• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پوتین: طالبان په افغانستان کې د وضعیت کنټرول په لاس کې لري

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له«انډیا ټوډې» سره په مرکه کې د طالبانو واکمنۍ ته په اشارې ویلي، چې طالبان په افغانستان کې د وضعیت کنټرول په لاس کې لري. پوتین د تازه دريځ په څرګندولو سره ویلي، چې طالبان د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدامات کړي دي.

د روسیې ولسمشر د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) هند ته د خپل سفر پر مهال د دې هېواد د لومړي وزیر نرندرا موډي له تاوده هرکلي سره مخ شو او موډي په خپله د هغه تر الوتکې په پښو ورغی.

دا دوه ورځنی سفر د واشنګټن له هغو فشارونو سره سره ترسره کېږي، چې غواړي نوی ډیلي خپلې اړیکې له مسکو سره راکمې کړي.

پوتین له دې سفر یوه ورځ مخکې په مسکو کې د «انډیا ټوډې» له خبریالانو سره ناسته درلوده او د بېلابېلو موضوعاتو په اړه یې خبرې وکړې، چې افغانستان هم پکې شامل و.

هغه وویل: «طالبان په څرګنده توګه د افغانستان وضعیت په خپل کنټرول کې لري.»

په دې مرکه کې د روسیې ولسمشر د خپلو ځینو چارواکو د څرګندونو برعکس د طالبانو د اړیکو په اړه له عربو او د منځنۍ اسیا له ترهګرو ډلو سره اندېښنې یوې خوا ته کړې.هغه وویل: «د افغانستان حکومت د ترهګرۍ د مخنیوي او د بېلابېلو ترهګریزو سازمانونو پر وړاندې ډېر اقدامات کړي دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دیمیتري لیوبینسکي تازه ویلي، چې په افغانستان او منځني ختیځ کې د ترهګرۍ وضعیت د نړۍوالې ټولنې لپاره جدي اندېښنې رامنځته کړي. هغه وویل، چې د نړۍوالو ترهګریزو سازمانونو ګواښونه نه یوازې زیات شوي، بلکې په بدلون هم روان دي.

په دې وروستیو کې د تاجکستان او افغانستان پر پوله د پنځو چینایي وګړو وژل کېدو د منځنۍ اسیا هېوادونه او روسیه اندېښمن کړي دي. د تاجکستان حکومت ویلي، چې دا بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیم شوي او له طالبانو یې غوښتي چې د دې بریدونو مخه ونیسي.

ځينې دغه چینايي وګړي په تاجکستان کې د بې‌ پیلوټه الوتکې په وسیله په نښه شوي دي. طالبانو ویلي، چې د دې بریدونو د عاملانو په موندلو کې له تاجکستان سره همکاري کوي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له اروپايي ټولنې غوښتې چې بنسټیزو او وقایوي پروژو ته لومړیتوب ورکړي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۳ GMT+۰

د طالبانو له پيښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې مشر نورالدین ترابي د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو له مشر سره په لیدنه کې غوښتنه کړې، چې د بشري مرستو ترڅنګ بنسټیزو او وقایوي پروژو ته لومړیتوب ورکړي.

دغې ادارې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې ترابي د اندریاس پاپاکونستانتینو سره په لیدنه کې له نړۍوالو مرستندویه بنستټونو سره د ښو اړیکو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.

ترابي ویلي: «موږ پرته له قومي، مذهبي، سمتي او جنسیتي توپیر څخه خلکو ته خدمات وړاندې کوو او دا موضوع له مؤسسو سره په عملي همکارۍ کې ثابته شوې ده.»

د اروپايي ټولنې د ملکي ساتنې او بشري مرستو د عملیاتو مشر ویلي، چې د افغانستان لپاره ځانګړې بودجه لري او د خلکو مرستو ته به پروخت رسېدنه وکړي.

پوتین د امریکا له لوري پر نوي ډيلي له روسیې د انرژۍ پېرلو په تړاو پر روان فشار نیوکې وکړې

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۸ GMT+۰

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هند ته د خپل دوه ورځني سفر په پیل کې له روسیې د انرژۍ د پېرلو په تړاو پر نوي ډیلي د امریکا پر فشارونو نیوکې وکړې. پوتین ویلي، امریکا د خپلو اټومي انرژۍ لپاره له مسکو څخه اټومي سونګ توکي اخلي.

پوتین د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) د «انډیا ټوډې» له ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: «امریکا لاهم د خپلو اټومي فابریکو لپاره له موږ څخه اټومي سونګ توکي اخلي. که امریکا زموږ د سونګ توکو د اخیستلو حق لري، نو ولې باید هند ورته امتیاز ونه‌لري؟»

هغه زیاته کړه، مسکو چمتو دی، چې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره پر نوي ډیلي د لګول شویو بندیزونو په اړه خبرې وکړي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي، چې دا په څلورو کلونو کې هند ته د پوتین لومړی سفر دی او موخه یې هم د همکاریو پیاوړتیا، پر هند د جېټ الوتکو او توغندیزو سیسټمونو پلورل او همدارنګه د انرژۍ او دفاع برخو ترڅنګ د سوداګریزو اړیکو پراخول دي.

د ټرمپ حکومت په وروستیو میاشتو کې پر هند فشار زیات کړی، چې د اوکراین د جګړې له امله له مسکو سره خپلې اړیکې محدودې کړي.

د راپور له‌مخې، د هند او روسیې دوستانه اړیکې د پخواني شوروي اتحاد وخت ته ورګرځي او مسکو د څو لسیزو لپاره د نوي ډیلي د وسلو اصلي برابرونکی پاتې شوی دی.

سره له دې چې د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې پر اوکراین د روسیې له برید وروسته لویدیځوالو پر مسکو ګڼ بندیزونه ولګول خو هند له سمندري لارو د روسیې د تیلو ترټولو لوی پیرودونکی پاتې شوی دی.

له دې سره سم، تمه کېږي، چې د هند د خامو نفتو واردات په ډسمبر میاشت کې د درې کلونو تر ټولو ټیټې کچې ته ښکته شي.دا کمښت وروسته له هغه رامنځته کېږي، چې امریکا پر هندي توکو د جزايي تعرفو لګول پیل کړل او د روسیې پر وړاندې بندیزونه یې لا پسې سخت کړل.

د ټرمپ حکومت خبرداری ورکړی، چې د هند له لوري د روسیې ارزانه نفت پېرودل د روسیې د جګړې ماشین په اوکراین کې تمویلوي. له دې وړاندې ټرمپ ویلي و، د هند لومړي‌ وزیر نرندرا موډي ورسره ژمنه کړې، چې د روسیې د نفت پېرودل به پای ته رسوي.

په همدې حال کې هند د ټرمپ تعرفې «بې‌ دلیله او غیرمنطقي» بللي او ویلي یې دي، چې واشنګټن خپله هم له مسکو سره سوداګریزې اړیکې لري.

رویټرز په خپل راپور کې زیاتوي، چې امریکا او اروپايي ټولنه لاهم د روسیې د میلیاردونه ډالره په ارزښت انرژي او نور توکي لکه مایع طبیعي ګاز او غني شوي یورانیم واردوي.

د لبنان پوځ: د تهران ادعا چې ګواکې د پوځ ۳۰ سلنه سرتېري یې د حزب‌الله غړي دي، ناسمه ده

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۲۶ GMT+۰

د لبنان پوځ په یوې خبرپاڼه کې هغه راپورونه رد کړل، چې ګواکې د لبنان په پوځ کې یو زیات شمېر پوځیان په یوه وخت کې د حزب‌الله غړي هم دي. پوځ خبرداری ورکړی، چې دغه ډول «ناسمې ادعاوې» په دې حساسو شېبو کې د پوځ د بدنامولو لپاره خپرېږي.

واینېټ خبري ویب‌پاڼې د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ۱۳مه) دا خبرپاڼه له ایران انټرنشنل سره د حسین محمدي سیرت چې د امام صادق پوهنتون استاد دی تر مرکې وروسته خپره شوې.

هغه په خپله مرکه کې ویلي و: «د لبنان د پوځ ۳۰ سلنه غړي د حزب‌الله غړي دي؛ سهار پوځیان وي او مازدیګر د بسیج ځواکونو غړي.»

هغه زیاته کړه: «د حزب‌الله د اداره کولو طریقه د بسیج له سیستم سره ورته دی. یا لکه عراق کې د مقاومت ډلې؛ اوس دغه طریقه د حشد الشعبي او ځینو نورو ډلو کې شته، د بسیج په شان دي. یمنيان هم د بسیج په شان جګړه کوي.»

د لبنان پوځ ټینګار کړی، چې د هغوی سرتېري د «روښانه پوځي اصولو او تګلارې» پیروان دي او یوازې «پوځ او هېواد» خدمت ته وفادار دي.

پوځ له ټولو غاړو وغوښتل چې له هغو څرګندونو ډډه وکړي، چې هدف یې د پوځ د اعتبار زیانمنول دي، په ځانګړي ډول په داسې حساسو وختونو کې.

د محمدي سیرت څرګندونې په لبنان کې پراخ غبرګونونه راوپارول، په ځانګړي ډول د حزب‌الله منتقدو رسنیو دا خبرې «خطرناک او جګړه زېږوونکې» بللې دي.

د لبنان ام‌تي‌وي ټلویزیون په یوه راپور کې ایران تورن کړ، چې په داسې څرګندونو سره «اسراییل د لبنان پوځ پر وړاندې هڅوي.»

دې رسنۍ زیاته کړې، چې دغه ډول څرګندونې د هېواد «د ملي پوځي بنسټ د کمزوري کولو» په موخه کېږي.

واینېټ په خپل راپور کې لیکلي، یادې څرګندونې په داسې مهال کېږي، چې د لبنان ولسمشر جوزف عون هڅه کوي د پوځ ځواک او نفوذ زیات کړي، د دولت واک په ټول هېواد کې بیا ټینګ کړي او د بهرنیو لاسوهنو، په ځانګړي ډول د ایران حکومت، پر وړاندې ودرېږي.

لبناني چارواکو په وروستیو میاشتو کې څو ځله ټینګار کړی، چې تهران باید د لبنان کورنیو چارو کې له لاسوهنې لاس واخلي.

د واینېټ په وینا، د بیروت او تهران ترمنځ ترینګلتیا وروسته له هغه ډېره شوه چې د ایران لوړپوړو چارواکو د هیثم علي طباطبایي (د حزب‌الله لوړپوړي قومندان) د وژل کېدو پر موضوع سخت غبرګونونه څرګند کړل. هغه د لبنان د بیروت ښار پر ضاحیه سیمې د اسراییل په وروستي برید کې ووژل شو.

له هرات څخه د ۳۰ زره ډالرو په ارزښت مربا او ترشي امریکا ته صادره شوه

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۱ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملي راډیو ټلویزیون د راپور له‌مخې، د هرات له صنعتي ښارګوټي د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د ترشي او مربا لومړۍ کڅوړه امریکا ته صادره شوه.راپور زیاتوي چې دغه محصولات د امریکا له لابراتوارونو تېر او بیا هغه هېواد ته لېږدول شوي دي.

د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولینو ویلي، چې د روان کال په اتو میاشتو کې د ۶۰ میلیونه ډالرو په ارزښت نورو هېوادونو ته سوداګریزې کڅوړې صادرې شوې دي.

په هرات کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ رییس بشیر محمد سیرت له سوداګرو پر ملاتړ له ټينګار سربېره ویلي، د هرات له صنعتي ښارګوټي له امریکا سربېره ډېریو اروپايي هېوادونو ته هم صادرات روان دي.

وچه او تازه مېوې، خوراکي مواد، ګول‌سیخ او د اوبلنو ګاز ټانکرونه له هغو صادراتي توکو دي چې نورو هېوادونو ته صادرېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر خبر ورکړی، چې له دغه ولایت څخه روسیې او منځنۍ اسیا ته د اوبلن ګاز د ټانکرونو صادرات هم پيل شوي دي.

له دې سربېره د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې په ټولیز ډول ۱۵۳ زره او ۳۹۳ ټُنه انتقالات شوي چې په‌کې تېل او نور سوداګریز توکي شامل دي. د معلوماتو له مخې، په‌ دې کې ۶۳ ټُنه سوداګریز توکي او په ځانګړې توګه د انارو جوس صادر شوي دي.

بل‌خوا، د طالبانو د بلخ ولایت چارواکو پرون (چهارشنبه) وویل، چې شاوخوا ۵۰۰ ټُنه تازه مېوې ازبکستان ته صادرې شوې.

د دغو صادر شویو میوو ټول ارزښت ۲۵۰ زره ډالره ده او طالب چارواکي وايي، چې تر دې وروسته به دغه ډول صادرات دوام ومومي.

پاکستان له قرغېزستان سره په بېلابېلو برخو ۱۵ هوکړې لاسلیک کړې

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې د قرغیزستان له ولسمشر سادیر ژاپاروف سره یې په لیدنه کې د انرژۍ، کانونو، سوداګرۍ، پوهنې، قانون، کرنې، کلتور او ګرځندوی په برخو کې ۱۵ هوکړې لاسلیک کړې. نوموړي د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې د انرژۍ اتصال پر پراخولو هم ټینګار کړی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د یوې هوکړې له‌مخې به تر ۲۰۲۸ کال پورې دوه اړخیزه سوداګري ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د قرغیزستان له ولسمشر سره یې توافق کړی، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې د انرژۍ د اتصال، د سړک، رېل پټلۍ او هوايي اړیکو د پراخولو په برخو کې باید کارونه چټک شي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي. دغه پروژه په ۲۰۱۶ کال کې په تاجکستان کې د سیمه‌ییزو هېوادونو مشرانو په ګډون پرانیستل شوه او ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې بشپړه شي، خو لا تر اوسه هم نه‌ده بشپړه شوې.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د افغانستان له اوو ولایتونو تېرېږي او بیا له پاکستان سره نښلول کېږي.