• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ننګرهار کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۷ GMT+۰

په ننکرهار کې د طالبانو د امینه قوماندانۍ رسنیز دفتر ویلي، چې د بهسودو ولسوالۍ اړوند د اخندزادګانو په سیمه کې یو موټر د کرېکټ پر ننداره کوونکو وربرابر شوی، چې له امله یې دوه کسان مړه او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې یو کرولا ډوله موټر د ډیر سرعت او د سړک د اصولو نه مراعاتولو له امله له سړک څخه اوښتی او د کرېکټ لوبې ننداره کووکو باندې وربرابر شوی دی.

طالبانو ویلي، د پیښې قربانیان یې روغتون ته لېږدولي دي، خو موټر چلوونکی له سیمې تښتېدلی دی.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

۵
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

•
•
•

نور کیسې

هیله نجیب: د افغانانو له نظره طالبان مشروعیت نه لري

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۵ GMT+۰
100%

د افغانستان د پخواني ولسمشر نجیب الله لور هیله نجیب د روسیې د ولسمشر پوتین څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د افغانانو له نظره طالبان مشروعیت نه لري او افغانان حق لري چې خپل برخلیک په خپله وټاکي. پوتین ویلي و، چې طالبان په افغانستان کې د وضعیت کنټرول په لاس کې لري.

هیله نجیب د طالبانو په اړه د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین څرګندونو ته غبرګون ښودلی او لیکلي یې دي، چې امریکا طالبان واک ته ورسول او اوس روسیه دوی ته بلنه ورکوي.

  • هیله نجیب لیکلی:«یوازې د دې لپاره چې پوتین وایي، یو ناسم کار سمیږي نه، طالبان د افغانانو په نظر مشروعیت نه لري.»

پوتین هند ته له سفر یوه ورځ مخکې په مسکو کې د «انډیا ټوډې» له خبریالانو سره ناسته درلوده او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې، چې افغانستان هم پکې شامل و.

هغه وویل: «طالبان په څرګنده توګه د افغانستان وضعیت په خپل کنټرول کې لري.»

په دې مرکه کې د روسیې ولسمشر د خپلو ځینو چارواکو د څرګندونو برعکس د طالبانو د اړیکو په اړه چې له عربو او د منځنۍ اسیا له ترهګرو ډلو سره یې لري، اندېښنې یوې خوا ته کړې.هغه وویل: «د افغانستان حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي او د بېلابېلو ترهګریزو سازمانونو پر وړاندې ډېر اقدامات کړي دي.»

پوتین په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیمیتري لیوبینسکي تازه ویلي، چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د ترهګرۍ وضعیت د نړۍوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړي. هغه وویل، چې د نړۍوالو ترهګریزو سازمانونو ګواښونه نه یوازې زیات شوي، بلکې په بدلون هم روان دي.

د یادونې وړ ده، روسیه هغه یوازنۍ هېواد دی، چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي دي.

تېره ورځ تر ۶۰۰ ډېرې کډوالې کورنۍ له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۴ GMT+۰
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۱۴مه) خبر ورکړی، چې د پنجشنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۲۷ کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۳۶۳ کورنۍ د سپین بولدک له لارې، ۱۹۶ کورنۍ د تورخم، ۱۵ د بهرامچې، ۳۷ د اسلام‌کلا او ۱۶ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې ستنې شوې دي.

د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي. د تازه راپورونو له مخې؛ په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونه د افغانانو د کډوالۍ د محدودولو لپاره اقدامات پراخ کړي او د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده.

په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي.

ملګري ملتونه: بېرته ستنېدونکې افغان ښځې، نجونې او ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ دي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، چې بېرته ستنېدونکې افغان ښځې، نجونې او ماشومان له ګڼو ننګونو سره مخ دي. په راپور کې راغلي، دغه کډوال له مرستو پرته د ژور ناورین له ګواښ سره مخ دي چې تر ډېره ښځې، نجونې او ماشومان اغېزمنوي.

راپور کاږي، چې د سختو ننګونو او اقتصادي ستونزو له کبله ښایي ګڼې دغه کورنۍ بېرته د هېواد پرېښودو ته اړې شي. راپور زیاتوي، چې د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ سره د سیمه‌ییز تاوتریخوالي کچه هم لوړېدای شي.

د راپور له مخې؛ بېرته ستنېدونکې افغان مېرمنې او نجونې د تګ راتګ، زده‌کړو او کار محدودیتونو سره مخ دي او ګڼې نجونې د اقتصادي ستونزو له امله له وخته مخکې ودونو ته اړ اېستل کېږي.

راپور کې راغلي، ډېری دغه کډوال له ګاونډیو هېوادونو له لومړنیو اړتیا وړ سامان پرته هېواد ته ستنول کېږي. تر دې وړاندې له ایران او پاکستان نه هم ډېریو ستنو شویو کډوالو شکایت کړی و، چې دوی ته د دوی د سامان د لېږد اجازه نه ورکول کېږي او ګڼ نور یوازې په له یوې جوړه جامو سره افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

له تهران نه د ۵۰۰ناقانونه بهرنیانو وتل؛ ایرانی چارواکی: ۶۵سلنه کسان په خپله خوښه ستانه شوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۰
100%

د ایران د تهران ولایت د بهرنیانو او کډوالو چارو سرپرست اعلان کړی، تر اوسه پورې له دغه ولایت څخه تر ۵۰۰زره ډېر هغه بهرنیان وتلي چې د قانوني اسنادو پرته مېشت وو. د ده په وینا؛ نږدې ۶۵ سلنه دغه کسان په خپله خوښه او خپله پېژندګلوۍ بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي دي.

وحید ګلي‌کاني چې په دماوند ولسوالۍ کې یې د بهرنیانو د چارو د ارزونې په غونډه کې خبرې کولې وویل، د بهرنیانو د حضور سمبالول د تهران ولایت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی. هغه څرګنده کړه، ټولې چارې د دې لپاره روانې دي چې ناقانونه مېشت وګړي په درناوي سره خپلو هېوادونو ته ولېږل شي او د قانوني اسنادو لرونکو کسانو حضور په منظم ډول اداره شي.

د هغه په وینا؛ په کار ځایونو کې د ناقانونه بهرنیانو د ګومارنې خلاف اقدامات د دې لامل شوي، چې دغه وګړي ووځي.

د دغه ایراني چارواکي په خبره، د ناقانونه مېشتو پراخ وتل نه یوازې پر ښاري او ښوونیزو بنسټونو فشار کموي؛ بلکې د عامه خدمتونو د کیفیت د ښه کېدو او د ایرانیانو لپاره د کار د نوو فرصتونو د رامنځته کېدو لاره هم هواروي. ویل کېږي، په دې ډله کې افغان کډوال هم شامل دي چې له تهران نه اېستل شوي دي.

د رسمي شمېرو پر بنسټ؛ د روان زېږدیز کال له پیله تر اوسه پورې له ایران نه څه باندې ۲مېلیونه افغان کډوال په جبري توګه ستانه کړای شوي دي. هم‌مهاله پاکستان هم د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر پیل کړی او تر اوسه پورې یې شاوخوا یو مېلیون کډوال په تېر یوه کال کې اېستلي دي. د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې هره ورځ پولیس د افغانانو کورونو ته ننوځي، دروازې یې ماتوي او تر زنداني کېدو وروسته یې افغانستان ته ډیپورټ کوي.

که څه هم د بشري حقونو نړۍوالو ادارو او د کډوالو ملاتړو سازمانونو له پاکستان او ایران نه غوښتي، چې له افغان کډوالو سره دې له نرمۍ کار واخلي او په جبري توګه دې د دوی له اېستلو ډډه وکړي؛ خو دواړه هېوادونو دغه غوښتنو ته چندان ارزښت نه‌دی ورکړی.

د اریانا افغان هوایي شرکت د صادراتو او وارداتو لپاره یوه کارګو الوتکه پېرلې

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۵ GMT+۰
100%

د طالبانو تر ادارې لاندې د اریانا افغان هوایي شرکت مشر بخت الرحمان شرافت وایي، د افغان سوداګرو د توکو د صادرولو او واردولو لپاره یې یوه کارګو الوتکه پېرلې ده. هغه وایي، له دې الوتکې سره به د هوایي ټرانسپورټ برخه کې پیاوړي، باوري او رقابتي خدمتونه وړاندې کړي.

پنج‌شنبه د (لېندۍ ۱۳مه) نوموړي ویلي: «د نوې چارټر کارګو الوتکې تړون ترسره کول د ملي سوداګرو سره د اریانا د ژمنیتا څرګندونه کوي». یادې ادارې زیاته کړې، چې ډېر ژر به دغه الوتکه هېواد ته راورسېږي او د سوداګرو د توکو د چټک لېږد لپاره به پراخ فعالیتونه پیل کړي.

همدا راز زیاته شوې، چې له دې سره به د سوداګرو لګښتونه را کم شي او د افغانستان صادراتو کې به هم د پام وړ زیاتوالی راشي. خبرپاڼه زیاتوي: « دغه الوتکه به د ملي سوداګرو د صادراتو او وارداتو د بهیر چټکتیا، اسانتیا او خوندیتوب لپاره نوې دروازې پرانیزي».

طالبان داسې مهال دغه څرګندونې کوي، چې تازه یې له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې منعه اعلان کړې او افغان سوداګرو ته یې سپارښتنه کړې چې پر بدیلو لارو یې غور وکړي. له دې سره هم‌مهاله طالبانو له ایران او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره خپله سوداګریزه راشه درشه ډېره کړې.

تر دې وړاندې د مخکېني جمهوري نظام پر مهال هم پخواني ولسمشر محمداشرف غني د هوایي دهلېز پرانېسته کړې وه، چې له لارې یې د افغانستان صادرات بهرنیو هېوادونو ته استول کېدل. په دغه صادراتو کې د افغانستان تازه او وچې مېوې هم شاملې وې.