د بې پولې خبریالانو سازمان یا اراېساېف ویلي، چې له دوی سره ثبت ۲۰۰ افغان خبریالان درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه په پاکستان کې شپې او ورځې تېروي، خو په درېیمو هېوادونو کې د مېشتېدو بهیر د بندېدو او یا هم ټکني کېدو له امله د افغان خبریالانو انتظار کلونو ته اوږد شوی او اوس د پاکستان د حکومت لهخوا بېرته افغانستان ته د شړلو له ګواښ سره مخ دي.
د بې پولې خبریالانو سازمان یادو مسایلو ته د اندېښنې په ښودلو سره ویلي، که یاد افغان خبریالان بېرته افغانستان ته ستانه کړای شي، ښايي د طالبانو له خوا له شدید غچ اخېستلو سره مخ شي.
یاد سازمان ویلي:«په تېرو شپږو میاشتو کې د پاکستان له بېلابېلو ښارونو څخه سازمان ته له افغانستان څخه پاکستان ته د راغلو افغان خبریالانو د خپل سرو نیونو، توقیف او د څو ساعتونو په لړ کې افغانستان ته د شړلو راپورونه ډېر شوي دي.»
د بې پولې خبریالانو د سویلي اسیا څانګې مشرې سیلیا مرسیر ویلي، چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو وضعیت د زغملو نهدی او د پاکستان حکومت دې نور د افغان خبریالانو له نیولو او ځورونې لاس په سر شي.
مرسیر ویلي: «افغان خبریالان د طالبانو د ظلم له امله پاکستان ته تللي او اوس هلته له خپل سري نیونو او هره ورځ د شړلو له ګواښ سره مخ دي. دا مسلکي کسان د خپل ژوند ژغورلو لپاره له افغانستان څخه وتلي او اوس په پاکستان کې مجرمان ګڼل کېږي.»
اراېساېف په خپل راپور کې په پاکستان د مېشت یوه افغان خبریال له قوله لیکلي: «موږ په دوامداره وېره کې ژوند کوو، نیول کېږو او افغانستان ته ستنول کېږو. ما د ویزې د تمدید لپاره څو غوښتنلیکونه ورکړي، خو ټول رد شوي دي. که ما بېرته افغانستان ته واستوي، ژوند به مې له خطر سره مخ شي او طالبان به پر ما هېڅ رحم ونهکړي.»
له دې سره سم، یوه بل خبریال بیا ویلي، چې په تور بازار کې د یوې ویزې بیه تر ۱۰۰۰ ډالرو رسیږي، په داسې حال کې چې اصلي قیمت یې ۱۵ ډالره دی او همداراز زیاتوي:«د ویزې دغه قیمت د یوې لویې کورنۍ لپاره ملا ماتوونکی دی. د دې ستونزو له امله ډیرې کورنۍ له رواني او اقتصادي ستونزو سره مخ شوې دي.»
د بې پولي خبریالانو سازمان ویلي، چې په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان په داسې مهال د جبري اخراج له ګواښ سره مخ دي، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې محدودیتونه په بې ساري ډول ډېر شوي؛ خبریالان د تعقیب، شکنجې او بندي کېدو له ګواښ سره مخ دي.
یاد سازمان له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې ژر تر ژره دې د افغان خبریالانو د خوندیتوب، ژغورنې، ملاتړ او په بیړني ډول د بیا مېشتېدو لپاره عملي ګامونه واخلي.
دغه سازمان زیاته کړې، چې تردې مهاله د پاکستان حکومت د افغان خبریالانو د خوندتوب په اړه د دوی اندېښنو ته ځواب نهدی ورکړی.