• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جرمني پارلمان له ۱۸ کلنۍ پورته ځوانانو لپاره د رضاکارانه پوځي خدمت قانون تصویب کړ

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۳ GMT+۰

د جرمني پارلمان په دغه هېواد کې د ۱۸ کلنو ځوانانو لپاره د رضاکارانه پوځي خدمت قانون تصویب کړ. دا قانون ټولو هغو ځوانانو ته چې په ۲۰۰۸ کال کې زیږېدلي وي، اجازه ورکوي چې په رضاکارانه ډول په پوځ کې شامل شي خو که د امینتي ځواکونو کمښت رامنځته شي نو بیا به یې اجباري کړي.

دا قانون د روسیې له ګواښونو او د میاشتو بحثونو وروسته تصویب شو، چې یو دوه ګونی سیسټم رامینځته کړي چې په پیل کې به د غوره مالي ګټو سره د رضاکارانو په جذبولو تکیه وکړي او که چیرې کافي رضاکاران نه وي، قانون جوړونکي کولی شي د اړتیا پر بنسټ د پوځ خدمتونه فعال کړي.

دا قانون د جرمني د وسله والو ځواکونو د اندازې زیاتولو او په ټوله اروپا کې د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا په موخه تصویب شوی دی.

د دې قانون له مخې، په جرمني کې ټولو ۱۸ کلنو ځوانانو ته به د ۲۰۲۶ کال د جنوري څخه یوه پوښتنلیک واستول شي ترڅو معلومه کړي چې ایا دوی د وسله والو ځواکونو سره د یوځای کیدو لېوالتیا لري.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

پوتین او مودي د سولې او سوداګرۍ په اړه خبرې کړي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۳ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او نرېندرا مودي، په نوي ډیلي کې د یوې ناستې پر مهال د اوکراین د سولې د هڅو او دوه اړخیزې سوداګرۍ پر پراختیا مفصلې خبرې کړې دي. د هند لومړي وزیر مودي ټینګار کړی چې هېواد یې د اوکراین د سولې له هرې هیلې او هڅې ملاتړ کوي.

مودي ویلي:«هند بې‌طرفه نه دی؛ هند یو ښکاره دریځ لري، او هغه د سولې دریځ دی.»

هغه زیاته کړه: «موږ د سولې لپاره له هر اقدام څخه ملاتړ کوو او د هر هغه ابتکار تر څنګ ولاړ یو چې د جګړې د پای ته رسېدو په موخه ترسره کېږي.»

پوتین هم د هند له لومړي وزیر څخه د دغه بحران د هوارولو په برخه کې د هڅو مننه وکړه. د هغه په وینا، د هند له حکومت سره یې د اوکراین د وضعیت او هغو ګامونو په اړه خبرې کړې چې روسیه یې د امریکا په ګډون له خپلو څو شریکانو سره د یوه احتمالي سوله‌ییز حل لپاره ترسره کوي.

د روسیې ولسمشر د هند سره د اقتصادي همکاریو په پراختیا هم ټینګار وکړ او ویې ویل چې دواړه هېوادونه به په لوړو ټکنالوژیو، هوایي چلند، فضا، او مصنوعي ځیرکتیا په برخو کې ګډ کار پراخ کړي.

پوتین څلور کاله وروسته په داسې مهال هند ته سفر کړی چې موخه یې د سوداګرۍ پیاوړتیا ده. هند د روسیې د نفتو او پوځي وسلو لوی پېرودونکی دی او د مودي حکومت د روسیې له ولسمشر څخه په نوي ډیلي کې تود هرکلی کړی دی.

ټرمپ: امریکا کې کار کول امتیاز دی نه حق

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۴۵ GMT+۰

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې د یاد هېواد کډوالو اداره باید د بهرنیو وګړو د کارونو دقیقه او جدي ارزونه وکړي. هغه زیاته کړې، ټول بهرنیان باید په یاد ولري چې امریکا کې کار کول یو امتیاز دی نه حق.

د امریکا د کډوالۍ ادارې ویلي، چې ډونالډ ټرمپ د کډوالو لپاره د کاري جوازونو شرایط سخت کړي دي.

یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) وویل، د ټرمپ د ادارې د نوې پالیسۍ له‌مخې هغه کډوال، چې د پناه یا نورو بشري پروګرامونو لپاره یې غوښتنې کړي، د کار جواز به یې اوس د پنځو کلونو پر ځای یوازې د ۱۸ میاشتو لپاره اعتبار ولري.

یادې ادارې دا اقدام د درغلیو او احتمالي ګواښونو د کمولو لپاره ګټور بللی دی.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو د یوه افغان برید، دا څرګنده کړه چې په وروستیو کلونو کې امریکا ته د بایډن ادارې له‌خوا لېږدول شویو بهرنیانو ارزونه بیا باید ترسره شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو داخلي یادښت کې ویل شوي، هغه کسان چې د «بیان ‌ازادۍ په محدودولو یا سانسور» کې لاس ولري، باید د ویزې د ردېدو لپاره په احتمالي کټګورۍ کې شامل شي.

«ایچ – ۱بي» هغه کاري ویزه ده چې د امریکا کمپنیو ته اجازه ورکوي د لوړو مهارتونو لرونکي بهرني کسان ور وغواړي او په ځانګړو مسلکي برخو کې یې په کار وګوماري.

دغه ویزه د امریکا د ټکنالوژۍ سترو شرکتونو لپاره خورا مهمه ده، ځکه دوی د کارکوونکو د جذب په برخه کې تر ډېره له هند، چین او نورو هېوادونو انجنیران او متخصصین ګوماري.

د ټرمپ حکومت یو ځل بیا امریکا ته د افغانانو د لېږدونې پر پروګرام سختې نیوکې وکړې

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د ټرمپ حکومت په امریکا کې پر افغان کډوالو لفظي بریدونه زیات کړي دي. د امریکا د کورني امنیت وزارت د پنجشنبې په ورځ د هغو شپږو افغان کډوالو نومونه خپاره کړل، چې په بېلابېلو تورونو نیول شوي او ادعا یې وکړه، چې د بایډن حکومت «یو شمېر ناقانونه او مجرم افغانان» امریکا ته لېږدولي دي.

دغه تونده اعلامیه یوه ورځ وروسته له هغه خپره شوه، چې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی افسر جهان‌ شاه ساپی له داعش سره د همکارۍ په تور ونیول شو.د افغانستان دوو مخکنيو امنیتي چارواکو او د ساپي کورنۍ د امریکا دا تور رد کړی او ویلي یې دي، چې جهان‌ شاه د داعش پر وړاندې جنګېدلی او ان ټپي شوی هم دی.جنرال سمیع سادات له امریکا غوښتنه کړې، چې ساپی خوشې کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په خپله اعلامیه کې ادعا کړې، چې «د بایډن د حکومت پر مهال د افغانانو د بشري انتقال پروګرام په ځانګړي ډول د متحدینو د هرکلي عملیات، زرګونه بې اسناده افغانان، چې په‌کې ترهګر، جنسي تیري کوونکي، د ماشومانو ځورونکي او تښتوونکي شامل دي امریکا ته داخل کړي دي.»

دا لومړی ځل دی، چې د ټرمپ حکومت په دومره تونده او کډوال‌ وېرونکي ژبه پر افغان پناه غوښتونکو برید کوي.

د دې ډول الفاظو کارول د هغوسختو څرګندونو یاد راژوندي کوي، چې د ټرمپ چارواکو د لاتینې امریکا د پناه‌ غوښتونکو په تړاو کولې.

د ټرمپ حکومت وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بایډن حکومت له ۱۹۰ زره زیات افغانان امریکا ته انتقال کړي دي. د دوی له ډلې ځینې لکه جهان‌ شاه ساپی د امنیتي ځواکونو پخواني غړي و، چې د طالبانو د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې امریکا ته وړل شوي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د ټرمپ حکومت «هغه پېژندل شوي یا شکمن ترهګر، مجرمین او ناقانونه وګړي نیسي، چې د بایډن د واکمنۍ پر مهال د بشري انتقال د پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته داخل شوي دي.»

په اعلامیه کې د شپږو افغان وګړو نومونه اخیستل شوي، قسمت‌الدین زعفران، منصور ولي‌زاده، محمد طیب رسولي، جاوید غمګین، اسیرالله خالد خان او سید محمد ټڼی چې په تېرو شپږو میاشتو کې نیول شوي دي.

هغوی په «تښتونه او جنسي تیري، د کم عمره کسانو ځورولو او له هغوی سره د جنسي اړیکو، غلا، د نشه‌ يي توکو ساتلو او د ټرافیکي پېښې له ځایه د تېښتې» په جرمونو تورن دي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي د جهان‌ شاه ساپي د نیولو او د امریکايي چارواکو له‌خوا د افغان کډوالو په تړاو پر لفظي بریدونو نیوکې کړې دي.

هغه ویلي، چې ټرمپ د افغان کډوالو له موضوع څخه د سیاسي وسیلې په توګه ګټه اخلي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د واشنګټن پېښه «د ټرمپ ادارې د سیاسي وسیلې په توګه وکاروله، ځکه چې د اپسټین جنسي رسوايي له امله په بېلابېلو سروې ګانو کې د هغه شهرت او محبوبیت کم شوی و او ډیری نظر پوښتنو وړاندوینه کړې وه، چې جمهوري غوښتونکي به د منځمهاله ټاکنې له لاسه ورکړي. ټرمپ د یوه فرصت په تمه و، چې پیښ شي او د متحده ایالاتو پر کډوالۍ سیسټم برید پیل کړي. دا یوه پلمه شوه.»

د ټرمپ حکومت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو لپاره د ویزې، ګرین‌ کارت او تابعیت ورکولو پروسه تر نامعلوم وخته ځنډولې ده. واشنګټن د دې پریکړې دلیل د امریکا د ملي امنیت لپاره د ګواښ په توګه افغان کډوال یاد کړي دي.

دا اقدامات په واشنګټن ډي‌سي کې د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو د یوه افغان تر برید وروسته ترسره شول. په دې برید کې د ملي ګارد یوه غړې ووژل شوه او بل یې ټپي دی.

پوتین: طالبان په افغانستان کې د وضعیت کنټرول په لاس کې لري

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له«انډیا ټوډې» سره په مرکه کې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د وضعیت کنټرول په لاس کې لري. پوتین د تازه دريځ په څرګندولو سره ویلي، چې طالبان د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدامات کړي دي.

د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) هند ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد د لومړي وزیر نرندرا موډي له تاوده هرکلي سره مخ شو او موډي په خپله د هغه تر الوتکې په پښو ورغی.

دا دوه ورځنی سفر د واشنګټن له هغو فشارونو سره سره ترسره کېږي، چې غواړي نوی ډیلي خپلې اړیکې له مسکو سره راکمې کړي.

پوتین له دې سفر یوه ورځ مخکې په مسکو کې د «انډیا ټوډې» له خبریالانو سره ناسته درلوده او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې، چې افغانستان هم پکې شامل و.

هغه وویل: «طالبان په څرګنده توګه د افغانستان وضعیت په خپل کنټرول کې لري.»

په دې مرکه کې د روسیې ولسمشر د خپلو ځینو چارواکو د څرګندونو برعکس د طالبانو د اړیکو په اړه له عربو او د منځنۍ اسیا له ترهګرو ډلو سره اندېښنې یوې خوا ته کړې.هغه وویل: «د افغانستان حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي او د بېلابېلو ترهګریزو سازمانونو پر وړاندې ډېر اقدامات کړي دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیمیتري لیوبینسکي تازه ویلي، چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د ترهګرۍ وضعیت د نړۍوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړي. هغه وویل، چې د نړۍوالو ترهګریزو سازمانونو ګواښونه نه یوازې زیات شوي، بلکې په بدلون هم روان دي.

په دې وروستیو کې د تاجکستان او افغانستان پر پوله د پنځو چینایي وګړو وژل کېدو د منځنۍ اسیا هېوادونه او روسیه اندېښمن کړي دي. د تاجکستان حکومت ویلي، چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیم شوي او له طالبانو یې غوښتي چې د دې بریدونو مخه ونیسي.

ځينې دغه چینايي وګړي په تاجکستان کې د بې‌ پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوي دي. طالبانو ویلي، چې د دې بریدونو د عاملانو په موندلو کې له تاجکستان سره همکاري کوي.

پوتین د امریکا له لوري پر نوي ډيلي له روسیې د انرژۍ پېرلو په تړاو پر روان فشار نیوکې وکړې

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هند ته د خپل دوه ورځني سفر په پیل کې له روسیې د انرژۍ د پېرلو په تړاو پر نوي ډیلي د امریکا پر فشارونو نیوکې وکړې. پوتین ویلي، امریکا د خپلو اټومي انرژۍ لپاره له مسکو څخه اټومي سونګ توکي اخلي.

پوتین د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) د «انډیا ټوډې» له ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «امریکا لاهم د خپلو اټومي فابریکو لپاره له موږ څخه اټومي سونګ توکي اخلي. که امریکا زموږ د سونګ توکو د اخیستلو حق لري، نو ولې باید هند ورته امتیاز ونه‌لري؟»

هغه زیاته کړه، مسکو چمتو دی، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر نوي ډیلي د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې وکړي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې دا په څلورو کلونو کې هند ته د پوتین لومړی سفر دی او موخه یې هم د همکاریو پیاوړتیا، پر هند د جېټ الوتکو او توغندیزو سیسټمونو پلورل او همدارنګه د انرژۍ او دفاع برخو ترڅنګ د سوداګریزو اړیکو پراخول دي.

د ټرمپ حکومت په وروستیو میاشتو کې پر هند فشار زیات کړی، چې د اوکراین د جګړې له امله له مسکو سره خپلې اړیکې محدودې کړي.

د راپور له‌مخې، د هند او روسیې دوستانه اړیکې د پخواني شوروي اتحاد وخت ته ورګرځي او مسکو د څو لسیزو لپاره د نوي ډیلي د وسلو اصلي برابرونکی پاتې شوی دی.

سره له دې چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته لویدیځوالو پر مسکو ګڼ بندیزونه ولګول خو هند له سمندري لارو د روسیې د تیلو ترټولو لوی پیرودونکی پاتې شوی دی.

له دې سره سم، تمه کېږي، چې د هند د خامو نفتو واردات په ډسمبر میاشت کې د درې کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته ښکته شي.دا کمښت وروسته له هغه رامنځته کېږي، چې امریکا پر هندي توکو د جزايي تعرفو لګول پیل کړل او د روسیې پر وړاندې بندیزونه یې لا پسې سخت کړل.

د ټرمپ حکومت خبرداری ورکړی، چې د هند له لوري د روسیې ارزانه نفت پېرودل د روسیې د جګړې ماشین په اوکراین کې تمویلوي. له دې وړاندې ټرمپ ویلي و، د هند لومړي‌ وزیر نرندرا موډي ورسره ژمنه کړې، چې د روسیې د نفت پېرودل به پای ته رسوي.

په همدې حال کې هند د ټرمپ تعرفې «بې‌ دلیله او غیرمنطقي» بللي او ویلي یې دي، چې واشنګټن خپله هم له مسکو سره سوداګریزې اړیکې لري.

رویټرز په خپل راپور کې زیاتوي، چې امریکا او اروپايي ټولنه لاهم د روسیې د میلیاردونه ډالره په ارزښت انرژي او نور توکي لکه مایع طبیعي ګاز او غني شوي یورانیم واردوي.