• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له طالبانو سره تر هوکړې وروسته؛ جرمني یو «مجرم» افغان پناه‌غوښتونکی افغانستان ته شړلی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۵۳ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۹:۰۰ GMT+۰

جرمني د طالبانو له ادارې سره تر تازه هوکړې وروسته، یو افغان پناه‌غوښتونکی چې د «خطرناک مجرم» په توګه پېژندل شوی؛ په انفرادي ډول د عادي الوتنې له لارې افغانستان ته اخراج کړی.

د «بیلد» ورځپاڼې د راپور له مخې؛ دغه کس د چهارشنبې په سهار (د لېندۍ ۲۶مه) د کابل په هوايي ډګر کې طالب چارواکو ته وسپارل شو. د راپور له مخې؛ دا د جرمني له لوري د افغان پناه‌غوښتونکو لومړنی انفرادي اخراج دی، چې د دغه هېواد د حکومت او د طالبانو ادارې ترمنځ د نوې هوکړې له لاسلیک وروسته عملي کېږي.

تر دې وړاندې د اروپايي ټولنې چارواکو هم منلې وه، چې دغه ټولنې د پناه‌غوښتونکو د اېستلو په تړاو له طالبانو سره «په تخنیکي کچه» اړیکې نیولې دي. د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکساندر دوبرېنت د بیلد ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، د «افغانستان د مجرمانو او خطرناکو کسانو» اخراج د جرمني ملي ګټې ګڼل کېږي.

هغه زیاته کړې: «هر څوک چې په جرمني کې جرم ترسره کړي، په دغه هېواد کې د پاتې کېدو حق له لاسه ورکوي.» نوموړي ټینګار کړی، چې د افغان پناه‌غوښتونکو د اخراج بهیر پیل شوی او په تدریجي ډول به پراخ شي.

د ۲۰۲۱کال له اګست وروسته کله چې طالبان بیا واک ته ورسېدل، جرمني افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو اخراج درولی و؛ خو تېر کال یې یو شمېر افغان کډوال په غیرمستقیم ډول افغانستان ته ولېږل.

د روان کال په جولای میاشت کې هم د جرمني حکومت ۸۱ افغان کډوال په مستقیم ډول افغانستان ته اخراج کړل. بیلد ورځپاڼې لیکلي، اوس د افغان کډوالو د اېستلو نوی پړاو پیل شوی چې د عادي الوتنو له لارې ترسره کېږي.

په راپور کې راغلي، له دې وروسته به نه یوازې د ډله‌ییزو الوتنو له لارې؛ بلکې ځینې «خطرناک مجرمان» به هم په انفرادي ډول او د عادي الوتنو له لارې کابل ته ولېږدول شي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د احصایې ملي اداره: په افغانستان کې د وریجو حاصلات ۴۴۷زره مټریک ټنو ته رسېدلي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۴۱ GMT+۰

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، په روان کال کې د وریجو ټولټال حاصلات ۴۴۷زره مټریک ټنو ته رسېدلي چې د تېر کال پرتله ۲سلنه زیاتوالی ښیي. یادې ادارې ویلي، چې روان کال د وریجو ترټولو ډېر حاصل له کندوز، سرپل، تخار، بغلان، ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو راټول شوی دی.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له‌خوا پر اېکس پاڼه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، سږ کال د افغانستان په ۱۸ ولایتونو کې په ۱۳۵زره هکټاره ځمکه وریجې کرل شوې چې له دې سره د وریجو د کښت کچه د تېرو کلونو پرتله لوړوالی ښیي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په افغانستان کې د خوړو، کرنیز تخم او ضایعاتو په ګډون سږ کال ۷۲۰زره مټریک ټنه وریجو ته اړتیا ده. د یادې ادارې په وینا، د کرنې د پراختیا لپاره د کښت ساحو زیاتوالی او د حاصلاتو لوړوالی مثبت پرمختګ ګڼل کېږي؛ خو د اړتیا وړ ذخایرو برابرول او د کروندګرو ملاتړ لا هم مهم بلل شوی.

تر دې وړاندې په بغلان ولایت کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو هم ویلي وو، سږکال په دغه ولایت کې په ۲۸زره او ۶۲۰ هکټاره ځمکو کې وریجې کرل شوې چې د تېر کال پرتله یې ۸ سلنه کښت ډېر شوی دی.

په کابل کې د قرغزستان سوداګرۍ کور رسما پرانیستل شو

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۷ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې افغانستان ته د قرغزستان د پلاوي د سفر په ترڅ کې دغه هېواد په کابل کې خپل سوداګریز کور پرانیست. یاد وازرت ویلي، دغه اقدام د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام دی.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د یاد کور د پرانیستې په مراسمو کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیکوف او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور یو شمېر استازو ګډون لاره.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د قرغزستان د سوداګرۍ کور د پرانیستلو موخه د افغانستان او قرغزستان ترمنځ د سوداګرۍ اړیکو پیاړوي کول، د سوداګریزې راکړې ورکړې زیاتوالی، د پانګونې د فرصتونو برابرول او د سوداګرو ترمنځ د اړیکو اسانه کول دي.

د قرغزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر په مشرۍ د دغه هېواد یو جګپوړی پلاوی تېره ورځ کابل ته راغی. په دغه پلاوي کې د قرغزستان د سوداګرۍ، انرژۍ او ټرانسپورټ وزارتونو مرستیالان او د خصوصي سکتور استازي شامل دي.

ایرانی چارواکی: د روان کال له پیل راهیسې تر یو مېلیون ډېر کډوال افغانستان ته ستانه شوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۷:۲۲ GMT+۰

د ایران د کورنیو چارو وزارت سلاکار او د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو مرکز مشر نادر یاراحمدي ویلي، چې د روان کال له پیل راهیسې یو مېلیون او ۶۰۰زره بې‌اسناده افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

هغه ویلي، دا مهال شاوخوا څلور مېلیونه او ۵۰۰زره افغانان په ایران کې مېشت دي. د هغه په وینا؛ له دې دلې له ۴۰۰ تر ۵۰۰ زرو پورې افغانان بې‌اسناده دي.

نوموړي زیاته کړې، چې ایران ته د بې‌اسناده کډوالو تګ کم شوی؛ خو لا صفر شوی نه‌دی. یاراحمدي منلې، چې له ایران نه ځینې اېستل شوي افغانان بېرته دغه هېواد ته ستانه شوي دي.

له تېرو درېیو کلونو راهیسې له ګاونډیو هېوادونو د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ چټکه شوې ده. د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هم خبر ورکړی، چې د یادې ډلې له واکمنېدو راهیسې له پاکستان، ایران او ترکیې هېوادونو ۵۹۷۸۶۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴ مېلیونه او ۲۸۳زرو ته رسېږي او له ۲ مېلیونه ډېر مجردان په جبري ډول او خپله خوښه بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

طالبان وایي، روان کال یې د هېواد په کچه نږدې ۷۶۱زره جریبه ځمکه له غصب راګرځولې ده

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت خبر ورکړی، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د روان کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې نږدې ۷۶۱زره جریبه ځمکه چې په ناقانونه توګه نیول شوې وه؛ بېرته راګرځولې ده.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ځمکې د کابل په ګډون د افغانستان په ۳۳ نورو ولایتونو کې راوګرځول شوې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ځمکو له ډلې د نږدې ۲۹زره جریبه ځمکو قضیې د طالبانو د غصب ځانګړو محاکمو ته د پرېکړې لپاره سپارل شوې، چې دامهال تر څېړنې لاندې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د کمېسیون له لوري د طالبانو د مشر په حکم یو ځانګړی پلاوی د بادغیس ولایت په مرکز او ۱۰ ولسوالیو کې د ۴ مېلیونه او ۱۶۷زره جریبه عامه څړ ځمکې پېژندلې او رسمي یې د ځمکو بانک کې ثبت کړې دي. دغه وزارت څرګنده کړې، چې د غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو او د عامه ځمکو د قانوني ثبت په برخه کې یې اقدامات دوام لري.

د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د روان کال په پیل کې ویلي و، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته نږدې ۴مېلیونه جریبه ځمکه له غاصبیتو راګرځول شوې ده.

د یادولو ده، چې د طالبانو د ځمکو د غصب مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسیون تر دې وړاندې ویلي و چې د «اراضۍ او غصب شویو ځمکو راګرځولو» په نوم نوی وزارت جوړوي. دغه کمېسیون ویلي و، چې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره د نوي وزارت جوړولو فرمان صادر شوی دی.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې تازه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي د طالبانو عدلیې وزیر د نوي کابل پروژې د اوکسین اریانا شرکت له لارې شپږ ټوټې ځمکې په باج اخیستې دي. یوه ۱۲ بسوې ځمکه د وزیر د مېرمنې په نوم د سوداګریزې ځمکې په توګه ثبت شوې، درې نورې یې د درېیو زامنو او دوه ټوټې د وزیر د وروڼو په نوم ثبت شوې دي.

خیبر ولسوالۍ کې ځایي چارواکو له افغان کډوالو غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې ځایي چارواکو له افغان کډوالو غوښتي، چې خپل هېواد ته ستانه شي. دغه چارواکي وایي، که افغان کډوال خپله لاس په کار نه‌شي؛ نو پر وړاندې به یې قانوني اقدامات وشي.

خیبر کې ځایي مسوولین وایي، چې د افغان کډوالو لپاره اضافه وخت نه‌ورکول کېږي او باید د قانوني پړاوونو له مخې افغانان خپلې کډې بار او بېرته افغانستان ته ستانه شي. دغه کمپاین وروسته له هغې پیل شو، چې د پولیسو له‌خوا د باړې سیمې شاوخوا ۳۰ بې‌اسناده افغان کډوال ونیول شول؛ خو د سیمه‌ییزو مشرانو او سوداګرو په غوښتنه بېرته خوشې شول.

په دغه ولسوالۍ کې د مرستیال کمېشنر شاه عبدالدین په مشرۍ یوشمېر چارواکو له افغان مېشت ځایونو لیدنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې تر قانوني اقداماتو وړاندې دې افغان کډوال خپل کورونه تش کړي او افغانستان ته دې ستانه شي.

دغه چارواکو افغانانو ته ویلي، چې د ټولو بې‌اسناده افغانانو د جبري ستنېدو پلان جدي دی او هغوی باید په درناوي سره خپل هېواد ته ستانه شي. چارواکي دا هم وایي، چې د خیبر ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ټولو افغان کډوالو بشپړ احصایوي معلومات راټول شوي او ځینې کورنۍ وروسته له دې چې له نورو ښارونو و اېستل شي، په خیبر کې بیا ځای پر ځای شوي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو «ډان» ورځپاڼې ته ویلي، چې د باړې سیمې یو پلاوي د مشرانو او سوداګرو په ګډون له یوشمېر چارواکو سره هم لیدلي او د افغانانو د کاروبارونو د پای ته رسولو لپاره یې درې میاشتې وخت غوښتی؛ خو چارواکو بیا دغه غوښتنه نه‌ده منلې.