• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستان له قرغېزستان سره په بېلابېلو برخو ۱۵ هوکړې لاسلیک کړې

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۱۷ GMT+۰

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف وايي، چې د قرغیزستان له ولسمشر سادیر ژاپاروف سره یې په لیدنه کې د انرژۍ، کانونو، سوداګرۍ، پوهنې، قانون، کرنې، کلتور او ګرځندوی په برخو کې ۱۵ هوکړې لاسلیک کړې. نوموړي د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې د انرژۍ اتصال پر پراخولو هم ټینګار کړی.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په خپله اېکس پاڼه ویلي، چې د یوې هوکړې له‌مخې به تر ۲۰۲۸ کال پورې دوه اړخیزه سوداګري ۲۰۰ میلیونه ډالرو ته ورسوي.

نوموړي زیاته کړې، چې د قرغیزستان له ولسمشر سره یې توافق کړی، چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژې له لارې د انرژۍ د اتصال، د سړک، رېل پټلۍ او هوايي اړیکو د پراخولو په برخو کې باید کارونه چټک شي.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه له منځنۍ اسیا څخه سوېلي اسیا ته برېښنا لېږدوي. دغه پروژه په ۲۰۱۶ کال کې په تاجکستان کې د سیمه‌ییزو هېوادونو مشرانو په ګډون پرانیستل شوه او ټاکل شوې وه، چې د ۲۰۲۲ کال تر مارچ میاشتې پورې بشپړه شي، خو لا تر اوسه هم نه‌ده بشپړه شوې.

د کاسا ۱۰۰۰ پروژه د افغانستان له اوو ولایتونو تېرېږي او بیا له پاکستان سره نښلول کېږي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

عاصم منیر د پاکستان د دفاعي ځواکونو د مشر په توګه هم وټاکل شو

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۰۷ GMT+۰

د پاکستان د ولسمشر اصف علي زرداري د هغه حکم پر بنسټ چې د هغه دفتر د پنجشنبې په ورځ خپور کړی، عاصم منیر د پوځ له مشرۍ سربېره د دفاعي ځواکونو د مشر په توګه هم ټاکل شوی دی. د دغو دواړو دندو موده پنځه کاله ټاکل شوې ده.

له دې ټاکنې سره هممهاله د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د دفاعي ځواکونو د مشر په توګه د منیر ټاکنه ستایلې او ویلې یې دي، چې د دفاعي ځواکونو د مشر ټاکنه د عصري او پرمختللو جګړو له شرایطو سره د بشپړې همغږۍ په معنا ده او له دې ګام سره به د هېواد دفاعي چارې لا پیاوړې شي.

شهباز شریف زیاته کړې، چې د عاصم منیر په مشرۍ دوی دښمن ته سخته ماتې ورکړې او د هغه په قیادت کې د حق په معرکه کې لویه بریا ترلاسه شوې ده.

عاصم منیر تر دې مخکې د پوځ د کورنیو او بهرنیو مهمو استخباراتي ادارو (اېم‌ای) او (ای‌اېس‌ای) مشري کړې، بیا د قول اردو قوماندان شو، وروسته د پوځ مشر و او اوس د پوځ د مشرۍ ترڅنګ د دفاعي ځواکونو مشر هم وټاکل شو.

ار‌اېس‌اېف: له پاکستان څخه اېستل کېدونکي خبریالان بېرته د طالبانو منګولو ته سپارل کېږي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۷ GMT+۰

ار‌اېس‌اېف ویلي، چې په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان له سختو ګواښونو سره مخ دي او په روان کال کې له دغه هېواد څخه ۲۰ افغان خبریالان په زور بېرته افغانستان ته شړل شوي. د سازمان په خبره لسګونه نور خبریالان هم د پاکستان حکومت د کډوالو ضد پالیسۍ له امله د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان یا ار‌اېس‌اېف ویلي، چې له دوی سره ثبت ۲۰۰ افغان خبریالان درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه په پاکستان کې شپې او ورځې تېروي، خو په درېیمو هېوادونو کې د مېشتېدو بهیر د بندېدو او یا هم ټکني کېدو له امله د افغان خبریالانو انتظار کلونو ته اوږد شوی او اوس د پاکستان د حکومت له‌خوا بېرته افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان یادو مسایلو ته د اندېښنې په ښودلو سره ویلي، که یاد افغان خبریالان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شي، ښايي د طالبانو له خوا له شدید غچ اخېستلو سره مخ شي.

یاد سازمان ویلي:«په تېرو شپږو میاشتو کې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه سازمان ته له افغانستان څخه پاکستان ته د راغلو افغان خبریالانو د خپل سرو نیونو، توقیف او د څو ساعتونو په لړ کې افغانستان ته د شړلو راپورونه ډېر شوي دي.»

د بې پولې خبریالانو د سویلي اسیا څانګې مشرې سیلیا مرسیر ویلي، چې په‌ پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت د زغملو نه‌دی او د پاکستان حکومت دې نور د افغان خبریالانو له نیولو او ځورونې لاس په سر شي.

مرسیر ویلي: «افغان خبریالان د طالبانو د ظلم له امله پاکستان ته تللي او اوس هلته له خپل سري نیونو او هره ورځ د شړلو له ګواښ سره مخ دي. دا مسلکي کسان د خپل ژوند ژغورلو لپاره له افغانستان څخه وتلي او اوس په پاکستان کې مجرمان ګڼل کېږي.»

ار‌اېس‌اېف په خپل راپور کې په پاکستان د مېشت یوه افغان خبریال له قوله لیکلي: «موږ په دوامداره وېره کې ژوند کوو، نیول کېږو او افغانستان ته ستنول کېږو. ما د ویزې د تمدید لپاره څو غوښتنلیکونه ورکړي، خو ټول رد شوي دي. که ما بېرته افغانستان ته واستوي، ژوند به مې له خطر سره مخ شي او طالبان به پر ما هېڅ رحم ونه‌کړي.»

له دې سره سم، یوه بل خبریال بیا ویلي، چې په تور بازار کې د یوې ویزې بیه تر ۱۰۰۰ ډالرو رسیږي، په داسې حال کې چې اصلي قیمت یې ۱۵ ډالره دی او همداراز زیاتوي:«د ویزې دغه قیمت د یوې لویې کورنۍ لپاره ملا ماتوونکی دی. د دې ستونزو له امله ډیرې کورنۍ له رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.»

د بې پولي خبریالانو سازمان ویلي، چې په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان په داسې مهال د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې محدودیتونه په بې ساري ډول ډېر شوي؛ خبریالان د تعقیب، شکنجې او بندي کېدو له ګواښ سره مخ دي.

یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د افغان خبریالانو د خوندیتوب، ژغورنې، ملاتړ او په بیړني ډول د بیا مېشتېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.

دغه سازمان زیاته کړې، چې تردې مهاله د پاکستان حکومت د افغان خبریالانو د خوندتوب په اړه د دوی اندېښنو ته ځواب نه‌دی ورکړی.

اصف درانی: د افغانستان او پاکستان ترمنځ روانې شخړې اوږدمهاله نه‌دي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۰ GMT+۰

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وایي، پاکستان له افغانستان سره ځانګړې اړیکې لري او دا اړیکې په کابل کې حکومتونو ته له پام پرته پالل کیږي.نوموړي‌ زیاته کړې: «تجربو ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې شخړې ښايي اوږد مهاله نه‌وي.»

اصف دراني د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري او د خلکو تګ راتګ بیا پیل شي.نوموړي ویلي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یو ولس دی او د حکومتونو ادلون او بدلون پرې اغیز نه‌کوي.

دراني ټینګار کړی: «دواړو غاړو ته ولسونه یو له بل سره مینه لري، دا اړیکې باید په راتلونکي کې د قوي دلیل لپاره پاتې شي.»

په پاکستان کې د ناامنۍ له زیاتېدو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې او له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ ترڅنګ د خلکو پر مخ هم د تګ راتګ لارې بندې دي.

طالبانو له افغان سوداګرو وغوښتل، چې له پاکستان سره سوداګرۍ پای ته ورسوي او دوی ورته بدیلي لارې پيدا کوي.

پاکستان بیا په خپل هېواد کې د ناامنی د کابو کولو لپاره له افغان طالبانو د مرستې غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی، چې افغان طالبان دې د ټي‌ټي‌پي پر وړاندې سخت دريځ غوره کړي.

خو طالبان بیا دا مسله د پاکستان خپل منځي ستونزه یادوي او د نه مداخلې خبره کوي.

د ټرمپ ادارې د مسلکي کاري ویزو لپاره نوي شرایط کېښودل

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۶ GMT+۰

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې اعلان کړې چې د مسلکي کاري یا «ایچ -۱بي» ویزو غوښتونکو لپاره د امنیتي ارزونې پروسه نوره هم سختېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو داخلي یادښت کې ویل شوي هغه کسان چې د «بیان ‌ازادۍ په محدودولو یا سانسور» کې لاس ولري، باید د ویزې د ردېدو لپاره په احتمالي کټګورۍ کې شامل شي.

«ایچ – ۱بي» هغه کاري ویزه ده چې د امریکا کمپنیو ته اجازه ورکوي د لوړو مهارتونو لرونکي بهرني کسان ور وغواړي او په ځانګړو مسلکي برخو کې یې په کار وګوماري.

دغه ویزه د امریکا د ټېکنالوژۍ سترو شرکتونو لپاره خورا مهمه ده، ځکه دوی د کارکوونکو د جذب په برخه کې په پراخ ډول له هند، چین او نورو هېوادونو انجنیران او متخصصین ګوماري.

په پاکستان کې د طالبانو او روسیې سفیران پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۰ GMT+۰

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وایي چې سفیر سردار احمد شکیب په دغه هېواد کې د روسیې له سفیر البرټ خوریف سره لیدلي او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه‌ اړخیزو اړیکو وضعیت، د اړیکو راتلونکي او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه بحث کړی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، طالب سفیر سردار شکیب د طالبانو او مسکو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او پرمختګونو ستاینه کړې او د روسیې له‌خوا د طالبانو په رسمیت پېژندل یې د سیمه‌ییز ثبات او همکاریو د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک ګام بللی.

شکیب ټینګار کړی چې طالبان له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام، ګډو ګټو او رغنده همکارۍ پر بنسټ د اړیکو ټینګښت ته ژمن دي او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره د هر ډول همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.

بل خوا خوریف هم د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د پراختیا له بهیر څخه ستاینه کړې او ویلي یې دي چې روسیه تل هڅه کوي په سیمه کې یو مثبت، رغنده او مسوولانه رول ولوبوي او د ثبات او همکارۍ په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.