هند کابل ته واکسینونه استولي

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندېر جیسوال ویلي چې هېواد یې د افغانستان د عامې روغتیا د سیستم د ملاتړ ژمنه بیا تکرار کړې او په دې موخه یې کابل ته۶۳،۷۳۴ډوزه د انفلونزا او مننژایټس واکسینونه استولي دي.

جیسوال وایي، د هند دا ګام له افغانستان سره د اوږدمهاله همکارۍ څرګندونه ده.
واکسینونه به په کابل کې د طالبانو د روغتیا وزارت له لارې د خلکو ترمنځ وېشل کېږي، په ځانګړي توګه هغو کسانو ته چې د ناروغیو د خپرېدو لوړ خطر لري.