کاناډا اعلان وکړ چې سوریه د هغو هېوادونو له نوملړ څخه اېستل شوې چې د ترهګرۍ ملاتړ کوي

د کاناډا حکومت د جمعې په ورځ وویل، سوریه یې له هغه نوملړ څخه ایستلې چې پهکې د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو بهرنيو دولتونو نومونه شامل وو او همداراز د «حیات تحریرالشام» نوم یې هم د ترهګرو ډلو له نوملړ څخه لرې کړی دی.




