په انډونیزیا کې د طالبانو سفیر له ځینو بهرنیو ډیپلوماټانو سره لیدلي دي

په انډونیزیا کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت وايي په دغه هېواد کې د طالبانو د ډلې سفیر سعدالله بلوچ په پلازمینه جاکارتا کې د ترکیې د کلتوري مرکز له خوا په جوړ شوي کلتوري پروګرام کې ګډون کړی او له ځینو بهرنیو ډیپلوماټانو سره یې د دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې کړي.