• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګوترېش: نړۍواله ټولنه باید د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو لپاره لا ډېر مسولانه ګامونه واخلي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۵ GMT+۰

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش وايي، چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په نړۍ کې جګړې او د خلکو بې‌ځایه کېدل ډېر شوي او د بشري مرستو بودیجې د پام وړ کمې شوې دي.

ګوترېش دا څرګندونې د کډوالو نړۍوال فورم ته په اشارې کړې دي او ټینګار یې کړی، چې نړۍواله ټولنه باید د کډوالو د وضعیت د ښه کېدو لپاره لا ډېر مسولانه ګامونه واخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له نړۍ څخه وغوښتل، چې د کډوالو او کوربه ټولنو د ملاتړ لپاره دې پانګونه زیاته کړي او د پناه‌غوښتنې او خوندیتوب له نړۍوال حق څخه دې دفاع وکړي.

نوموړي زیاته کړه، چې د کډوالو حقونه باید خوندي وساتل شي او نړۍوال باید د هغو خلکو ترڅنګ ودرېږي، چې د جګړو او کړکېچونو له امله خپل کورونه پرېښي دي.

بلخوا، د بښنې نړۍوال سازمان وايي چې افغانستان ته د پناه‌غوښتونکو او کډوالو جبري ستنول باید سملاسي ودرول شي. د بښنې نړۍوال سازمان د ملګرو ملتونو د احصایو له مخې ویلي، چې یوازې ایران او پاکستان په ۲۰۲۵ کال کې له ۲،۶ میلیونو ډېر افغانان په غېرقانوني ډول افغانستان ته شړلي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان نن سې‌شنبه د لیندۍ ۲۵مه په یوه راپور کې وویل، چې دغه شمېر افغان کډوال په داسې حال کې اېستل کېږي، چې طالبانو محدودیتونه او له بشري حقونو سرغړونې زیاتې کړې دي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند یې اغیزمن کړی دی.

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین د راستنیدونکو لپاره د زیان خطر ډېر کړی دی او هیوادونه د نړۍوال قانون له مخې حق نه‌لري چې خلک هغو ځایونو ته واستوي چې هلته د بشري حقونو سرغړونې له جدي ګواښ سره مخ دي.

د بښنې نړۍوال سازمان وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مېرمنې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه اېستل شوې دي.

دوی له ۱۲ کلنۍ وروسته له زده‌کړې منع شوې دي، د تګ‌راتګ او بیان ازادي محدوده شوې او له ملګرو ملتونو، نادولتي موسسو او دولتي ادارو سره یې پر کار بندیز لګېدلی دی.

د راپور له مخې، یوازې د همدې کال د جولای او اکټوبر ترمنځ له ایران څخه له ۹۰۰ زرو ډېر افغانان په غېرقانوني ډول اېستل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر اکټوبر پورې د ټولو اخراج شویو کسانو شمیر ۱،۶ میلیون تنو ته رسېږي.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

د جرمني حکومت ۱۶۰ افغانان له پاکستان څخه په چارټر الوتکه کې ولېږدول

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۴ GMT+۰

د جرمني حکومت د سې‌شنبې په ورځ ۱۶۰ افغان کډوال په یوه چارټر الوتکه کې له اسلام‌اباد څخه برلین ته ولېږدول. د جرمني چارواکو په وینا، تمه کېږي چې په راتلونکو اوونیو کې د افغان کډوالو د لېږد لپاره نورې الوتنې هم ترسره شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې دغو کسانو د کابل له سقوط وروسته د جرمني حکومت له‌خوا د منلو رسمي ژمنه ترلاسه کړې وه.

د پاکستان له‌خوا د دغه کډوالو د اېستلو له خبرداري وروسته د جرمني حکومت د هغوی د لېږد بهیر ګړندی کړی دی. اسلام‌اباد اعلان کړی، چې که د روان میلادي کال تر پای پورې د منلو بهیر بشپړ نه‌شي، نو کېدای شي دا کسان بېرته افغانستان ته ولېږدول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټولو هغو افغان کډوالو چې د پخواني سوسیال ډېموکراتیک حکومت د ژمنو له‌مخې په پاکستان کې پناه اخیستې وه، جرمني ته نه لېږدول کېږي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیر الکسانډر دوبریندټ وویل، چې شاوخوا ۶۰۰ یې له قانوني پلوه د منلو ژمنې نه‌لري.

دوبریندټ له «اشترن» مجلې او ار‌ټي‌اېل شبکې سره په خبرو کې ټینګار وکړ، چې په پاکستان کې د پاتې شویو افغانانو اکثریت چې د دوی د منلو رسمي ژمنه لري، جرمني ته به ولېږدول شي. د هغه په ​​وینا، «د دې خلکو یوه لویه برخه قانوني ژمنې لري او د جرمني حکومت به دا مکلفیتونه پوره کړي.»

وروسته له هغې چې د «افغانانو د فدرالي منلو پروګرام» یو شمېر غوښتونکو د قانوني شکایت له لارې د ویزې د صادرېدو حکم ترلاسه کړ، د جرمني حکومت یو ځل بیا د دغو کسانو د انتقال بهیر پیل کړ.

د رسمي شمېرو له مخې، دا مهال ۷۶ پخواني محلي کارکوونکي او ۴۶۵ نور افغانان د جرمني د ویزې ترلاسه کولو په تمه دي. د دغو کسانو امنیتي څېړنې لا هم روانې دي.

تر دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر یوهان وادیفول اعلان کړی و، چې، تمه لري د روان میلادي کال تر پایه به له پاکستان څخه جرمني ته د افغان کډوالو د انتقال الوتنې پای ته ورسېږي.

هغه په پاکستان کې د انتظار کوونکو افغانانو سختو شرایطو ته په اشارې سره ټینګار کړی، چې د دوسیو ارزونه او د هغوی انتقال د جرمني د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي.

طالبان: هټۍوال دې د تاریخ تېر توکو له پلور څخه ډډه وکړي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۴۷ GMT+۰

په کابل کې د طالبانو ښاروالۍ هټۍوالو ته خبرداری ورکړی، چې د تاریخ تېر او بې‌کیفیته توکو له پلور څخه دې ډډه وکړي. طالبانو دا هم ویلي، چې د کابل ښار له بېلابیلو برخو څخه یې ۵۰ ټنه تر وخت تېر توکي راټول کړي او سوځولي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د کابل ښاروالۍ د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) ویلي، چې د یوه کمپاین پر مهال یې ۴۹ زره او ۲۴۹ کیلوګرامه تر وخت تېر خوراکي‌ او غېرخوراکي توکي راټول کړي او د ګزک په سیمه کې یې سوځولي دي.

د طالبانو د کابل ښاروالۍ د چاپېريالي روغتیا او چاپېریال ساتنې مشر نجیب‌الله زاهد له هټۍوالو غوښي، چې تر وخت تېر توکو د پلور څخه ډډه وکړي.

د نوموړي په خبره، په دې برخه کې به د دوی له‌خوا په ښار کې څارنه دوامداره وي.

هغه د کابل له اوسېدونکو غوښتنه کړې: «له ټولو ښاریانو غوښتنه کېږي، چې د اړتیا وړ توکو د پېرلو پر مهال د توکو نېټې او کیفیت ته په جدي توګه پام وکړي.»

نشنل انټرېسټ: د طالبانو له‌خوا د مدرسو پراختیا او د افراطیت خپرېدو اندېښنې زیاتې کړې دي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۱۴ GMT+۰

د نشنل انټرېسټ ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې خبرداری ورکړی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د مدرسو نظام په بې‌ساري ډول پراخ شوی او دا چاره د دیني افراطیت، ذهنیت جوړونې او د راتلونکو نسلونو د سختدریځه کېدو جدي اندېښنې راولاړوي.

په راپور کې زیاته شوې، که څه هم مدرسې په اسلامي نړۍ کې اوږده تاریخي او علمي مخېنه لري، خو طالبان دا دودیز تعلیمي بنسټونه د خپلې ایډیولوژۍ د پیاوړتیا لپاره سیاسي کړي دي. د نشنل انټرېسټ په باور، طالبان هڅه کوي چې د افغانستان تعلیمي نظام د یوې وسیلې په توګه وکاروي، ترڅو وفادار، ایډیولوژیک او د اوږدمهاله جهادي اهدافو لپاره چمتو نسل وروزي.

د راپور له مخې، طالبان له واک ته رسېدو وروسته د ښوونیز نصاب پر بدلون تمرکز کړی او په ښکاره یې ویلي، چې د نجونو ښوونځي به تر هغه په عادي بڼه نه پرانېستل کېږي، څو نصاب د هغوی له سختدریځې ایډیولوژۍ سره سم بدل نه‌شي. نشنل انټرېسټ ټینګار کوي، چې دا تګلاره د زده‌کړې له پرمختګ سره تړاو نه‌لري، بلکې موخه یې د اطاعت او فکري کنټرول رامنځته کول دي.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو د مدرسو شمېر اوس له ۲۳ زره اوښتی دی او طالبان هغو کورنیو ته چې د خوړو، دندو او ځینو نورو ټولنیزو خدمتونو مرستې ورکوي، په بدل کې یې غواړي چې دوی خپل ماشومان د طالبانو تر کنټرول لاندې مدرسو ته ولېږي. د نشنل انټرېسټ په وینا، دا وضعیت ښيي چې طالبان ښوونه او روزنه د یوې ایډیولوژیکې وسلې په توګه کاروي.

د نشنل انټرېسټ د راپور له مخې، طالبان د افغان او پښتنې دودیز فرهنګ استازیتوب نه‌کوي، بلکې د یوې وارداتي او سیاسي شوې ایډیولوژۍ پلوي دي، چې ریښې یې له افغانستان څخه بهر دي. راپور خبرداری ورکوي، چې که طالبان وتوانېږي خپل تعلیمي لیدلوری ټینګ کړي، نو دا به نه یوازې د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړي، بلکې د سیمې او نړۍ امنیت ته به هم جدي ګواښ پېښ کړي.

راپور په پای کې له نړۍوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو د زده‌کړې تګلاره یوازې د نجونو د ښوونځیو د پرانېستلو تر بحث محدوده نه‌کړي، بلکې د دې پوښتنې ځواب ولټوي چې د طالبانو تر واک لاندې ماشومان کوم ډول زده‌کړه ترلاسه کوي او دا زده‌کړه به د راتلونکو کلونو لپاره کومې پایلې ولري.

د راپورونو له‌مخې، طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته په ټول افغانستان کې ډېرې جهادي مدرسې جوړې کړې دي. د طالبانو د پوهنې وزارت څه موده مخکې اعلان کړی و، چې په هېواد کې اوسمهال څه باندې ۲۱ زره دیني مدرسې فعالې دي، خو د افغانستان د بشري حقونو مرکز بیا په خپل یوه راپور کې د ترلاسه شویو شواهدو په اساس ویلي، چې د دې مدرسو شمېر د رسمي اعلان په پرتله ډېرې زیاتې دي.
د دوی په خبره، طالبانو په هر ولایت کې په پراخو امکاناتو او د لیلیو په ظرفیت سره د شاوخوا دوه زره کسانو لپاره جهادي مدرسې جوړې کړې دي او د دې ترڅنګ یې د ولسوالیو په مرکزونو کې هم مدرسې جوړې کړې دي.

د ځوانانو پر افکارو د جهادي مدرسو اغېزې
د موندنو پربنسټ، د ځوانانو په افکارو د جهادي مدرسو اغېزو اندېښنې راپارولې دي. په افغانستان کې د طالبانو د جهادي مدرسو د زیاتېدو او د تعلیمي نصاب د بدلولو موخه د دوی د ایډیولوژۍ د حاکمیت پیاوړې کول بلل کېږي. دغه ډله د تاوتریخوالي او افراطي افکارو په ترویج سره غواړي، چې ټولنه له عصري علومو لرې وساتي. د افغانستان د بشري حقونو مرکز خبرداری ورکړی، چې دغه بهیر به د افراطیت په لوري د ځوانانو د بېولو لامل شي.
یاد مرکز ټینګار کړی، چې طالبان په کم وخت کې توانېدلي چې د ځوانانو پر افکارو منفي اغېزې پرېږدي.

په کندهار کې بانکي ناورین؛ نه اې‌ټي‌اېم فعال دی او نه د ښوونکو تنخواوې په اسانه ورکول کېږي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۹:۳۱ GMT+۰

کندهار چې د افغانستان له لویو او مهمو ولایتونو څخه دی، دا مهال د بانکي خدمتونو له ژور او دوامدار ناورین سره مخ دی. د دغه ولایت په کچه د هېڅ بانک اې‌ټي‌اېم ماشین فعال نه دی، هغه څه چې د ښوونکو، دولتي کارکوونکو او عامو خلکو ژوند یې له جدي ستونزو او سرګردانۍ سره مخ کړی دی.

په کندهار کې یو شمېر ښوونکو د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي: «نه یوازې دا چې تنخواوې یې پر وخت نه ورکول کېږي، بلکې د هماغه لږ معاش تر لاسه کول هم ورته په یوه سخت، سپکوونکي او ستړي کوونکي بهیر بدل شوی دی.»

د کندهار یوه ښوونکي په قهرجنه لهجه افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي: «موږ هره میاشت د ناوخته راتلو، وختي تلو یا غېر حاضرۍ په نوم تر فشار لاندې یو او تنخواوې مو پرې کېږي، خو کله چې د تنخوا اخیستو وخت راشي، بیا راسره داسې چلند کېږي لکه سوالګر چې یو.»

د دوی په خبره: «یو ښوونکی چې یوازې ۸۰۰۰ افغانۍ میاشتنۍ تنخوا لري، اړ دی چې سهار له ۸ بجو مخکې عزیزي بانک ته ځان ورسوي، خو بیا هم تر ماسپښین ۱ بجې او کله ناکله تر دې هم زیات وخت په کتار کې ولاړ وي او بیا هم خپله تنخوا تر لاسه کولی نه‌شي.»

یو بل ښوونکی په دې اړه وایي: «د ۸۰۰۰ افغانیو تنخوا لپاره له سهاره تر غرمې پورې په کتار کې ولاړ یو، نه څوک پوښتنه کوي او نه د انسان عزت ته پام کېږي. که نوبت دې و نه‌رسیږي، بېرته کور ته ځه؛ دا زموږ ژوند دی.»

د خلکو په وینا، کله چې تنخواوې حواله شي د بانکونو مخې ته اوږده کتارونه جوړ شي، خو ډېری وخت بانکونه د نغدو پیسو د کمښت له امله خلک تش لاس ستنوي.

د کندهار یو دولتي کارکوونکی وایي: «یوازې موږ ښوونکي نه یو، اکثره مامورین هم په همدې ستونزه کې راګیر دي. بانک وایي پیسې نشته، اې‌ټي‌اېم کار نه کوي، نو موږ څه وکړو؟»

د خلکو په خبره، بانکونو ته د تنخواوو اړوند کافي نغدې پیسې نه‌ورکول کېږي، له همدې امله اې‌ټي‌اېم ماشینونه تش پاتې دي او ټول فشار د بانکي څانګو پر اوږو دی.

ښوونکي ټینګار کوي، چې د دوی معاش د کورنۍ د ژوند یوازینۍ سرچینه ده، خو همدغه لږ معاش هم ورته په یوه لویه ستونزه بدله شوې ده.

خلک او ښوونکي له مسوولو ادارو جدي غوښتنه کوي، چې د بانکونو دا روان ناورین پای ته ورسوي، بانکونو ته کافي نغدې پیسې ورکړي، اې‌ټي‌اېم ماشینونه فعال کړي او د تنخواوو د ورکړې بهیر د انساني کرامت مطابق تنظیم کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د بانکونو مسوولین په دې اړه رسنیو ته هېڅ ځواب نه وایي او نه یې هم خلکو ته د دې ستونزې د حل په موخه ډاډ ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په وري میاشت کې هم د کندهار او لښکرګاه اوسېدونکو ویلي و، چې بانکونو کې د ګڼې‌ګوڼې او کمزورو خدماتو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي، خو د بانکونو اړوند مسوولانو بیا ویلي و، چې د طالبانو له لوري په ځنډ د تنخواوو اجرا کول د دې لامل شوي چې په بانکونو کې بیروبار او ګډوډي ډېره شي.
د کندهار او د هلمند د لښکرګاه اوسېدونکو دغه راز زیاته کړې وه، چې په بانکونو کې د کمزورو خدماتو له امله بیروبار او ګډوډي د دې لامل شوې، چې خلک په وخت خپلې پیسې له بانکونو ونه اېستلای شي.
ځايي سرچیني وايي، سلګونه کسان د خپلو تنخواوو د ترلاسه کولو لپاره نیمه شپه بانک ته ځي او د پیسو اېستلو نوبت نیسي، خو ډېری کسان له ساعتونو ساعتونو انتظار وروسته هم د پیسو په ترلاسه کولو نه بریالي کېږي.

ندا محمد ندیم: هڅې روانې دي چې د طالبانو ترمنځ «بې‌باوري» او «اختلاف» رامنځته شي

۲۵ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۳ GMT+۰

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم په کابل کې د یوې جهادي مدرسې فراغت غونډه کې د وینا پرمهال خبرداری ورکړ، چې هڅې روانې دي څو د طالبانو ترمنځ «بې‌باوري» او «اختلاف» رامنځته شي. نوموړي د دې ډلې پر ځواکونو ټینګار وکړ، چې د «اسلام د دوښمنانو» تبلیغاتو ته پام ونه‌کړي.

ندا محمد ندیم د سې‌شنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) په کابل کې د یوې جهادي مدرسې فراغت غونډې ته ویلي: «د اسلام دوښمنان او منافقین هڅه کوي، عقیده، مذهب، نظام او علماء تخریب کړي، بې‌باوري او اختلاف رامنځته کړي.»

هغه بیا په مشخص ډول د هېچا نوم نه‌دی اخیستی.

نوموړي له نورو طالب چارواکو او د دې ډلې له غړو غوښتي، چې د دې هڅو او منفي تبلغیاتو تر اغېز لاندې را نه‌شي.

ندیم دغه راز ټينګار کړی، چې ولس باید د جوماتونو، مدرسو او علماو سره اړیکې زیاتې او د «دوښمن دې خبرو ته ارزښت» ور نه‌کړي.

ندیم یو ځل بیا له طالبانو د یووالي، د خپل مشر او خپل نظام د دوام لپاره د «اطاعت» غوښتنه کړې.

هغه خپلو علماوو ته په خطاب کې ویلي، چې د دوی او ولس تېروتنو ته پام وکړي، ترڅو د طالبانو د حکومت او خلکو ترمنځ شته اخلاص له‌منځه لاړ نه‌شي.

نوموړي ویلي: «په ځمکه کې د علماوو له لوري عدالت رامنځته کېږي. زموږ او ملت تېروتنو ته پام وکړئ او د اسلامي امیر د اطاعت خبرې ولس ته وړاندې کړئ.»

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده په ګډون یو شمېر طالب چارواکو په خپلو څرګندونو کې د «امر پر منلو او اطاعت کولو» ټینګار کړی دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني تر نیوکې وروسته د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده ویلي: «اطاعت وکړئ، اختلاف مه‌ کوئ او یو د بل فرمان ومنئ.» نوموړي ویلي، قوانین د افرادو شخصي رایه نه؛ بلکې «د اسلامي شریعت» احکام دي، چې د خلکو د امنیت، ټولنیز نظم او د بې‌وزلو د ملاتړ لپاره عملي کېږي.