• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ټرمپ حکومت یو ځل بیا امریکا ته د افغانانو د لېږدونې پر پروګرام سختې نیوکې وکړې

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

د ټرمپ حکومت په امریکا کې پر افغان کډوالو لفظي بریدونه زیات کړي دي. د امریکا د کورني امنیت وزارت د پنجشنبې په ورځ د هغو شپږو افغان کډوالو نومونه خپاره کړل، چې په بېلابېلو تورونو نیول شوي او ادعا یې وکړه، چې د بایډن حکومت «یو شمېر ناقانونه او مجرم افغانان» امریکا ته لېږدولي دي.

دغه تونده اعلامیه یوه ورځ وروسته له هغه خپره شوه، چې د افغانستان د ملي امنیت پخوانی افسر جهان‌ شاه ساپی له داعش سره د همکارۍ په تور ونیول شو.د افغانستان دوو مخکنيو امنیتي چارواکو او د ساپي کورنۍ د امریکا دا تور رد کړی او ویلي یې دي، چې جهان‌ شاه د داعش پر وړاندې جنګېدلی او ان ټپي شوی هم دی.جنرال سمیع سادات له امریکا غوښتنه کړې، چې ساپی خوشې کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په خپله اعلامیه کې ادعا کړې، چې «د بایډن د حکومت پر مهال د افغانانو د بشري انتقال پروګرام په ځانګړي ډول د متحدینو د هرکلي عملیات، زرګونه بې اسناده افغانان، چې په‌کې ترهګر، جنسي تیري کوونکي، د ماشومانو ځورونکي او تښتوونکي شامل دي امریکا ته داخل کړي دي.»

دا لومړی ځل دی، چې د ټرمپ حکومت په دومره تونده او کډوال‌ وېرونکي ژبه پر افغان پناه غوښتونکو برید کوي.

د دې ډول الفاظو کارول د هغوسختو څرګندونو یاد راژوندي کوي، چې د ټرمپ چارواکو د لاتینې امریکا د پناه‌ غوښتونکو په تړاو کولې.

د ټرمپ حکومت وايي، د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بایډن حکومت له ۱۹۰ زره زیات افغانان امریکا ته انتقال کړي دي. د دوی له ډلې ځینې لکه جهان‌ شاه ساپی د امنیتي ځواکونو پخواني غړي و، چې د طالبانو د احتمالي غچ اخیستنې له وېرې امریکا ته وړل شوي دي.

د امریکا د کورني امنیت وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي، چې د ټرمپ حکومت «هغه پېژندل شوي یا شکمن ترهګر، مجرمین او ناقانونه وګړي نیسي، چې د بایډن د واکمنۍ پر مهال د بشري انتقال د پروګرامونو له لارې دغه هېواد ته داخل شوي دي.»

په اعلامیه کې د شپږو افغان وګړو نومونه اخیستل شوي، قسمت‌الدین زعفران، منصور ولي‌زاده، محمد طیب رسولي، جاوید غمګین، اسیرالله خالد خان او سید محمد ټڼی چې په تېرو شپږو میاشتو کې نیول شوي دي.

هغوی په «تښتونه او جنسي تیري، د کم عمره کسانو ځورولو او له هغوی سره د جنسي اړیکو، غلا، د نشه‌ يي توکو ساتلو او د ټرافیکي پېښې له ځایه د تېښتې» په جرمونو تورن دي.

د افغانستان د دفاع وزارت پخواني مرستیال تمیم عاصي د جهان‌ شاه ساپي د نیولو او د امریکايي چارواکو له‌خوا د افغان کډوالو په تړاو پر لفظي بریدونو نیوکې کړې دي.

هغه ویلي، چې ټرمپ د افغان کډوالو له موضوع څخه د سیاسي وسیلې په توګه ګټه اخلي.

نوموړي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د واشنګټن پېښه «د ټرمپ ادارې د سیاسي وسیلې په توګه وکاروله، ځکه چې د اپسټین جنسي رسوايي له امله په بېلابېلو سروې ګانو کې د هغه شهرت او محبوبیت کم شوی و او ډیری نظر پوښتنو وړاندوینه کړې وه، چې جمهوري غوښتونکي به د منځمهاله ټاکنې له لاسه ورکړي. ټرمپ د یوه فرصت په تمه و، چې پیښ شي او د متحده ایالاتو پر کډوالۍ سیسټم برید پیل کړي. دا یوه پلمه شوه.»

د ټرمپ حکومت اعلان کړی، چې د افغان کډوالو لپاره د ویزې، ګرین‌ کارت او تابعیت ورکولو پروسه تر نامعلوم وخته ځنډولې ده. واشنګټن د دې پریکړې دلیل د امریکا د ملي امنیت لپاره د ګواښ په توګه افغان کډوال یاد کړي دي.

دا اقدامات په واشنګټن ډي‌سي کې د امریکا د ملي ګارد پر دوو غړو د یوه افغان تر برید وروسته ترسره شول. په دې برید کې د ملي ګارد یوه غړې ووژل شوه او بل یې ټپي دی.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو او ایراني چارواکو د روغتیايي همکاریو او د درملو د تنظیم په اړه خبرې وکړې

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال حمدالله زاهد د ایران د روغتیا وزارت له مرستیال او د خوړو او درملو سازمان له رييس سره په کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او د سوداګریزو چارو د تنظیم په تړاو خبرې کړې دي.

دغه وزارت د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې حمدالله زاهد، د ایران د روغتیا وزارت له مرستیال او د خوړو او درملو سازمان له رييس مهدي پیر صالحي سره په لیدنه کې د شرکتونو او د هغوی د اقلامو د ثبت او راجسټر پروسو کې د رامنځته شویو اسانتیاوو په اړه خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې له‌مخې، ایراني لوري د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړولو لپاره چمتووالی څرګند کړی او د ایراني درملو د کیفیت د تضمین په اړه یې هم معلومات وړاندې کړي دي.

حمدالله زاهد زیاته کړې، که د کیفیت، مناسب قیمت او د قاچاق او تقلبي محصولاتو د مخنیوي په برخه کې ډاډ موجود وي، لازمې همکارۍ او اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دي.

تر دې وړاندې هم عامې روغتیا وزارت ویلي و، چې له ایراني چارواکو سره یې د درملو، طبي تجهیزاتو او تشخیصیه وسایلو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړي. دغه وزارت همداراز څرګنده کړې وه، چې له ایران سره به د درملو او سنتي طبابت د معیاري کولو لپاره نوي تړونونه وکړي.

طالبان له پاکستان سره تر ترینګلتیا وروسته هڅه کوي، چې په بېلابېلو برخو په څانګړي ډول سوداګرۍ او درملو کې له نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.

تر دې مهاله هند او ایران هغه دوه هېوادونه دي، چې طالبان ورباندې ډېره تکیه کوي.

پوتین: طالبان په افغانستان کې د وضعیت کنټرول په لاس کې لري

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له«انډیا ټوډې» سره په مرکه کې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د وضعیت کنټرول په لاس کې لري. پوتین د تازه دريځ په څرګندولو سره ویلي، چې طالبان د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدامات کړي دي.

د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) هند ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد د لومړي وزیر نرندرا موډي له تاوده هرکلي سره مخ شو او موډي په خپله د هغه تر الوتکې په پښو ورغی.

دا دوه ورځنی سفر د واشنګټن له هغو فشارونو سره سره ترسره کېږي، چې غواړي نوی ډیلي خپلې اړیکې له مسکو سره راکمې کړي.

پوتین له دې سفر یوه ورځ مخکې په مسکو کې د «انډیا ټوډې» له خبریالانو سره ناسته درلوده او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې، چې افغانستان هم پکې شامل و.

هغه وویل: «طالبان په څرګنده توګه د افغانستان وضعیت په خپل کنټرول کې لري.»

په دې مرکه کې د روسیې ولسمشر د خپلو ځینو چارواکو د څرګندونو برعکس د طالبانو د اړیکو په اړه له عربو او د منځنۍ اسیا له ترهګرو ډلو سره اندېښنې یوې خوا ته کړې.هغه وویل: «د افغانستان حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي او د بېلابېلو ترهګریزو سازمانونو پر وړاندې ډېر اقدامات کړي دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیمیتري لیوبینسکي تازه ویلي، چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د ترهګرۍ وضعیت د نړۍوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړي. هغه وویل، چې د نړۍوالو ترهګریزو سازمانونو ګواښونه نه یوازې زیات شوي، بلکې په بدلون هم روان دي.

په دې وروستیو کې د تاجکستان او افغانستان پر پوله د پنځو چینایي وګړو وژل کېدو د منځنۍ اسیا هېوادونه او روسیه اندېښمن کړي دي. د تاجکستان حکومت ویلي، چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیم شوي او له طالبانو یې غوښتي چې د دې بریدونو مخه ونیسي.

ځينې دغه چینايي وګړي په تاجکستان کې د بې‌ پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوي دي. طالبانو ویلي، چې د دې بریدونو د عاملانو په موندلو کې له تاجکستان سره همکاري کوي.

طالبانو له اروپايي ټولنې غوښتې چې بنسټیزو او وقایوي پروژو ته لومړیتوب ورکړي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۳ GMT+۰

د طالبانو له پيښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مشر نورالدین ترابي د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو له مشر سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د بشري مرستو ترڅنګ بنسټیزو او وقایوي پروژو ته لومړیتوب ورکړي.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ترابي د اندریاس پاپاکونستانتینو سره په لیدنه کې له نړۍوالو مرستندویه بنستټونو سره د ښو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

ترابي ویلي: «موږ پرته له قومي، مذهبي، سمتي او جنسیتي توپیر څخه خلکو ته خدمات وړاندې کوو او دا موضوع له مؤسسو سره په عملي همکارۍ کې ثابته شوې ده.»

د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو مشر ویلي، چې د افغانستان لپاره ځانګړې بودجه لري او د خلکو مرستو ته به پروخت رسېدنه وکړي.

پوتین د امریکا له لوري پر نوي ډيلي له روسیې د انرژۍ پېرلو په تړاو پر روان فشار نیوکې وکړې

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هند ته د خپل دوه ورځني سفر په پیل کې له روسیې د انرژۍ د پېرلو په تړاو پر نوي ډیلي د امریکا پر فشارونو نیوکې وکړې. پوتین ویلي، امریکا د خپلو اټومي انرژۍ لپاره له مسکو څخه اټومي سونګ توکي اخلي.

پوتین د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) د «انډیا ټوډې» له ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «امریکا لاهم د خپلو اټومي فابریکو لپاره له موږ څخه اټومي سونګ توکي اخلي. که امریکا زموږ د سونګ توکو د اخیستلو حق لري، نو ولې باید هند ورته امتیاز ونه‌لري؟»

هغه زیاته کړه، مسکو چمتو دی، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر نوي ډیلي د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې وکړي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې دا په څلورو کلونو کې هند ته د پوتین لومړی سفر دی او موخه یې هم د همکاریو پیاوړتیا، پر هند د جېټ الوتکو او توغندیزو سیسټمونو پلورل او همدارنګه د انرژۍ او دفاع برخو ترڅنګ د سوداګریزو اړیکو پراخول دي.

د ټرمپ حکومت په وروستیو میاشتو کې پر هند فشار زیات کړی، چې د اوکراین د جګړې له امله له مسکو سره خپلې اړیکې محدودې کړي.

د راپور له‌مخې، د هند او روسیې دوستانه اړیکې د پخواني شوروي اتحاد وخت ته ورګرځي او مسکو د څو لسیزو لپاره د نوي ډیلي د وسلو اصلي برابرونکی پاتې شوی دی.

سره له دې چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته لویدیځوالو پر مسکو ګڼ بندیزونه ولګول خو هند له سمندري لارو د روسیې د تیلو ترټولو لوی پیرودونکی پاتې شوی دی.

له دې سره سم، تمه کېږي، چې د هند د خامو نفتو واردات په ډسمبر میاشت کې د درې کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته ښکته شي.دا کمښت وروسته له هغه رامنځته کېږي، چې امریکا پر هندي توکو د جزايي تعرفو لګول پیل کړل او د روسیې پر وړاندې بندیزونه یې لا پسې سخت کړل.

د ټرمپ حکومت خبرداری ورکړی، چې د هند له لوري د روسیې ارزانه نفت پېرودل د روسیې د جګړې ماشین په اوکراین کې تمویلوي. له دې وړاندې ټرمپ ویلي و، د هند لومړي‌ وزیر نرندرا موډي ورسره ژمنه کړې، چې د روسیې د نفت پېرودل به پای ته رسوي.

په همدې حال کې هند د ټرمپ تعرفې «بې‌ دلیله او غیرمنطقي» بللي او ویلي یې دي، چې واشنګټن خپله هم له مسکو سره سوداګریزې اړیکې لري.

رویټرز په خپل راپور کې زیاتوي، چې امریکا او اروپايي ټولنه لاهم د روسیې د میلیاردونه ډالره په ارزښت انرژي او نور توکي لکه مایع طبیعي ګاز او غني شوي یورانیم واردوي.

د لبنان پوځ: د تهران ادعا چې ګواکې د پوځ ۳۰ سلنه سرتېري یې د حزب‌الله غړي دي، ناسمه ده

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د لبنان پوځ په یوې خبرپاڼه کې هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د لبنان په پوځ کې یو زیات شمېر پوځیان په یوه وخت کې د حزب‌الله غړي هم دي. پوځ خبرداری ورکړی، چې دغه ډول «ناسمې ادعاوې» په دې حساسو شېبو کې د پوځ د بدنامولو لپاره خپرېږي.

واینېټ خبري ویب‌پاڼې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ۱۳مه) دا خبرپاڼه له ایران انټرنشنل سره د حسین محمدي سیرت چې د امام صادق پوهنتون استاد دی تر مرکې وروسته خپره شوې.

هغه په خپله مرکه کې ویلي و: «د لبنان د پوځ ۳۰ سلنه غړي د حزب‌الله غړي دي؛ سهار پوځیان وي او مازدیګر د بسیج ځواکونو غړي.»

هغه زیاته کړه: «د حزب‌الله د اداره کولو طریقه د بسیج له سیستم سره ورته دی. یا لکه عراق کې د مقاومت ډلې؛ اوس دغه طریقه د حشد الشعبي او ځینو نورو ډلو کې شته، د بسیج په شان دي. یمنيان هم د بسیج په شان جګړه کوي.»

د لبنان پوځ ټینګار کړی، چې د هغوی سرتېري د «روښانه پوځي اصولو او تګلارې» پیروان دي او یوازې «پوځ او هېواد» خدمت ته وفادار دي.

پوځ له ټولو غاړو وغوښتل چې له هغو څرګندونو ډډه وکړي، چې هدف یې د پوځ د اعتبار زیانمنول دي، په ځانګړي ډول په داسې حساسو وختونو کې.

د محمدي سیرت څرګندونې په لبنان کې پراخ غبرګونونه راوپارول، په ځانګړي ډول د حزب‌الله منتقدو رسنیو دا خبرې «خطرناک او جګړه زېږوونکې» بللې دي.

د لبنان ام‌تي‌وي ټلویزیون په یوه راپور کې ایران تورن کړ، چې په داسې څرګندونو سره «اسراییل د لبنان پوځ پر وړاندې هڅوي.»

دې رسنۍ زیاته کړې، چې دغه ډول څرګندونې د هېواد «د ملي پوځي بنسټ د کمزوري کولو» په موخه کېږي.

واینېټ په خپل راپور کې لیکلي، یادې څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د لبنان ولسمشر جوزف عون هڅه کوي د پوځ ځواک او نفوذ زیات کړي، د دولت واک په ټول هېواد کې بیا ټینګ کړي او د بهرنیو لاسوهنو، په ځانګړي ډول د ایران حکومت، پر وړاندې ودرېږي.

لبناني چارواکو په وروستیو میاشتو کې څو ځله ټینګار کړی، چې تهران باید د لبنان کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.

د واینېټ په وینا، د بیروت او تهران ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغه ډېره شوه چې د ایران لوړپوړو چارواکو د هیثم علي طباطبایي (د حزب‌الله لوړپوړي قومندان) د وژل کېدو پر موضوع سخت غبرګونونه څرګند کړل. هغه د لبنان د بیروت ښار پر ضاحیه سیمې د اسراییل په وروستي برید کې ووژل شو.