• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
ځانګړی

طالبانو له پنجشیر څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولسوالیو ته لېږلي

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۵۰ GMT+۰

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په پنجشیر کې له خپلو جنګي قطعاتو څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان کندهار، هلمند او زابل ولایتونو ته لېږلي او ډیورنډ کرښې ته په ورڅېرمه سرحدي ولسوالیو کې یې ځای پرځای کړي دي.

د طالبانو سرچینو د سې شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پاکستان له احتمالي بریدونو سره د مقابلي لپاره د پنجشیر له قطعاتو څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان په کمکي ډول کندهار، هلمند او زابل ولایتونو ته استول شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، یادو طالبانو څو ورځې وړاندې د هلمند په بهرامچه او د کندهار په پنجوايي ولسوالیو کې د لویو او وړو وسلو تمرینات هم ترسره کړي دي.

سرچینه وايي:«یوه هفته مخکې طالبانو د پنجشیر له قطعو څخه ۱۵۰۰ جنګي طالبان راټول کړل او هلمند، کندهار او زابل ته یې واستول. طالبان به په سرحدي ولسوالیو کې ځای پرځای شي. که پاکستان احتمالي برید وکړي نو د نورو طالبانو سره به دوی کمکي وي.»

سرچینو ویلي، چې یاد طالبان غوره نظامي مهارتونه لري او پر کابل د طالبانو له واکمنېدو وروسته په پنجشیر کې د مقاومت جبهې د ځپلو او احتمالي ګواښونو د مخنیوي په موخه ځای پرځای شوي وو.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، له پنجشیر څخه سویلي ولایتونو ته لېږدول شويو طالبانو ته بشپړ نظامي تجهیزات په واک کې ورکړل شوي او له قول اردوګانو څخه هم اضافي نظامي تجهیزات د سرحدي ولسوالیو په نظامي پوستو او بیسونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ وسله والې نښتې وروسته له هغه پیل شوې، چې پاکستان د کابل په ګډون پر ځینو سویل ختیځو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

طالبانو د یادو بریدونو د غچ اخیستنې په موخه د اکټوبر په ۱۱مه د یادې ډلې د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد په امر هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا، زابل، ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ډیورنډ کرښې ته څېرمه پر پاکستاني پوستو بریدونه وکړل.

له یادو بریدونو وروسته بیا هم پاکستان په کندهار کې بریدونه وکړل او څو ځله په سپین بولدک کې د دواړو لوریو ترمنخ نښتې وشوې او وروسته د طالبانو د دفاع وزیر او د استخباراتو په مشرۍ طالب پلاوي د قطر په منځګړیتوب له پاکستان سره د سولې مذاکرات پیل کړل.

د قطر له مذاکراتو وروسته دوه ځله په ترکیه او یو ځل په سعودي عربستان کې هم مذاکرات شوې، خو تر اوسه د طالبانو او پاکستان ترمنځ دغو مذاکراتو کومه مطلوبه نتیجه نه ده ورکړي او د پاکستان او طالبانو اړیکې دمګړۍ تر بل هر وخت په ترینګلي وضعیت کې دي.

د سعودي عربستان په ناسته کې پرېکړه شوې، چې د اوربند مخکینۍ هوکړه وساتل شي، خو په نورو برخو کې پرمختګ نه دی شوی.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۳
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۴

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۵

فرهاد دریا نوین الحق ته: کرېکټ لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی

•
•
•

نور کیسې

د دوحې نړیوال فورم کې د افغانستان او مرکزي او سویلي اسیا پر ثبات بحث کیږي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰
د دوحې نړیوال فورم کې د افغانستان او مرکزي او سویلي اسیا پر ثبات بحث کیږي
100%

د روانې میاشتې پر ۶مه نېټه د دوحې نړیوال فورم کې د افغانستان، سویلي اسیا او امنځنۍ اسیا پر وضعیت، ثبات او سیمه ییزو همکاریو خبرې کیږي. په دې بحث کې د افغانستان او سیمې پر سوداګرۍ او د همکارۍ پر فرصتونو او امنیتي ننګونو هم خبرې کیږي.

تمه ده چې د قطر په دوحه فورم کې لسګونه نړیوال مشران، وزیران، د نړیوالو سازمانونو استازي او د سیاست او امنیت مخکښ شنونکي ګډون وکړي.

د فورم سږنی محور د نړیوالو شخړو زیاتوالی، د منځګړیتوب نوې لارې، اقتصادي سیالۍ، او د نړیوال نظم د بدلون مدیریت بلل شوی دی.

د پرانیستې ورځې په لومړیو ناستو کې د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د اروپایي کمېسیون مرستیاله کایا کالاس، د هسپانیا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران، او دسي این این مشهوره خبرياله کریستین امانپور خبرې کوي.

د افغانستان وضعیت به د فورم په یوې ځانګړې ناستې کې وڅېړل شي چې د ترمذ ډیالوګ په شراکت جوړېږي او په دې کې د سیمې اقتصادي، سوداګریزې او د بشري همکارۍ لارې چارې څیړل کېږي.

د افغانستان په اړه غونډه د مرکزي او جنوبي اسیا پر ثبات تمرکز کوي او هدف یې دا دی چې له کلونو ناکامو پوځي مداخلو وروسته، د افغانستان لپاره نوې اقتصادي او د سیمه‌ییزې همکارۍ لارې چارې وموندل شي.

ټاکل شوې په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت هم د نورو برخه والو ترڅنګ وینا وکړي.

په دې بحث کې به د افغانانو او د سیمې د چارواکو ترمنځ تجارتي او د همکارۍ فرصتونه، د بشري مرستو کمښت، د امنیتي ننګونو مخنیوی او د افغانستان اقتصادي بیا رغونه مطرح شي.

په لومړۍ ورځ یوه مهمه ناسته د اوکراین جګړې د اوربند د احتمالي لارو چارو لپاره ځانګړې شوې ده، چې د امریکا، اروپایي ټولنې، چین او اوکراین لوړپوړي استازي به پکې ګډون وکړي. تمه ده دا بحث د امنیتي ضمانتونو، د خبرو اترو د پیل شرایطو او د جګړې د پای لپاره د عملي نقشو ارزونه وکړي.

یو بل بحث چې د نړیوال بحران ډلې په شراکت جوړېږي، د غزې د وروستیو پېښو، د سیمې د هېوادونو پر رول، او د پالیسۍ پر بدلونونو تمرکز کوي. د اردن، ناروې، هسپانیا او سعودي عربستان لوړپوړي چارواکي به پکې ګډون کوي.

د کوینسي انسټیټیوټ په ملګرتیا د یوې بلې ناستې تمرکز د ایران او اسراییل ترمنځ له جګړې وروسته پر سیمه‌ییز امنیتي چاپېریال دی، چې د خلیج همکارۍ شورا سرمنشي، محمد جواد ظریف او نور متخصصین به پکې خبرې وکړي.

د غونډې یوه بله برخه به دبریکس او خلیج هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوې مرحلې په اړه وي، په ځانګړي ډول د تازه غړیتوب، د بدیلو مالي سیستمونو، انرژي بدلون او تکنالوژیکې همکارۍ برخو کې.

په لومړۍ ورځ د کډوالۍ مدیریت او اقتصادي ادغام په اړه هم ځانګړې علمي ناسته جوړېږي چې د ختیځې مدیترانې د هېوادونو تجربې به پکې شریکې شي.

د فورم په دویمه ورځ به د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د پخوانیو رییسانو شورا، د نړیوالو رسنیو د خپلواکۍ، اسلام‌وېرونې او یهود ضد‌تعصب پر ضد د ګراناډا اعلامیې بحثونه او د هیلري کلنټن ځانګړې مرکه ترسره شي.

طالبان وايي په تخار ولایت کې یې ۵۵۱ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۰ GMT+۰
طالبان وايي په تخار ولایت کې یې ۵۵۱ کیلوګرامه نشه يي توکي نیولي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي چې د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې یې ۵۵۱ کیلوګرامه مخدره توکي نیولي دي. یاد وزارت زیاتوي چې د دغو نشه يي توکو په تور دوه تنه تر پلټنو لاندې دي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مخدره توکو ضد پولیسو د تالقان ښار د خیاطانو په سیمه کې د استخباراتي عملیاتو پر مهال دوه کسان هغه وخت ونیول چې هڅه یې کوله یاد توکي په ماهرانه ډول د یوه مازدا موټر په دننه کې ځای پر ځای او قاچاق کړي.

خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوي کسان د لومړنیو تحقیقاتو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي بنسټونو ته سپارل کېږي.

طالبان په وروستیو کې ادعا کوي چې د مخدره توکو ضد عملیات یې په ولایتونو کې زیات شوي، خو د دې ادعاوو د څار لپاره خپلواکې ادارې نه شته.

میرویس عزیزي: په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د برېښنا د تولید پروژې عملي چارې پیل شي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۳۵ GMT+۰
میرویس عزیزي: په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د برېښنا د تولید پروژې عملي چارې پیل شي
100%

د عزیزي ګروپ بنستګر میرویس عزیزي وايي چې د افغانستان لپاره د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید پروژې د پلي کېدو چارې په چټکۍ روانې دي او په ارتلونکو شپږو میاشتو کې به د دغې پروژې عملي چارې پیل شي.

عزیزي پر ایکس لیکلي چې نن یې په همدې تړاو د پروژې له بېلابېلو کاري او تخنیکي ټیمونو او مسوولینو سره لیدلي.

هغه زیاته کړې چې په تېرو میاشتو کې تخنیکي ټیمونو د ساحوي سروې لپاره د افغانستان بېلابېلو سیمو ته سفرونه کړي، او تدارکاتي ټیمونه د برېښنا د تولید فابریکو لپاره د اړینو ماشین‌الاتو او تجهیزاتو د برابرولو په موخه جرمني، هالنډ، اتریش، امریکا، چیلي او چین ته استول شوي وو.

عزیزي وايي، چې د دغو هڅو په پایله کې د شاوخوا پنځه زره مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره اړین تخنیکي تجهیزات او ټکنالوژي برابر شوي دي.

هغه په راتلونکو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د دغو پروژو د عملي چارو د پیل خبر ورکړی او همدارنګه یې ویلي چې د پنځو میلیاردو ډالرو په ارزښت د نورو فابریکو د تدارک بهیر به چې تمرکز یې پر اوبو، طبعي ګاز او بادي برېښنا دی، د راتلونکي کال په دویمه نیمایي کې مخته ولاړ شي.

د ۲۰۲۵م کال د اګست په دویمه نېټه عزیزي شرکت د طالبانو د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک کړی و، چې ورسره سم د لس زره مېګاواټه برېښنا د تولید د پروژې عملي چارې سملاسي پیل شوې.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان د وضعیت پر څارنې او سولې پیاوړتیا ټینګار کړی

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۳ GMT+۰
د ډله ییز امنیت تړون سازمان د افغانستان د وضعیت پر څارنې او سولې پیاوړتیا ټینګار کړی
100%

د ډله ییز امنیت سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو او د افغانستان په اړه کاري ډلې په ۴۲مه ناسته کې د افغانستان د اوسني وضعیت او د احتمالي امنیتي ګواښونو په اړه خبرې کړې دي.

د ډله ييز امنیت تړون سازمان په یاده ناسته کې د غړو هېوادونو د استازو د ګډون ترڅنګ د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد ادارې ، د مرکزي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د سیمه ییز مرکز ، د شانګهای د همکارۍ سازمان سیمه ییزې ترهګرۍ ضد ادارې او د سرحدي ځواکونو د همغږۍ خدمت او سره صلیب نړیوالې کمیټې استازو هم ګډون کړی و.

د یاد سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د غونډې ګډونوالو او د ډله ییز امنیت تړون سازمان غړو هېوادونو د افغانستان د اوسني وضعیت په اړه خبرې کړې او وايي، چې لا هم له دغه هېواد څخه لوړ احتمالي ګواښ موجود دی.

په یاده ناسته کې د افغانانو لپاره د بشري او اقتصادي ملاتړ د دوام ترڅنګ د افغانستان د وضعیت پر دوامدارې څارنې او د سولې پیاوړتیا لپاره د همکارۍ پر دوام ټینګار شوی دی.

په ورته مهال په دې ناسته کې د شانګهای همکارۍ سازمان د تاجکستان په سرحدي سیمه کې د افغانستان له خوا پر چینايي وګړو بریدونه غندلي دي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان ناسته کې پر داسې مهال د افغانستان له خاورې د احتمالي ګواښونو په اړه بحث شوی، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د تاجکستان په سرحدي سیمه کې پر چینايي وګړو برید غندلی او وايي، د یادې پیښې په اړه یې له چین او تاجکستان سره خپل نظریات او معلومات شریک کړي دي.

نوموړي ویلي، هڅه کوي، چې د داډول پیښو ریښې پیدا کړي.

د افغانانو ستنول؛ د پاکستان دفاع وزیر جرمني ته وړاندیز کړی چې طالبان په پیسو راضي کړي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۲ GMT+۰
د افغانانو ستنول؛ د پاکستان دفاع وزیر جرمني ته وړاندیز کړی چې طالبان په پیسو راضي کړي
100%

د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د جرمني حکومت ته وړاندیز کړی چې طالبان دې د هغو افغانانو د امنیت ټینګولو لپاره په مالي ډول راضي کړي، چې جرمني ورسره د بیا میشتونې ژمنه کړې او اوس په پاکستان کې بند پاتې دي. نوموړي ویلي، چې که جرمني دغه افغانان نه مني، دوی به یې وشړي.

په اسلام اباد کې د جرمني د افغان محلي کارکوونکو د بیا میشتېدو بهیر لا هم په ټکني ډول روان دی. پاکستان اوس د فشار د زیاتولو لپاره په ډاګه وايي چې جرمني باید د دغو افغانانو د امنیت د خوندي کولو لپاره طالبانو ته پیسې ورکړي.

جرمني دې کسانو ته ژمنه ورکړې وه چې خوندي به یې ځای پر ځای کړي، خو بیا هم د بیا میشتېدو پروسې ډېرې ورو پر مخ روانې دي.

د همدې فشار په لړ کې، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد اصف د جرمني حکومت ته وړاندیز کړی چې طالبان دې د هغو افغانانو د ساتنې په بدل کې په مالي ډول راضي کړي، چې جرمني ورسره د بیا میشتېدو ژمنه کړې او اوس په پاکستان کې بند پاتې دي.

هغه ویلټ ورځپاڼې ته وویل، « طبعاً موږ نه شو کولای هغوی بېرته افغانستان ته واستوو چې سبا یې طالبان اعدام کړي. که جرمني ددې مخنیوی غواړي، باید له طالبانو سره خبرې وکړي. پیسې به مرسته وکړي چې په خپل وطن کې د دې خلکو خوندیتوب یقیني شي».

پاکستان جرمني ته د روان کال تر پایه وخت ورکړی چې دغه افغانان ومني.

د پاکستان دفاع وزیر ویلي، چې « که جرمني هغوی و نه مني، موږ به یې افغانستان ته بېرته وشړو. بس خبره همدا ده».

د جرمني حکومت د سې شنبې په ورځ د بیا میشتونې فدرالي پروګرام له لارې په یوه چارټر الوتنه کې ۱۹۲ افغانان ددغه هېواد ایرفورټ هوايي ډګر ته لیږدولي. دغه کسان به د نیدرزاکسن ایالت له فریلند سرحدي کمپ نه بېلابېلو فدرالي ایالتونو ته ووېشل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت یوې ویاندې څایټ ورځپاڼې ته وویل چې دغه۱۹۲ افغانان له اسلام‌اباد څخه ایرفورت هوايي ډګر ته لېږدول شوي دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په اسلام اباد کې۶۲ افغانانو د پیسو په بدل کې د خپلو دوسیو د بېرته اخېستلو وړاندیز منلی او له یو شمېر نورو سره خبرې روانې دي.

په هغو کسانو کې چې لا هم جرمني ته د تخلیې انتظار کوي، پخواني محلي کارکوونکي او د هغوی کورنۍ شاملې دي.

دوی د طالبانو له بیا واکمنېدو وړاندې د جرمني له ادارو سره کار کړی و.