• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ټرمپ د نړیوال جام د پچې اچونې پرمهال: ما اته جګړې پای ته رسولي خو زه جایزې ته اړتیا نلرم

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د قرعه کشۍ په څنډه کې د فیفا د سولې جایزې د ترلاسه کولو د احتمال په اړه ویلي «دا لا روښانه نه ده چې ایا ماته به جایزه راکړل شي یا نه؛خو زه جایزې ته اړتیا نه لرم.»

هغه زیاته کړه:«ما اته جګړې پای ته ورسولې. ما د سولې جایزې په اړه اوریدلي دي خو زه دلته د خپل هیواد استازیتوب لپاره یم.»

ټرمپ زیاته کړه: «ما اته جګړې پای ته ورسولې. نهمه جګړه زمونږ پر وړاندې ده چې هیڅوک یې پای ته نشي رسولي. زه واقعیا غواړم ژوند وژغورم. زه به ډېر ژوندونه وژغورم.»

ټرمپ وایي: «چې د یو کال دمخه زموږ هیواد یو مړ هیواد و او اوس موږ په نړۍ کې تر ټولو ګرم هیواد یو. زه غواړم یو لوی هیواد اداره کړم.»

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

پاکستان او سعودي‌ عربستان غزې ته د مرستو رسونې پر اهمیت ټینګار وکړ

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۴ GMT+۰

د پاکستان او سعودي‌ عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوې ټيلیفوني اړیکه کې د غزې په اړه خبرې کړې دي.اسحاق ډار او شهزاده فیصل بن فرحان غزې ته د بې خنډه مرستو رسونې پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۱۴مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو د رفح د لارې اړوند د اسراییل یو اړخیز پلان غندلی دی.

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار زیاته کړې: «د رفح لار یوازې د غزې د اوسېدونکو د وتلو لپاره محدوده شوې، چې دا د سولې له پلان څخه سرغړونه ده او د بشري مرستو پر وړاندې د خنډ جوړولو هڅه ده.»

دواړو لورو په غزه کې د تلپاتې سولې، د همغږۍ او پرمختګ لپاره د ګډو هڅو ژمنې بیا تکرار کړې.

سویډن د پنځو هېوادونو لپاره پراختیایي مرسته راکموي او پر ځای یې اوکراین ته مرستې زیاتوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰

سویډن حکومت د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې په راتلونکو کلونو کې به د پنځو هېوادونو سره خپلې پراختیايي مرسته په څو پړاونو کې پای ته ورسوي او پر ځای به یې له اوکراین سره مرستي زیاتې کړي.

د سویډن د نړیوالې پراختايي همکارۍ او بهرني سوداګرۍ وزیر بیجامین دوسا ویلي، چې حکومت یې پلان لري، څو له زیمبابوې، تنزانیا، موزمبیق، لیبریا او بولیویا سره به په تدریجي ډول خپلې مرستې بندې کړي.

نوموړي ویلي:« اوکراین د سویډن تر ټولو مهم بهرني سیاست او د مرستو پالیسۍ کې لومړیتوب لري. حکومت به په ۲۰۲۶ کال کې اوکراین ته لږ ترلږه ۱۰ میلیارده سویډیني کرونه مرستې زیاتې کړي.»

نوموړي ویلي، چې سویډن به د نورو هېوادنو له پراختیايي بودیجي څخه په راتلوونکو کلونو کې له ۲ میلیارده کرونو څخه ډېرې پیسې راوګرځوي او د اوکراین د بیارغونې او انرژۍ په زیربناو کې په مصرف ورسوي.

دوسا زیاته کړې:«د مرستو لپاره د پيسو چاپولو کوم پټ ماشین نشته او پیسې باید له کوم ځایه ورته برابرې شي.»

د راپورونو له مخې، د سویډن حکومت له ۲۰۲۲ کال راهیسې له لسو زیاتو نورو هېوادونو سره هم خپلې مرستې کمې کړي دي.

د جرمني پارلمان له ۱۸ کلنۍ پورته ځوانانو لپاره د رضاکارانه پوځي خدمت قانون تصویب کړ

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۳ GMT+۰

د جرمني پارلمان په دغه هېواد کې د ۱۸ کلنو ځوانانو لپاره د رضاکارانه پوځي خدمت قانون تصویب کړ. دا قانون ټولو هغو ځوانانو ته چې په ۲۰۰۸ کال کې زیږېدلي وي، اجازه ورکوي چې په رضاکارانه ډول په پوځ کې شامل شي خو که د امینتي ځواکونو کمښت رامنځته شي نو بیا به یې اجباري کړي.

دا قانون د روسیې له ګواښونو او د میاشتو بحثونو وروسته تصویب شو، چې یو دوه ګونی سیسټم رامینځته کړي چې په پیل کې به د غوره مالي ګټو سره د رضاکارانو په جذبولو تکیه وکړي او که چیرې کافي رضاکاران نه وي، قانون جوړونکي کولی شي د اړتیا پر بنسټ د پوځ خدمتونه فعال کړي.

دا قانون د جرمني د وسله والو ځواکونو د اندازې زیاتولو او په ټوله اروپا کې د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه تصویب شوی دی.

د دې قانون له مخې، په جرمني کې ټولو ۱۸ کلنو ځوانانو ته به د ۲۰۲۶ کال د جنوري څخه یوه پوښتنلیک واستول شي ترڅو معلومه کړي چې ایا دوی د وسله والو ځواکونو سره د یوځای کیدو لېوالتیا لري.

پوتین او مودي د سولې او سوداګرۍ په اړه خبرې کړي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او نرېندرا مودي، په نوي ډیلي کې د یوې ناستې پر مهال د اوکراین د سولې د هڅو او دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا مفصلې خبرې کړې دي. د هند لومړي وزیر مودي ټینګار کړی چې هېواد یې د اوکراین د سولې له هرې هیلې او هڅې ملاتړ کوي.

مودي ویلي:«هند بې‌طرفه نه دی؛ هند یو ښکاره دریځ لري، او هغه د سولې دریځ دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ د سولې لپاره له هر اقدام څخه ملاتړ کوو او د هر هغه ابتکار تر څنګ ولاړ یو چې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه ترسره کېږي.»

پوتین هم د هند له لومړي وزیر څخه د دغه بحران د هوارولو په برخه کې د هڅو مننه وکړه. د هغه په وینا، د هند له حکومت سره یې د اوکراین د وضعیت او هغو ګامونو په اړه خبرې کړې چې روسیه یې د امریکا په ګډون له خپلو څو شریکانو سره د یوه احتمالي سوله‌ییز حل لپاره ترسره کوي.

د روسیې ولسمشر د هند سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دواړه هېوادونه به په لوړو ټکنالوژیو، هوایي چلند، فضا، او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې ګډ کار پراخ کړي.

پوتین څلور کاله وروسته په داسې مهال هند ته سفر کړی چې موخه یې د سوداګرۍ پیاوړتیا ده. هند د روسیې د نفتو او پوځي وسلو لوی پېرودونکی دی او د مودي حکومت د روسیې له ولسمشر څخه په نوي ډیلي کې تود هرکلی کړی دی.

ټرمپ: امریکا کې کار کول امتیاز دی نه حق

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۵ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د یاد هېواد کډوالو اداره باید د بهرنیو وګړو د کارونو دقیقه او جدي ارزونه وکړي. هغه زیاته کړې، ټول بهرنیان باید په یاد ولري چې امریکا کې کار کول یو امتیاز دی نه حق.

د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د کډوالو لپاره د کاري جوازونو شرایط سخت کړي دي.

یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) وویل، د ټرمپ د ادارې د نوې پالیسۍ له‌مخې هغه کډوال، چې د پناه یا نورو بشري پروګرامونو لپاره یې غوښتنې کړي، د کار جواز به یې اوس د پنځو کلونو پر ځای یوازې د ۱۸ میاشتو لپاره اعتبار ولري.

یادې ادارې دا اقدام د درغلیو او احتمالي ګواښونو د کمولو لپاره ګټور بللی دی.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه افغان برید، دا څرګنده کړه چې په وروستیو کلونو کې امریکا ته د بایډن ادارې له‌خوا لېږدول شویو بهرنیانو ارزونه بیا باید ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو داخلي یادښت کې ویل شوي، هغه کسان چې د «بیان ‌ازادۍ په محدودولو یا سانسور» کې لاس ولري، باید د ویزې د ردېدو لپاره په احتمالي کټګورۍ کې شامل شي.

«ایچ – ۱بي» هغه کاري ویزه ده چې د امریکا کمپنیو ته اجازه ورکوي د لوړو مهارتونو لرونکي بهرني کسان ور وغواړي او په ځانګړو مسلکي برخو کې یې په کار وګوماري.

دغه ویزه د امریکا د ټکنالوژۍ سترو شرکتونو لپاره خورا مهمه ده، ځکه دوی د کارکوونکو د جذب په برخه کې تر ډېره له هند، چین او نورو هېوادونو انجنیران او متخصصین ګوماري.