• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د پاکستان تقلبي درملو په افغانستان کې د سرطاني ناروغیو کچه لوړه کړې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۸ GMT+۰

د طالبانو دفاع وزارت د روغتیا د برخې مسوولان وایي، له پاکستان څخه افغانستان ته واردو شويو تقلبي او بې‌کیفیته درملو تر بل هر وخت د سرطاني ناروغیو کچه لوړه کړې ده. نوموړي زیاته کړې چې تر دې دمه لږ تر لږه ۲۲ډوله پاکستاني تقلبي درمل پېژندل شوي دي.

د طالبانو د دفاع وزارت د لوی درستیز روغتیایي قوماندان محمدطاهر احرار د طالبانو یوې اړوندې رسنۍ ته په مرکه کې ویلي، چې «د پاکستان تقلبي درمل نه یوازې دا چې اغېزناکه درملنه نه برابروي، د ناروغانو روغتیا ته مستقیم زیان رسوي او د اوږدمهالو او خطرناکو ناروغیو د رامنځته کېدو لامل ګرځي».

نوموړي زیاته کړې چې تر دې دمه لږ تر لږه ۲۲ډوله پاکستاني تقلبي درمل پېژندل شوي، چې افغانستان ته وارد شوي او په بازارونو کې موندل کېږي.

نوموړي دا نه ده روښانه کړې، چې دغه تقلب پاکستاني درمل جوړوونکو کړی او که افغان درمل واردوونکي په ټیټ کیفیت درمل واردوي.

د هغه په وینا، دغه درمل د ناروغیو د مقاومت د زیاتېدو ترڅنګ د سرطاني ناروغیو د پراخېدو یو مهم لامل بلل کېږي.

احرار له پاکستان نه د تقلبي درملو واردول د نړیوالو بشري قوانینو ښکاره نقض یاد کړی او له مسوولو کورنیو او نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې په دې اړه جدي څېړنې وکړي او د خلکو د روغتیا د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د اقتصادي معاونیت له‌خوا هم د بې‌کیفیته او تقلبي پاکستاني درملو د واردېدو د مخنیوي لپاره اقدام شوی دی.

یاد معاونیت پر پاکستاني درملو بندیزونه لګولي او د د خپلې ډلې مالیې وزارت ته یې لارښوونه کړې چې له ټاکلي وخت وروسته د پاکستاني درملو له ګمرک کولو او وارداتو مخه ونیسي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

المرصاد: طالبانو په فیض اباد کې پر تاجکستان میشتو چینايي وګړو د بریدکوونکو مرکز په نښه کړی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۳ GMT+۰

د طالبانو اړوند رسنۍ «المرصاد» ویلي، چې طالبانو له تاجکستان سره پر پوله پر چینايي وګړو د برید په تور د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د شکمنو کسانو پر پټنځای عملیات کړي او یو شکمن بریدګر یې ژوندی نیولی. یاده رسنۍ وايي، د نیول شوي کس اعتراف ښيي چې برید له بهره پلان شوی و.

المرصاد د طالبانو د سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې تېره شپه د طالبانو ځانګړو ځواکونو د بدخشان په مرکز فیض اباد کې د هغو شکمنو کسانو پر پټنځای برید کړی، چې د افغانستان له خاورې څخه یې د تاجکستان لوري ته پر چینايي وګړو بریدونه کړي وو.

په خبر کې ویل شوي، چې په یادو عملیاتو کې یو کس له وسلې او نورو نظامي مهماتو سره یو ځای نیول شوی دی.

المرصاد په خپل خبر کې ویلي، چې له نیول شوي کس څخه د لومړنیو تحقیقاتو په پایله کې څرګنده شوې، چې پر چینايي وګړو د برید پلان له افغانستان څخه بهر تنظیم شوی و.

تر اوسه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، د یادې ډلې د کورنیو چارو وزارت او د استخباراتو عمومي ریاست د یادو عملیاتو په تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روانې لېندۍ میاشتې په لومړیو کې د افغانستان له خاورې په تاجکستان کې پر چینايي وګړو د بریدونو خبر ورکړل شوی و او په یادو بریدونو کې درې چینايي وګړي وژل شوي وو.

طالبانو او ملګرو ملتونو په ۲۰۲۶ کال کې د افغان کډوالو د ملاتړ لپاره تخنیکي ناسته کړې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۸ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې په کابل کې یې د ملګرو ملتونو له استازو سره تخنیکي ناسته کړې ده. د کډوالو عالي کمېشنرۍ ویلي چې په ۲۰۲۶کال کې به د راستنېدونکو ملاتړ، نغدي مرستې، حقوقي ملاتړ، سرپناه او د معیشت برابرول د دوی د تمرکز اصلي برخې وي.

په دې ناسته کې، چې دوهمه تخنیکي غونډه بلل شوې، د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د وزیر د دفتر مشر سعید احمد بنوري او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بېلابېلو څانګو مسوولینو ګډون کړی و.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سعید احمد بنوري ملګرو ملتونو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او د راستنېدونکو د وضعیت، له پاکستان څخه تر راستنېدو وروسته د هغوی د ستونزو، د ژمي له رارسېدو سره د سرپناه کمښت او نورو بېړنیو اړتیاوو په اړه یې خبرې وکړې.

د طالبانو د کډوالو وزارت په خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د مشر له قوله ویل شوي چې د دوی لومړیتوب به ۱۱ولایتونه وي، چې کابل، هرات، کندهار او ننګرهار هم پکې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د روان کال د سنبلې په میاشت کې اعلان کړی و چې د طالبانو له‌خوا د دغه سازمان په دفترونو کې د ښځو پر کار له بندیز وروسته، د افغانستان لپاره یې د حیاتي مرستو یوه برخه ځنډولې ده.

د کډوالو عالي کمېشنرۍ هغه مهال ویلي و چې په سرحدونو او ښارونو کې د نغدي مرستو او ملاتړ مرکزونه عملاً تړل شوي، ځکه د ښځینه کارکوونکو له حضور پرته د ثبت او مرستو وېش شونی نه دی.

دې ادارې ټینګار کړی و چې له نیمایي ډېر افغان راستنېدونکي ښځې دي او د ښځینه کارکوونکو نشتوالي د دغو مرکزونو فعالیت له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

طالبانو په کابل ښار کې د اریانا سینما ودانۍ نړولې ده

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۶ GMT+۰

له کابل څخه باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو په پښتونستان څلورلاره کې د اریانا سینما ودانۍ نړولې ده. د یادې سیمې کسبکاران وايي، طالبان د سینما پرځای د یوه سوداګریز مارکیټ د جوړولو پلان لري.

سرچینو نن د چارشنبې په ورځ، د لېندۍ ۲۶مه ویلي، چې طالبانو له تېرو دوو ورځو راهیسې د اریانا سینما د ودانۍ ویجاړول پیل کړي او تردې مهاله یې د ودانۍ ډېره برخه ویجاړه کړې ده.

په خپرو شویو ویډیوګانو کې لېدل کېږي، چې طالبانو د اریانا سینما د ودانۍ شاوخوا سیمه په یوه پرده پوښلې او د بلډوزرونو په وسیله ودانۍ ویجاړول دوام لري.

اریانا سینما د افغانستان له پخوانیو سینماوو ګڼل کېږي او د پخواني کابل د سمبول په توګه پېژندل کېږي.

د طالبانو کابل ښاروالۍ د ۱۴۰۱ کال په غويي میاشت کې د یادې سینما د بېرته پرانېستلو او په سینما کې د یو فیسټوال د ترسره کولو اعلان کړی و، خو دمګړی طالبانو د یادې سینما د ویجاړولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا لومړی ځل نه دی، چې طالبان په کابل کې د یوې سینما ودانۍ ویجاړوي. د راپورونو له مخې، یادې ډلې د افغانستان په نورو ولایتونو کې هم څو سینماګانې ویجاړې کړې دي.

وړاندې طالبانو د کابل په خیرخانه مېنه کې د«خیرخانې سینما» هم ویجاړه کړې او ویلي یې و، چې د سینما پرځای جومات او مارکیټ جوړوي.

په افغانستان کې له بهزاد څخه وورسته اریانا سینما له پخوانیو سینماګانو شمېرل کېږي، چې د کابل ښار په مرکز کې د پښتونستان په څلور لارې کې موقعیت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو امربالمعروف وزارت د ساکښو انځورونو پر خپرېدو بندیز لګولی او یادې ډلې د لوړو زده کړو وزارت له چوکاټ څخه د ښکلو هنرونو پوهنځی هم لرې کړی دی.

نور الحق انور: د «خیالي استادانو او خیالي مکتبونو» وخت تېر شوی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۰۵ GMT+۰

د طالبانو د چارو ادارې رییس نور الحق انور د تېر جمهوري نظام پوهنې وزارت ته په اشارې ویلي، چې « د خیالي استادانو او مکتبونو وخت تېر شوی» او د دوی حکومت دې موضوع ته جدي پاملرنه کوي. نوموړي د درملو له قاچاق وړونکو سره د سخت چلند یادونه کړې.

د طالبانود چارو ادارې رییس نورالحق انور «په افغانستان کې د درملو منطقي کارونه او راتلونکی لیدلوری» تر سرلیک لاندې کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په بېلابېلو سکتورونو کې د پام وړ پرمختګونه شوي او دده په وینا، نړیوال هم دغه پرمختګونه مني.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د روغتیا په برخه کې د معیاري درملو د کارونې، له بې‌کیفیته او قاچاقي درملو سره جدي مبارزې او د قانون حاکمیت ته ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د هغه په وینا، د طالبانو اداره د ولس د روغتیا خوندیتوب خپل لومړیتوب ګڼي او اجازه به ورنه کړي چې د خلکو ژوند د غیرمعیاري درملو له امله له ګواښ سره مخ شي.

نوموړي ویلي، چې د بې‌کیفیته درملو د قاچاق کوونکو او قانون ماتوونکو پر ضد به تر ټولو سخت قانوني چلند وشي.

طالبانو په دې وروستیو کې له پاکستان سره د لارو له تړلو او د هند او ایران له درمل واردوونکو کمپنیو سره له هوکړو وروسته د درملو د قاچاق پر وړاندې خپلې هڅې چټکې کړې دي.

انور همدارنګه په تېرو څلورو کلونو کې د نوي نصاب او «د سلګونو تعلیمي مرکزونو» جوړېدل خورا ارزښتناک وبلل او ویې ویل، چې د تعلیمي بنسټونو پراختیا د هېواد د پرمختګ، ځان‌بسیاینې او د راتلونکي نسل د روزنې لپاره بنسټیز اهمیت لري.

نوموړي د معارف او لوړو زده‌کړو په برخه کې د استادانو په اړه وویل چې د خیالي استادانو او خیالي مکتبونو وخت تېر شوی او د دوی حکومت دې موضوع ته جدي پاملرنه لري.

په تهران کې د یوه افغان په ګډون دوه کارګر له ژورې څاه ژغورل شوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۵:۴۶ GMT+۰

د تهران ښار د اور وژنې اداره وایي چې ددغه ښار د رحیمي واټ په سیمه کې د یوه افغان په ګډون دوه کارګر چې په یوه ژوره څاه کې بند پاتې وو، رااېستل شوي او روغتون ته یې لېږدولي دي.

د دغې ادارې ویاند سید جلال ملکي ایرنا خبري اژانس ته ویلي، «یو افغان چې عمر یې ۳۲ کاله دی، له خپل بل ملګري کارګر سره په یوه درې پوړیز زاړه کور کې په زیرزمیني څاه کې بند پاتې شوی و، موږ ته غرمې مهال د پېښې خبر راکړل شو او دوه ټیمونه مو د پېښې ځای ته واستول.»

ملکي زیاته کړې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاده څاه شاوخوا ۲۵متره ژوره وه، یو کارګر په کار کولو کې کمزوری او بې سده شوی و،او دویم کس د مرستې لپاره څاه ته ورکښېوت، خو هغه هم بند پاتې شوی و.

سید جلال ملکي وایي چې د اور وژنې مامورینو د اړینو اقداماتو او د هوا د مناسب حالت ډاډ ترلاسه کولو وروسته یو عملیاتي کارګر څاه ته کوز کړ او دواړه کارګران یې راوباسل.

ویل کېږي چې بېړني روغتیایي کارکوونکو کارګران روغتون ته لېږدولي خو د دواړو کارګرو روغتیایي وضعیت خورا نازک ښودل شوی.