• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: تاوتریخوالی یوازې وهل نه دي؛ سپکاوی، ګواښ او جبري کنټرول هم تاوتریخوالی دی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۲ GMT+۰

ملګري ملتونه وایي، تاوتریخوالی یوازې د وهل ټکولو او فزیکي زیان رسولو په معنا نه دی؛ بلکې هر ډول لفظي سپکاوی، ګواښ، جبري کنټرول، مالي محدودیت او د ازادۍ اخیستل هم د تاوتریخوالي بڼې دي، چې د ښځو او نجونو رواني، عاطفي او ټولنیز ژوند ته جدي زیان رسوي.

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین په دوام ملګرو ملتونو په خپل تازه پیغام کې ټینګار کړی، چې ناوړه ګټه اخیستنه یوازې فزیکي نه وي، بلکې په ګڼو نورو بڼو رامنځته کېدای شي او د ښځو او نجونو ژوند اغېزمنوي.

ملګرو ملتونو په دې بیان کې ویلي، چې هر څوک کولای شي د ښځو او نجونو د خوندیتوب په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.

په دغه بیان کې پر درېیو ټکیو ټینګار شوی: «غږ پورته کړئ او د تاوتریخوالي د دوام کړۍ ماته کړئ، د قربانیانو ملاتړ وکړئ او د هغوی د عدالت غوښتنې حق ته درناوی وکړئ او همدا راز د قربانیانو ملامتول بند کړئ.»

ملګرو ملتونو د یو انځور په بڼه ټینګار کړی، چې تاوتریخوالی یوازې وهل ټکول نه دي، بلکې لفظي سپکاوی، ګواښ، جبري کنټرول، جنسیتي تبعیض او ګڼې نورې رواني او ټولنیزې بڼې لري چې هر یو غېر فزیکي ناوړه ګټه اخیستنه ده.

یاده اداره دغه راپور په داسې حال کې خپروي، چې افغان ښځو بیا د زور زیاتیو د له‌منځه وړلو ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین سره د پیوستون په تړاو ویلي، چې د افغان ښځو پر وړاندې زورزیاتی یوازې یو فردي ستونزه نه، بلکې یو ژور ټولنیز، جوړښتي او سیاسي ناورین دی، چې افغان ښځې ترې اغېزمنې دي.

د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر۱۰مې د ښځو پر وړاندې د زوزیاتیو د له‌منځه وړلو ۱۶ ورځنی نړۍوال کمپاین په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي او په دغه کمپاین کې نارنجي رنګ د سمبول په توګه کارول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې افغان ښځې له ثانوي او لوړو زده کړو، کار او ازاد ژوند کولو سربېره د طالبانو له‌خوا د لسګونو نورو محدودیتونو سره مخ دي. طالبان بیا وايي، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

کېت کېلوګ: امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل لپاره افغان سیاسي جریانونه وارزوي

۴

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه

۵

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي