• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بې‌پولې خبریالان: افغان خبریالان په پاکستان کې نیول کېږي او طالبانو ته سپارل کېږي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۶ GMT+۰

د بې‌پولې خبریالانو اداره (RSF) وایي، پاکستان کې مېشت افغان خبریالان چې د طالبانو له‌خوا د پراخو ګواښونو له امله جلاوطنه شوي؛ اوس د خپل‌سرو نیونو او جبري ستنولو له جدي ګواښ سره مخ دي. دغه اداره وايي، پاکستان لږترلږه ۲۰خبریالان بېرته د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه کړي.

په پاکستان کې د یادې ادارې مشر اقبال خټک د افغان خبریالانو په تړاو په تازه څرګندونو کې ویلي، افغان خبریالان چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سر خوندیتوب لپاره جلاوطنه شوي؛ اوس د پاکستان حکومت د سختو پالیسیو له امله «جرمي چلند» سره مخ دي.

د هغه په وینا؛ دغه خبریالان هره ورځ د نیول کېدو او جبري ستنولو له ګواښ سره مخ دي، چې دا چاره له نړۍوالو اصولو ښکاره نقض دی؛ هغه اصل چې د نړۍوالو بشري حقونو د قوانینو بنسټیزه ستنه بلل کېږي.

هغه وایي، لږترلږه ۲۰ افغان خبریالان چې د یادې ادارې له ملاتړه برخمن وو؛ په جبري توګه بېرته افغانستان ته ستانه کړای شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د افغان کډوالو د ډله‌ییزې اېستنې لړۍ چې له ۲۰۲۳کال راهیسې پیل شوې لا هم دوام لري او لسګونه نور افغان خبریالان په وېره کې ژوند کوي چې هره شېبه د نیولو له ګواښ سره مخ دي.

ښاغلی اقبال خټک وړاندې وايي، دغه خبریالان چې د طالبانو له‌خوا د پراخو ګواښونو له کبله جلاوطنه شوي وو؛ اوس بېرته د هماغه ګواښ پر لور له پاکستان نه اېستل کېږي.

اقبال خټک وایي، په پاکستان کې مېشت افغان خبریالان د جبري ستنولو د ګواښ له امله د ژوند لومړنیو اړتیاوو ته هم لاسرسی نه‌لري. هغه له پاکستاني چارواکو غوښتي، چې سملاسي د افغان خبریالانو جبري اېستنه ودروي او د هغوی لپاره د ویزو د تمدید یوه فعاله او رڼه تګلاره فعاله کړي.

یادې ادارې دارنګه له نړۍوالې ټولنې هم غوښتنه کړې، چې د دغه خبریالانو لپاره خوندي او قانوني لارې پرانیزي؛ څو هغوی وکولای شي په درېیمو هېوادونو کې په چټک ډول بیا مېشت شي.

دوی وایي، د افغان خبریالانو جبري ستنول نه یوازې د هغوی ژوند له جدي ګواښ سره مخ کوي؛ بلکې د بیان ازادۍ او د رسنیو د خوندیتوب پر وړاندې هم یو خطرناک پیغام لېږدوي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو د کانونو وزارت وایي، پنځو ولایتونو کې د سمنټو کارخونې جوړېږي

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وایي، چې د یادې ډلې د بیا ځل واکمنۍ راهیسې یې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره د ۷۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د سمنټو پنځه سترې پروژې د کندهار تر څنک په هرات، جوزجان، لوګر او پروان ولایتونو کې لاسلیک کړې دي.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان ویلي، چې په کندهار کې د سمنټو جوړېدونکې کارخونه به په راتلونکو پنځو میاشتو کې په فعالیت پیل وکړي. هغه وایي، دغه کارخونه چې د جوړېدو چارې يې له تېرو دوو کلونو راهیسې روانې دي؛ د کندهار ولایت په شوراندام سیمه کې د ۱۰۰ مېلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت پر ۱۰۰ جریبه ځمکه جوړېږي.

د هغه په وینا؛ په کندهار کې دغه جوړېدونکې د سمنټو کارخونه به په لومړي پړاو کې په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۰۰ ټنه سمنټ تولید کړي؛ خو د وخت په تېرېدو به دغه کچه تر دې هم لوړه شي.

هغه زیاته کړې:« د سمنټو ټول خام مواد لکه د چونې ډبره، ګچ، اوسپنه او د ډبرو سکاره د افغانستان دننه موجود دي او له بهرنیو هېوادونو څخه د راوړلو ضرورت نه‌شته.» هغه وړاندې ویلي، هڅې روانې دي چې افغانستان د سمنټو له اړخه ژر تر ژره پر ځان بسیا شي.

له بل پلوه ایراني رسنیو په تېرې لړم میاشتې کې خبر ورکړی و، چې دغه هېواد د (لړم ۲۹مه) د رېل پټلۍ له لارې افغانستان ته د سمنټو لومړنۍ جوپه واستوله. راپورونه وایي، ایران به هره اونۍ د مهالوېش پر بنسټ افغانستان ته ۱۰۰۰ټنه سمنټ صادر کړي.

طالبان: په ۲۷ فعالو هوایي ډګرونو کې ۹ نړۍوال هوایي شرکتونه فعالیت لري

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۶ GMT+۰

د طالبانو د ټرانسپورت او هوایي چلند وزارت وایي، چې دا مهال د دوی تر واک لاندې په ۲۷ هوايي ډګرونه کې ۹ نړۍوال هوایي شرکتونه فعالیت او الوتنې ترسره کوي. دغه وزارت زیاتوي، چې په راتلونکې پنجشنبه به د ایران وارش په نوم شرکت هم خپلې الوتنې پیل کړي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) د دغه ډلې تر واک لاندې ملي ټلوېزیون سره په خبرو کې ویلي، چې په راتلونکې پنجشنبه به د ایران وارش په نوم یو هوایي شرکت له تهران - کابل او کابل - تهران تر منځ الوتنې پیل کړي.

د اصفي په خبره، دا مهال د دوی تر واک لاندې د ۵ نړۍوالو هوايي ډګرونو په ګډون ۲۷ محلي ډګرونه فعاله دي.

هغه زیاتوي: «د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ۲۷ هوایي ډګرونه دي، چې پنځه یې نړۍوال او پاتې ۲۲ یې محلي‌ دي.»

د نوموړي په خبره، ټول هوايي دګرونه معیاري او مساپرو ته اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

اصفي ویلي، چې د دوو کورنیو شرکتونو ترڅنګ ۹ نړۍوال هوایي شرکتونه افغانستان ته الوتنې لري، چې له یادې شمېر څخه یې ۴ د ایران اړوند دي.

نوموړي د هوايي ډګرونو د نورو معیارونو او خدمتونو د وړاندې کولو ډاډ ښودلی.

د افغانستان تر سقوط او واک ته د طالبانو له بیا رسېدو را وروسته ډېرو هېوادونو او نړۍوالو هوايي شرکتونو دغه هېواد ته خپلې الوتنې وځنډلې، چې تر اوسه هم ډېری هېوادونه افغانستان ته مستقیمې الوتنې نه‌لري.

سیاسي شنونکي وايي، چې له مسکو پرته هېڅ هېواد طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي نو ځکه د هوایي حریم د خوندیتوب په اړه ډاډمن نه‌دي.

افغان اېواک: امریکا ته د ځانګړې کډوالۍ د ویزه‌لرونکو افغانانو د سفر معافیت لغوه شوی

۲۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۲۲ GMT+۰

د پناه‌غوښتونکو ملاتړه اداره «افغان اېواک» وایي، چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي فرمان له‌مخې د افغانانو د ځانګړې کډوالۍ ویزې (SIV) لرونکو لپاره د سفر معافیت لغوه شوی او هغوی نور امریکا ته د سفر اجازه نه‌لري.

دغه سازمان د سې‌شنبې په ورځ د ډسمبر ۱۶مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، هغه معافیت چې تر دې وړاندې د (SIV) ویزې لرونکو ته ورکړل شوی و، اوس لغوه شوی او له همدې امله زرګونه افغان متقاضیان امریکا ته له سفر څخه پاتې شوي دي. افغان اېواک وايي، دا پرېکړه د سپینې ماڼۍ د هغه نوي فرمان برخه ده، چې د امریکا د سفر بندیز یې لا پراخ کړی دی.

تر دې مخکې، د ځانګړې کډوالۍ ویزه لرونکي افغانان د ټرمپ د حکومت د سفر له بندیز څخه مستثنا وو. دغه کسان د امریکا له ځواکونو، سفارتونو او دولتي بنسټونو سره د مستقیمې همکارۍ له امله د دې ویزې مستحق ګرځېدلي وو.

د افغان اېواک مشر شاون ونډایور ویلي چې د (SIV) ویزه لرونکي د امریکا د کډوالۍ په سیستم کې له تر ټولو سختو او دقیقو امنیتي ارزونو تېر شوي دي. نوموړي د دې معافیت لغوه کېدل یو «قصدي اقدام چې سمدستي بشري پایلې لري» بللی دی.

هغه خبرداری ورکړی، چې دا پرېکړه د کورنیو د جلا کېدو، د زرګونو افغان متقاضیانو د بلاتکلیفۍ او د امریکا د متحدانو د باور د کمزوري کېدو لامل ګرځي، په ځانګړي ډول د هغو افغانانو لپاره چې په تېرو کلونو کې یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو او ډیپلوماتانو ترڅنګ کار کړی دی.

افغان اېواک همداراز ویلي، چې دا اقدام د امریکا د کډوالۍ له بنسټیزو اصولو لکه د کورنیو د بیا یو ځای کېدو ملاتړ او د امنیتي پرېکړو فردي ارزونې سره په ټکر کې دی او د دې فرمان د عاجلې بیاکتنې او لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

په ورته وخت کې، سپینې ماڼۍ اعلان کړی چې ډونالد ټرمپ یو بل فرمان هم لاسلیک کړی چې له مخې یې امریکا ته د پنځو نورو هېوادونو د وګړو داخلېدل په بشپړه توګه منع شوي دي. د دې هېوادونو په ډله کې سوریه، بورکینا فاسو، مالي، نایجریا او سوېلي سوډان شامل دي.

د سپینې ماڼۍ په اعلامیه کې راغلي، چې دا بندیز د هغو فلسطینیانو لپاره هم پلی کېږي چې د فلسطیني خپلواکې ادارې له لوري صادر شوي پاسپورټونه لري. د امریکا حکومت ویلي، دا پرېکړه د ملي امنیت د ساتنې، د کډوالۍ د قوانینو د پلي کېدو او د احتمالي ګواښونو د مخنیوي لپاره اړینه ده.

تر دې وړاندې، ډونالد ټرمپ د غبرګولي په میاشت کې د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو امریکا ته د سفر بندیز لګولی و او همداراز یې د یو شمېر نورو هېوادونو پر وګړو د ویزې د ورکړې بهیر لا محدود کړی و.

ګوترېش: نړۍواله ټولنه باید د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو لپاره لا ډېر مسولانه ګامونه واخلي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په نړۍ کې جګړې او د خلکو بې‌ځایه کېدل ډېر شوي او د بشري مرستو بودیجې د پام وړ کمې شوې دي.

ګوترېش دا څرګندونې د کډوالو نړۍوال فورم ته په اشارې کړې دي او ټینګار یې کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو لپاره لا ډېر مسولانه ګامونه واخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له نړۍ څخه وغوښتل، چې د کډوالو او کوربه ټولنو د ملاتړ لپاره دې پانګونه زیاته کړي او د پناه‌غوښتنې او خوندیتوب له نړۍوال حق څخه دې دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کډوالو حقونه باید خوندي وساتل شي او نړۍوال باید د هغو خلکو ترڅنګ ودرېږي، چې د جګړو او کړکېچونو له امله خپل کورونه پرېښي دي.

بلخوا، د بښنې نړۍوال سازمان وايي چې افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو او کډوالو جبري ستنول باید سملاسي ودرول شي. د بښنې نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې ویلي، چې یوازې ایران او پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې له ۲،۶ میلیونو ډېر افغانان په غېرقانوني ډول افغانستان ته شړلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان نن سې‌شنبه د لیندۍ ۲۵مه په یوه راپور کې وویل، چې دغه شمېر افغان کډوال په داسې حال کې اېستل کېږي، چې طالبانو محدودیتونه او له بشري حقونو سرغړونې زیاتې کړې دي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند یې اغیزمن کړی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین د راستنیدونکو لپاره د زیان خطر ډېر کړی دی او هیوادونه د نړۍوال قانون له مخې حق نه‌لري چې خلک هغو ځایونو ته واستوي چې هلته د بشري حقونو سرغړونې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مېرمنې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه اېستل شوې دي.

دوی له ۱۲ کلنۍ وروسته له زده‌کړې منع شوې دي، د تګ‌راتګ او بیان ازادي محدوده شوې او له ملګرو ملتونو، نادولتي موسسو او دولتي ادارو سره یې پر کار بندیز لګېدلی دی.

د راپور له مخې، یوازې د همدې کال د جولای او اکټوبر ترمنځ له ایران څخه له ۹۰۰ زرو ډېر افغانان په غېرقانوني ډول اېستل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر اکټوبر پورې د ټولو اخراج شویو کسانو شمیر ۱،۶ میلیون تنو ته رسېږي.

د جرمني حکومت ۱۶۰ افغانان له پاکستان څخه په چارټر الوتکه کې ولېږدول

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۰

د جرمني حکومت د سې‌شنبې په ورځ ۱۶۰ افغان کډوال په یوه چارټر الوتکه کې له اسلام‌اباد څخه برلین ته ولېږدول. د جرمني چارواکو په وینا، تمه کېږي چې په راتلونکو اوونیو کې د افغان کډوالو د لېږد لپاره نورې الوتنې هم ترسره شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغو کسانو د کابل له سقوط وروسته د جرمني حکومت له‌خوا د منلو رسمي ژمنه ترلاسه کړې وه.

د پاکستان له‌خوا د دغه کډوالو د اېستلو له خبرداري وروسته د جرمني حکومت د هغوی د لېږد بهیر ګړندی کړی دی. اسلام‌اباد اعلان کړی، چې که د روان میلادي کال تر پای پورې د منلو بهیر بشپړ نه‌شي، نو کېدای شي دا کسان بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولو هغو افغان کډوالو چې د پخواني سوسیال ډېموکراتیک حکومت د ژمنو له‌مخې په پاکستان کې پناه اخیستې وه، جرمني ته نه لېږدول کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسانډر دوبریندټ وویل، چې شاوخوا ۶۰۰ یې له قانوني پلوه د منلو ژمنې نه‌لري.

دوبریندټ له «اشترن» مجلې او ار‌ټي‌اېل شبکې سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې د پاتې شویو افغانانو اکثریت چې د دوی د منلو رسمي ژمنه لري، جرمني ته به ولېږدول شي. د هغه په ​​وینا، «د دې خلکو یوه لویه برخه قانوني ژمنې لري او د جرمني حکومت به دا مکلفیتونه پوره کړي.»

وروسته له هغې چې د «افغانانو د فدرالي منلو پروګرام» یو شمېر غوښتونکو د قانوني شکایت له لارې د ویزې د صادرېدو حکم ترلاسه کړ، د جرمني حکومت یو ځل بیا د دغو کسانو د انتقال بهیر پیل کړ.

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال ۷۶ پخواني محلي کارکوونکي او ۴۶۵ نور افغانان د جرمني د ویزې ترلاسه کولو په تمه دي. د دغو کسانو امنیتي څېړنې لا هم روانې دي.

تر دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول اعلان کړی و، چې، تمه لري د روان میلادي کال تر پایه به له پاکستان څخه جرمني ته د افغان کډوالو د انتقال الوتنې پای ته ورسېږي.

هغه په پاکستان کې د انتظار کوونکو افغانانو سختو شرایطو ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې د دوسیو ارزونه او د هغوی انتقال د جرمني د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.