طالبانو په ننګرهار کې د ځنګلونو د پرې کولو په تړاو د پنځو کسانو د نیولو خبر ورکړ

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د دغه ولایت په دور بابا ولسوالۍ کې ۵ کسان د ځنګلونو د پرې کولو په تړاو نیول شوي دي. د مسوولینو په وینا، دغو کسانو په کړوکو سیمه کې ونې پرې کولې چې لاس په لاس نیول شوي دي.