• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایراني پوله ساتو په ډزو کې لږ ترلږه ۱۰ افغانان وژل شوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۰

د فراه ولایت امنیه قوماندانۍ خبر ورکړی چې لږ تر لږه ۱۰ افغان کډوال د ایران د پوله ساتو ځواکونو په ډزو کې ووژل شول. دغو کسانو غوښتل چې د فراه د شیخ ابونصر بندر له لارې په «غیرقانوني» توګه ایران ته ننوځي، خو د ډزو هدف ګرځېدلي.

د طالبانو د فراه ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند وویل، چې دوه نور کډوال هم ورک دي.

د طالبانو ویاند د پېښې د دقیق وخت په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو ویلي یې دي چې وژل شوي کسان د فراه ولایت اوسیدونکي وو، چې غوښتل یې د ګډې پولې له لارې ایران ته داخل شي.

تر دې وړاندې هم د ایران پوله ساتو ځواکونو په بېلابېلو سیمو کې پر افغان کډوالو ډزې کړې دي.

تیر کال په سیستان او بلوچستان کې د افغانانو پر یوې۳۰۰ کسیزې ډلې ډزې وشوې او طالبانو تایید کړه چې لږ تر لږه دوه کسان پکې وژل شوي او ګڼ ټپیان افغانستان ته انتقال شوي.

په ۱۳۹۹ لمریز کال کې هم د ایران پوله ساتو د هرات د ګلران ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې له شکنجې وروسته ګڼ افغان کډوال سیند ته وغورځول.

هغه وخت د پخواني افغان حکومت چارواکو د قربانیانو شمېر ۱۸ تنه اعلان کړی و.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

سنټرل ایشیا ټایمز: منځنۍ اسیا هېوادونه په افغانستان کې د داعـ .ـش له حضوره جدي اندېښه لري

۴

د قبایلي سیمو د سکرتریت ویاند ادعا: افغان طالبان او ټي‌ټي‌پي سره یو لاس دي

۵

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه