ملګري ملتونه: د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض د افغانستان په ګټه نه دی

د ملګرو ملتونو د ښځینوو څانګې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارو ته د سیمه ییزو ښځینه کارمندانو په ورتګ د بندیز د ۱۰۰مې ورځې سره هممهاله، ویلي چې د ښځو او نجونو په وړاندې سیستماتیک تبعیض د افغانستان په ګټه نه دی او باید سمدلاسه پای ته ورسیږي.





