې پرمهال د کان دننه وو چې یو ناڅاپه کان پرې راپرېوت.

ترویج لرونکی

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی
۱
چاپیریال

د طالبانو د هواپوهنې ادارې په شپږو ولایتونو کې د ورښتونو او سېلابونو د راوتلو اټکل کړی

۲

د اسلام‌اباد، کابل او نوي ډیلي ترمنځ د بې‌باورۍ سیوری؛ افغانستان د نوو اړیکو پر لور

۳

۲۲ خپلوان، یوه دوسیه او د بریتانیا اندېښنې؛ د افغان کډوالو د پروګرام نااشنا کیسه

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

د هند او پاکستان د اوبو لانجه؛ د هند پرېکړې پاکستان اندېښمن کړی

۵

د ملګرو ملتونو چارواکی وايي طالبان دې پر ښځو لګول شوي محدودیتونه لرې کړي

•
•
•

نور کیسې

مسعود پزشکیان: له هغو پولو چې سوداګري، علم او کلتور تېرېږي، هېڅکله به هم ترهګري وانه‌وړي

۱۰ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۰
100%

د ایران ولسمشر د یکشنبې په ماښام په تهران کې د ترکیې له بهرنیو چارو وزیر سره په کتنه کې وویل، په داسې مهال کې چې د مسلمان ملتونو ګډ دوښمنان د فشارونو د زیاتولو په لټه کې دي، نو اسلامي هېوادونو ته هم په‌کار ده، چې یو بل ته شرایط اسانه او له پېچلي کولو یې ډډه وکړي.

د ایران د ولسشمرۍ ماڼۍ د خبرپاڼې له‌مخې، مسعود پزشکیان په دې کتنه کې چې د یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۹مه) ترسره شوه، وویل: «ایران او ترکیه سره وروڼه دي او لازمه ده چې په خپلو کې اړیکې پراخې کړي او باوري یو له هغو پولو چې سوداګري، علم او کلتور تېرېږي، هېڅکله به هم ترهګري او وسلې ونه‌اړول شي.»

پزشکیان همداراز په ډاګه کړه، که اسلامي هېوادونه سره یو موټي وي، نو په نړۍ کې به هېڅ داسې قدرت نه‌وي چې مسلمان ملتونو ته ستونزې جوړې کړي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فېډان وویل، په اوسنیو شرایطو کې اسلامي هېوادونه باید په ګډه او همغږې توګه خپلې همکارۍ پراخې کړي او همداراز یې په ډاګه کړه، چې د ایران او ترکیې په ګډون اسلامي هېوادونه کولی شي د اسلامي امت پر وړاندې شته اختلافونه لري کړي.

سېنټکام: امریکایي او سوریایي ځواکونو د داعش د وسلو د زېرمو پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۱ GMT+۰
100%

د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام) د یکشنبې په ورځ وویل، چې تېره اوونۍ یې د سوریې په سوېل کې د داعش د وسلو د ساتنې ۱۵مرکزونه له منځه وړي دي.

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سېنټکام)په وينا، دوی او سوریایي ځواکونو د نومبر له ۲۴مې تر ۲۷مې پورې د رېف دمشق په ولایت کې د هوايي بریدونو او ځمکنیو چاودنو له لارې دا مرکزونه پېژندلي او ویجاړ کړي دي.

په هغه خبرپاڼه کې چې سېنټکام خپره کړې، ویل شوي: «په ګډو عملیاتو کې له ۱۳۰ څخه زیات هاوان او راکټونه، ګڼ شمېر برید کوونکې وسلې، ماشینګڼې، د ټانک ضد ماینونه او د بمونو د جوړولو مواد له منځه یووړل شول.»

داعش وسله‌واله ډله چې یو وخت یې په سوریه او عراق کې پر میلیونونو خلکو سخت افراطي حاکمیت تپلی و، څو کاله مخکې د امریکا په مشرۍ د نړۍوال اېتلاف له خوا سخته وځپل شوه؛ خو بیا هم وتوانېده چې ځان بیا منظم او پیاوړی کړي.

د سېنټکام د سمندري ځواکونو لوړپوړي قوماندان براډ کوپر وویل، چې دا عملیات به د داعش پر ضد ترلاسه شوې بریاوې "دایمي او ثابتې" کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نومبر په ۱۰مه له سوریایي ولسمشر احمد الشرع سره چې یو وخت د القاعدې پخوانی قوماندان و او تر دې وروستیو پورې د امریکا د بندیزونو لاندې و تر خبرو وروسته وویل، چې د سوریې د بریا لپاره به هر ډول هڅه وکړي.

سوریایي حکومت هغه وخت ویلي وو، چې د دغو خبرو له پیل مخکې یې په ټول هېواد کې د داعش د پټو مرکزونو پر ضد مخکېني عملیات ترسره کړي دي.

په واشنګټن کې له ټرمپ سره په لیدنه کې د الشرع یو اساسي هدف دا و، چې د امریکا هغه سخت بندیزونه چې پر هېواد یې لګېدلي، په بشپړ ډول لرې شي.

د لیدنې په جریان کې د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ، چې د قیصر بندیزونو د تطبیق ځنډول به د ۱۸۰ورځو لپاره نور هم تمدید کړي، خو د دغو بندیزونو بشپړ لرې کېدل یوازې د امریکا د کانګرس صلاحیت دی.

اوکرایني او امریکایي چارواکو د اوکراین د سولې په تړاو خبرې وکړې

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۰
100%

امریکايي او اوکرایني چارواکو د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۹مه) په فلوریډا کې یوه مهمه ناسته وکړه، څو د سولې پر هغې طرحې بحث وکړي چې ټاکل شوې د اوکراین او روسیې ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو لپاره لار هواره کړي.

په دې ناسته کې د اوکراین د امنیت شورا رییس رستم عمروف د اوکراین د مرکچي پلاوي مشري کوله او له امریکایي لوري استیو ویتکاف او جارډ کوشنر په دې ناسته کې حاضر وو. ویل کېږي، چې ویتکاف به په راتلونکو ورځو کې د روسیې له چارواکو سره هم وګوري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، هیله لري چې دغه خبرې به د درې کلنې جګړې د ختمېدو لپاره د عملي پرمختګ سبب شي. د ده په وینا، هدف دا دی چې اوکراین په خپلواکه او باثباته بڼه پاتې شي.

دغه ناسته وروسته له هغه ترسره کېږي، چې د امریکا له لوري د سولې نوې طرحې په اړه دوه اوونۍ پرله‌پسې خبرې روانې وې. دا طرحه تر ډېرو نیوکو لاندې راغله او منتقدین یې روسیې ته د امتیاز ورکولو په معنا ګڼي.

بلخوا، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي هیله څرګنده کړې چې د جنیوا تېرې ناستې پرېکړې به ژر وروستۍ شي.

امسو: په پاکستان کې د افغان خبریالانو حیات او انساني کرامت له جدي ګواښ سره مخ دی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۷ GMT+۰
100%

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان په پاکستان کې د افغان خبریالانو پر ناوړه وضعیت د خواشینۍ په څرګندولو سره وايي، په دې هېواد کې افغان خبریالان له خپل‌سري نیونو، ګواښونو، جبري اېستلو او د اساسي خدمتونو له نه‌شتوالي سره مخ دي او د هغوی پروړاندې د دغه هېواد پالیسي ورځ تر بلې سختېږي.

په پاکستان کې له افغان کډوالو او په ځانګړې توګه له افغان خبریالانو سره د ناوړه چلند او په یو مخیز ډول د اېستنې پر دوام، د دغه هېواد پولیسو په تېره یوه میاشت کې ۶ افغان خبریالان نیولي او افغانستان ته یې په جبري توګه اېستلي دي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان یا «امسو» د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: «همدا نن هم پاکستاني پولیسو د هامون خاموش په نوم یو افغان خبریال نیولی او له خپلې کورنۍ سره به یې یو ځای افغانستان ته په زوره وشړل شي.»

دغه سازمان زیاته کړې: «افغان خبریالان د خپلو مسلکي رسنیزو فعالیتونو، سانسور، امنیتي ګواښونو او سیاسي فشارونو له امله اړ شوي، چې خپل هېواد پرېږدي او پاکستان ته پناه یوسي، خو اوس په داسې شرایطو کې ژوند کوي چې حیات او انساني کرامت یې له جدي ګواښ سره مخامخ دی.»

پاکستان له څو میاشتو راهیسې د افغان کډوالو د ویزو تمدید بهیر درولی او د خبریالانو په ګډون افغان کډوال په یوه ناڅرګند وضعیت کې ایسار دي او د امسو په وینا: «له افغان خبریالانو سره د پاکستاني پولیسو چلند له انساني کرامت څخه لرې دی او دا د بشري حقونو یوه ښکاره جدي سرغړونه ده.»

دغه سازمان یو ځل بیا له نړۍوالو ادارو غوښتي، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو سملاسي خوندیتوب او د هغوی د خپل‌سري نیولو یا اېستلو بهیر ودروي او همداراز یې غوښتي، چې خوندي هېوادونو ته د افغان خبریالانو د بیا مېشتېدنې بهیر چټک او اسانه شي.

امسو زیاته کړې: «موږ له ملګرو ملتونو، د کډوالو لپاره د دغه سازمان عالي کمېشنرۍ (UNHCR)، اروپایي ټولنې، د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) او نورو نړۍوالو او بشري حقونو بنسټونو هم غواړو، چې د افغان خبریالانو غږ واوسي او له هغوی سره د روانو ناانساني شرایطو پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي.»

د یادونې وړ ده، چې له څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د افغان خبریالانو په ګډون له افغان کډوالو سره د پاکستاني پولیسو چلند ډېر بد شوی او ډېری کورنی ان د ناروغیو پر مهال پر خپلو ځانونو کړاو تېروي، خو د پولیسو له لوري د نیول کېدو له وېرې له خپلو کورونو نه‌وځي، خو پولیس بیا هم په ځينو مواردو کې د هغوی د کورونو د دروازو په ماتولو او ډېر وحشت سره نیسي او بیا یې په جبري توګه افغانستان ته استوي.

د افغانستان او تاجکستان پر پوله یو ځل بیا پر چینايي وګړو برید شوی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۱۹:۵۰ GMT+۰
100%

د بدخشان ځايي سرچینو افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې د یکشنبې په ماښام (د لیندۍ ۹مه) د بدخشان ولایت د مایمي ولسوالۍ د رضوي کلي د تاجکستان شادک مرزي سیمه کې پر دوو چینايي وګړو برید شوی دی.

سرچینې وايي، یادو دوو چینايي وګړو د دې سیمې د سړک جوړولو په پروژو کې کار کاوه او پرې د سپکو وسلو ډزې شوې دي.

د چین، تاجکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزارتونو تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ هم د تاجکستان د ختلان ولایت په یوه سیمه کې درې چینايي وګړي د افغانستان له خاورې د ډرون په برید کې وژل شوي وو.

د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ ویلي و، چې د افغانستان له خاورې څخه د ختلان ولایت د سرحدي سیمې په شاوخوا کې د «شاهین اېس‌اېم» د سرو زرو د استخراج شرکت پر کاري ځای برید شوی، چې په پایله کې یې درې چینايي کارکوونکي وژل شوي دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د تاجکستان پر پوله د چینايي وګړو وژل کېدل غندلي. یاد وزارت ویلي، چې د ابتدایي ارزونو او د طالبانو د اړوندو ادارو د معلوماتو له مخې دا پېښه د هغو ډلو کار دی، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د ګډوډۍ، بې ثباتۍ او بې باورۍ د رامنځته کېدو هڅې کوي.