د رېښتر په کچه ۵.۳ درجې زلزلې د افغانستان شمال ولړزاوه

د رېښتر په کچه ۵.۳ درجې زلزلې نن جمعه (د لېندۍ ۲۸مه) د افغانستان شمال ولړزاوه. د امریکا د ځمک پېژندنې ادارې د دغه زلزلې مرکز د بغلان ولایت نهرین ولسوالي ښودلې ده. لاتراوسه د یادې زلزلې له کبله د اوښتو زیانونه په اړه څه نهدي ویل شوي.





