• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان وایي، روان کال یې د هېواد په کچه نږدې ۷۶۱زره جریبه ځمکه له غصب راګرځولې ده

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۴۵ GMT+۰

د طالبانو د عدلیې وزارت خبر ورکړی، د ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون د روان کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې نږدې ۷۶۱زره جریبه ځمکه چې په ناقانونه توګه نیول شوې وه؛ بېرته راګرځولې ده.

د دغه وزارت له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ځمکې د کابل په ګډون د افغانستان په ۳۳ نورو ولایتونو کې راوګرځول شوې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه ځمکو له ډلې د نږدې ۲۹زره جریبه ځمکو قضیې د طالبانو د غصب ځانګړو محاکمو ته د پرېکړې لپاره سپارل شوې، چې دامهال تر څېړنې لاندې دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د کمېسیون له لوري د طالبانو د مشر په حکم یو ځانګړی پلاوی د بادغیس ولایت په مرکز او ۱۰ ولسوالیو کې د ۴ مېلیونه او ۱۶۷زره جریبه عامه څړ ځمکې پېژندلې او رسمي یې د ځمکو بانک کې ثبت کړې دي. دغه وزارت څرګنده کړې، چې د غصب شوې ځمکې د بېرته راګرځولو او د عامه ځمکو د قانوني ثبت په برخه کې یې اقدامات دوام لري.

د طالبانو د ځمکو د غصب د مخنیوي او غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون د روان کال په پیل کې ویلي و، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته نږدې ۴مېلیونه جریبه ځمکه له غاصبیتو راګرځول شوې ده.

د یادولو ده، چې د طالبانو د ځمکو د غصب مخنيوي او بېرته راګرځولو کمېسیون تر دې وړاندې ویلي و چې د «اراضۍ او غصب شویو ځمکو راګرځولو» په نوم نوی وزارت جوړوي. دغه کمېسیون ویلي و، چې د غصب شویو ځمکو د راګرځولو لپاره د نوي وزارت جوړولو فرمان صادر شوی دی.

دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې تازه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي د طالبانو عدلیې وزیر د نوي کابل پروژې د اوکسین اریانا شرکت له لارې شپږ ټوټې ځمکې په باج اخیستې دي. یوه ۱۲ بسوې ځمکه د وزیر د مېرمنې په نوم د سوداګریزې ځمکې په توګه ثبت شوې، درې نورې یې د درېیو زامنو او دوه ټوټې د وزیر د وروڼو په نوم ثبت شوې دي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

خیبر ولسوالۍ کې ځایي چارواکو له افغان کډوالو غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۶:۱۰ GMT+۰

د خیبرپښتونخوا ایالت په خیبر ولسوالۍ کې ځایي چارواکو له افغان کډوالو غوښتي، چې خپل هېواد ته ستانه شي. دغه چارواکي وایي، که افغان کډوال خپله لاس په کار نه‌شي؛ نو پر وړاندې به یې قانوني اقدامات وشي.

خیبر کې ځایي مسوولین وایي، چې د افغان کډوالو لپاره اضافه وخت نه‌ورکول کېږي او باید د قانوني پړاوونو له مخې افغانان خپلې کډې بار او بېرته افغانستان ته ستانه شي. دغه کمپاین وروسته له هغې پیل شو، چې د پولیسو له‌خوا د باړې سیمې شاوخوا ۳۰ بې‌اسناده افغان کډوال ونیول شول؛ خو د سیمه‌ییزو مشرانو او سوداګرو په غوښتنه بېرته خوشې شول.

په دغه ولسوالۍ کې د مرستیال کمېشنر شاه عبدالدین په مشرۍ یوشمېر چارواکو له افغان مېشت ځایونو لیدنه وکړه او خبرداری یې ورکړ، چې تر قانوني اقداماتو وړاندې دې افغان کډوال خپل کورونه تش کړي او افغانستان ته دې ستانه شي.

دغه چارواکو افغانانو ته ویلي، چې د ټولو بې‌اسناده افغانانو د جبري ستنېدو پلان جدي دی او هغوی باید په درناوي سره خپل هېواد ته ستانه شي. چارواکي دا هم وایي، چې د خیبر ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د ټولو افغان کډوالو بشپړ احصایوي معلومات راټول شوي او ځینې کورنۍ وروسته له دې چې له نورو ښارونو و اېستل شي، په خیبر کې بیا ځای پر ځای شوي دي.

سیمه‌ییزو سرچینو «ډان» ورځپاڼې ته ویلي، چې د باړې سیمې یو پلاوي د مشرانو او سوداګرو په ګډون له یوشمېر چارواکو سره هم لیدلي او د افغانانو د کاروبارونو د پای ته رسولو لپاره یې درې میاشتې وخت غوښتی؛ خو چارواکو بیا دغه غوښتنه نه‌ده منلې.

ایران د افغانستان د کلنۍ سوداګرۍ یو پر درېیمه برخه جوړوي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۴۰ GMT+۰

په دوغارون کې د ایران، طالبانو او ترکمنستان د ګمرکي چارواکو ترمنځ درې اړخیزې غونډې په ډاګه کړې، چې ایران د افغانستان په ۱۲ میلیارد ډالره کلنۍ سوداګرۍ کې شاوخوا ۳.۱۴ مېلیارد ډالره برخه لري.

ایران غواړي، چې د صنعتي ښارګوټو جوړول، دایمي نندارتونونه او د سرحدي ټرافیک زیاتوالي لپاره د سوداګریزو موخو د پیاوړتیا پلان عملي کړي. د ایران، طالبانو او ترکمنستان ګډه غونډه د دوغارون ازادې سوداګریزې صنعتي سیمې د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا لپاره جوړه شوې وه.

په غونډه کې د دوغارون اقتصادي مرستیال حسن نوري زاده ویلي، د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې د افغانستان ټوله سوداګري شاوخوا ۱۲ مېلیارده ډالره وه چې ۳.۱۴ مېلیارد ډالره برخه یې ایران جوړوي. د هغه په وینا؛ د دغه سوداګرۍ یوازې ۱۷ مېلیونه ډالر له افغانستان نه د ایران واردات جوړوي.

هغه د افغانستان د ګمرکي معلوماتو د کمښت ستونزه هم مطرح کړه او ویې ویل، د مشهد پوهنتون سره یې د سوداګریزو معلوماتو د تحلیل لپاره تړون لاسلیک کړی چې د ترکیې، ترکمنستان، قطر او اروپا سره د افغانستان سوداګریزې بېلګې سوداګرو ته وړاندې کړي.

نوموړي وویل، د ۳۰زره متر مربع مساحت لرونکی دایمي نندارتون د ایران او افغانستان د محصولاتو د وړاندې کولو لپاره جوړېږي. د غونډې په پای کې ټینګار وشو، چې د کارپوهانو ترمنځ خبرې اترې، د سرحدي زېربناوو پراختیا او له شته فرصتونو ګټه اخیستنه به دوام ولري.

د خراسان رضوي والي وړاندې ویلي و، چې د سرحدي سوداګرۍ او پانګونې اسانتیاوې د دولت لومړیتوبونه دي او د دوغارون سرحد کولای شي د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د نوې اقتصادي همکارۍ دروازه شي.

محمداشرف حیدري: د افغانستان اقتصادي ټیکاو خبره تشه ادعا ده، د بشري ناورین کچه لاهم لوړه ده

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۱۶ GMT+۰

په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بې‌ځایه شویو سازمان مشر محمداشرف حیدري وايي، هغه ادعاوې چې طالبانو د بهرنيو مرستو پرته د هېواد اقتصاد په ګټوره توګه اداره کړی؛ له واقعیته لرې دي.

د هغه په خبره؛ د هېواد درېمه برخه اوس هم خواړه نه‌لري او مېلیونونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. محمد اشرف حیدري په خپلو تازه څرګندونو کې چې پر اېکس پاڼه یې کړې، د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.

ښاغلي حیدري ټینګار کړی، د جینوا په څو غونډو کې ادعا شوې چې طالبان د افغانستان اقتصاد پرته له بهرنیو مرستو په ګټوره توګه اداره کړی؛ خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، چې هېواد د خوراکي ناامنیو، د ماشومانو د تغذیې د کمښت ستونزو او د مېلیونونه وګړو د بقا لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې: «نن شاوخوا ۱۷.۴ مېلیونه کسان د خوړو ناامنۍ سره مخ دي او پنځه مېلیونه نور په بېړني وضعیت کې ژوند کوي. په دغه ناورین کې تر ټولو زیات ماشومان اغېزمن کېږي. شاوخوا ۳.۷ مېلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي او نږدې یو مېلیون یې د ژوند له جدي ګواښ سره مخ دي.»

هغه یادونه کړې: «ان د ناخالصه کورني تولید ودې راپورونه هم له واقعیته لرې دي، زیاتوالی یوازې د ایران او پاکستان څخه د مېلیونونه افغان کډوالو د جبري راستنېدو له امله د کورنیو اړتیاوو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی؛ نه د اقتصادي ودې له امله.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) تازه خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې ناورین په بې‌ساري ډول پراخېږي او اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵کال له نومبر میاشتې د ۲۰۲۶کال تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا ۱۷.۴ مېلیونه وګړي د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ شي.

د اسلام‌اباد سترې محکمې د یوه افغان کډوال د جبري اېستنې مخه نیولې

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۵ GMT+۰

د اسلام‌اباد سترې محکمې د لنډې مودې لپاره د یوه افغان کډوال د اېستلو مخه نیولې. د محکمې تر بلې پرېکړې پورې به دغه کډوال بختي جان افغانستان ته ونه اېستل شي. محکمې ویلي، چې د هغه د تابعیت غوښتنې دوسیه باید په یوې میاشت کې د چارواکو له‌خوا وڅېړل شي.

سترې محمکې د دولتونو او سرحدونو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د نوموړي د ثبت کارت (PoR) د لغوه کولو غوښتنه د یوې میاشتې دننه وڅېړي او تر هغې پورې دې هغه افغانستان ته نه اېستل کېږي.

تېره ورځ قاضي محسن اختر کیاني د دغه قضیې اورېدنه وکړه، چې په ترڅ کې یې د افغان کډوال لپاره د پاکستان تابعیت او د اېستنې څخه د ساتنې غوښتنه شوې وه. د وکیل په استدلال، د سرحدونو وزارت او نادرا ادارو ته غوښتنلیکونه وړاندې شوي؛ خو تر اوسه پرې کومه پرېکړه نه‌ده شوې.

قاضي کیاني څرګنده کړه، که څه هم غوښتنلیک ورکوونکی افغان کډوال دی؛ خو اوس څرګنده شوې چې د هغه والدین پاکستانیان دي. هغه زیاته کړه، چې لومړی باید د نوموړي د PoR کارت لغوه شي او بیا د تابعیت لپاره غوښتنلیک ورکړل شي؛ ځکه چې د PoR کارت لغوه کول د پاکستان تابعیت ترلاسه کولو لپاره اړینه چاره ده.

محکمې دارنګه د سرحدونو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د نوموړي د PoR کارت لغوه کولو غوښتنه د یوې میاشتې دننه وڅېړي او د اورېدنې بله نېټه یې راتلونکې میاشت ته وځنډوله.

د ایران د ټرانسپورټ ادارې مشر: په افغان پوله د لاریو ځنډ د ادارو د نه همغږۍ پایله ده

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۸ GMT+۰

د ایران د سړکونو او ټرانسپورټ ادارې مشر رضا اکبري وايي، د ایران ـ افغانستان پر ګډه پوله د بار وړونکو لاریو ځنډ د ګمرکي اسنادو له امله نه؛ بلکې د ځایي کورنیو ادارو ترمنځ د نه همغږۍ، د کاري ساعتونو د اختلاف او د مقابل لوري د منلو د محدود ظرفیت له کبله رامنځته شوی دی.

د یادې ادارې مشر دغه څرګندونې د سې‌شنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۵مه) د ټرانسپورټ، لوژستیک او اړوندو صنایعو د نهم نندارتون په څنډه کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړې دي.

هغه زیاته کړې: «موږ په پولو کې یوازې د ترانسپورټ اسناد کنټرولوو، چې دا کار ډېر وخت نه‌نیسي؛ خو ځنډ د نورو ادارو د نه همغږۍ، د کاري ساعتونو د نه برابرۍ او دارنګه د سیسټمونو د نه اتصال له امله رامنځته کېږي. برسېره پر دې کله ناکله د مقابل لوري د منلو له ظرفیت څخه زیاته ګڼه ګوڼه هم د اوږدې درېدنې لامل کېږي.»

ښاغلي رضا اکبري وویل، په وروستیو کلونو کې د پولو ترمینلونه د نوبت ورکولو په سیسټمونو سمبال شوي؛ څو د صفري نقطې په شاوخوا کې ګڼه‌ګوڼه کمه شي. د هغه په وینا؛ «په هغو ترمینلونو کې چې د اېکس‌رې ماشینونه فعال وي، د لاریو تېرېدل او ګمرکي چارې وخت نیسي او که بار تخلیه او بیا بارولو ته اړتیا ولري؛ نو دغه بهیر لا پسې اوږدېږي.»

هغه څرګنده کړه، چې د پولو د منلو ظرفیتونه هم یو شان نه‌دي: «ځینې پولې په ورځ کې ۲۰۰ لارۍ مني، ځینې ۵۰۰ او ځینې تر ۱۰۰۰ پورې، چې دغه توپیر د تګ راتګ د بندښت لامل کېږي.»

اکبري د دوغارون پولې ته په اشارې سره وویل، تشې ایراني لارۍ چې خپل بار یې په اسلام‌کلا کې تخلیه کړی؛ باید پرته له ځنډه بېرته ایران ته داخل شي، خو «له بده مرغه دغه لارۍ په کتار کې درول کېږي، چې د موټرچلوونکو اعتراضونه یې راپارولي دي.»

هغه زیاته کړه، چې له طالب لوري سره یې خبرې روانې دي او د یادې سیمې والي هم دغه موضوع څاري. د هغه په وینا؛ د سرحدي چارو ځانګړې شورا هڅه کوي، چې د افغانستان اړخ ته د تشو لاریو د تم کېدو موده راکمه کړي.

هغه وړاندې وایي، افغانستان ته د ننوتو په لوري کې ګڼه‌ګوڼه تر ډېره د مقابل لوري د کافي منلو د نشتوالي له امله ده. هغه وویل: «د هغوی کاري ساعتونه زموږ له ساعتونو سره برابر نه‌دي، کله ناکله رخصت اعلانوي یا د پولې کړنلارې بدلوي او داسې پرېکړې کوي، چې له پخوانیو هوکړو سره په ټکر کې وي.»

هغه په پای کې ټینګار وکړ، د دې لپاره چې د دوغارون پر پوله هېڅ ډول ځنډ رامنځته نه شي؛ باید ورځنی تګ راتګ ۲۰۰۰ لاریو ته ورسېږي، حال دا چې اوس دغه شمېر شاوخوا ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ لاریو پورې دی. نوموړي وویل، «د دواړه لوریو نه همغږي او کورنۍ ستونزې د دغه ځنډ لامل شوي؛ خو هڅه کوو چې دغه ستونزه په نږدې راتلونکي کې حل شي.»