ایران د افغانستان د کلنۍ سوداګرۍ یو پر درېیمه برخه جوړوي

په دوغارون کې د ایران، طالبانو او ترکمنستان د ګمرکي چارواکو ترمنځ درې اړخیزې غونډې په ډاګه کړې، چې ایران د افغانستان په ۱۲ میلیارد ډالره کلنۍ سوداګرۍ کې شاوخوا ۳.۱۴ مېلیارد ډالره برخه لري.

په دوغارون کې د ایران، طالبانو او ترکمنستان د ګمرکي چارواکو ترمنځ درې اړخیزې غونډې په ډاګه کړې، چې ایران د افغانستان په ۱۲ میلیارد ډالره کلنۍ سوداګرۍ کې شاوخوا ۳.۱۴ مېلیارد ډالره برخه لري.
ایران غواړي، چې د صنعتي ښارګوټو جوړول، دایمي نندارتونونه او د سرحدي ټرافیک زیاتوالي لپاره د سوداګریزو موخو د پیاوړتیا پلان عملي کړي. د ایران، طالبانو او ترکمنستان ګډه غونډه د دوغارون ازادې سوداګریزې صنعتي سیمې د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا لپاره جوړه شوې وه.
په غونډه کې د دوغارون اقتصادي مرستیال حسن نوري زاده ویلي، د ۱۴۰۳ کال په ترڅ کې د افغانستان ټوله سوداګري شاوخوا ۱۲ مېلیارده ډالره وه چې ۳.۱۴ مېلیارد ډالره برخه یې ایران جوړوي. د هغه په وینا؛ د دغه سوداګرۍ یوازې ۱۷ مېلیونه ډالر له افغانستان نه د ایران واردات جوړوي.
هغه د افغانستان د ګمرکي معلوماتو د کمښت ستونزه هم مطرح کړه او ویې ویل، د مشهد پوهنتون سره یې د سوداګریزو معلوماتو د تحلیل لپاره تړون لاسلیک کړی چې د ترکیې، ترکمنستان، قطر او اروپا سره د افغانستان سوداګریزې بېلګې سوداګرو ته وړاندې کړي.
نوموړي وویل، د ۳۰زره متر مربع مساحت لرونکی دایمي نندارتون د ایران او افغانستان د محصولاتو د وړاندې کولو لپاره جوړېږي. د غونډې په پای کې ټینګار وشو، چې د کارپوهانو ترمنځ خبرې اترې، د سرحدي زېربناوو پراختیا او له شته فرصتونو ګټه اخیستنه به دوام ولري.
د خراسان رضوي والي وړاندې ویلي و، چې د سرحدي سوداګرۍ او پانګونې اسانتیاوې د دولت لومړیتوبونه دي او د دوغارون سرحد کولای شي د ایران او ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د نوې اقتصادي همکارۍ دروازه شي.


په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بېځایه شویو سازمان مشر محمداشرف حیدري وايي، هغه ادعاوې چې طالبانو د بهرنيو مرستو پرته د هېواد اقتصاد په ګټوره توګه اداره کړی؛ له واقعیته لرې دي.
د هغه په خبره؛ د هېواد درېمه برخه اوس هم خواړه نهلري او مېلیونونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي. محمد اشرف حیدري په خپلو تازه څرګندونو کې چې پر اېکس پاڼه یې کړې، د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې.
ښاغلي حیدري ټینګار کړی، د جینوا په څو غونډو کې ادعا شوې چې طالبان د افغانستان اقتصاد پرته له بهرنیو مرستو په ګټوره توګه اداره کړی؛ خو د ملګرو ملتونو راپورونه ښيي، چې هېواد د خوراکي ناامنیو، د ماشومانو د تغذیې د کمښت ستونزو او د مېلیونونه وګړو د بقا لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې: «نن شاوخوا ۱۷.۴ مېلیونه کسان د خوړو ناامنۍ سره مخ دي او پنځه مېلیونه نور په بېړني وضعیت کې ژوند کوي. په دغه ناورین کې تر ټولو زیات ماشومان اغېزمن کېږي. شاوخوا ۳.۷ مېلیونه ماشومان له سختې خوارځواکۍ سره لاس او ګرېوان دي او نږدې یو مېلیون یې د ژوند له جدي ګواښ سره مخ دي.»
هغه یادونه کړې: «ان د ناخالصه کورني تولید ودې راپورونه هم له واقعیته لرې دي، زیاتوالی یوازې د ایران او پاکستان څخه د مېلیونونه افغان کډوالو د جبري راستنېدو له امله د کورنیو اړتیاوو د زیاتوالي له امله رامنځته شوی؛ نه د اقتصادي ودې له امله.»
دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) تازه خبرداری ورکړی، چې په افغانستان کې د ژمي له راتګ سره د لوږې ناورین په بېساري ډول پراخېږي او اټکل کېږي چې د ۲۰۲۵کال له نومبر میاشتې د ۲۰۲۶کال تر مارچ میاشتې پورې به شاوخوا ۱۷.۴ مېلیونه وګړي د خوړو له جدي ناامنۍ سره مخ شي.

د اسلاماباد سترې محکمې د لنډې مودې لپاره د یوه افغان کډوال د اېستلو مخه نیولې. د محکمې تر بلې پرېکړې پورې به دغه کډوال بختي جان افغانستان ته ونه اېستل شي. محکمې ویلي، چې د هغه د تابعیت غوښتنې دوسیه باید په یوې میاشت کې د چارواکو لهخوا وڅېړل شي.
سترې محمکې د دولتونو او سرحدونو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د نوموړي د ثبت کارت (PoR) د لغوه کولو غوښتنه د یوې میاشتې دننه وڅېړي او تر هغې پورې دې هغه افغانستان ته نه اېستل کېږي.
تېره ورځ قاضي محسن اختر کیاني د دغه قضیې اورېدنه وکړه، چې په ترڅ کې یې د افغان کډوال لپاره د پاکستان تابعیت او د اېستنې څخه د ساتنې غوښتنه شوې وه. د وکیل په استدلال، د سرحدونو وزارت او نادرا ادارو ته غوښتنلیکونه وړاندې شوي؛ خو تر اوسه پرې کومه پرېکړه نهده شوې.
قاضي کیاني څرګنده کړه، که څه هم غوښتنلیک ورکوونکی افغان کډوال دی؛ خو اوس څرګنده شوې چې د هغه والدین پاکستانیان دي. هغه زیاته کړه، چې لومړی باید د نوموړي د PoR کارت لغوه شي او بیا د تابعیت لپاره غوښتنلیک ورکړل شي؛ ځکه چې د PoR کارت لغوه کول د پاکستان تابعیت ترلاسه کولو لپاره اړینه چاره ده.
محکمې دارنګه د سرحدونو وزارت ته لارښوونه کړې، چې د نوموړي د PoR کارت لغوه کولو غوښتنه د یوې میاشتې دننه وڅېړي او د اورېدنې بله نېټه یې راتلونکې میاشت ته وځنډوله.

د ایران د سړکونو او ټرانسپورټ ادارې مشر رضا اکبري وايي، د ایران ـ افغانستان پر ګډه پوله د بار وړونکو لاریو ځنډ د ګمرکي اسنادو له امله نه؛ بلکې د ځایي کورنیو ادارو ترمنځ د نه همغږۍ، د کاري ساعتونو د اختلاف او د مقابل لوري د منلو د محدود ظرفیت له کبله رامنځته شوی دی.
د یادې ادارې مشر دغه څرګندونې د سېشنبې په ورځ (د لېندۍ ۲۵مه) د ټرانسپورټ، لوژستیک او اړوندو صنایعو د نهم نندارتون په څنډه کې د یوې خبري ناستې پرمهال کړې دي.
هغه زیاته کړې: «موږ په پولو کې یوازې د ترانسپورټ اسناد کنټرولوو، چې دا کار ډېر وخت نهنیسي؛ خو ځنډ د نورو ادارو د نه همغږۍ، د کاري ساعتونو د نه برابرۍ او دارنګه د سیسټمونو د نه اتصال له امله رامنځته کېږي. برسېره پر دې کله ناکله د مقابل لوري د منلو له ظرفیت څخه زیاته ګڼه ګوڼه هم د اوږدې درېدنې لامل کېږي.»
ښاغلي رضا اکبري وویل، په وروستیو کلونو کې د پولو ترمینلونه د نوبت ورکولو په سیسټمونو سمبال شوي؛ څو د صفري نقطې په شاوخوا کې ګڼهګوڼه کمه شي. د هغه په وینا؛ «په هغو ترمینلونو کې چې د اېکسرې ماشینونه فعال وي، د لاریو تېرېدل او ګمرکي چارې وخت نیسي او که بار تخلیه او بیا بارولو ته اړتیا ولري؛ نو دغه بهیر لا پسې اوږدېږي.»
هغه څرګنده کړه، چې د پولو د منلو ظرفیتونه هم یو شان نهدي: «ځینې پولې په ورځ کې ۲۰۰ لارۍ مني، ځینې ۵۰۰ او ځینې تر ۱۰۰۰ پورې، چې دغه توپیر د تګ راتګ د بندښت لامل کېږي.»
اکبري د دوغارون پولې ته په اشارې سره وویل، تشې ایراني لارۍ چې خپل بار یې په اسلامکلا کې تخلیه کړی؛ باید پرته له ځنډه بېرته ایران ته داخل شي، خو «له بده مرغه دغه لارۍ په کتار کې درول کېږي، چې د موټرچلوونکو اعتراضونه یې راپارولي دي.»
هغه زیاته کړه، چې له طالب لوري سره یې خبرې روانې دي او د یادې سیمې والي هم دغه موضوع څاري. د هغه په وینا؛ د سرحدي چارو ځانګړې شورا هڅه کوي، چې د افغانستان اړخ ته د تشو لاریو د تم کېدو موده راکمه کړي.
هغه وړاندې وایي، افغانستان ته د ننوتو په لوري کې ګڼهګوڼه تر ډېره د مقابل لوري د کافي منلو د نشتوالي له امله ده. هغه وویل: «د هغوی کاري ساعتونه زموږ له ساعتونو سره برابر نهدي، کله ناکله رخصت اعلانوي یا د پولې کړنلارې بدلوي او داسې پرېکړې کوي، چې له پخوانیو هوکړو سره په ټکر کې وي.»
هغه په پای کې ټینګار وکړ، د دې لپاره چې د دوغارون پر پوله هېڅ ډول ځنډ رامنځته نه شي؛ باید ورځنی تګ راتګ ۲۰۰۰ لاریو ته ورسېږي، حال دا چې اوس دغه شمېر شاوخوا ۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰ لاریو پورې دی. نوموړي وویل، «د دواړه لوریو نه همغږي او کورنۍ ستونزې د دغه ځنډ لامل شوي؛ خو هڅه کوو چې دغه ستونزه په نږدې راتلونکي کې حل شي.»

د بېپولې خبریالانو اداره (RSF) وایي، پاکستان کې مېشت افغان خبریالان چې د طالبانو لهخوا د پراخو ګواښونو له امله جلاوطنه شوي؛ اوس د خپلسرو نیونو او جبري ستنولو له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه اداره وايي، پاکستان لږترلږه ۲۰خبریالان بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړي.
په پاکستان کې د یادې ادارې مشر اقبال خټک د افغان خبریالانو په تړاو په تازه څرګندونو کې ویلي، افغان خبریالان چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سر خوندیتوب لپاره جلاوطنه شوي؛ اوس د پاکستان حکومت د سختو پالیسیو له امله «جرمي چلند» سره مخ دي.
د هغه په وینا؛ دغه خبریالان هره ورځ د نیول کېدو او جبري ستنولو له ګواښ سره مخ دي، چې دا چاره له نړۍوالو اصولو ښکاره نقض دی؛ هغه اصل چې د نړۍوالو بشري حقونو د قوانینو بنسټیزه ستنه بلل کېږي.
هغه وایي، لږترلږه ۲۰ افغان خبریالان چې د یادې ادارې له ملاتړه برخمن وو؛ په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغان کډوالو د ډلهییزې اېستنې لړۍ چې له ۲۰۲۳کال راهیسې پیل شوې لا هم دوام لري او لسګونه نور افغان خبریالان په وېره کې ژوند کوي چې هره شېبه د نیولو له ګواښ سره مخ دي.
ښاغلی اقبال خټک وړاندې وايي، دغه خبریالان چې د طالبانو لهخوا د پراخو ګواښونو له کبله جلاوطنه شوي وو؛ اوس بېرته د هماغه ګواښ پر لور له پاکستان نه اېستل کېږي.
اقبال خټک وایي، په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د جبري ستنولو د ګواښ له امله د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نهلري. هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې سملاسي د افغان خبریالانو جبري اېستنه ودروي او د هغوی لپاره د ویزو د تمدید یوه فعاله او رڼه تګلاره فعاله کړي.
یادې ادارې دارنګه له نړۍوالې ټولنې هم غوښتنه کړې، چې د دغه خبریالانو لپاره خوندي او قانوني لارې پرانیزي؛ څو هغوی وکولای شي په درېیمو هېوادونو کې په چټک ډول بیا مېشت شي.
دوی وایي، د افغان خبریالانو جبري ستنول نه یوازې د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي؛ بلکې د بیان ازادۍ او د رسنیو د خوندیتوب پر وړاندې هم یو خطرناک پیغام لېږدوي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د یادې ډلې د بیا ځل واکمنۍ راهیسې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۷۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د سمنټو پنځه سترې پروژې د کندهار تر څنک په هرات، جوزجان، لوګر او پروان ولایتونو کې لاسلیک کړې دي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې په کندهار کې د سمنټو جوړېدونکې کارخونه به په راتلونکو پنځو میاشتو کې په فعالیت پیل وکړي. هغه وایي، دغه کارخونه چې د جوړېدو چارې يې له تېرو دوو کلونو راهیسې روانې دي؛ د کندهار ولایت په شوراندام سیمه کې د ۱۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پر ۱۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي.
د هغه په وینا؛ په کندهار کې دغه جوړېدونکې د سمنټو کارخونه به په لومړي پړاو کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ تولید کړي؛ خو د وخت په تېرېدو به دغه کچه تر دې هم لوړه شي.
هغه زیاته کړې:« د سمنټو ټول خام مواد لکه د چونې ډبره، ګچ، اوسپنه او د ډبرو سکاره د افغانستان دننه موجود دي او له بهرنیو هېوادونو څخه د راوړلو ضرورت نهشته.» هغه وړاندې ویلي، هڅې روانې دي چې افغانستان د سمنټو له اړخه ژر تر ژره پر ځان بسیا شي.
له بل پلوه ایراني رسنیو په تېرې لړم میاشتې کې خبر ورکړی و، چې دغه هېواد د (لړم ۲۹مه) د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته د سمنټو لومړنۍ جوپه واستوله. راپورونه وایي، ایران به هره اونۍ د مهالوېش پر بنسټ افغانستان ته ۱۰۰۰ټنه سمنټ صادر کړي.