د ټرمپ ادارې د مسلکي کاري ویزو لپاره نوي شرایط کېښودل

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې اعلان کړې چې د مسلکي کاري یا «ایچ -۱بي» ویزو غوښتونکو لپاره د امنیتي ارزونې پروسه نوره هم سختېږي.

د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ادارې اعلان کړې چې د مسلکي کاري یا «ایچ -۱بي» ویزو غوښتونکو لپاره د امنیتي ارزونې پروسه نوره هم سختېږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو داخلي یادښت کې ویل شوي هغه کسان چې د «بیان ازادۍ په محدودولو یا سانسور» کې لاس ولري، باید د ویزې د ردېدو لپاره په احتمالي کټګورۍ کې شامل شي.
«ایچ – ۱بي» هغه کاري ویزه ده چې د امریکا کمپنیو ته اجازه ورکوي د لوړو مهارتونو لرونکي بهرني کسان ور وغواړي او په ځانګړو مسلکي برخو کې یې په کار وګوماري.
دغه ویزه د امریکا د ټېکنالوژۍ سترو شرکتونو لپاره خورا مهمه ده، ځکه دوی د کارکوونکو د جذب په برخه کې په پراخ ډول له هند، چین او نورو هېوادونو انجنیران او متخصصین ګوماري.


په پاکستان کې د طالبانو سفارت وایي چې سفیر سردار احمد شکیب په دغه هېواد کې د روسیې له سفیر البرټ خوریف سره لیدلي او د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا په اړه یې خبرې کړې دي.
له یاد سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او روسیې ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو وضعیت، د اړیکو راتلونکي او د سیمې د وروستیو تحولاتو په اړه بحث کړی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، طالب سفیر سردار شکیب د طالبانو او مسکو ترمنځ د همکاریو د پراختیا او پرمختګونو ستاینه کړې او د روسیې لهخوا د طالبانو په رسمیت پېژندل یې د سیمهییز ثبات او همکاریو د پیاوړتیا لپاره ارزښتناک ګام بللی.
شکیب ټینګار کړی چې طالبان له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام، ګډو ګټو او رغنده همکارۍ پر بنسټ د اړیکو ټینګښت ته ژمن دي او د سیمې د سولې او ثبات د ټینګېدو لپاره د هر ډول همکاریو لپاره بشپړ چمتووالی لري.
بل خوا خوریف هم د دواړو لوریو ترمنځ د اړیکو د پراختیا له بهیر څخه ستاینه کړې او ویلي یې دي چې روسیه تل هڅه کوي په سیمه کې یو مثبت، رغنده او مسوولانه رول ولوبوي او د ثبات او همکارۍ په پیاوړتیا کې مرسته وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه دوه ورځني رسمي سفر نوي ډیلي ته رسېدلی. دواړو هېوادونو ویلي چې غواړي خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي. هندي او روسي چارواکي به د اېس ۴۰۰دفاعي سیستم د نورو واحدونو او سو۵۷ الوتکو پر سر هم خبرې وکړي.
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي به د پوتین لپاره د پنجشنبې په ماښام یوه ځانګړې ډوډۍ جوړوي.
د هندي رسنیو په وینا، دواړه مشران به د جمعې په ورځ د سرمشریزې غونډې پر مهال د دفاعي اړیکو پر پیاوړتیا، له بهرنیو فشارونو د هند–روسیې سوداګرۍ پر ساتلو او نورو مسایلو خبرې وکړي.
روسیه له ډېرو کلونو راهیسې هند ته مهمې وسلې وړاندې کوي او د۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې چې مسکو پر اوکراین برید وکړ، نوی ډیلی د روسي سمندري نفتو تر ټولو لوی پېرودونکی ګرځېدلی. خو دا میاشت تمه کېږي چې هند د روسي نفتو واردات تر ټولو ټیټ حد ته ورسوي، ځکه بندیزونه سخت شوي او هند د امریکا د نفتو او ګازو اخیستل ډېر کړي دي.
پوتین، چې څلور کاله وروسته لومړی ځل نوي ډیلي ته ځي، د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د سرمشریزې لپاره تللی د روسیې دفاع وزیر اندري بيلاوسوف او پراخ سوداګریزاو صنعتي پلاوی هم له نوموړي سره مل دي.
د اتلانتیک شورا شنونکي مایکل کوګلمن رویټرز ته وویل: « د پوتین سفر د هند لپاره یو فرصت دی چې له مسکو سره خپله ځانګړې اړیکه بېرته ټینګه کړي او په نويو دفاعي معاملاتو کې پرمختګ وکړي».
که څه هم هغه زیاتوي، چې ډېر احتمالي اعلانونه به د ټیټې کچې یا اسانه تر لاسه کېدونکي تړونونه وي.
هندي چارواکي اندېښنه لري چې له روسیې سره د انرژي یا دفاعي تړون هره هڅه کېدای شي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سخت غبرګون را وپاروي.
ټرمپ په اګست میاشت کې د هند پر صادراتو تعرفه ۵۰ سلنه ته لوړه کړه، ځکه هند د روسي نفتو اخیستل نه وو کم کړي.
د پوتین له سفر وړاندې، نوي ډیلي او مسکو د دفاع، ترانسپورټ او کرنې په برخو کې خبرې وکړې.
په اګست کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د هند او د روسیې په مشرۍ د اورواسیا اقتصادي اتحادیې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د تړون خبرې پیل کړي. دوی په ملکي اټومي انرژۍ کې د همکاریو د پراخېدو په اړه هم خبرې کوي.
د پوتین په پلاوي کې د زرغون بانک مشر، د روسي وسلو دولتي صادروونکي روسوبورون اېکسپورټ او تر بندیزونو لاندې د روس نفت او ګازپروم نفت شرکتونو مشران شامل دي.
زرغون بانک ویلي، دوی غواړي د هند په زیربناوو کې پانګونه وکړي او په هندي روپۍ د پراخو راکړو ورکړو ملاتړ وکړي، ځکه د هند او روسیې ډېری سوداګري په روپیو ترسره کېږي. بانک وايي، د هند له خوا د روسي توکو د وارداتو د پراخېدو لپاره یې نوې مالي اسانتیاوې پیل کړي دي.
رپوټونه وايي مسکو به له هند څخه د تخنیکي تجهیزاتو په ترلاسه کولو کې مرسته وغواړي، ځکه بندیزونو یې نړیوالو کمپنیو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
هند هیله لري چې د کال تر پایه له امریکا سره د سوداګرۍ تړون لاسلیک کړي، ځکه ډېری هندي تصفیه خونو د روسي نفتو اخیستل بند کړي، خو اوس چې روسیه بیا تخفیفونه زیاتوي، ځینې دولتي تصفیېخونې یې د اخیستو لپاره لېوالې دي.
هند نه غواړي له روسیې سره خپلې دفاعي اړیکې کمزورې کړي، ځکه د هند ډېرې جنګي الوتکې او وسلې روسۍ دي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري. د هند د دفاع سکرتر راجیش کمار سینګ ویلي، «هند نه شي کولی د روسیې له دفاعي ملاتړ پرته خپلې اړتیاوې پوره کړي».
روسۍ سوخو۳۰جنګي الوتکې د هند د هوايي ځواک ستره برخه جوړوي او روسیې هند ته خپله تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه سو۵۷ هم وړاندیز کړې ده. دا موضوع به په خبرو کې مطرح شي، خو هند لا پرېکړه نه ده کړې.
هند به د اېس ۴۰۰دفاعي سیستم د نورو واحدونو اخیستو پر سر هم خبرې وکړي.
هندي شنونکي وايي، د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا–روسیې وروستۍ خبرې کېدای شي هند ته له مسکو سره د اړیکو د پراخولوفرصت ور کړي.

نیویارکپوسټ راپور ورکړی، چې امریکايي چارواکي په داسې یوه پلان غور کوي چې له مخې یې د وینزویلا مشر نیکولاس مادورو د قطر په منځګړیتوب له خپل هېواد څخه ووځي او په جلاوطنۍ کې ژوند وکړي.
دا وړاندیز وروسته له هغه وشو، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې قطر کولی شي د منځګړيتوب رول ترسره کړي.
دغه خبرې په داسې حال کې کېږي، چې په کاراییب سمندر کې د امریکا پوځي کمپاین د هغو کښتیو پر وړاندې دوام لري، چې د نشهيي توکو د قاچاق په تور پرې شک کېږي.
د دې عملیاتو له امله تر اوسه لسګونه کسان وژل شوي او ښایي، چې دغه عملیات د وینزیلا تر اوبو پورې وغځېږي.
د نیویارکپوسټ د خبر له مخې، د ټرمپ حکومت تېره میاشت مادورو او د هغه شاوخوا کسانو ته د «بهرني ترهګریز سازمان» نوم ورکړ، څو پر دوی د پوځي اقدام ممکنه زمینه برابره شي.
امریکايي سرچینو ویلي، چې د وینزویلا د ساحلونو خوا ته د عملیاتو د پراختیا پرېکړه به په راتلونکو ورځو کې وشي.
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې په وینزویلا او کولمبیا کې هم د نشهيي توکو قاچاقبران د امریکا د بریدونو هدف ګرځېدای شي.
ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ له نیکولاس مادورو سره خبرې وکړې او له هغه یې غوښتنه وکړه، چې سمدستي له واکه لاس پر سر شي.
راپورونه وايي، مادورو په غبرګون کې وړاندیز وکړ چې واک خپل مرستیال ته وسپاري او د ځان او خپلو متحدینو لپاره پراخ عفو ترلاسه کړي.

د «افغان اېواک» مشر شاون وانډایور وايي، د امریکا له خوا د افغانانو د پاسپورټونو او ویزو ردېدل د دې لامل کېږي، چې د دوی متحد همکاران د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پاتې شي.
شاون وانډایور د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې اوسمهال د افغانانو ۵زره او ۹۰۰ د «اېس ای وي» قضیې تر پروسس لاندې دي او ۳۵زره نور تصدیق شوي کسان بیا د تګ په تمه دي.
نوموړي دا د اندېښنې وړ یو بشپړ بندیز ګڼلی.
نوموړي وړاندې ویلي و، چې د یوې تاوتریخجنې پېښې له امله د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو ځنډول د ټولې ټولنې پر وړاندې د سزا پلمه ده او همداراز د افغان متحدینو او امریکایي سرتېرو پر وړاندې جدي بېعدالتي ګڼل کېږي.
امریکا تر هغه وروسته د افغانانو د ویزو د صادرولو پروسه او په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د دوسیو د بیا څېړلو بهیر پیل کړ، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د رحمانالله لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن کې سپنې ماڼۍ ته څېرمه د ملي ګارډ پر دوو ځواکونو وسلهوال برید وکړ او له امله یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل ټپي شو او پهخپله یې هم ځای پر ځای ونیول شو.
له دغې پېښې یوه ورځ مخکې، د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د امریکا د کورني امنیت وزارت لهخوا د «ترهګریز ګواښ» په تړاو نیول شوی و.
له دغه پېښې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې د «درېیمې نړۍ هېوادونو» کډوالي به په دایمي توګه کنګل کړي.
سپینې ماڼۍ روښانه کړې، چې دا پرېکړه به په هغو هېوادونو هم تطبیق شي چې سږکال یې نومونه د سفر په بندیز کې اعلان شوي وو. افغانستان په دې نوملړ کې شامل دی.
د امریکا د کورني امنیت وزارت وړاندې ویلي وو: «په افغانستان کې شرایط نور د موقتي بیا مېشتېدنې قانوني معیارونه نه پوره کوي.» موقتي بیا مېشتېدنه افغانانو ته په امریکا کې د کار اجازه ورکوله او له اېستنې څخه یې ساتنه برابروله.

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې د یاد هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې د جانشاه ساپي په نوم یو افغان وګړی د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی. د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې یاد کس د جو بایډن د «متحدینو هرکلي» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی.
یاد وزارت ویلي، چې د جانشاه ساپي په نوم یو افغان یې د ورجینیا ایالت د وینزبورو په ښار کې د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جانشاه ساپی د ۲۰۲۱کال د سپټمبر په ۸مه نېټه امریکا ته داخل شوی و.
نوموړي د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) لپاره غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه هغه مهال رد شوې وه، چې د امریکا د کورنیو چارو وزارت د لنډمهاله خوندیتوب حالت پروسه لغوه کړه.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټي نوم ویلي: «نن زموږ اتل افسرانو یو بل ترهګر جانشاه ساپی چې داعش–خراسان ته یې مادي ملاتړ برابرولو، ونیوه. دغه ترهګر د بایډن ادارې د متحدینو د پروګرام له لارې امریکا ته راوستل شوی و. نوموړی د هېواد له پلازمېنې څو میله لرې نیول شوی دی.»
نوموړې زیاته کړې: «د بایډن ادارې د امریکا په تاریخ کې د ملي امنیت تر ټولو بد ناورین رامنځته کړی دی. د بایډن ادارې شاوخوا ۱۹۰ زره افغانان امریکا ته داخل کړي، مخکې له دې چې په سمه توګه تصدیق شي چې دا کسان څوک دي او ولې زموږ خاورې ته راځي.»
د ټرمپ ادارې تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې له خوا امریکا ته د افغانانو د لېږد د پروسې په اړه نیوکې کړې وې.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت تر دې وړاندې د نومبر په ۲۶مه د رحمانالله لکڼوال په نوم یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو د ډزو په تور نیولی و او د نومبر په ۲۵مه یې په ټکساس کې د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د ټیکټاک له لارې د بمونو اېښودلو او ځانمرګي برید ګواښ کولو په تور نیولی و.