• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته د ایران د سفر بلنه ور کړې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې امیر خان متقي نن د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي څانګې له مشر او د دغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیر له استازي محمد رضا بهرامي سره کتلي دي. بهرامي متقي ته د عباس عراقچي له لوري تهران ته د رسمي سفر بلنه هم سپارلې ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بهرامي په تهران کې د ځانګړو استازو په کچه د وروستۍ ناستې په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې د ایران لپاره له افغانستان سره اړیکې ارزښت لري.

هغه هیله ښودلې چې افغانستان د سیمې د یوه فعال غړي په توګه د سیمه‌ییزو همکاریو په چوکاټ کې رغنده رول ولوبوي.

مولوي امیر خان متقي د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې مثبتې بللې او د تهران د ناستې په اړه یې د طالبانو دریځ روښانه کړی. نوموړي ويلي چې افغانستان اوس له ستونزمن حالت څخه وتلی او د پرمختګ پر لور «چټک ګامونه» اخلي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې افغانستان ته باید نور د یوې «مسالې» په توګه ونه کتل شي، بلکې د طالبانو د بهرنی سیاست د اساسي اصولو پر بنسټ د سیمې له هېوادونو سره د فعالو، متقابلو او په همکارۍ ولاړو اړیکو ملاتړ کوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، دواړو لوریو دوه‌اړخیزې اړیکې مخ پر وده بللې دي او د طالبانو او ایران ترمنځ یې د بېلابېلو کچو د تماسونو پر دوام، د اړیکو پر پراختیا او د پلاویو پر تبادلې ټینګار کړی دی.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو ګمرکونو کې د ستونزو له امله له ۱۲ زرو ډېر ایراني موټر افغانستان کې پاتې دي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۱ GMT+۰

ایراني چارواکي وايي، په افغانستان کې د ایراني ترانسپورتي ګاډو پرله‌پسې تم کېدل او پاتې کېدل د ایراني موټرچلوونکو لپاره یوه جدي ستونزه ده، چې له ډېرو هلوځلو سره سره تر اوسه نه ده اواره شوې. ایران وايي، له ۱۲ زرو ډېر موټر یې په افغانستان کې پاتې دي.

د ایران د تایباد ولسوال حسین جمشیدي د چارشنبې په ورځ د دوغارون سرحدي ترمینل د همغږۍ کمېټې په څوارلسمه غونډه کې وویل چې د روان کال د لړم میاشتې له پیله تر اوسه ۱۲ زره او ۲۱۵ ایراني ترانسپورتي وسایط د دوغارون له نړیوالې لارې افغانستان ته داخل شوي، خود افغانستان د ګمرکونو په اقتصادي فعالیتونو کې د اړینو بنسټیزو اسانتیاوو نشتوالی تل د دې لامل شوی چې ایراني باروړونکي موټر له حده زیات ودرېږي.

نوموړي ویلي، چې د دې ستونزې د حل له طالبانو سره غږېدلي، خو تراوسه دا ستونزه نه ده اواره شوې.

جمشیدي وویل: « د افغانستان له لوري د ګمرکي کړنلارو لکه صادراتو، ترانزیت، وارداتو او مسافري چارو کې د مناسبو بسترونو رامنځته کول د دوو ګاونډیو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې مهم رول لري».

د هغه په وینا، باید د ایران او افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره د هېواد، ولایت او ولسوالۍ په کچه له ټولو شته ظرفیتونو ګټه واخیستل شي، چې دا کار به د دواړو هېوادونو د اقتصاد د ودې او غوړېدا لامل شي.

هغه ټینګار وکړ چې د دوغارون د ازادې سیمې رسمي پرانیسته او فعالیت پیل د خراسان رضوي ولایت او تایباد لپاره یو زرین فرصت دی، چې د پلان شویو پروګرامونو له عملي کېدو سره به د دې سرحدي سیمې د اقتصادي غوړېدا لامل شي.

د دوغارون د ازادې سوداګرۍ سیمې تر ټولو لویه کاري برخه د بندرعباس له لارې د توکو ترانزیت دی.

د افغان، پاکستاني او کله ناکله د هندي او نورو ګاونډیو هېوادونو د سوداګرو توکي د فارس خلیج له هېوادونو نه بندرعباس او بندر لنگه ګمرکونو ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه د دوغارون له رسمي پولې ترانزیت کېږي.

سرچینې: د طالبانو عدلیې وزیر په پکتیا کې یو سوداګریز مارکیټ خپلوانو ته په قرارداد ورکړی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۵ GMT+۰

سیمه ییزو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر د پکتیا په تیرا کنډو سیمه کې یو سوداګریز مارکیټ تړلی او قرارداد یې په غیر قانوني ډول خپلو خپلوانو ته ورکړی دی. د سرچینو په وینا، یاد مارکیټ څلور کاله وړاندې میرزا کټوازي له قانوني مرحلو وروسته جوړ کړی و.

سیمه ییزې سرچینې وايي، چې د طالبانو عدلیې وزیر له میرزا کټوازي سره د «شخصي مخالفت» له امله له دریو میاشتو راهیسې دا سوداګریز مارکیټ بند کړی دی او قرارداد یې د حبیب الله ځاځي په نوم یو بل سوداګر ته ورکړی دی.

میرزا کټوازي دلته یو نوی معیاري جومات هم جوړ کړی و.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د طالبانو د عدلیې وزیر ورور هم له حبیب الله ځاځي سره شریک دی.

ځايي اوسیدونکو ویلي، چې میرزا کټوازي یاد مارکیټ له ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو سره د قراردادد له مخې کړی دی.

د دوی په وینا، د مارکیټ له جوړیدو وړاندې په سیمه کې هېڅ ودانۍ نه وه او میرزا کټوازي په خورا ډېرې پانګونې یاد مارکیټ د پکتیا، پکتیکا او خوست د خلکو لپاره د تفریح په مرکز بدل کړی و.

دمګړی په یاد بازار کې یو رسټورانټ، هوټل، د تېلو پمپ، جومات او لسګونه هټۍ جوړ شوي دي.

ځايي خلکو ویلي، چې میرزا کټوازي په تېرو څلورو کلونو د ځايي مشرانو په غوښتنه دا ودانۍ جوړې کړې، سیمه یې په سوداګریز او سیاحتي مرکز بدله کړي او لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

میرزا کټوازي ته یو نږدې کس افغانستان انټرنشل ته وویل:« که موږ په هېواد کې د قرارداد ترلاسه کولو حق نه لرو، لږترلږه هغه پیسې چې موږ مصرف کړې دي باید بېرته راکړل شي، موږ چمتو یو چې قرارداد لغوه کړو.»

د نوموړي په وینا، د طالبانو د عدلیې وزیر د دوی یاده غوښتنه هم نه ده منلي.

یاد کس ویلي، چې د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي اړوندو کسانو او حبیب الله ځاځي په زور د مارکیټ ټول وسایل او امکانات په خپل واک کې اخیستي دي. نوموړي زیاته کړې:«اوس دا خلک ان د تېلو په پمپ کې پاتې تېل هم پلوري.»

دا په داسې حال کې ده، چې وړاندې هم یو شمېر کسانو، شرکتونو او خیریه موسسو د طالبانو د عدلیې وزیر د ځمکو په غصب، باج اخیستنې او له واک څخه په ناوړه ګټې اخیستنې تورن کړی دی.

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو عدلیې وزیر د نوي کابل پروژې د اوکسین اریانا شرکت له لارې شپږ ټوټې ځمکې په باج اخیستې دي. یوه ۱۲ بسوې ځمکه د وزیر د میرمنې په نوم د تجارتي ځمکې په توګه ثبت شوې، درې نورې یې د دریو زامنو او دوه ټوټې د وزیر د وروڼو په نوم ثبت شوې دي.

ملا عبدالغني برادر: د علماوو دنده یوازې دیني لارښوونه نه، بلکې د نظام ملاتړ هم دی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۱۶ GMT+۰

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې له یوې دیني مدسې څخه د طالبانو فراغت غونډه کې دیني عالمانو ته ویلي، چې باید خلکو ته د دیني ملکفیتونو ترڅنګ د یادې ډلې د نظام او ملي ګټو ساتلو روحیه هم ورکړل شي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن د چارشنبې په ورځ د لېندۍ ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې غني برادر په کابل کې د «جامعه فتح العلوم کابل» مدرسه کې د وینا پرمهال ویلي، چې مدرسې، د اسلامي ټولنو د دیني علم، جهاد، نبوي اخلاقو، روحي او فکري روززنې او اسلامي نهضت ستر بسټونه دي.

ملا برادر زیاته کړې:«علماء دې د وعظ او منبر ژبه نرمه کړي او خلکو ته دې د دیني ملکیفتونو ترڅنګ د اسلامي نظام او ملي ګټو د ساتنې روحیه ورکړي.»

همدارنګه د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د ټولنې د فکري اصلاح، د غیر اسلامي فرهنګونو د له منځه وړلو او د اسلامي روایتونو د ساتنې په برخه کې د مدرسو رول مهم بللی او ټینګار یې کړی، چې مدرسې باید په هر ډول حالاتو کې خپل اصلي مسیر ثابت وساتي.

ملګري ملتونه: د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض د افغانستان په ګټه نه دی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۱:۰۷ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د ښځینوو څانګې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د سیمه ییزو ښځینه کارمندانو په ورتګ د بندیز د ۱۰۰مې ورځې سره هم‌مهاله، ویلي چې د ښځو او نجونو په وړاندې سیستماتیک تبعیض د افغانستان په ګټه نه دی او باید سمدلاسه پای ته ورسیږي.

یادې ادارې پر ایکس خواله رسنۍ په یوه خپور کړي پیغام کې یو ځل بیا له طالبانو غوښتي چې پر سیمه ییزو ښځینه کارکوونکو لګېدلي ټول بندیزونه او محدودیتونه پای ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو د ښځینوو څانګې په وینا، دغه بندیزونه د دې لامل شوي چې ژوند ژغورونکې بشري مرستې د اړمنو خلکو تر لاسه ونه رسېږي، ځکه ډېری دا مرستې د همدې ښځینه کارکوونکو له لارې رسول کېدې.

ملګرو ملتونو دغه راز ویلي چې دا بندیزونه د بشري حقونو او برابرۍ له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دي، او د دې سازمان د ماموریت د ترسره کولو وړتیا کمزورې کوي.

د ملګرو ملتونو د ښځینوو څانګې زیاته کړې چې په افغانستان کې د دې سازمان ادارو، صندوقونو او پروګرامونو د روان بحران په ځواب کې لنډمهالي عملي بدلونونه پلي کړي او لا هم د خپلو اړینو او اصولي فعالیتونو د دوام لپاره مناسبې لارې ارزوي.

یادې ادارې له دې وړاندې ویلي و،چې د افغان ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو پر وړاندې د بندیز لغوه کېدل، د ملګرو ملتونو دفترونو ته د هغوی خوندي لاسرسی او د کار اجازه د دې لپاره حیاتي ده، څو مرستې هغو ښځو او نجونو ته ورسېږي چې تر ټولو زیاتې اړمنې دي.

طالبان: قرغزستان د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا لپاره چمتوالی ښودلی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۰ GMT+۰

طالبان وایي، د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ پلاوي د یادې ډلې د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو د پراختیا لپاره چمتوالی ښودلی دی.

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت نن د چارشنبې په ورځ، د لېندۍ ۲۶مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر او پلاوي د یادې ډلې د ریاست اولوزرا د اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په لېدنه کې د دوه اړخیزو سوداګریزو اړیکو پراختیا په اړه غږیدلي دي.

د قرغزستان د اقتصاد وزیر بقیت صدیقوف ویلي، چې هېواد یې لېواله دی، چې د الکترونیکي حکومتولۍ، د ارزښتناکو اسناددو چاپ، د بانکي اړیکو رامنځته کولو او د الکترونیکي تادیو په برخو کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

پر همدغه مهال د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالسلام حنفي له قرغزستان سره هر ډول اړیکو همکارۍ ته چمتوالی ښودلی او د ادارو الکترونیکي کېدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي چینلونو رامنځته کول یې اړین بللي دي.