عبدالسلام حنفي له مسلکي او تخنیکي زده کړو د طالبانو د ۳۵۰۰ کسانو په فراغت غونډه کې وویل، چې د افغانستان د اوسني اسلامي نظام د خوندي کولو، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د ځوانانو رول ډېر مهم دی.
نوموړي څرګنده کړه چې د طالبانو ټوله پاملرنه «د هېواد ابادۍ» ته ده او هڅه کوي د سړکونو، اوبو بندونو او بنسټیزو پروژو په جوړولو کې جدي ګړندي ګامونه پورته کړي.
د ده په وینا، هر کال له ۴۰۰ تر ۶۰۰ میلیونه پورې د افغانانو پانګه د درملنې لپاره بهر ته ځي، او د همدې اړتیاوو د کمولو په موخه په تخنیکي او مسلکي برخو کې پانګونه اړینه ده.
هغه د ددې لګښت کرنسي یاده نه کړه، خو په ۲۰۱۵ کال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې افغانان هر کال له ۳۰۰ میلیونو ډالرو ډېرې پيسې په بهرنیو هیوادونو کې په درملنه لګوي.
تازه کچه که د ډالرو په کرنسۍ وي، دا له هغه څه ډېره ده، چې د جمهوري حکومت پرمهال چارواکو اعلانوله.
حنفي زیاته کړه چې اوس مهال په ۸۰ تخنیکي او مسلکي برخو کې افغان ځوانان روزل کېږي، چې هدف یې د هېواد د کاري ځواک پیاوړتیا او ځانبسیاینه ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې اسلامي نظام باید وساتل شي: « اسلامي نظام باید حفظ شي او یوازینی څه چې افغان ملت متحد کولای شي هغه اسلامي نظام دی. په دویم ګام کې د افغانانو دنده د افغانستان جوړول دي».
د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وویل چې د طالبانو مسوولین او ادارې خپل شته وسایل او امکانات د خلکو په واک کې ورکوي، څو د هېواد د رغونې پروسه چټکه شي.