روسي رسنۍ «نیوز رو» نن پنجشنبه راپور ورکړې چې دا بحثونه وروسته له هغې راپورته شول، چې په مسکو کې د طالبانو سفیر له روسي چارواکو سره د کرنیز سکتور لپاره د افغان کارګرو د ګومارلو پر امکان د خبرو یادونه وکړه.
د دې طرحې مخالفان، په ځانګړي ډول د روسیې د دولتي دوما د سیمهییز سیاست او محلي حکومت د کمېټې غړي د اروپایي احصایو پر بنسټ وایي، چې د افغان کډوالو حضور له جرمونو او جنايي پېښو سره تړلی دی.
دوی ټینګار کوي چې له افغانستان څخه د کارګرو جذب به د روسیې په ګټه نه وي.
په ورته وخت کې، ځینو روسي قانونجوړوونکو د کډوالۍ پر جدي کنټرول او د بهرنیو کډوالو د وضعیت پر هر اړخیزه ارزونه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې حتا هغه بهرني وګړي چې دا مهال روسیې ته راځي، دا د هېواد لپاره کومه ډالۍ نه ده.
راپور زیاتوي چې تر اوسه د مسکو او طالبانو ترمنځ د افغان کارګرو د جذب په اړه کوم وروستی تړون نه دی شوی او خبرې اترې لا هم روانې دي.
د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو اعلان وکړ، چې د یاد وزارت سرپرست عبدالمنان عمري د روسیې د کار او ټولنیزو چارو له وزیر انتون کوتیاکوف سره د سنټپټرزبورګ د ۲۷نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې کتلي او د افغان مسلکي او نیمهمسلکي کارګرانو د لېږد په اړه یې خبرې کړې دي.
د روان کال په چنګاښ میاشت کې یو شمېر اوکرایني رسنیو ولیکل، چې افغان کارګر د روسیې تر ولکې لاندې اوکرایني سیمو ته استول کېږي.
د رپوټونو له مخې د طالبانو او روسیې ترمنځ د توافق له مخې یو شمېر کارګران دونیڅک او لوهانسک سیمو ته لیږل کیږي،چې له ۲۰۲۲ راهیسې د روسي ځواکونو له خوا اشغال شوې دي.
روسي چارواکو له طالبانو سره دا هوکړه کړې چې افغان مسلکي برېښنايي کارپوهان، رنګمالان، د ودانیو کارګران، د کرنیزو برخو ماهران به په تاتارستان، داغستان، کراسنوادار او دغه راز دونباس کې د بیا رغونې لپاره وګوماري.
په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله هغه مهال وویل، چې «افغان متخصصین به د زیربناوو بیا جوړولو، کرنې او د ساختماني چارو په برخه کې ونډه واخلي».