• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو له ایکو سازمان نه د برېښنا برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د پروګرامونو رییس د ایکو سازمان د برېښنا اړوند انلاین غونډه کې له دغه سازمان نه غوښتي، چې د افغانستان د اوبو او برېښنا په برخه کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

دطالبانود اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ د پروګرامونو رییس جان محمد حمزه د اقتصادي همکارۍ سازمان (ایکو) په دویمه غونډه کې په انلاین وینا کې د افغانستان په نوې کېدونکې انرژۍ کې پر پراخو ظرفیتونو ټینګار کړی او له غړو هېوادونو یې غوښتې چې د افغانستان د انرژۍ په پرمختګ کې ورسره همکاري وکړي.

نوموړي ویلي، چې د سیمې د برېښنا بازار جوړول، د تخنیکي همکاریو پیاوړتیا، په انرژۍ پروژو کې ګډه پانګونه او د سیمې هېوادونو ترمنځ همغږۍ زیاتول د دې غونډې د بحث اصلي محورونه وو.

د طالبانو ددغه چارواکي په وینا، د افغانستان د بریښنا تولید ظرفیت، د اوبو د بندونو پراختیا، او د لمریزې او بادي انرژۍ په برخو کې د پانګونې فرصتونه هم د بحث موضوع وه.

هغه زیاته کړې چې د سیمه‌ییزو برېښنا شبکو په پراختیا سره افغانستان کولای شي خپلو ګاونډیو هېوادونو ته هم برېښنا صادره کړي او د اقتصادي پرمختګ لپاره یې دوامداره منابع برابر کړي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

ازبکستاني پولیس وايي په بخارا کې یې له افغانستان نه قاچاق شوي اپین نیولي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۹ GMT+۰

د ازبکستان په بخارا ولایت کې له افغانستان څخه د قاچاق شویو نشه‌یي توکو یوه کڅوړه نیول شوې ده. پولیس وايي، د تلاشي پر مهال، په موټر کې څلور کیلو او ۷۱۵ ګرامه اپین وموندل شول، چې د قانوني کړنلارې له مخې ضبط او دوه شکمن کسان ونیول شول.

د ازبکستان د دولتي امنیتي خدماتومطبوعاتي دفتر ویلي، چې د جوندور ولسوالۍ په سیمه کې یو موټر، چې د «بخارا -قره قل» پر لاره روان و، ودرول شو او تلاشي ترې واخیستل شوه. په موټر کې د یادې ولسوالۍ یو اوسېدونکی او یو بهرنی وګړی سپاره وو.

د تلاشي پر مهال، په موټر کې څلورکیلو او ۷۱۵ ګرامه اپین وموندل شول، چې د قانوني طرزالعمل له مخې ضبط شول.

ویل کېږي دغه اپین له افغانستان څخه قاچاق شوي وو او په بخارا کې په یو پټ ځای کې ساتل شوي وو.

دا مهال د یادو کسانو پر ضد د ازبکستان د جزا قانون د ۲۸مادې او د ۲۴۶مې مادې د ۲مې فقرې (قاچاق) او همدارنګه د ۲۵مادې او د ۲۷۳ مادې د ۵ فقرې(د نشه‌یي توکو پلور او لېږد) له مخې جنايي دوسیه پرانیستل شوې او د «حبس» احتیاطي تدبیر پرې تطبیق شوی دی.

د قانون له مخې، د داسې جرمونو مرتکبینو ته له ۱۰څخه تر ۲۰ کلونو پورې د بند سزا ورکول کیږي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر وايي چې په قرغیزستان کې د افغانستان د «سوداګرۍ کور» جوړوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۳ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر وايي، په قرغیزستان کې د افغانستان د سوداګرۍ کور په جوړېدو سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې ستونزې حل شي او د صادراتو او وارداتو په زیاتوالي، پانګونې او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د باور پراخېدو کې به مرسته وکړي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن د چارشنبې په ورځ، د لېندۍ ۲۶مه د قرغیزستان د اقتصاد وزیر سره د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراخوالي په تړاو ځینې هوکړې لاسلیک کړې او قرغیزستان په کابل کې خپل د سوداګرۍ کور پرانېست.

پر همدغه مهال د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي وویل، چې دوی هم پلان لري په قرغیزستان کې د افغانستان د سوداګرۍ کور جوړ کړي.

نوموړي ویلي، چې د دواړو هېوادونو له لوري د سوداګرۍ کورونو جوړول به د افغان او قرغیزي سوداګرو ترمنځ یو ګټور پل وي.

نور الدین عزیزي زیاته کړه:«موږ په پلان کې لرو چې په قرغیزستان کې د سوداګرۍ کور جوړ کړو، له دې لارې به د سوداګریزو موانعو د حل، د پانګه اچوونکو هڅونې، د صادراتو او وارداتو زیاتوالي او د دواړو هېوادونو د سوداګرو ترمنځ د اعتماد پراخېدو کې مرسته وشي او د سیمې د اقتصاد د پراختیا په برخه کې به ګټور تمام شي».

همدارنګه نورالدین عزیزي وویل، طالبان تمه لري، چې له قرغیزستان سره د یوې ګډې ستراتیژۍ له لارې د صادراتو او کرنیزو محصولاتو زیاتوالي، له قرغیزستان څخه افغانستان ته د ماشینونو، تجهیزاتو، د صنعتي موادو انتقال، تبدیدلي صنایعو، بسته بندۍ او لوجیستیک برخو کې ګډه پانګونه وکړي.

عزیزي زیاته کړه چې افغانستان چمتو دی د ترانزیټې دهلیزونو د جوړولو، ګمرکي همغږۍ، د لاریو د تګ راتګ او د سوداګریزو او ګډو ترانزیټي لوجیستیکي مرکزونو جوړولو لپاره له قرغیزستان سره عملي همکارري وکړي.

د نوموړي په وینا، دمګړی د افغانستان او قرغیزستان د ګډو کاري ګروپونو په جوړولو سره د دواړو هېوادونو فرصتونه او ظرفیتونه ارزول کېږي او د دوه اړخیزو همکاریو لپاره یوه مستقیمه سوداګریزه شبکه جوړه شوې ده.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر دغه راز په خپلو کې دې ته هم اشاره وکړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراختیا له مخې به د قرغیزستان سوداګر د افغانستان له لارې د سویلي اسیا، ایران او خلیج حوزې بازارونو ته لاسرسی پیدا کړي او افغان تولیدوونکي کولای شي د قرغیزستان له لارې قزاقستان، روسیې، چین، او د یوریشیا اقتصادي اتحاديي ته لاسرسی ولري.

طالبانو ویلي، چې له قرغیزستان سره د اوږدمهاله سوداګریزو او اقتصادي اړیکو او ملګرتیا اراده لري او ډاډ یې څرګند کړی، چې د دواړو هېوادونو د سوداګرو په مخ کې پراته خنډونه به حل او د سوداګرۍ او ترانزیټ لپاره به نوې دروازې پرانېستل شي.

د قطر سفیر د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزیر سره دوحې ته د تاریخي اثارو پر لېږد غږېدلی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۱ GMT+۰

په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي دوحې ته د افغانستان د تاریخي اثارو د لېږد او د اسلامي هېوادونو د موزیمونو د ګډ نندارتون په اړه د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور له وزیر شیخ شېر احمد حقاني سره خبرې کړې دي.

د طالبانو د یاد وزارت په وینا، سفیر القاشوطي د اسلامي هيوادونو موزيمونو د ګډ نندارتون په اړه د معلوماتو شريکولو تر څنګ وويل چې دا نندارتون به د راروان میلادي کال په دویمه مياشت کې پرانېستل شي او د پرانېستې په مراسمو کې به يې د ګڼو اسلامي هېوادونو چارواکي ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه، چې دا نندارتون به د اسلامي هېوادونو تر منځ د اړيکو د پراختيا او د یادو هېوادونو د تاريخي اثارو د پېژندنې سبب شي.

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې سرپرست وزیر شیر احمد حقاني ویلي، چې د قطر د سفير په حیث د القاشوطي ټاکل کېدل به په بېلابېلو برخو کې د اړيکو د پراختیا او پياوړتیا سبب شي.

حقاني، سفیر القاشوطي ته د تمدني، علمي او تاريخي تبادلو په پراختیا د ټينګار تر څنګ د ګډو کلتوري پروګرامونو، نندراتونونو، او علمي کنفرانسونو د ترسره کولو وړانديز کړی.

د یادولو وړ ده، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د قطر د اسلامي هېوادونو ګډ نندارتون لپاره ۳۶قلمه تاريخي اثار د لېږدولو لپاره ټاکلي، چې له اړوندو ادارو سره يې د لېږد او اداري چارو کارونه پرمخ روان دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د ایران د سفر بلنه ور کړې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې امیر خان متقي نن د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر له استازي محمد رضا بهرامي سره کتلي دي. بهرامي متقي ته د عباس عراقچي له لوري تهران ته د رسمي سفر بلنه هم سپارلې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بهرامي په تهران کې د ځانګړو استازو په کچه د وروستۍ ناستې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د ایران لپاره له افغانستان سره اړیکې ارزښت لري.

هغه هیله ښودلې چې افغانستان د سیمې د یوه فعال غړي په توګه د سیمه‌ییزو همکاریو په چوکاټ کې رغنده رول ولوبوي.

مولوي امیر خان متقي د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې مثبتې بللې او د تهران د ناستې په اړه یې د طالبانو دریځ روښانه کړی. نوموړي ويلي چې افغانستان اوس له ستونزمن حالت څخه وتلی او د پرمختګ پر لور «چټک ګامونه» اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې افغانستان ته باید نور د یوې «مسالې» په توګه ونه کتل شي، بلکې د طالبانو د بهرنی سیاست د اساسي اصولو پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره د فعالو، متقابلو او په همکارۍ ولاړو اړیکو ملاتړ کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو دوه‌اړخیزې اړیکې مخ پر وده بللې دي او د طالبانو او ایران ترمنځ یې د بېلابېلو کچو د تماسونو پر دوام، د اړیکو پر پراختیا او د پلاویو پر تبادلې ټینګار کړی دی.

د طالبانو ګمرکونو کې د ستونزو له امله له ۱۲ زرو ډېر ایراني موټر افغانستان کې پاتې دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۰

ایراني چارواکي وايي، په افغانستان کې د ایراني ترانسپورتي ګاډو پرله‌پسې تم کېدل او پاتې کېدل د ایراني موټرچلوونکو لپاره یوه جدي ستونزه ده، چې له ډېرو هلوځلو سره سره تر اوسه نه ده اواره شوې. ایران وايي، له ۱۲ زرو ډېر موټر یې په افغانستان کې پاتې دي.

د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي د چارشنبې په ورځ د دوغارون سرحدي ترمینل د همغږۍ کمېټې په څوارلسمه غونډه کې وویل چې د روان کال د لړم میاشتې له پیله تر اوسه ۱۲ زره او ۲۱۵ ایراني ترانسپورتي وسایط د دوغارون له نړیوالې لارې افغانستان ته داخل شوي، خود افغانستان د ګمرکونو په اقتصادي فعالیتونو کې د اړینو بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی تل د دې لامل شوی چې ایراني باروړونکي موټر له حده زیات ودرېږي.

نوموړي ویلي، چې د دې ستونزې د حل له طالبانو سره غږېدلي، خو تراوسه دا ستونزه نه ده اواره شوې.

جمشیدي وویل: « د افغانستان له لوري د ګمرکي کړنلارو لکه صادراتو، ترانزیت، وارداتو او مسافري چارو کې د مناسبو بسترونو رامنځته کول د دوو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري».

د هغه په وینا، باید د ایران او افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره د هېواد، ولایت او ولسوالۍ په کچه له ټولو شته ظرفیتونو ګټه واخیستل شي، چې دا کار به د دواړو هېوادونو د اقتصاد د ودې او غوړېدا لامل شي.

هغه ټینګار وکړ چې د دوغارون د ازادې سیمې رسمي پرانیسته او فعالیت پیل د خراسان رضوي ولایت او تایباد لپاره یو زرین فرصت دی، چې د پلان شویو پروګرامونو له عملي کېدو سره به د دې سرحدي سیمې د اقتصادي غوړېدا لامل شي.

د دوغارون د ازادې سوداګرۍ سیمې تر ټولو لویه کاري برخه د بندرعباس له لارې د توکو ترانزیت دی.

د افغان، پاکستاني او کله ناکله د هندي او نورو ګاونډیو هېوادونو د سوداګرو توکي د فارس خلیج له هېوادونو نه بندرعباس او بندر لنگه ګمرکونو ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د دوغارون له رسمي پولې ترانزیت کېږي.