• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په ننګرهار کې د ټيپ‌بال کرېکټ سوپرلیګ سیالۍ د کټه‌پور لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۳:۵۱ GMT+۰

په ننګرهار کې د ټيپ‌بال کرېکټ سوپرلیګ څلورم پړاو سیالۍ د دوشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۷مه) د کټه‌پور لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. دغه سیالۍ ۲۰ ورځې مخکې پیل شوې وې.

د ننګرهار ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر مسوولین وايي، دغه سیالۍ ۲۰ ورځې مخکې د ننګرهار د المپیک، بدني روزنې او سپورټ ریاست له لوري په سره رود ولسوالۍ کې پیل شوې وې.

د مسوولینو په وینا، د دغو سیالیو پایلوبه د کرسوار اتلانو او کټه‌پور لوبډلو تر منځ وشوې او بالاخره کټه‌پور لوبډلې د خپلې سیالې په ماتولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

د دوی په وینا، د دغو سیالیو غوره لوبغاړي په انعامونو سره ونازول شول.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

بدخشان کې د جګړې احتمال؛ جمعه خان فاتح له هبت الله سره د لیدنې وړاندیز رد کړ

۳

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۴
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۵

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

•
•
•

نور کیسې

د کرېکټ له ډګره؛‌ ننګرهار کې د چټک توپ ‌اچوونکو د مهارت لوړونې ځانګړی کمپ جوړ شوی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۰
د کرېکټ له ډګره؛‌ ننګرهار کې د چټک توپ ‌اچوونکو د مهارت لوړونې ځانګړی کمپ جوړ شوی
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ په ننګرهار کې د ۱۸ تکړه چټک توپ‌ اچوونکو د مهارتونو، فزیکي چمتووالي او ډګر ساتنې د لوړولو لپاره ځانګړی د نوامبر په ۲۵مې تمریناتي کمپ پیل کړی چې د ډسمبر تر ۲۰مې به دوام ولري.

د کرېکټ بورډ په وینا، دغه تمریناتي کمپ د ننګرهار په نجیب‌الله تره‌کي لوبغالي کې روان دی او موخه یې د هېواد د ملي او الف لوبډلو لپاره د نویو بااستعداده چټک توپ‌اچوونکو روزنه ده.

کمپ د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ‌اچونې روزونکي حمید حسن تر مشرۍ لاندې پرمخ ځي چې ورسره یو شمېر نور کورني او بهرني روزونکي هم د لوبغاړو په تخنیکي او فزیکي برخو کار کوي.

حمید حسن د کمپ د هدفونو په اړه ویلي: «موخه مو دا ده چې د ملي او الف لوبډلو لپاره با استعداده تیز توپ‌اچوونکي وروزو، خپلې تجربې ورسره شریکې کړو او داسې روزل شوې څېرې چمتو کړو چې راتلونکي کې د ملي لوبډلو برخه شي».

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، له دې کمپ سره هم‌مهاله د ظرفیت لوړونې څانګه په همدې لوبغالي کې د ملي او الف لوبډلو او د کورني ېکرکټ د ۳۰ مخکښو لوبغاړو لپاره هم یو بل تمریناتي پروګرام پر مخ وړي.

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې ګډون کوي

۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۸ GMT+۰
د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله د مرکزي اسیا زون سیالیو کې ګډون کوي
100%

د افغانستان د ښځو د والیبال ملي لوبډله به د مرکزي اسیا د زون په والیبال سیالیو کې ګډون وکړي. په دې سیالیو کې د افغانستان، قرغزستان، مالدیف، ترکمنستان او بنګله‌دېش لوبډلې ګډون لري. مالدیف د دې سیالیو کوربتوب کوي.

د افغانستان د لوبډلې ترکیب د اسلامي هېوادونو د یووالي په لوبو کې د ګډون په پرتله لږ بدل شوی دی.

زینب نېکزاد چې په فرانسه کې ژوند کوي، یو ځل بیا د ملي لوبډلې تمریناتي کمپ ته شامله شوې او ټاکل شوې چې رقیه محمدي د نرګس موسوي پر ځای د لوبډلمشرۍ دنده پر غاړه واخلي.

د ایران له مشهد څخه دوه نورې لوبغاړې هم د افغان ښځینه والیبال ملي لوبډلې سره یوځای شوې دي.

د مرکزي اسیا د زون د والیبال سیالۍ به د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۲۸مه) د مالدیف په پلازمېنه ماله ښار کې پیل او د مرغومې میاشتې په ۴مه به پای ته ورسېږي.

د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړۍوال جام د سیالیو ګروپونه اعلان شول

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۲:۲۷ GMT+۰
د ۲۰۲۶ کال د فوټبال د نړۍوال جام د سیالیو ګروپونه اعلان شول
100%

د ۲۰۲۶ د فوټبال د نړۍوال جام د پچې اچونې مراسم د امریکا د واشنګټن ښار د کينډي په هنري مرکز کې ترسره شول او ټاکل شویو لوبډلو په ۱۲ ګروپونو کې خپل سیالان وپېژندل. تر اوسه ۴۲ لوبډلو په نړۍوال جام کې ګډون ساتلی او شپږ نورې لوبډلې به له غوراوي سیالیو وروسته اعلان شي.

د سیالیو ګروپونه

لومړۍ ګروپ: مکسیکو، سویلي افریقا، سویلي کوریا او د اروپا د پلې‌اف ګټونکی

دویم ګروپ: کاناډا، د اروپا د پلې‌اف ګټونکی، قطر او سویس

درېیم ګروپ: برازیل، مراکش، هایټي او سکاټلند

څلورم ګروپ: امریکا، پاراګوا، اسټرالیا او د اروپا د پلې‌اف ګټونکی

پنځم ګروپ: جرمني، کوراشوا، عاج ساحل او ایکواډور

شپږم ګروپ: هالنډ، جاپان، د اروپا د پلې‌اف ګټونکی او ټونس

اووم ګروپ: بلجیم، مصر، ایران او نیوزیلنډ

اتم ګروپ: هسپانیا، کیپوېرډ، سعودي عربستان او یوروګوا

نهم ګروپ: فرانسه، سینیګال، د بین‌ القاره‌‌یي پلې‌اف ګټونکی او ناروې

لسم ګروپ: ارجنتاین، الجزایر، اتریش او اردن

یوولسم ګروپ: پرتګال، د بین‌القاره‌ یي پلې‌اف ګټونکی، ازبکستان او کولمبیا

دولسم ګروپ: انګلستان، کرواتیا، ګانا او پاناما

د ۲۰۲۶ د فوټبال نړۍوال جام د لومړي ځل لپاره د ۴۸ لوبډلو په ګډون د امریکا، کاناډا او مکسیکو په ګډ کوربتوب ترسره کېږي. دا سیالۍ د فوټبال د تاریخ تر ټولو ستر نړۍوال جام بلل کېږي.

د یادونې وړ ده، چې دغه سیالۍ د راروان کال په جون میاشت کې پيلېږي او لومړۍ سیالۍ به یې هم د مکسیکو په نړۍوال لوبغالي کې ترسره شي.

افغان لوبغاړی فرامرز محمد سبا د سکاټلنډ رایان کمپل پر وړاندې لوبه کوي

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۰
افغان لوبغاړی فرامرز محمد سبا د سکاټلنډ رایان کمپل پر وړاندې لوبه کوي
100%

د «اېم‌اېم‌اې» د رزمي هنرونو افغان لوبغاړی فرامرز محمد به تر درې کلنې دمې وروسته سبا په انګلستان کې د لوبو ډګر ته ښکته شي. دغه لوبغاړی به د ۷۰ کیلوګرامه وزن په کټګورۍ کې د کیج واریرز سازمان په ۱۹۹مه سیالۍ کې د سکاټلنډ له رایان کمپل سره مخ شي.

دغه لوبه به سبا د انګلستان په نیوکاسل ښار کې ترسره شي. د اېم‌اېم‌اې ۳۱کلن افغان لوبغاړي فرامرز محمد په خپلو شپږو مسلکي سیالیو کې څلور ګټلې او دوه یې بایللې دي.

له بلې خوا، د هغه مخالف د سکاټلنډ ۲۸کلن رایان کمپل په خپلو څلورو مسلکي سیالیو کې درې یې ګټلې او یوه یې بایللې ده.

100%

د کابل بډمېنټون سیالۍ: اسماعیل جاهد په لومړۍ لوبه کې خپل ازبک سیال ته ماتې ورکړه

۱۴ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۵ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۶ GMT+۰
د کابل بډمېنټون سیالۍ: اسماعیل جاهد په لومړۍ لوبه کې خپل ازبک سیال ته ماتې ورکړه
100%

د ۲۰۲۵کال د کابل بډمېنټون ازاده سیالۍ په انفرادي او دوه کسیزو برخو کې پیل شوې. په لومړۍ انفرادي لوبه کې له افغانستان نه اسماعیل جاهد وکولای شوای، چې له ازبکستان نه حسن الدین ته د ۲-۰ نمرو په توپیر ماتې ورکړي او بل پړاو ته ولاړ شي.

په دغه سیالیو کې شپږو بهرنيو او لسو کورنيو لوبغاړو ګډون کړی. دغه سیالۍ به د کابل د بدني روزنې او ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسیز تالار کې ترسره شي او لوبې به د روانې لېندۍ میاشتې له ۱۳مې تر ۱۹مې نېټې دوام وکړي.

په ټولیزه توګه له افغانستان نه به لس لوبغاړي، له ازبکستان نه څلور، له ایران او سوریې نه یو، یو لوبغاړی د اتلولۍ د ترلاسه کولو لپاره سیالي وکړي.

له بل پلوه د بډمېنټون افغان ښځینه لوبغاړو بیا نیوکه کړې، چې د ښځو له ګډون پرته د دغه ډول سیالیو ترسره کول د ورزشي ارزښتونو او د بډمېنټون نړۍوال فدراسیون د معیارونو خلاف دي.

سرچینو دا هم ویلي، هغه لوبغاړی چې له ایران نه یې په سیالۍ کې برخه اخیستې وه؛ د دغه فدراسیون له‌خوا نه‌دی منل شوی او ویل کېږي، چې نوموړی یو سیمه‌ییز لوبغاړی دی.

100%