یوې سختې ۷،۶ درجې زلزلې د جاپان شمال ختیزې سیمې ولړزولې

یوې زورورې۷،۶ درجې زلزلې د دوشنبې په ماښام د جاپان شمال ختیځ ولړزاوه، چې له امله یې د څونامي سختې څپې راپورته شوې او د شاوخوا ۹۰ زره کسانو د ایستلو امر صادر شوی. د جاپان د هوا پوهنې ادارې ویلي، چې د جاپان شمال ختیځ ساحل ته تر درې مترو (۱۰ فټه) څونامي د رسېدو امکان شته دی.