• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پنټاګون: د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید د تهران اټومي پروګرام دوه کاله شاته کړ

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۴ GMT+۰

د پنټاګون ویاند د ایران پر اټومي تاسیساتو د امریکا برید «بریالی» وباله او ویې ویل، چې دغه برید د تهران اټومي وړتیاوې په بشپړ ډول له‌منځه وړې دي او د ایران اټومي پروګرام یې شاوخوا دوه کاله شاته کړ.

د هغه په وینا؛ په منځني ختیځ کې د امریکا د پخوانیو شخړو برعکس د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره د امریکا عملیاتو یوه څرګنده موخه لرله.

د پنټاګون ویاند زیاته کړه:« موږ نور په نه ختمېدونکې جګړو کې ښکېل نه یو. موږ اوس یو روښانه ماموریت او یو روښانه پای لرو او دغه عملیات د دې خبرې ښه ثبوت دی.»

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۴

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

پنټاګون د ارزانه او وړو بې‌پيلوټه الوتکو د اخیستو هڅه کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۴ GMT+۰
100%

د «ډیفنس اسکوپ» خپرونې راپور ورکړی، چې پنټاګون به د خپل «د بې‌پيلوټه الوتکو د برترۍ پروګرام» په چوکاټ کې د ارزانه او وړو بې‌پيلوټه الوتکو د اخیستو لپاره اقدام وکړي. راپور زیاتوي، چې پنټاګون پلان لري څو تر ۲۰۲۷ پورې له ۲۰۰ زره زیاتې بې‌پيلوټه الوتکې واخلي.

په خبر کې ویل شوي، چې پنټاګون به د همدې پلان د یوې برخې په توګه د ۲۰۲۶ کال تر جولای میاشتې پورې د ۳۰زره بې‌پيلوټه الوتکو د اخیستو لپاره نوی امر صادر کړي.

د معلوماتو له مخې، دا نوښت د «بې‌پيلوټه الوتکو د برترۍ پروګرام» له لارې ترسره کېږي، چې د ولسمشر ټرمپ او د دفاع وزیر هېګسټ له خوا په سږني اوړي کې د هغوی د سیاستونو او لارښوونو په اساس صادر شوی، تر څو پوځ د ارزانه او وړو بې‌پيلوټه الوتکو پر یوه باوري سیسټم سمبال کړي.

د دفاعي چارواکو په یوه معلوماتي غوښتنه کې چې د سې شنبې په ورځ خپره شوه، ویل شوي: «هر جنګیالی باید د ارزانه او د یو ځل کارېدونکو بې‌پيلوټه الوتکو ته لاسرسی ولري، څو د یو اړخیزو بریدونو ماموریتونه ترسره کړي.»

هغوی زیاته کړه: «د بې‌پيلوټه الوتکو د برترۍ پروګرام د صنعت د مرستې لپاره ډیزاین شوی، څو د وړو، ارزانه او د تدارکاتي زنځیر له نظره خوندي بې‌پيلوټه الوتکې د ډله‌ییز تولید اړتیاوې پوره کړي.»

امریکايي سناتوران: د لکڼوال د جرمونو پړه پر ټولو افغانانو مه ور اچوئ

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۰
100%

څلورو امریکایي ډېموکراتو سناتورانو د ټرمپ له حکومت او د دې هېواد له خلکو غوښتي، چې د رحمان‌الله لکڼوال د کړنې له امله ټول افغان کډوال ملامت ونه ګڼي. هغوی لیکلي، چې په امریکا کې مېشتو افغانو ټولنو دغه برید غندلی دی.

دغه خبرپاڼه ډېموکرات سناتورانو جین شاهین، کریس کونز، ایمي کولبچار او انډي کېم د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) خپره کړه او په ورته وخت کې یې د افغان کډوالو پر وړاندې د ټرمپ د حکومت د سختو اقداماتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغوی وویل: «موږ د هر ډول هڅې مخالف یو، چې ټول افغانان ګناهکار وښيي یا د هغو کسانو خدمت او قربانۍ کم ارزښته وښيي، چې د امریکا د سرتېرو او کارکوونکو سره په افغانستان کې کار کړی دی.»

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې «په ټوله امریکا کې افغانانو دغه بې‌ معنا یرغلګر عمل غندلی دی» او د امریکا د دې فرصت څخه مننه کوي، چې دوی ته یې د نوي ژوند زمینه برابره کړې ده.

د ولسمشر په ګډون امریکایي چارواکو افغان کډوال د افراطیت او د امریکا فرهنګ پر وړاندې په کرکې تورن کړي او د دې هېواد د ملي امنیت لپاره یې ګواښ بللي دي.

له همدې امله د امریکا حکومت د افغانانو د کډوالۍ د غوښتنې پر منلو بندیز لګولی او امر یې کړی، چې د هغو کډوالو دوسیې وڅېړل شي چې د بایډن په دوره کې امریکا ته لېږدول شوي دي.

امریکایي چارواکو ویلي، هغه افغانان چې د ملي امنیت لپاره ګواښ وګڼل شي، له امریکا څخه به واېستل شي.

ډېموکرات سناتورانو د هغو افغان کډوالو د امنیتي سابقې د ارزونې ملاتړ کړی، چې د کابل له سقوط وروسته امریکا ته لېږدول شوي، خو ویلي یې دي چې حکومت باید خپله هغه ژمنه چې د افغانستان د پخوانیو همکارانو سره د پناه ورکولو په اړه کړې، تر پښو لاندې نه کړي.

هغوی خبرداری ورکړی، چې دا کار به امریکا په نورو برخو کې د سیمه‌ییزو خلکو سره د همکارۍ فرصتونه کم کړي او متحده ایالات به د یوه باوري ملګري په توګه ونه ګڼل شي.

ترکیې د افغانستان له زلزله‌ځپلو سره د زرو ټنو بشري مرستو ژمنه وکړه

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۴ GMT+۰
100%

په کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره د خپلې مخه ښې لیدنې پر مهال د افغان زلزله‌ځپلو لپاره د زرو ټنو بشري مرستو ژمنه وکړه. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د بشري مرستو د دوام په اړه هم بحث کړی دی.

د طالبانو د اقتصاد وزارت د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزیر دین محمد حنیف په کابل کې د ترکیې له سفیر جینګ اونال سره په لیدنه کې د هغه هڅې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې ګټورې وبللې.

طالبانو د اونال له قوله لیکلي: «د ترکیې حکومت به له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»

نوموړي اوسمهال د ترکیې او افغانستان د سوداګرۍ، ټرانزيټ، عامه پروژو او بشري مرستو کې پرمختګونه ښه وګڼل.

جینګ اونال د افغانستان د زلزله‌ځپلو سره د زرو ټنو بشري مرستو ژمنه هم وکړه او زیاته یې کړه: «زه د ترکیې د هېواد د زر ټنو بشري مرستو د لېږلو ژمنه کوم، چې د هېواد د وروستۍ زلزله‌ځپلو لپاره به واستول شي.»

نوموړي د ستانه شویو افغان کډوالو د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

کرملین: له امریکا سره خبرې ګټورې وې، خو د اوکراین د سولې په اړه کومې هوکړې ته ونه رسېد

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰
100%

د کرملین مرستیال یوري اوشاکوف د روسي او امریکایي چارواکو ترمنځ له خبرو اترو وروسته اعلان وکړ چې خبرې اترې رغنده وې، خو د اوکراین د سولې په اړه کومې هوکړې ته ونه رسېد. نوموړي ویلي، چې د اوکراین په اړه اختلافات لا هم پاتې دي.

د کرملین یاد مرستیال یادونه وکړه، چې دواړه خواوې د یوې خورا سختې مسلې او د ځمکنۍ شخړې په اړه د جوړجاړي په رامنځته کولو کې پاتې راغلي دي.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په کرملین کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي استیو ویتکاف او د ټرمپ له زوم جرډ کوشنر سره ولیدل.

اوشاکوف وویل، خبرې رغوونکې وې، خو دا یې هم منلې چې د اوکراین په اړه اختلافات لا هم پاتې دي. هغه زیاته کړې، د روسیې او امریکا چارواکو موافقه کړې، چې د ترسره شویو خبرو جزییات به نه افشا کوي.

د ټرمپ حکومت غواړي امریکا ته د سفر بندیزونه ۳۰ هېوادونو ته وغځوي

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۵ GMT+۰
100%

سي بي‌اېس نیوز راپور ورکوي، چې په واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو له خونړي برید وروسته د ټرمپ اداره ارزونه کوي، چې د سفر بندیزونه له اوسنیو ۱۹ هېوادونو څخه نږدې ۳۰ هېوادونو ته وغځوي. دا ګام د کډوالۍ پر وړاندې د وروستیو کلونو تر ټولو سخت او پراخ محدودیتونه بلل کېږي.

د هغو راپورونو له مخې چې څو امریکايي چارواکو دې شبکې ته ورکړي، دا محدودیتونه اوس د ۱۹ هېوادونو وګړي په نښه کوي او ښایي شاوخوا ۳۰ هېوادونو ته وغځول شي.

دغو چارواکو ټینګار کړی، چې پلان لا هم په لومړیو پړاوونو کې دی او وروستی نوملړ کېدای شي بدل شي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د هغو نویو هېوادونو نوملړ به چې د سفر له بندیز سره مخ شي، ډېر ژر اعلان شي.

د کورنۍ امنیت وزیرې د «بشپړ سفر بندیز» غوښتنه کړې

د کورنۍ امنیت وزیرې کریسټي نوم له ډونالډ ټرمپ سره تر لیدو وروسته په اېکس پاڼه کې په یوه پیغام کې لیکلي، له ولسمشر څخه یې غوښتنه کړې چې پر ټولو هغو هېوادونو باندې «بشپړ سفر بندیز» ولګوي، چې د هغې په وینا امریکا یې په «قاتلانو» ډکه کړې ده.

نوموړې زیاته کړې: «زموږ نیکونو دغه هېواد په خپلو وینو، خولو او د ازادۍ پر بنسټ جوړ کړی، نه د دې لپاره چې بهرني یرغلګر زموږ اتلان ووژني. موږ هغوی نه غواړو. ان یو یې هم نه.»