ازادۍ جبهې د چهارشنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۹مه) د بشري حقونو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې افغانان دا مهال د داسې رژيم تر واک لاندې ژوند کوي، چې نه د خلکو په رایه جوړ شوی او نه بشري حقونه پهکې په پام کې نیول کېږي.
د یادې جبهې د معلوماتو له مخې، طالبانو په تېرو کلونو کې د خپلو پالیسیو له لارې په سیستماتیک ډول د خلکو د انتخاب، سیاسي فعالیت، معلوماتو ته د لاسرسي، د کار ازادي، زدهکړې، تګراتګ، عدالت او قانوني خوندیتوب حقونه محدود کړي او پرې بندیزونه لګولي دي.
دوی له ټولنیز ژوند څخه د ښځو او نجونو پر محرمولو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، چې په دې برخه کې نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو تر اوسه عملي ګامونه نه دي اخیستي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې له افغانستان څخه بهر افغان کډوال د پناهغوښتنې د حق د نقض، ډلهییزو اېستلو، ناسم چلند او زورزیاتي سره مخ دي.
ازادۍ جبهې په خپلو سپارښتنو کې ویلي، چې د طالبانو د رسمیت پېژندلو مخنیوی باید وشي او دغه واک باید د رایو له لارې په ډېموکراتیک ډول د یوه نړۍوال سیاسي بهیر له لارې جوړ شي.
دوی د رسنیو، مدني بنسټونو، د بشري حقونو فعالانو او افغان ښځو پر ملاتړ ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده: «د طالبانو د جرمونو د مستند کولو لپاره باید یو نړۍوال د څار میکانیزم جوړ شي، تر څو په نړۍوالو عدالتونو کې تعقیب شي.»
ازادۍ جبهې په افغانستان کې د جنسیتي تبعیض د پای ته رسولو غوښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ډسمبر ۱۰مه د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې د تصویب له ۷۷مې کلیزې سره برابره ده. که څه هم دا ورځ په ټوله نړۍ کې په پراخه کچه نمانځل کېږي، خو په افغانستان کې بیا د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
د ۳۰مادو دغه نړۍواله اعلامیه چې ټول انسانان د کرامت او حقونو له مخې برابر ګڼي، د بشریت له سترو تاریخي لاسته راوړنو څخه بلل کېږي.
افغانستان کې دا ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي، چې افغانان یوازې پرې نهږدي.