طالبانو ویلي، له ایران سره به د درملو او سنتي طبابت د معیاري کولو لپاره نوي تړونونه وکړي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزرات د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۲مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزیر نور جلال جلالي په کابل کې د ایران د سفیر علي رضا بېکدلي او د دغه هېواد د خوړو او درملو ادارې له مشر مهدي صالحي سره په لیدنه کې د درملو د کیفیت او بیې اړوند هم خبرې کړي.
طالبانو د ایران د خوړو او درملو د مشر مهدي صالحي له قوله لیکلي: «موږ چمتو یو چې له افغانستان سره د روغتیا او درملو په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړو.»
نوموړي ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه د روغتیا په برخه کې د اړیکو پیاوړتیا ده او د هغه په وینا: «یو څه چې له نورو هېوادونو سره به زمونږ درمل فرق ولري، هغه درمل به افغانستان ته راځي چې داخل د ایران ترې استفاده کېږي او یوازې صادراتي بڼه به و نه لري.»
مهدي د کابل په یوه نندارتون کې د ۴۰ ایراني شرکتونو ګډون د اړیکو د پیاوړتیا بېلګه یاده کړې.
هغه ټینګار کړی، چې د درملو او طبي وسایلو د تولید او افغانستان ته د صادراتو د زیاتوالي په برخه کې به هڅې زیاتې کړي.
طالبان له پاکستان سره تر ترینګلتیا وروسته هڅه کوي، چې په بېلابېلو برخو په څانګړي ډول سوداګرۍ او درملو کې د نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې کړي.
تر دې مهاله هند او ایران هغه دوه هېوادونه دي، چې طالبان ورباندې ډېره تکیه کوي.