په تهران کې د یوه افغان په ګډون دوه کارګر له ژورې څاه ژغورل شوي

د تهران ښار د اور وژنې اداره وایي چې ددغه ښار د رحیمي واټ په سیمه کې د یوه افغان په ګډون دوه کارګر چې په یوه ژوره څاه کې بند پاتې وو، رااېستل شوي او روغتون ته یې لېږدولي دي.

د تهران ښار د اور وژنې اداره وایي چې ددغه ښار د رحیمي واټ په سیمه کې د یوه افغان په ګډون دوه کارګر چې په یوه ژوره څاه کې بند پاتې وو، رااېستل شوي او روغتون ته یې لېږدولي دي.
د دغې ادارې ویاند سید جلال ملکي ایرنا خبري اژانس ته ویلي، «یو افغان چې عمر یې ۳۲ کاله دی، له خپل بل ملګري کارګر سره په یوه درې پوړیز زاړه کور کې په زیرزمیني څاه کې بند پاتې شوی و، موږ ته غرمې مهال د پېښې خبر راکړل شو او دوه ټیمونه مو د پېښې ځای ته واستول.»
ملکي زیاته کړې، چې د لومړنیو معلوماتو له مخې، یاده څاه شاوخوا ۲۵متره ژوره وه، یو کارګر په کار کولو کې کمزوری او بې سده شوی و،او دویم کس د مرستې لپاره څاه ته ورکښېوت، خو هغه هم بند پاتې شوی و.
سید جلال ملکي وایي چې د اور وژنې مامورینو د اړینو اقداماتو او د هوا د مناسب حالت ډاډ ترلاسه کولو وروسته یو عملیاتي کارګر څاه ته کوز کړ او دواړه کارګران یې راوباسل.
ویل کېږي چې بېړني روغتیایي کارکوونکو کارګران روغتون ته لېږدولي خو د دواړو کارګرو روغتیایي وضعیت خورا نازک ښودل شوی.


د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر دیني عالمانو په وینا کې یوځل بیا ټینګار کړی، چې د «ملت او امارت» ترمنځ اړیکې باید قوي وساتل شي او د امیر اطاعت وشي. هغه پر دیني عالمانو غږ کړی، چې «خلک د نظام پر ارزښت او د امیر په اطاعت او بیعت» وپوهوي.
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم د چارشنبې په ورځ په کابل کې «په افغانستان کې د درملو منطقي کارونه او راتلونکی لیدلوری» کنفرانس ته وینا پرمهال وویل، چې د یادې ډلې له خوا د ښه چلند کولو لارښوونه د علماوو له خوا شوې ده، نو علما دې هم طالبانو او ملت ته متوجې شي.
نوموړي زیاته کړې:« خدای مه کړه د ملت او د نظام د مسولینو ترمنځ دا محبت او اخلاص، چې د شل کالو په جریان کې یې درلود، له منځه ولاړ نه شي.»
نوموړي دیني علماوو ته په خطاب کې ویلي، چې باید د افغانستان خلک د نظام په اهمیت وپوهوي ځکه دده په وینا، دوی د مسوولینو شان، د اسلامي نظام قدر او عزت، د اسلامي امیر بیعت او د اطاعت بیعت ته اړتیا لري.
نوموړي له خپل امیر او نظام څخه پر داسې مهال پر بیعت او اطاعت کولو ټینګار کړی، چې څو ورځې وړاندې د یادې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په خوست کې د خبرو پرمهال له خلکو سره د طالبانو د ادارې پر چلند توندې نیوکې کړې وې.
د طالبانو د مشرانو په خبرو کې په دې وروستیو کې د امیر د اطاعت او له اختلافونو د ډډې کولو خبرې ډېرې اورېدل کیږي.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر په کابل کې په یوه جــهادي مدرسه کې د وینا پرمهال ویلي چې مدرسې د اسلامي نظام د حاکمیت او ساتلو سرچینې دي. مولوي کبیر دغه راز پر خلکو غږ کړی چې د نظام د تخریب او د امنیت د اخلال هڅو ته اجازه ورنه کړي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې مولوي کبیر په دې غونډه کې ویلي، چې مدرسې نه یوازې د دیني علومو د زده کړې، بلکې د اسلامي نظام د حاکمیت او ساتلو اساسي سرچینې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد او بیا د امریکا او ناټو د یرغلونو خلاف په جهاد کې د مدرسو، پوهنتونونو او ټول ولس قربانۍ د دې لامل شوې چې دغه «یرغلګر » ماتې وخوري.
د طالبانو د کډوالو وزیر دغه راز په خپله وینا کې له دیني علماوو او خلکو غوښتي چې خپل نظریات، نیوکې او وړاندیزونه له اړوندو مسوولینو سره شریک کړي او هغوی چې د نظام د تخریب او د امنیت د اخلال هڅه کوي باید اجازه ورنه کړل شي.
د طالبانو د چارواکو په وروستیو ویناوو کې د «امیر بدیل»، «اختلاف» او «اطاعت» او « تخریب» مخنیوي په څېر کلمو معنادار تکرار اورېدل کېږي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر ندامحمد ندیم وویل چې په اسلامي نظام کې یوازې یو امیر شته او ټول باید د هغه اطاعت وکړي.
د هغه په وینا، «ډېر امیران» د نظام د فساد او ناکامۍ لامل کېږي.
د طالبانو د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد هم له دې وړاندې په یوه غونډه کې وویل چې کورني او بهرني عوامل د طالبانو د نظام پر وړاندې د ستونزو جوړولو هڅه کوي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د پروګرامونو رییس د ایکو سازمان د برېښنا اړوند انلاین غونډه کې له دغه سازمان نه غوښتي، چې د افغانستان د اوبو او برېښنا په برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.
دطالبانود اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د پروګرامونو رییس جان محمد حمزه د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) په دویمه غونډه کې په انلاین وینا کې د افغانستان په نوې کېدونکې انرژۍ کې پر پراخو ظرفیتونو ټینګار کړی او له غړو هېوادونو یې غوښتې چې د افغانستان د انرژۍ په پرمختګ کې ورسره همکاري وکړي.
نوموړي ویلي، چې د سیمې د برېښنا بازار جوړول، د تخنیکي همکاریو پیاوړتیا، په انرژۍ پروژو کې ګډه پانګونه او د سیمې هېوادونو ترمنځ همغږۍ زیاتول د دې غونډې د بحث اصلي محورونه وو.
د طالبانو ددغه چارواکي په وینا، د افغانستان د بریښنا تولید ظرفیت، د اوبو د بندونو پراختیا، او د لمریزې او بادي انرژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونه هم د بحث موضوع وه.
هغه زیاته کړې چې د سیمهییزو برېښنا شبکو په پراختیا سره افغانستان کولای شي خپلو ګاونډیو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي او د اقتصادي پرمختګ لپاره یې دوامداره منابع برابر کړي.

د ازبکستان په بخارا ولایت کې له افغانستان څخه د قاچاق شویو نشهیي توکو یوه کڅوړه نیول شوې ده. پولیس وايي، د تلاشي پر مهال، په موټر کې څلور کیلو او ۷۱۵ ګرامه اپین وموندل شول، چې د قانوني کړنلارې له مخې ضبط او دوه شکمن کسان ونیول شول.
د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتومطبوعاتي دفتر ویلي، چې د جوندور ولسوالۍ په سیمه کې یو موټر، چې د «بخارا -قره قل» پر لاره روان و، ودرول شو او تلاشي ترې واخیستل شوه. په موټر کې د یادې ولسوالۍ یو اوسېدونکی او یو بهرنی وګړی سپاره وو.
د تلاشي پر مهال، په موټر کې څلورکیلو او ۷۱۵ ګرامه اپین وموندل شول، چې د قانوني طرزالعمل له مخې ضبط شول.
ویل کېږي دغه اپین له افغانستان څخه قاچاق شوي وو او په بخارا کې په یو پټ ځای کې ساتل شوي وو.
دا مهال د یادو کسانو پر ضد د ازبکستان د جزا قانون د ۲۸مادې او د ۲۴۶مې مادې د ۲مې فقرې (قاچاق) او همدارنګه د ۲۵مادې او د ۲۷۳ مادې د ۵ فقرې(د نشهیي توکو پلور او لېږد) له مخې جنايي دوسیه پرانیستل شوې او د «حبس» احتیاطي تدبیر پرې تطبیق شوی دی.
د قانون له مخې، د داسې جرمونو مرتکبینو ته له ۱۰څخه تر ۲۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کیږي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، په قرغیزستان کې د افغانستان د سوداګرۍ کور په جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې ستونزې حل شي او د صادراتو او وارداتو په زیاتوالي، پانګونې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د باور پراخېدو کې به مرسته وکړي.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن د چارشنبې په ورځ، د لېندۍ ۲۶مه د قرغیزستان د اقتصاد وزیر سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراخوالي په تړاو ځینې هوکړې لاسلیک کړې او قرغیزستان په کابل کې خپل د سوداګرۍ کور پرانېست.
پر همدغه مهال د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، چې دوی هم پلان لري په قرغیزستان کې د افغانستان د سوداګرۍ کور جوړ کړي.
نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو له لوري د سوداګرۍ کورونو جوړول به د افغان او قرغیزي سوداګرو ترمنځ یو ګټور پل وي.
نور الدین عزیزي زیاته کړه:«موږ په پلان کې لرو چې په قرغیزستان کې د سوداګرۍ کور جوړ کړو، له دې لارې به د سوداګریزو موانعو د حل، د پانګه اچوونکو هڅونې، د صادراتو او وارداتو زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اعتماد پراخېدو کې مرسته وشي او د سیمې د اقتصاد د پراختیا په برخه کې به ګټور تمام شي».
همدارنګه نورالدین عزیزي وویل، طالبان تمه لري، چې له قرغیزستان سره د یوې ګډې ستراتیژۍ له لارې د صادراتو او کرنیزو محصولاتو زیاتوالي، له قرغیزستان څخه افغانستان ته د ماشینونو، تجهیزاتو، د صنعتي موادو انتقال، تبدیدلي صنایعو، بسته بندۍ او لوجیستیک برخو کې ګډه پانګونه وکړي.
عزیزي زیاته کړه چې افغانستان چمتو دی د ترانزیټې دهلیزونو د جوړولو، ګمرکي همغږۍ، د لاریو د تګ راتګ او د سوداګریزو او ګډو ترانزیټي لوجیستیکي مرکزونو جوړولو لپاره له قرغیزستان سره عملي همکارري وکړي.
د نوموړي په وینا، دمګړی د افغانستان او قرغیزستان د ګډو کاري ګروپونو په جوړولو سره د دواړو هېوادونو فرصتونه او ظرفیتونه ارزول کېږي او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره یوه مستقیمه سوداګریزه شبکه جوړه شوې ده.
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز په خپلو کې دې ته هم اشاره وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا له مخې به د قرغیزستان سوداګر د افغانستان له لارې د سویلي اسیا، ایران او خلیج حوزې بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي او افغان تولیدوونکي کولای شي د قرغیزستان له لارې قزاقستان، روسیې، چین، او د یوریشیا اقتصادي اتحاديي ته لاسرسی ولري.
طالبانو ویلي، چې له قرغیزستان سره د اوږدمهاله سوداګریزو او اقتصادي اړیکو او ملګرتیا اراده لري او ډاډ یې څرګند کړی، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو په مخ کې پراته خنډونه به حل او د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره به نوې دروازې پرانېستل شي.