• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نیویارک‌پوسټ: امریکا دمګړی قطر ته د مادورو د جلاوطنۍ په اړه غور کوي

۱۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۴۰ GMT+۰

نیویارک‌پوسټ راپور ورکړی، چې امریکايي چارواکي په داسې یوه پلان غور کوي چې له مخې یې د وینزویلا مشر نیکولاس مادورو د قطر په منځګړیتوب له خپل هېواد څخه ووځي او په جلاوطنۍ کې ژوند وکړي.

دا وړاندیز وروسته له هغه وشو، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل چې قطر کولی شي د منځګړيتوب رول ترسره کړي.

دغه خبرې په داسې حال کې کېږي، چې په کاراییب سمندر کې د امریکا پوځي کمپاین د هغو کښتیو پر وړاندې دوام لري، چې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور پرې شک کېږي.

د دې عملیاتو له امله تر اوسه لسګونه کسان وژل شوي او ښایي، چې دغه عملیات د وینزیلا تر اوبو پورې وغځېږي.

د نیویارک‌پوسټ د خبر له مخې، د ټرمپ حکومت تېره میاشت مادورو او د هغه شاوخوا کسانو ته د «بهرني ترهګریز سازمان» نوم ورکړ، څو پر دوی د پوځي اقدام ممکنه زمینه برابره شي.

امریکايي سرچینو ویلي، چې د وینزویلا د ساحلونو خوا ته د عملیاتو د پراختیا پرېکړه به په راتلونکو ورځو کې وشي.

په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی، چې په وینزویلا او کولمبیا کې هم د نشه‌يي توکو قاچاقبران د امریکا د بریدونو هدف ګرځېدای شي.

ډونالډ ټرمپ تېره اوونۍ له نیکولاس مادورو سره خبرې وکړې او له هغه یې غوښتنه وکړه، چې سمدستي له واکه لاس پر سر شي.

راپورونه وايي، مادورو په غبرګون کې وړاندیز وکړ چې واک خپل مرستیال ته وسپاري او د ځان او خپلو متحدینو لپاره پراخ عفو ترلاسه کړي.

ترویج لرونکی

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري
۱

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۲

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۳
څېړنیز راپور

۱۰۷ زره دُرې؛ د طالبانو د عدلي نظام په چوکاټ کې د بدني سزاوو پراخه لړۍ

۴
ځانګړی

طالبان او ایران د افغانستان دانټرنېټ د کاروونکو د څار لپاره د اپلیکیشن پر جوړولو کار کوي

۵

له فضل الرحمان سره د طالب چارواکو اړیکه؛ طالبانو د ملا ادریس پر وژنې ژوره خواخوږي ښودلې

•
•
•

نور کیسې

وان‌ډایور: د ویزو د ردېدو له امله به مو متحدین د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې پاتې شي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۵ GMT+۰

د «افغان اېواک» مشر شاون وان‌ډایور وايي، د امریکا له خوا د افغانانو د پاسپورټونو او ویزو ردېدل د دې لامل کېږي، چې د دوی متحد همکاران د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې پاتې شي.

شاون وان‌ډایور د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې اوسمهال د افغانانو ۵زره او ۹۰۰ د «اېس ای وي» قضیې تر پروسس لاندې دي او ۳۵زره نور تصدیق شوي کسان بیا د تګ په تمه دي.

نوموړي دا د اندېښنې وړ یو بشپړ بندیز ګڼلی.

نوموړي وړاندې ویلي و، چې د یوې تاوتریخجنې پېښې له امله د افغانانو لپاره د امریکا د ځانګړو ویزو ځنډول د ټولې ټولنې پر وړاندې د سزا پلمه ده او همداراز د افغان متحدینو او امریکایي سرتېرو پر وړاندې جدي بې‌عدالتي ګڼل کېږي.

امریکا تر هغه وروسته د افغانانو د ویزو د صادرولو پروسه او په دغه هېواد کې د مېشتو افغانانو د دوسیو د بیا څېړلو بهیر پیل کړ، چې د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن کې سپنې ماڼۍ ته څېرمه د ملي ګارډ پر دوو ځواکونو وسله‌وال برید وکړ او له امله یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل ټپي شو او په‌خپله یې هم ځای پر ځای ونیول شو.

له دغې پېښې یوه ورځ مخکې، د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د امریکا د کورني امنیت وزارت له‌خوا د «ترهګریز ګواښ» په تړاو نیول شوی و.

له دغه پېښې وروسته ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې د «درېیمې نړۍ هېوادونو» کډوالي به په دایمي توګه کنګل کړي.

سپینې ماڼۍ روښانه کړې، چې دا پرېکړه به په هغو هېوادونو هم تطبیق شي چې سږکال یې نومونه د سفر په بندیز کې اعلان شوي وو. افغانستان په دې نوملړ کې شامل دی.

د امریکا د کورني امنیت وزارت وړاندې ویلي وو: «په افغانستان کې شرایط نور د موقتي بیا مېشتېدنې قانوني معیارونه نه پوره کوي.» موقتي بیا مېشتېدنه افغانانو ته په امریکا کې د کار اجازه ورکوله او له اېستنې څخه یې ساتنه برابروله.

د امریکا د کورني امنیت وزارت د جان‌شاه ساپي په نوم یو بل افغان د داعش د ملاتړ په تور نیولی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۵۲ GMT+۰

د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې د یاد هېواد د کډوالۍ او ګمرکونو د پلي کولو ادارې د جان‌شاه ساپي په نوم یو افغان وګړی د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی. د امریکا د کورني امنیت وزارت ویلي، چې یاد کس د جو بایډن د «متحدینو هرکلي» پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شوی.

یاد وزارت ویلي، چې د جان‌شاه ساپي په نوم یو افغان یې د ورجینیا ایالت د وینزبورو په ښار کې د داعش خراسان ډلې د ملاتړ په تور نیولی دی.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې جان‌شاه ساپی د ۲۰۲۱کال د سپټمبر په ۸مه نېټه امریکا ته داخل شوی و.

نوموړي د لنډمهاله خوندیتوب حالت (TPS) لپاره غوښتنه کړې وه، خو دا غوښتنه هغه مهال رد شوې وه، چې د امریکا د کورنیو چارو وزارت د لنډمهاله خوندیتوب حالت پروسه لغوه کړه.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کرسټي نوم ویلي: «نن زموږ اتل افسرانو یو بل ترهګر جان‌شاه ساپی چې داعش–خراسان ته یې مادي ملاتړ برابرولو، ونیوه. دغه ترهګر د بایډن ادارې د متحدینو د پروګرام له لارې امریکا ته راوستل شوی و. نوموړی د هېواد له پلازمېنې څو میله لرې نیول شوی دی.»

نوموړې زیاته کړې: «د بایډن ادارې د امریکا په تاریخ کې د ملي امنیت تر ټولو بد ناورین رامنځته کړی دی. د بایډن ادارې شاوخوا ۱۹۰ زره افغانان امریکا ته داخل کړي، مخکې له دې چې په سمه توګه تصدیق شي چې دا کسان څوک دي او ولې زموږ خاورې ته راځي.»

د ټرمپ ادارې تر دې وړاندې هم د بایډن ادارې له خوا امریکا ته د افغانانو د لېږد د پروسې په اړه نیوکې کړې وې.

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا حکومت تر دې وړاندې د نومبر په ۲۶مه د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یو افغان په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر غړو د ډزو په تور نیولی و او د نومبر په ۲۵مه یې په ټکساس کې د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د ټیک‌ټاک له لارې د بمونو اېښودلو او ځانمرګي برید ګواښ کولو په تور نیولی و.

امریکا د ټرمپ له بیا واکمنېدو راهیسي دوه میلیونه کډوال اېستلي دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۴۹ GMT+۰

د امریکا د کورني امنیت وزیره کریسټي نوم وايي، چې په نږدې یوه کال کې شاوخوا دوه میلیونه غېرقانوني کډوال له امریکا اېستل شوي یا یې دغه هېواد پرېښی دی. هغې وویل، چې د ټرمپ حکومت به «ډېر خلک خپلو کورونو ته واستوي.»

کریسټي نوم د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) د کابینې په ناسته کې وویل، چې د غېرقانوني کډوالۍ کمول د حکومت له اساسي لومړیتوبونو څخه دي او د کډوالۍ او ګمرک اداره لس زره نوي مامورین ګوماري، چې لسو ورځو کې به خپل کار پیل کړي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۵ کال په جنوري کې واک ته له ستنېدو راهیسې د کډوالۍ سختې پالیسۍ پلي کړې دي، چې په دې پالیسۍ کې د غېرقانوني کډوالو د نیولو او اېستلو زیاتوالی، د پولو سخت کنټرول او د ۱۹ هېوادونو د وګړو په اړه د سفر بندیز پراخول شامل دي.

د سپینې ماڼۍ رسمي پاڼې د سې شنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ یو انځور خپور کړی، چې هغه د امریکا او مکسیکو د پولې دېوال ته نېږدې ولاړ دی او ویلي یې دي، چې د کډوالو پراخ اېستل دوام لري.

دوی لیکلي، له هغه وخت راهیسې چې بایډن «د سرحدي ناورین» واک ټرمپ ته وسپاره دوه میلیونه غېرقانوني کډوال له امریکا څخه اېستل شوي دي.

په ورته وخت کې ورکړل شوې شمېرې بیا له رسمي احصایو سره برابرې نه دي. د امریکا د کډوالۍ او ګمرک د ادارې د شمیرو پر بنسټ، تېر کال ۳۲۰ زره کسان اېستل شوي، چې یوه برخه یې د بایډن دورې پورې اړه لري. دغه ادارې همدارنګه ویلي، چې یوازې د اکټوبر او نومبر په میاشتو کې ۵۶ زره کسان اېستل شوي دي.

د کارپوهانو په وینا، د «دوو میلیونو» په شمېر کې هغه کسان شامل دي، چې پرته له رسمي اېستلو څخه په خپله خوښه له امریکا تللي دي.

له امریکا څخه د کډوالو د اېستلو په اړه بحث وروسته له هغه زیات شو، چې یو افغان د امریکا د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ.

له دې پېښې وروسته ډونالډ ټرمپ د ټولو افغان کډوالو د دوسیو د پروسس بهیر وځنډاوه او زیاته یې کړه: «د هغو ټولو افغانانو دوسیې به بیا وڅېړل شي، چې په تېرو کلونو کې امریکا ته راغلي دي.

ټرمپ د افغانانو لپاره د ویزې صادرول هم د نامعلومې مودې پورې ځنډولي دي.

سنټکام په منځني ختیځ کې پرمختللې بې‌پېلوټه ډرون الوتکې ځای پر ځای کړې دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۷ GMT+۰

د امریکا د مرکزي قوماندانۍ «سنټکام» اعلان کړی، چې د امریکا پوځ منځني ختیځ ته د یو اړخیز برید کوونکو بې‌پېلوټه الوتکو لومړۍ جوپه استولې ده. دغه ځواکونه د «لړم ځانګړي ځواکونو» په نوم یادېږي او په سیمه کې د ټیټ لګښت لرونکو بې‌پېلوټه الوتکو د وړتیاوو د لوړولو په موخه جوړ شوي.

د سنټکام په وینا، دغه اقدام وروسته له هغه شوی چې څلور میاشتې وړاندې د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسټ د «غوره ډرون» نوښت په چوکاټ کې د پنټاګون له خوا د ټیټ لګښت ډرونونو پېرود، ځای پرځای کولو او ګړندۍ کولو امر وکړ.

دغه بې‌پېلوټه ډرون سیستم په کم لګښت اوږد واټن وهي، خپله او د انسانانو په ډېرې کمې مرستې الوتنه کولای شي.

د سنټکام د قوماندان په وینا، د دغه پرمختللي سیستم د جوړولو موخه د ګواښ د عاملینو مخنیوی ښودل شوی.

طالبان وایي، له ایران سره به د درملو او سنتي طبابت د معیاري کولو لپاره نوي تړونونه وکړي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په کابل کې یې د ایران د سفیر او د خوړو او درملو د ادارې له مشر سره په لیدنه کې د درملو، طبي تجهیزاتو او تشخیصیه وسایلو په برخه کې د همکارۍ د پراختیا په اړه خبرې کړي.

طالبانو ویلي، له ایران سره به د درملو او سنتي طبابت د معیاري کولو لپاره نوي تړونونه وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزرات د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د ایران د سفیر علي‌ رضا بېکدلي او د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له مشر مهدي صالحي سره په لیدنه کې د درملو د کیفیت او بیې اړوند هم خبرې کړي.

طالبانو د ایران د خوړو او درملو د مشر مهدي صالحي له قوله لیکلي: «موږ چمتو یو چې له افغانستان سره د روغتیا او درملو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.»

نوموړي ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه د روغتیا په برخه کې د اړیکو پیاوړتیا ده او د هغه په وینا: «یو څه چې له نورو هېوادونو سره به زمونږ درمل فرق ولري، هغه درمل به افغانستان ته راځي چې داخل د ایران ترې استفاده کېږي او یوازې صادراتي بڼه به و نه لري.»

مهدي د کابل په یوه نندارتون کې د ۴۰ ایراني شرکتونو ګډون د اړیکو د پیاوړتیا بېلګه یاده کړې.

هغه ټینګار کړی، چې د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې به هڅې زیاتې کړي.

طالبان له پاکستان سره تر ترینګلتیا وروسته هڅه کوي، چې په بېلابېلو برخو په څانګړي ډول سوداګرۍ او درملو کې د نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.

تر دې مهاله هند او ایران هغه دوه هېوادونه دي، چې طالبان ورباندې ډېره تکیه کوي.