• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په خیبرپښتونخوا کې وسله‌والو شپږ پاکستاني ځواکونه وژلي دي

۱۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۹ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۵۶ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې وسله‌والو د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې برید کړی، چې په ترڅ کې یې شپږ پاکستاني ځواکونه وژل شوي دي. د خیبرپښتونخوا درېیو امنیتي چارواکو رویټرز ته د یادې پېښې پخلی کړی.

د دوی په وینا؛ یاده سیمه ډېورنډ کرښې ته نږدې پرته ده. د دغه برید او د وسله‌والو د هویت په اړه جزییات لا نه‌دي خپاره شوي. امنیتي سرچینې وایي، چې د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي.

ترویج لرونکی

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو
۱

د جګړې له ډګره تر بښنې؛ امریکايي پخوانی سرتېری له طالب قوماندان سره مخ شو

۲

طالبانو کابل ښار کې څه باندې ۲۵ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۳

سرچینې: بدخشان کې د طالبانو د تازه دمو ځواکونو لېږدونکې چورلکې د راکټي برید موخه ګرځېدلي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له پاچاهۍ تر جلاوطنۍ؛ د پاچا محمد ظاهر شاه د ژوند کیسه

۵

د ښځو حقونو د پراخو محدودیتونو تر څنګ؛ طالبان په یوه میاشت کې د ۳۸۸ قضیو د حل ادعا کوي

•
•
•

نور کیسې

پښتین: پنجابي استعمار یوازې د لر پښتنو دوښمن نه دی، بلکې د بر پښتو پر ضد هم دوښمني کوي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۳۴ GMT+۰
100%

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د افغانستان انټرنشنل - پښتو په فرهنګي سپړنه کې ویلي، چې "پنجابي استعمار" یوازې د لر پښتنو دوښمن نه دی، بلکې تل یې د بر پښتنو او افغانانو پروړاندې هم دوښمني کړې ده. نوموړي پر افغانانو غږ کړی، چې خپل اصلي دوښمنان وپېژني.

پښتین د پښتنو پر جرګې ټینګار وکړ او ویې ویل، چې پخوا به جرګې په ځانګړو حالاتو کې کېدې، خو په اوس وخت کې افغان ملت وېشل شوی دی.

منظور پښتین همدارنګه زیاتوي: «افغان ملت له یو بل څخه بې‌باوره شوی دی او په داسې حالاتو کې د ولسونو راټولول او په ګډه ناسته د اعتماد فضا رامنځته کوي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي، چې د پښتنو دوښمن هڅه کړې ده چې پښتانه وځپي، په پښتنو سیمو کې پوځي عملیات وکړي او پښتانه لا سره ووېشي.

د هغه په خبره، په کوزه پښتونخوا کې د پاکستان پوځ نه غواړي رښتیني قوم‌پاله کسان راټول شي او د خپل وطن لپاره غږ پورته کړي.

پښتین وايي: «د تیراه د پېښې غږ پنجابي پوځ په توپونو او عملیاتو بند کړ، مګر په لندن کې یو شمېر پښتنو دا غږ پورته کړ.»

هغه زیاتوي، چې د پاکستان پوځ په پښتونخوا او افغانستان کې بمبار کوي او د هغوی لپاره ټول پښتانه یو ډول دي.

پښتین وویل: «زموږ دوښمن چې د عیش او عشرت په خاطر متحد پاتې کېدای شي، نو موږ افغانان څنګه د خپلو کورنیو، اولادونو او ژوند لپاره سره نه شو راټولېدلی.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر دغه راز وایي، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي په پنجاب، سند او یو شمېر نورو زندانونو کې پراته دي او اړتیا ده، چې افغان ملت نور غلی پاتې نه شي.

هغه له پښتنو ګیله وکړه: «باور وکړئ چې په باجوړ کې ماشومان او ښځې شهیدانې کړي بل هېڅ پښتون پرې نه راپورته کېږي، ولې دومره تقسیم یو؟ ولې دا ملت موږ خپل نه شمارو؟ »

نوموړی وايي، چې پښتانه ملي مبارزه وقفه‌يي کوي خو دا مبارزه وقفه‌يي بې‌پایلې ده او اړتیا ده چې مبارزه دایمي او هره ورځ وشي.

هغه زیاتوي: «فرهنګي خلک باید د ملي یووالي لپاره ویډیويي پیغامونه زیات کړي او تسلسل مراعت کړي.»

د یادونې وړ ده، چې دا مهال منظور پښتین د پاکستان د پوځ له ګواښونو په یوه نامعلوم ځای کې پناه اخیستې او وخت ناوخت خپلو څارونکو ته پیغامونه ورکوي.

په کراچۍ بندر کې شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټ کانټینرونه بند پاتې دي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۰
100%

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي، د لارو د تړل کېدو له امله شاوخوا ۱۱ زره افغان ټرانزیټي کانټینر د کراچۍ په بندر کې بند پاتې دي. پاکستاني سوداګرو ویلي، چې له افغانستان سره د لارو بندېدو د پاکستان د صادراتو ونډه پام وړ کمه کړې ده.

پاکستاني سوداګر وايي چې اوسني وضعیت د پاکستان او افغانستان ترمنځ د دوه اړخیزې سوداګرۍ حجم پام وړ کم کړی دی او د کرښې په تړل کېدو سره د پاکستان د صادراتو ونډه هم پام وړ کمه شوې ده.

د پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر جنید الطاف بزنیس رېکاډر ته وویل چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ګډې سوداګرۍ او ترانزیت سوداګرۍ ځنډول د دواړو هیوادونو اقتصاد ته زیان رسوي او اړتیا ده چې بیاکتنه وشي او ټولې ستونزې د خبرو اترو په میز حل شي.

هغه وویل چې د لارو تړل کیدو راهیسې ګډې سوداګرۍ ته شاوخوا ۴۵ میلیون ډالره زیان اوښتی دی.

د سرحد د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر له سوداګرۍ څخه د سیاست پر جلا کولو ټینګار کړی او وايي چې د دواړو ګاونډیو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ بیا پیلولو لپاره باید سملاسي خبرې اترې پیل شي.

مخکې له دې پاکستاني سوداګرو ویلي و، چې په تیرو دوو میاشتو کې له افغانستان سره د سوداګریزو لارو تړلو دوی ته په ورځ کې له ۴ میلیون ډالرو څخه ډیر زیان رسولی دی.

دوی خبرداری ورکړی، چې پاکستان به په دې چلند سره په افغانستان او مرکزي اسیا کې بازارونه په چټکۍ سره له لاسه ورکړي.

طالبانو په کابل کې ۱۲۰۰ بې اسناده موټرې نیولي

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۵۸ GMT+۰
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل ټرافیکو سره په ګډو عملیاتو کې یې له پلازمېنې څخه ۱۲۰۰ بې اسناده او یوکیلي وسایط نیولي او د پولیسو ښارګوټي ته یې لېږدولي دي. دې وزارت ویلي چې ددې کار موخه یې دا ده،‌ څو د ناقانونه تګ راتګ مخنیوی وشي.

د طالبانو کورنیو چارو وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د دوی کابل ټرافیکو ریاست سره په همکارۍ یې په تېرو ورځو کې پراخ عملیات ترسره کړي چې په پایله کې ۱۲۰۰ عرادې بې اسناده او یو کیلي نقلیه وسایط درول شوي دي.

وزارت وايي چې دغه عملیات د کابل په دروازو او بېلابېلو سیمو کې د تلاشۍ د څوکیو له جوړولو سره هم‌مهاله ترسره شوي او امنیتي ځواکونه یې د ټرافیک پولیسو په همغږۍ پر مخ وړي. د وزارت د معلوماتو له مخې، یاد وسایط د هڅو په دوام د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.

په خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې د بې اسناده موټرو د تګ او راتګ مخنیوی د ښار د امنیت، ټرافیکي نظم او د جرمونو د کمولو لپاره مهم بلل کېږي.

کریم خُرم: د امریکا د ۲۰۲۵ امنیتي تګلاره انزوا نه، بلکې د نړۍوال تسلط د دوام پلان دی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۴ GMT+۰
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس عبدالکریم خُرم د امریکا د ۲۰۲۵ امنیتي تګلارې تازه خپرې شوې نسخې ته په اشارې ویلي چې په دې سند کې د افغانستان د نوم نه‌اخیستو باوجود د واشنګټن له سټراټیژیک لومړیتوبونو نه دی وتلی.

نوموړی باور لري چې امریکا په سیمه کې د چین د مهار لپاره لا هم پر افغانستان حساب کوي.

عبدالکریم خُرم په یوه تازه اېکس پوسټ کې ویلي چې د امریکا د ۲۰۲۵ د ملي امنیت تګلاره د ځینو شنونکو له ادعاوو سره په تضاد کې د انزوا پالنې نښه نه ده، بلکې «د نړۍوال تسلط د دوام سند» دی.

نوموړي لیکلي: «هو، د امریکا نوې ستراتیژي په یوه ډول د مونرو د دکترین یادونه کوي… خو دا سند په عین وخت کې د امریکا د نړۍ له ختیځه تر لویدیځه او له شماله تر جنوبه د واک او برلاسۍ د ساتلو خبره هم کوي، نو ځکه پکې د انزوا غوښتنې خبره نه مطرح کېږي».

خُرم ویلي چې دا سند د هماغې ډلې له‌خوا لیکل شوی چې په ۲۰۱۸ کال کې یې د امریکا امنیتي او دفاعي تګلاره چمتو کړې وه.

د هغه په وینا، په دغه تګلاره کې د تره‌ګرۍ پر ضد جګړې څخه د «لویو قدرتونو سیالۍ» ته بدلون راوستل شوی وو، او اوس دغه سیالي له پوځي ډګر څخه اقتصاد او ټکنالوژۍ ته رسېدلې ده.

خُرم تاکید کړی چې په ۲۰۱۸ او ۲۰۲۵ دواړو تګلارو کې چین د امریکا «اصلي سیال» بلل شوی او د همدې لپاره د چین بحري بڼه، له تایوانه تر جاپانه او له کوریا تر فلیپینه، د واشنګټن په مطلقو لومړیتوبونو کې ځای لري.

عبدالکریم خُرم وايي چې امریکا هڅه کوي چین له بدیلو لارو او سرچینو څخه د لاسرسي په مخنیوي کې محاصره کړي، او په همدې ځای کې د افغانستان، پاکستان او مرکزي اسیا اهمیت را برسېږي.

نوموړی زیاتوي چې د سیمې وضعیت، له افغانستانه نیولې تر بلوچستان او پښتونخوا پورې، د همدې ستراتیژیکې محاصرې برخه ده.

نوموړي همدا راز څرګند کړي چې که د چین–پاکستان اقتصادي دهلیز (CPEC) بشپړ فعال شي، چین ته ستر جیوپولیټیک امتیاز ورکوي؛ خو د پاکستان اوسنی مسیر په پایله کې د واشنګټن په ګټه تمامېږي، «که څه هم د اسلام‌اباد انګېزه هره څه وي».

خرم ټینګار کوي چې افغانستان لا هم د امریکا لپاره مهم دی، خو «نه د خپل ځان لپاره، بلکې د نورو د مهار لپاره»؛ هغه څه چې د ده په باور د تاریخي «لوبې» له وخته تر نن ورځې روانه ده.

نوموړی زیاته کړې چې د امریکا په نوې امنیتي تګلاره کې د نادرو عناصرو ارزښت ډېر لوړ یاد شوی، خو د افغانستان له سرچینو سره سره، دا مهال د هېواد جغرافیایي اهمیت د معدني ارزښت پر ځای د واشنګټن په پام کې لومړی دی.

هغه په پای کې اشاره کړې چې امریکا ښايي بېرته په بګرام کې د حضور علاقمنده شي، «خو نه د پراخو پوځي ځواکونو ځای پر ځای کولو شکل کې نه».

د کرېکټ له ډګره؛‌ ننګرهار کې د چټک توپ ‌اچوونکو د مهارت لوړونې ځانګړی کمپ جوړ شوی

۱۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۱۵ GMT+۰
100%

د افغانستان کرېکټ بورډ په ننګرهار کې د ۱۸ تکړه چټک توپ‌ اچوونکو د مهارتونو، فزیکي چمتووالي او ډګر ساتنې د لوړولو لپاره ځانګړی د نوامبر په ۲۵مې تمریناتي کمپ پیل کړی چې د ډسمبر تر ۲۰مې به دوام ولري.

د کرېکټ بورډ په وینا، دغه تمریناتي کمپ د ننګرهار په نجیب‌الله تره‌کي لوبغالي کې روان دی او موخه یې د هېواد د ملي او الف لوبډلو لپاره د نویو بااستعداده چټک توپ‌اچوونکو روزنه ده.

کمپ د افغانستان د ملي لوبډلې د توپ‌اچونې روزونکي حمید حسن تر مشرۍ لاندې پرمخ ځي چې ورسره یو شمېر نور کورني او بهرني روزونکي هم د لوبغاړو په تخنیکي او فزیکي برخو کار کوي.

حمید حسن د کمپ د هدفونو په اړه ویلي: «موخه مو دا ده چې د ملي او الف لوبډلو لپاره با استعداده تیز توپ‌اچوونکي وروزو، خپلې تجربې ورسره شریکې کړو او داسې روزل شوې څېرې چمتو کړو چې راتلونکي کې د ملي لوبډلو برخه شي».

د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، له دې کمپ سره هم‌مهاله د ظرفیت لوړونې څانګه په همدې لوبغالي کې د ملي او الف لوبډلو او د کورني ېکرکټ د ۳۰ مخکښو لوبغاړو لپاره هم یو بل تمریناتي پروګرام پر مخ وړي.