• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: د طالبانو ځینې مشران د هبت‌الله فرمانونه نه عملي کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۸:۰۰ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څار کمیټې په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو د مشر ملاهبت‌الله ټول فرمانونه په افغانستان کې یوشان نه تطبیقېږي. راپور زیاتوي، چې د طالبانو ځواکمن مشران لکه د حقاني شبکې غړي کولای شي د خپلې خوښې کار ترسره کړي او د خپل مشر له لارښوونو سرغړونه وکړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وایي، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي دروازو د تړل پاتې کېدو له امله افغانستان هره ورځ شاوخوا یو مېلیون ډالر اقتصادي زیان ګالي. په تازه راپور کې یادې شورا خبرداری ورکړی، که بنسټیزو ستونزو ته رسېدنه ونه‌شي؛ نو د پاکستان او طالبانو ترمنځ د پوځي شخړو ګواښ شته.

په افغانستان کې د بهرنیو وسله‌والو فعالیتونه

د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نوي راپور کې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د نه حضور په تړاو د طالبانو ادعا «بې‌بنسټه» بللې. د بندیزونو د څار کمیټې ویلي، د نړۍ ډېری هېوادونه په دوامداره توګه تاییدوي، چې ترهګریزې ډلې په افغانستان کې فعالیت لري.

په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د داعش خراسان، تحریک طالبان پاکستان، القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک، جماعت انصارالله، اتحاد المجاهدین پاکستان او نورې ډلې حضور لري.

د ستنېدونکو کډوالو پراخې څپې

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا وایي، د ۲۰۲۳کال له اکتوبر راهیسې تر ۴.۵ مېلیونه ډېر افغان کډوال چې ډېری یې په ایران او پاکستان کې مېشت وو؛ په جبري ډول افغانستان ته اېستل شوي دي.

د امنیت شورا په وینا؛ د راستنېدونکو کډوالو د رسېدنې او ملاتړ په برخه کې د نړۍوالې ټولنې هڅې، د ښځو پر وړاندې د طالبانو د محدودیتونو له امله له جدي خنډونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

طالبانو له هند نه د سنتي طب په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي هند ته د سفر په لړ کې د دغه هېواد د سنتي، ایورویدي او یوناني طب له وزیر شري پرتاپراو جادوف سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د سنتي طب په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې په کابل کې د سنتي طب د څېړنیز مرکز او انسټیټیوټ د جوړولو، د یادې برخې د متخصصینو د روزنې او د همکارۍ د هوکړه‌لیک د لاسلیک پر موضوعاتو خبرې شوې دي.

همداراز نور جلال جلالي د درملیزو فابریکو، صادرونکو شرکتونو او دودیزو درملو ټولنو له مسوولینو سره لیدلي دي. په خبرپاڼه کې راغلي:« په دې لیدنه کې افغانستان ته پر معیاري درملو واردولو، د قیمت او کیفیت برخې ته ځانګړې پاملرنې، په افغانستان کې پر پانګونې او ځینو نورو موضوعاتو باندې خبرې تر سره شوې.»

هندي چاراواکو هم په یادو برخو کې د همکارۍ پراختیا ډاډ ورکړی دی. د طالبانو د عامې روغتیا وزیر د درملو د وارداتو د اسانتیا لپاره هند ته سفر کړی دی. طالبانو تر دې وړاندې له پاکستان نه د درملو واردات درولي او هڅه کوي، چې هندي او ایراني درمل د پاکستاني درملو پر ځای وکاروي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت: اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، چې په بېلابېلو ولایتونو کې یې اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې ده. د دغه وزارت په وینا؛ د دایمي مېشتېدنې کمېټې له لوري کندهار، لغمان، بلخ او کندوز ولایتونو کې دغه لړۍ پیل شوې او په نورو ولایتونو کې بیا دغه لړۍ چټکه شوې ده.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند محمد کمال افغان ویلي، چې په کندهار ولایت کې دامهال ۸۰۰ کډوالو کورنیو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شوی او دغه لړۍ لاهم دوام لري. هغه زیاته کړې، چې په لغمان ولایت کې یې پر ۴۵ کورنیو په بېلابېلو کټګوریو کې دغه ځمکې وېشلې دي.

هغه زیاته کړې، چې په بلخ ولایت کې۳۰۳ کډوالو کورنیو او په کندوز ولایت کې نږدې ۴۰۰ کورنیو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل شوی. هغه زیاته کړې، چې د اړوندو ولایتونو څخه د نوملړونو وروستي کېدو سره سم به دغه وزارت اړمنو کډوالو ته د ځمکو د وېش بهیر پیل کړي.

سره له دې چې طالبانو افغانستان ته د بېرته ستنېدونکو کډوالو لپاره په ځینو ولایتونو کې د اوسېدو ځانګړي پنډغالي او ښارګوټي جوړ کړي؛ خو تازه ستانه شوي کډوال له بې‌کارۍ او د سرپناه له نشتوالي شکایت کوي او ځینې کسان هڅه کوي بېرته پر ناقانونه لارو له هېواده ووځي.

طالبان دغه څرګندونې داسې مهال کوي، چې په تېرو څلورو کلونو کې له درېیو هېوادونو څه باندې ۷ مېلیونه افغانان هېواد ته ستانه شوي دي. طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په یوه اونۍ کې؛ د پاکستان له زندانونو نږدې ۲۰۰ افغانان خوشې شوي دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۰۱ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، په روانه اونۍ کې ۱۶۷ افغان کډوال چې د پاکستان په زندانونو کې بندیان وو؛ له زندانه تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کسان چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي وو او د دغه هېواد په زندانونو کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بندیان وو، تر خوشې کېدو وروسته د سپین بولدک له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

په خبرپاڼه کې د دغه کسانو د جرمونو په اړه څه نه‌دي ویل شوي؛ خو په پاکستان کې افغانان تر ډېره په دغه هېواد کې د اوسېدو قانوني اسنادو نه لرلو له امله د پولیسو له‌خوا نیول کېږي.

له هغه راهیسې چې له طالبانو سره د اسلام‌اباد اړیکې ترېنګلې شوې؛ پاکستان د پلازمېنې په ګډون په یوشمېر ښارونو کې د افغان کډوالو پرضد عملیاتو ته زور ورکړی. په تېرو وروستیو کې پاکستاني پولیسو د افغانانو د نیولو لپاره ان د دوی د کورونو دروازې هم ماتې کړې دي.

په یوه اونۍ کې؛ د طالبانو د امربالمعروف وزارت ۷ کوډګر نیولي دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۵ GMT+۰

د طالبانو د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو وزارت خبر ورکړی، چې د دوی محتسبانو په تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې ۷ کوډګر نیولي دي. د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نیول شوي کوډګر عدلي او قضایي ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.

د طالبانو د امر بالمعروف وزارت نن پنجشنبه په خپل اوونیز راپور کې د دغه کوډګرو د نیولو ادعا کړې ده. د طالبانو دغه وزارت تر دې پخوا هم په کابل او یوشمېر نورو ولایتونو کې د کوډګرو د نیولو خبر ورکړی و.

د دغه وزارت له‌خوا په خپور شوي اوونیز راپور کې راغلي، چې تېره اونۍ یې د مېرمنو د حقونو اړوند ۶۹ قضیې هم حل کړې دي. دا په داسې حال کې ده، چې واک ته د طالبانو رسېدو راهیسې دغه ډلې په خپله پر ښځو پراخ بندیزونه لګولي دي.

ملګرو ملتونو هم د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې د طالبانو پر پراخې سرغړونې اندېښنه څرګنده کړې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د بشري حقونو نړۍوالې ورځې په مناسبت په افغانستان کې د ټولو خلکو لپاره د بنسټیزو حقونو د ټینګښټ غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی، چې د ښځو او نجونو حقونه د هېواد پرمختګ، سولې او بیارغونې لپاره حیاتي دي.

تېره ورځ تر ۴زره زیات کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۰۱ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۷مه) خبر ورکړی، چې پرون له ایران او پاکستان نه ۸۶۳ کورنۍ چې ټول‌ټال ۴۵۹۱ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور راغلي، چې له دغه کډوالو سره مالي مرسته هم شوې ده.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۳۹ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۱۷۴ کورنۍ، د هلمند د بهرامچې له لارې ۷۵ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۳۸ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۳۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.