• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکا: د ایران د فوټبال لوبډله کولی شي په نړۍوال جام کې د ګډون لپاره امریکا ته ننوځي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۲ GMT+۰

سپینې ماڼۍ اعلان وکړ، چې د ایران د فوټبال ملي لوبډلې ته به اجازه ورکړل شي څو امریکا ته په ننوتلو سره د نړۍوال جام په سیالیو کې ګډون وکړي؛ خو د سفر د بندیزونو له امله یې ویلي، چې ایراني مینه‌وال به د ننوتلو اجازه ونه لري.

د سپینې ماڼۍ د نړۍوال جام د کاري ځواک مشر اندریو جولیاني خبریالانو ته وویل: «ولسمشر په خپل اجراییوي فرمان کې ایران د یو داسې هېواد په توګه شامل کړی، چې لوبډله به یې دلته د سیالیو لپاره له بندیزونو معاف وي.»

جولیاني د سیالیو په ځای کې د کډوالۍ ادارې د عملیاتو د ترسره کېدو اړوند د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «ولسمشر د امریکايي وګړو د امنیت د زیاتوالي لپاره هېڅ انتخاب نه ردوي.»

دا په داسې حال کې ده، چې د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړۍوال جام د امریکا، کاناډا او مکسیکو په کوربتوب تر سره کېږي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۵

فرهاد دریا نوین الحق ته: کرېکټ لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی

•
•
•

نور کیسې

د ازاده سیالیو افغان لوبغاړی احمد حلیمسون د چک جمهوریت یوه لوبغاړي پر وړاندې لوبه کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۱ GMT+۰
د ازاده سیالیو افغان لوبغاړی احمد حلیمسون د چک جمهوریت یوه لوبغاړي پر وړاندې لوبه کوي
100%

ټاکل شوې، چې د ازاده سیالیو افغان لوبغاړی احمد حلیمسون د «اوکټاګون» سازمان د سیالۍ په ۸۳م پړاو کې د چک جمهوریت جان ملک پر وړاندې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه سیالي به د ۱۴۰۴کال (د سلواغې په ۱۱مه نېټه) د جرمني په شټګارټ کې د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي.

۲۸ کلن افغان لوبغاړي احمد حلیمسون تر اوسه پورې په ۱۰ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې، چې له دې ډلې ۶ یې ګټلې او ۴ یې بایللې دي.

له بلې خوا، د چک جمهوریت ۳۳ کلن لوبغاړی جان ملک په «اېم‌اېم‌اې» سیالیو کې ډېره تجربه لري. هغه تر اوسه پورې په ۳۴ مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې ۱۸ یې ګټلې او ۱۶ یې بایللې دي.

100%

افغان ښځينه لوبغاړې د پاکستان د رزمي هنرونو په سیالیو کې اتلولي خپله کړه

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۰۶ GMT+۰
افغان ښځينه لوبغاړې د پاکستان د رزمي هنرونو په سیالیو کې اتلولي خپله کړه
100%

یوه افغانه ورزشکاره او مبارزه فرشته خاني د پاکستان د ترکیبي رزمي هنرونو په سیالیو کې ښه وځلېده او د یادو سیالیو اتلولي یې خپله کړه. هغې د څلورو پرله‌پسې بریاوو په ثبتولو سره د یادې سیالۍ د اتلولۍ کمربند وګاټه او د نیم مېلیون درهم نغدي جایزه یې هم وګټله.

فرشته خاني چې پخوا یې په ووشو سیالیو کې ښه فعالیت کړی، دا ځل یې د پاکستان په سترو ازاده سیالیو کې برخه اخیستې وه او د رزمي لوبو د مینه‌والو پام یې ځان ته راواړاوه.

هغه د پاکستان په کویټې ښار کې د فجر سوک وهنې اکاډمۍ کې د بسم الله ناصح په نوم د سوک وهنې افغان روزنکي تر څارنې لاندې تمرین کوي او له ډېرو هڅو او هلوځلو سره یې د رزمي لوبو د ورزشکارانو په منځ کې یو مهم مقام ترلاسه کړی دی.

100%

کرېکټ بورډ د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۷ GMT+۰
کرېکټ بورډ د ۱۹ کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د لوبډلې نوملړ اعلان کړ
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ د لوبغاړو د غوراوي کمېټې د کرېکت اسیايي شورا اړوند د ۱۹ کلنو لوبغاړو د ۲۰۲۵ اسیا جام سیالیو لپاره د افغان ۱۹ کلنې کم عمره کرېکټ ملي لوبډلې نوملړ اعلان کړ. دغه سیالی د دسمبر په ۱۲ مه د افغانستان په کوربه توب ترسره کېږي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې سیالۍ به د ډسمبر میاشتې تر ۲۱ نیټې پورې د متحده عربي اماراتو په دوو لوبغالو کې ترسره شي.

کرېکټ بورډ ویلي، چې د نوولس کلنو اسیا جام سیالیو لپاره د افغان لوبډله کې محبوب تسکین، خالد احمدزی، عثمان سادات، فیصل خان شینوزاده، عزیرالله نیازی، عزیزالله میاخېل، نظیف الله امیري، خاطرخان ستانکزی، نصرت الله نورستاني، عبدالعزیز خان، سلام خان احمدزی، واحدالله ځدراڼ، زیت الله شاهین، روح الله عرب او حفیظ الله ځدراڼ شامل دي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د لوبغاړو غوراوي کمېټې مشر احمدشاه سلیمانخېل ویلي:«افغان لوبډلې په تېرو څو میاشتو کې په خوست او ننګرهار ولایتونو کې ګڼ تمریناتي کمپونه او غوره چمتوالی ترسره کړی دی. د دغو تمریناتو پر مټ افغان لوبډلې په بنګله دېش او اسیا جام سیالیو کې خورا ښې لوبې ترسره کړې. موږ ډاډه یو چې د بنګله دېش او هند پر وړاندې سیالیو کې به افغان لوبډله لا زیاته چمتو شوې وي او هیله من یو چې افغان ځوانان به راتلونکو اسیا جام سیالیو کې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي.»

افغان لوبډله اوسمهال د هند په بنګلور ښار کې ده او د درې اړخیزې لوبلړۍ له پایلوبې وروسته به په اسیا جام سیالیو کې د ګډون په موخه متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي. افغان لوبډله د یادو سیالیو په دویم ګروپ کې د بنګله دېش، سریلانکا او دویم کوالیفایر لوبډلې سره چې په نږدې ورځو کې به په ډاګه شي، ځای لري او خپله لومړۍ لوبه به د راتلونکې دسمبر میاشتې په ۱۳مه نېټه د بنګله دېش د نوولس کلنې کم عمره لوبډلې پر وړاندې ترسره کړي.

د افغانستان د «اېم‌اېم‌اې» لوبغاړی صفي‌الله حسیني سبا د خپل سویډني سیال پر وړاندې لوبېږي

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۰۳ GMT+۰
د افغانستان د «اېم‌اېم‌اې» لوبغاړی صفي‌الله حسیني سبا د خپل سویډني سیال پر وړاندې لوبېږي
100%

د افغانستان د ازاده سیالیو لوبغاړی صفي‌الله حسیني په سویډن کې د سوپریر چلېنج سیالیو په ۲۹م پړاو کې د سویډني لوبغاړي بنیامین حاجیان پر وړاندې لوبه لري. دغه لوبه به سبا (د لېندۍ ۸مه) د ۶۱ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې ترسره شي.

حسیني تر اوسه پورې په شپږو مسلکي سیالیو کې څلور بریاوې او دوه ماتې لري. له بلې خوا، بنیامین حاجیان خپلې دواړه مسلکي سیالۍ ګټلې دي او تراوسه پورې یې ماتې نه‌ده خوړلې.

د حسیني د بریاوو په ریکارډ کې یو ناک اوټ هم شامل دی، چې د هغه د ټولو بریاوو ۲۵ سلنه جوړوي. دغه افغان لوبغاړي دوه ځلې ماتې خوړلې ده؛ یو ځل د تخنیکي ډلې له امله او یو ځل د لوبې د داورانو د پرېکړې له امله.

100%

د افغانستان د «اېم‌اېم‌اې» لوبغاړی سخي قنبري سبا د خپل برازیلي سیال پر وړاندې لوبه لري

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۳ GMT+۰
د افغانستان د «اېم‌اېم‌اې» لوبغاړی سخي قنبري سبا د خپل برازیلي سیال پر وړاندې لوبه لري
100%

د افغانستان د ازاده سیالیو ۲۵کلن لوبغاړی سخي قنبري به سبا (د لېندۍ ۸مه) په سویډن کې د سوپریر چلېنج سیالیو په ۲۹م پړاو کې د برازیل له ماریو اراجو سره مخامخ شي. له دې سره به قنبري د لومړي ځل لپاره د دغه سازمان په سیالیو کې ولوبېږي.

سخي قنبري تر اوسه پورې د اېم‌اېم‌اې په اتو مسلکي سیالیو کې برخه اخیستې ده، چې له دې ډلې شپږ یې ګټلې او په دوو کې یې ماتې خوړلې ده. د سوپیریر چلېنج سازمان قنبري یو له سترو مبارزو یاد کړی او ویلي یې دي، چې هغه په ​​وار، وار د خپلو شانداره او پیاوړو نندارو سره د لیدونکو او کارپوهانو له‌خوا ستایل شوی دی.

تمه کېده، چې په دغه لوبه کې قنبري د هسپانیې له کیون روبلېډو سره مخ شي؛ خو د سوپریر چلېنج سازمان وایي، چې دغه لوبغاړی له لوبې وتلی دی او پر ځای به یې قنبري د ۳۴ کلن ماریو اراجو پر وړاندې ولوبېږي. دغه سیالي به د سټاکهولم په انېکس لوبغالي کې ترسره شي.

له بلې خوا، اراجو په اوو مسلکي مبارزو کې د پنځو بریاوو او دوو ماتو سره ښه ریکارډ لري. هغه په ​​جوجېتسو کې هم تور کمربند لري.

100%