• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وايي د هرات صنعتي ښارګوټی د هېواد د غالیو ۴۵ سلنه اړتیا پوره کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۱ GMT+۰

په هرات ولایت کې طالب چارواکي وایي چې د دغه ولایت په صنعتي ښارګوټي کې د غالیو او فرشونو د تولید ۲۰ فابریکې فعالیت لري، چې په دې برخه کې د افغانستان د کورني بازار شاوخوا ۴۵سلنه اړتیاوې پوره کوي.

د طالبانو د هرات ولایت د رسنیو دفتر زیاتوي چې یادې فابریکې د پرمختللو او عصري ماشین‌الاتو په وسیله هره ورځ زرګونه متره ماشيني غالۍ او فرش تولیدوي.

یاد دفتر زیاته کړې، چې دا تولیدات نه یوازې د هېواد د کورنیو بازارونو اړتیاوې پوره کوي، بلکې د وارداتو پر کمېدو او د کورني تولید پر ودې هم مثبت اغېز لري.

طالب چارواکي زیاتوي چې د قالینو او فرشونو صنعت د ملي اقتصاد د پیاوړتیا تر څنګ، سلګونو هېوادوالو ته د کار زمینه برابره کړې ده.

د دوی په وینا، په یادو فابریکو کې ګڼ شمېر ځوانان او مسلکي کارکوونکي بوخت دي، چې دا چاره د بې‌کارۍ د کچې په راکمولو کې مهم رول لري.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د سړې او ککړې هوا له امله ۶۷۰ زره افغانان په تنفسي ناروغیو اخته شوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۳۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د ژمي په موسم کې د سړې او ککړې هوا له امله په تنفسي ناروغیو د اخته کسانو شمېر ډیر شوی او دمګړی ۶۷۶ زره ماشومان او لویان په بېلابېلو تنفسي ناروغیو اخته دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان ویلي، چې د ژمي موسم په را رسیدو سره افغانستان کې د تنفسي ناروغیو کچه لوړه شوې ده او دوی یې د مخنیوي هڅې کوي.

شرافت زمان ویلي:«د ۲۶۰ زره په شاوخوا کې له موږ سره هغه ماشومان دي، چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي. دا د تنفسي سیستم اړوند ټولو ناروغانو شمېر دی. همدارنګه ۴۱۶ زره لویان دي.»

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د تنفسي ناروغیو په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامه پیل شوي او ځینو سیمو ته یې د اړتیاوړ درمل هم لېږلي دي.

سره له دې چې طالبانو ویلي، چې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې یې د هوا ککړتیا مخنیوي په موخه خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه پيل کړي، خو هر کال د ژمي په موسم کې د پلازمېنې کابل اوسېدونکي د ککړې هوا له زیاتېدو شکایت کوي او وايي، طالبان د ککړې هوا د مدیریت او کنټرول لپاره پروګرام نه لري.

ایران وايي چې ۱۰ زره افغانانو ته د کار ویزې صادرې شوې دي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۱ GMT+۰

د ایران د همکارۍ، کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې په ایران کې د لومړي ځل لپاره د «کار ویزې» د صادرولو بهیر عملي شوی او تر دې مهاله له ۲۰ زرو زیاتې غوښتنې ثبت شوې، چې د ۱۰ زره ویزو چارې پرمخ تللې دي. ایران افغان کارګرو ته د ۲۰۰ زره کاري ویزو د ورکولو اعلان کړی و.

د یاد وزارت د کارموندنې د پراختیا مرستیال سید مالک حسینی د پنجشنبې په ورځ وویل چې د افغانانو لپاره د کار ویزو د صادرولو نوی میکانیزم عملي شوی او تمه ده چې په نږدې راتلونکې کې د افغان پانګوالو د جذب په برخه کې څرګند بدلونونه راشي.

هغه زیاته کړه چې د افغانانو وضعیت ته پاملرنه ضروري ده، ځکه سره له دې چې ۱،۶ میلیونه افغانان بېرته ستانه شوي، لا هم نږدې پنځه میلیونه افغانان په ایران کې مېشت دي چې دده په وینا، پام وړ برخه یې غیرقانوني کډوال دي.

د ایران د کار وزارت مرستیال وویل چې بهرني پانګوال، په ځانګړي ډول افغانان، د درناوي وړ دي او ژمنه یې وکړه چې د هغوی د پانګونې پر وړاندې شته سیسټمي ستونزې به ډېر ژر حل شي.

د ایران د کار وزارت یاد چارواکي په روښانه ډول د افغان کارګرو نوم یاد نه کړ، خو له دې وړاندې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي و، چې زر به افغانانو ته ۲۰۰ د کارګرۍ ویزې صادرې شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت په تېره نومبر میاشت کې په کابل کې د ایران د سفیر له قوله خبر ورکړ، چې ایران تر اوسه له اته زرو زیاتې د کار ویزې افغان کارګرو ته صادرې کړې دي.

د روسیې د پارلمان یو شمېر غړو د افغان کارګرو د استخدام وړاندیز رد کړی

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۵۰ GMT+۰

د روسیې د پارلمان یا دوما ځینو غړو له افغانستان څخه د کارګرو د جذب وړاندیز ته منفي غبرګون ښودلی او د دې طرحې په اړه یې اندېښنې څرګندې کړې دي. د دولتي دوما د سیمه‌ییز سیاست او محلي حکومت د کمېټې غړي د اروپایي احصایو پر بنسټ وایي، چې د افغان کډوالو حضور له جرمونو سره تړلی دی.

روسي رسنۍ «نیوز رو» نن پنجشنبه راپور ورکړې چې دا بحثونه وروسته له هغې راپورته شول، چې په مسکو کې د طالبانو سفیر له روسي چارواکو سره د کرنیز سکتور لپاره د افغان کارګرو د ګومارلو پر امکان د خبرو یادونه وکړه.

د دې طرحې مخالفان، په ځانګړي ډول د روسیې د دولتي دوما د سیمه‌ییز سیاست او محلي حکومت د کمېټې غړي د اروپایي احصایو پر بنسټ وایي، چې د افغان کډوالو حضور له جرمونو او جنايي پېښو سره تړلی دی.

دوی ټینګار کوي چې له افغانستان څخه د کارګرو جذب به د روسیې په ګټه نه وي.

په ورته وخت کې، ځینو روسي قانون‌جوړوونکو د کډوالۍ پر جدي کنټرول او د بهرنیو کډوالو د وضعیت پر هر اړخیزه ارزونه ټینګار کړی او ویلي یې دي چې حتا هغه بهرني وګړي چې دا مهال روسیې ته راځي، دا د هېواد لپاره کومه ډالۍ نه ده.

راپور زیاتوي چې تر اوسه د مسکو او طالبانو ترمنځ د افغان کارګرو د جذب په اړه کوم وروستی تړون نه دی شوی او خبرې اترې لا هم روانې دي.

د ۱۴۰۳ کال په غبرګولي کې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسوولانو اعلان وکړ، چې د یاد وزارت سرپرست عبدالمنان عمري د روسیې د کار او ټولنیزو چارو له وزیر انتون کوتیاکوف سره د سنټ‌پټرزبورګ د ۲۷نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې کتلي او د افغان مسلکي او نیمه‌مسلکي کارګرانو د لېږد په اړه یې خبرې کړې دي.

د روان کال په چنګاښ میاشت کې یو شمېر اوکرایني رسنیو ولیکل، چې افغان کارګر د روسیې تر ولکې لاندې اوکرایني سیمو ته استول کېږي.

د رپوټونو له مخې د طالبانو او روسیې ترمنځ د توافق له مخې یو شمېر کارګران دونیڅک او لوهانسک سیمو ته لیږل کیږي،چې له ۲۰۲۲ راهیسې د روسي ځواکونو له خوا اشغال شوې دي.

روسي چارواکو له طالبانو سره دا هوکړه کړې چې افغان مسلکي برېښنايي کارپوهان، رنګمالان، د ودانیو کارګران، د کرنیزو برخو ماهران به په تاتارستان، داغستان، کراسنوادار او دغه راز دونباس کې د بیا رغونې لپاره وګوماري.

په افغانستان کې د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله هغه مهال وویل، چې «افغان متخصصین به د زیربناوو بیا جوړولو، کرنې او د ساختماني چارو په برخه کې ونډه واخلي».

جرمني د روانې میاشتې تر پایه له پاکستان نه څه باندې ۵۰۰ افغانان لېږدوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۵ GMT+۰

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینټ اعلان وکړ، چې په پاکستان کې بند پاتې هغه ۵۳۵ افغانان جرمني ته لېږدوي، چې د حکومت له خوا یې د منلو رسمي ژمنه ترلاسه کړې ده.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسانډر ډوبرینټ ار این دي خبري شکبې ته ویلي، چې په پاکستان کې د بند پاتې افغانانو د قضیو د پروسس چارې به د ډسمبر میاشتې تر وروستیو بشپړې کړي او هغوی به جرمني ته ولېږدول شي.

الکسانډر ډبرینټ ویلي، «دمګړی ۷۵ محلي کارکوونکي او ۴۶۰ د افغانانو د منلو فدرالي پروګرام کې شامل کسان په پاکستان کې پاتې دي. دا هغه کسان دي چې جرمني ته به ولېږدول شي. موږ د دې پروسي د ژر تر ژره پروسس کولو کې لیوالیتا لرو او له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې یو، غواړو د امکان تر حده د کال تر پایه دا پروسه بشپړه کړو.»

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي، په یادو افغانانو کې هغه کسان شامل دې، چې په افغانستان کې یې د جرمني د پوځ د ماموریت پرمهال د جرمني سازمانونو او بشري حقونو په برخو کې کار کړی او د جرمني حکومت له خوا یې د منلو ژمنه ترلاسه کړې وه.

د یادو افغانانو قضيي د جرمني د حکومت د کډوالو د نوې پالیسۍ له مخې ځنډول شوې وي.

د پاکستان حکومت جرمني ته د افغانانو د لېږد په تړاو د روان کال تر وروستۍ میاشتې ضرب الاجل ټاکلی و او ویلي یې و، چې که یاد افغانان جرمني ته انتقال نه شي، بېرته به یې افغانستان ته ولېږدوي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر ویلي:« موږ په دې اړه له پاکستاني چارواکو سره په اړیکه کې یو. ښايي یو څو قضیې راتلونکي کال ته پاتې شي او موږ به په نوي کال کې کار پرې وکړو.»

دا په داسې حال کې ده، چې د بشري حقونو او کډوالو ګڼو سازمانونو ویلي و، چې ۱۸۰۰ افغانان جرمني ته د تګ په تمه د نامعلومو لاملونو له امله په پاکستان کې بند پاتې دي او دوی له برلین څخه غوښتنه کړې چې یاد افغانان دې ژر تر ژره جرمني ته انتقال کړي.

د طالبانو لوی درستیز وايي چې څوک یو وار پرې کوي سل واره به پرې کوي

۲۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۸ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۱۷ GMT+۰

د طالبانو لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت په کابل کې په یوه غونډه کې ویلي، چې د دوی اردو ثابته کړه چې څوک هیواد ته په بد نظر وګوري په پوره زړورتیا ځواب ورکوي او ګاونډیانو ته هم دا ثابت شول، چې څوک پر افغانستان یو وار وکړي، سل چنده ځواب به ورکول کیږي.

فطرت د پنجشنبې په ورځ په کابل کې د دې ډلې د سیاسي او نظامي چارو له شنونکو، پخوانیو جنرالانو، د رسنیو مسوولینو او د دفاع وزارت لوړپوړو چارواکو سره د همغږۍ او همکارۍ په غونډه کې وویل، چې دوی داسې یوه اردو جوړول غواړي، چی د افغانستان له سرحدونواو ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي.

فصیح‌الدین فطرت په خپلو خبرو کې د طالبانو د اردو د مډرن کولو په اړه خبرې وکړې.

نوموړي وویل، «کوښښ کوو یوه داسې مجهزه په ماډرن وسلو سمبال اردو جوړه کړو چې په هر ډول حالاتو کې له خپل حریم څخه دفاع وکړي.

هغه د طالبانو د امنیتي ځواکونو د فعالیتونو او د رسنیو د رول او د سیاسي او نظامي چارو شنونکو د اندېښنو په اړه هم څرګندونې وکړې.

فصیح‌الدین ټینګار وکړ چې د ولس د امنیت ساتنه او خلکو ته د اسانتیاوو برابرول د دوی لومړیتوب دی. هغه د رسنیو له استازو مننه وکړه چې د امنیت په تامین کې یې فعال رول لوبولی او د طالبانو اردو سره په ګډه کار کوي.

نوموړي زیاته کړه، «کوم ملتونه چې په خپلو پښو ولاړ نه وي او په بل چا متکی وي، که څه هم وده وکړي خو بیا هم پرمختګ نه شي کولای. په تېرو څلورو کلونونو کي زموږ د اردو ځواکونو د هیواد په دفاع او ساتنه کې هیڅ نه دي سپمولي، زموږ اردو اوس په خپلو پښو ولاړه ده».

د طالبانو لوی درستیز دغه راز ټینګار وکړ، چې ددوی ځواکونه په تیرو کلونو کې د طبیعي پېښو او نورو ناورینونو پر مهال له ولس سره څنګ په څنګ ولاړ پاتې شوي او خپلو خلکو ته یې خدمت کړی دی.