په پاکستان کې د طالبانو او روسیې سفیران پر دوه اړخیزو اړیکو غږېدلي

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وایي چې سفیر سردار احمد شکیب په دغه هېواد کې د روسیې له سفیر البرټ خوریف سره لیدلي او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.

په پاکستان کې د طالبانو سفارت وایي چې سفیر سردار احمد شکیب په دغه هېواد کې د روسیې له سفیر البرټ خوریف سره لیدلي او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو وضعیت، د اړیکو راتلونکي او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه بحث کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، طالب سفیر سردار شکیب د طالبانو او مسکو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او پرمختګونو ستاینه کړې او د روسیې لهخوا د طالبانو په رسمیت پېژندل یې د سیمهییز ثبات او همکاریو د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک ګام بللی.
شکیب ټینګار کړی چې طالبان له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام، ګډو ګټو او رغنده همکارۍ پر بنسټ د اړیکو ټینګښت ته ژمن دي او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره د هر ډول همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
بل خوا خوریف هم د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د پراختیا له بهیر څخه ستاینه کړې او ویلي یې دي چې روسیه تل هڅه کوي په سیمه کې یو مثبت، رغنده او مسوولانه رول ولوبوي او د ثبات او همکارۍ په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، طالبان باید داسې وړتیا پیدا کړي چې د دښمن له عصري وسلې سره پرې مقابله وکړي. نوموړي زیاته کړې، چې له امریکا څخه په پاتې شویو وسلو نظام نه شي ساتلی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پکتیا په زرمت ولسوالۍ کې یوې غونډې ته د وینا پرمهال د عصري علومو پر زده کړه ټینګار کړی او وايي چې «عصري علوم ځکه مهم دي چې “بدمعاشان” افغانستان ته په کږه سترګه ونه ګوري.»
نوموړي د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې د دښمن د عصري وسلو او ټیکنالوژۍ پر وړاندې په عادي وسلو مقابله نه شي او د عصري علومو په مټ باید پرمختګ وکړي.
مجاهد زیاته کړې:«د دښمن له عصري وسلې سره په بیلچه، تومانچه، کلاشنکوف او راکټ هم نه کېږي، ان زموږ په دا ټولو وسلو چې تاسې وایاست چې دا د امریکایانو څخه خو دیرې وسلې پاتې دي بس مو دی نظام پرې ساتلای شو، نه یې شو ساتلی».
نوموړي زیاته کړې، چې « نور پرمختګ غواړو، نن سبا به جګړه د ټیکنالوژۍ او یا مصنوعي ځیرکتیا وي، نو په دغو برخو کې هم ځان رسیدل په کار دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان پر ځینو ولایتونو د پاکستان د هوايي بمباریو له امله پر طالبانو ګڼې نیوکې وشوې او خلک غوښتنه کوي، چې پر افغانستان د ورته بریدونو د مخنیوي لپاره باید د عصري علومو زده کړې او ټینکالوژۍ ته ډېره پاملرنه وشي.
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د یادې ډلې د سخت چلند او بندیزو له امله د پوهنتونونو ګڼ استادان، پوهان او نور اغیزناک کسان له هېواده وتلي او اوس د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د تعلیمي نظام د کمزورۍ له امله ګڼې اندیښنې رامنځ ته شوې دي.

د افغان ځانګړو ځواکونو یوه پخواني جنرال د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه په یوه لیک کې د افغانستان د بېرته نیولو لپاره د سیاسي او لوژستیکي ملاتړ غوښتنه کړې ده. هغه ټرمپ ته وړاندیز کړی چې یوازې سیاسي او مادي ملاتړ دې وکړي، ځکه افغانان د خپل وطن د ازادۍ توان لري.
عبدالرقیب مبارز، چې د کابل د ۲۲۲بلوا ضد ځانګړي قطعې (CRU) پخوانی قوماندان دی او اوس د امریکا په اوهایو ایالت کې اوسي، په خپل لیک کې د تېرې اونۍ هغه برید غندلی چې په واشنګټن ډي سي کې د امریکا د ملي ګارد پر سرتېرو یوه افغان وګړي کړی و.
هغه ویلي، دا برید د ټولو افغانانو د نظریې استازولي نه کوي او دا یو خیانت و.
جنرال مبارز د ټرمپ په نوم لیک کې لیکلي چې افغانان د ترهګرۍ برخه کې د امریکا درد درک کوي او له امریکا او قربانیانو سره یې همدردي لري.
نوموړي، چې د امریکا او برېتانیا د ځانګړو ځواکونو له لوري روزل شوې قطعې مشري یې کړې ده، ویلي چې د کابل په امنیت کې د هغوی رول مهم و او د لوېدیزو سفارتونو، پوځیانو او نړیوالو تاسیساتو د خوندي کولو لپاره یې له امریکايي ځواکونو سره اوږه په اوږه جګړه کړې ده.
هغه په۲۰۲۱ کال کې د امریکايي ځواکونو ګډوډ خروج د واشنګټن ستراتیژیکه ناکامي بللې او ټینګار یې کړی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته زرګونه پخواني افغان امنیتي سرتیري نیول شوي، شکنجه شوي او وژل شوي دي.
مبارز زیاتوي چې ډېری افغان پخواني سرتیري لا هم د خطر له امله پټ ژوند کوي، خو وايي، « موږ د امریکا ملاتړ منو، خو د دایمي پاتې کېدو غوښتونکي نه یو، خپل وطن ته بېرته ځو او د ازادۍ لپاره به جګړه کوو، یوازې نه ځو، ملاتړ ته اړتیا لرو».
هغه ټرمپ ته وړاندیز کړی چې افغانستان ته د امریکايي سرتېرو ستنېدو ته اړتیا نشته، بلکې یوازې سیاسي او مادي ملاتړ دې وکړي، ځکه افغانان د خپل وطن د ازادۍ توان لري.
مبارز په لیک کې ویلي چې د طالبانو واکمني افغانستان یو ځل بیا د القاعدې پټنځای ګرځولی او د سیمې او نړۍ امنیت ګواښي.
هغه له ټرمپ څخه غوښتي چې د دوحې تړون لغوه کړي، د طالبانو د واک ته رسولو مسوولان محاکمه کړي او له افغانانو سره د خپل هېواد بېرته نیولو په برخه کې همکاري وکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې افغانان د ازادۍ او ډیموکراسي ارزښتونو ته ژمن دي او د څو تنو توندلارو کړنې باید د ټول ملت په اړه د قضاوت سبب نه شي.

د طالبانو ویاند وايي، چې د پاکستان له خوا د لارو تړل کېدو د افغانستان پر اقتصاد هېڅ ډول منفي اغېز نه دی کړی او ټول بازارونه له توکو ډک دي.
ذبیح الله مجاهد د پکتیا د زرمت ولسوالی په یوه دیني مدرسه کې د وینا پرمهال ویلي، چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته افغانستان د هېڅ ډول توکو له کمښت سره نه دی مخ شوی.
نوموړي ویلي، چې وړاندې به د پاکستان د لارو بندیدو سره افغانستان د توکو له کمښت سره مخ کېده.
مجاهد ویلي:«تاسې اوس وینئ نن ۵۴مه ده، چې پاکستان ټولې لارې بندې کړې دي، ټولې دروازې تړل شوې دي، خو تر اوسه د افغانستان په بازارونو کې هېڅ شی نه دی کم شوی.»
نوموړي ویلي، چې په بازارونو کې د ځینو توکو د بیو لوړیدو لامل د پاکستان پر ځای نورو هېوادونو ته د سوداګریز مسیر اړول دي.
نوموړي دا څرکندونې پرداسې مهال کړې، چې نږدې دوه میاشتې وشوي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ټولې لارې د سوداګرۍ او تګ راتګ پرمخ تړلې دي، خو د پاکستان د سوداګرۍ وزارت تېره ورځ ویلي، چې د تورخم او سپین بولدک لارې به یوازې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د لېږد په موخه پرانېستل شي.
طالبانو نن اعلان وکړ، چې دوی د لارو پرانېستل کېدولپاره خپل پخواني شرایط تکراروي او هغه دا دي، چې پاکستان د لارو د بیا نه بندولو تضمین ور کړي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر او ورسره مل پلاوی نن له غرمي وروسته ازبکستان ته روان شول. ټاکل شوې دغه پلاوی د ډسمبر پر پنځمه په سمرقند کې د نشه يي توکو ضد غونډه کې برخه واخلي.
د دغه سفر موخه د مرکزي اسیا هېوادونو د سیمهییزو معلوماتو او مخدره توکو پر وړاندې د همغږۍ مرکز په غونډه کې ګډون دی.
ټاکل شوې دغه ناسته د روان میلادي کال د دسمبر پر۵مه د ازبکستان په سمرقند ښار کې ترسره شي.
تمه کېږي په غونډه کې به د مخدره موادو پرضد د مبارزې لارې، سیمهییزه همغږي او د ګډو هڅو د پیاوړتیا پر موضوعاتو بحث وشي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت د خوست لپاره ښاري پلان منظور کړی، چې له مخې به یې د خوست ولایت په مرکز صحرا باغ سیمه کې د کډوالو لپاره پراخ معیاري ښارګوټی جوړ شي. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان د یاد ښارګوټي ځمکه پر خپلو جنګیالیو وېشي.
په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستغفر ګربز ویلي، چې د کډوالو لپاره یاد ښارګوټی به پر ۱۳۰۰ جریبه ځمکه د ښاري معیارونو او استوګنې د اصولو پر بنست جوړیږي.
د نوموړي په وینا، په یاد ښارګوټي کې ۱۴۷۵ استوګنیزې نومرې په مختلفو کټګوریو وېشل شوې او د ښوونځیو، کلینیکونو، جوماتونو، مارکیټونو، پارکونو او نورو تاسیساتو لپاره ځانګړې ساحې مشخصې شوې دي.
طالبانو ویلي، چې د یاد ښارګوټي په جوړېدو سره به په خوست ولایت کې د کډوالو د دایمي سرپناه ستونزې حل شي.
په ورته مهال سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبان د خوست په شمال ختیز صحرا باغ کې د کډوالو په نوم نومرې خپلو جنګیالیو ته وېشي.
د روان کال په وري میاشت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د خوست ولایت د تڼیو د ګوخې پر دښته له طالبانو سره د سیمه ییزې داخیو قبیلې له سخړې وروسته، طالبان په پام کې لري چې خپلو جنګیالیو ته د خوست ښار په شمال ختیز صحرا باغ کې ځمکې ووېشي.
سرچینې هغه مهال ویلي و:« د سلیرنو اډې په شمال کې پرته ځمکه اوس طالب جنګیالیو ته د مهاجرینو د نومرو په نوم توزیع کیږي»
خو پر دې ځمکه هم له وړاندې د متون قوم او طالبانو تر منځ دعوې او لانجې روانې وې.
د طالبانو د پلان له مخې، هغه طالب جنګیالی چې واده یې کړی وي، د یوې کورنۍ په توګه شمېرل کېږي او پنځه بسوې ځمکه ورکول کېږي.
د دغو جنګیالیو هویت د شمالي وزیرستان په میرانشاه او ټل ولسوالیو کې د طالبانو د مهاجرینو چارو پخواني مسوولین تثبیتوي.
سربېره پر دې، هغه افغان کډوال چې د شوروي اتحاد د یرغل پرمهال د جګړې یا نورو دلایلو له امله کډوال شوي، خو د طالبانو په لیکو کې ثبت شوي، هم د ځمکې او نومرې مستحق بلل شوي دي.