په کندهار کې یو شمېر ښوونکو د سېشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۵مه) افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي: «نه یوازې دا چې تنخواوې یې پر وخت نه ورکول کېږي، بلکې د هماغه لږ معاش تر لاسه کول هم ورته په یوه سخت، سپکوونکي او ستړي کوونکي بهیر بدل شوی دی.»
د کندهار یوه ښوونکي په قهرجنه لهجه افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې ویلي: «موږ هره میاشت د ناوخته راتلو، وختي تلو یا غېر حاضرۍ په نوم تر فشار لاندې یو او تنخواوې مو پرې کېږي، خو کله چې د تنخوا اخیستو وخت راشي، بیا راسره داسې چلند کېږي لکه سوالګر چې یو.»
د دوی په خبره: «یو ښوونکی چې یوازې ۸۰۰۰ افغانۍ میاشتنۍ تنخوا لري، اړ دی چې سهار له ۸ بجو مخکې عزیزي بانک ته ځان ورسوي، خو بیا هم تر ماسپښین ۱ بجې او کله ناکله تر دې هم زیات وخت په کتار کې ولاړ وي او بیا هم خپله تنخوا تر لاسه کولی نهشي.»
یو بل ښوونکی په دې اړه وایي: «د ۸۰۰۰ افغانیو تنخوا لپاره له سهاره تر غرمې پورې په کتار کې ولاړ یو، نه څوک پوښتنه کوي او نه د انسان عزت ته پام کېږي. که نوبت دې و نهرسیږي، بېرته کور ته ځه؛ دا زموږ ژوند دی.»
د خلکو په وینا، کله چې تنخواوې حواله شي د بانکونو مخې ته اوږده کتارونه جوړ شي، خو ډېری وخت بانکونه د نغدو پیسو د کمښت له امله خلک تش لاس ستنوي.
د کندهار یو دولتي کارکوونکی وایي: «یوازې موږ ښوونکي نه یو، اکثره مامورین هم په همدې ستونزه کې راګیر دي. بانک وایي پیسې نشته، اېټياېم کار نه کوي، نو موږ څه وکړو؟»
د خلکو په خبره، بانکونو ته د تنخواوو اړوند کافي نغدې پیسې نهورکول کېږي، له همدې امله اېټياېم ماشینونه تش پاتې دي او ټول فشار د بانکي څانګو پر اوږو دی.
ښوونکي ټینګار کوي، چې د دوی معاش د کورنۍ د ژوند یوازینۍ سرچینه ده، خو همدغه لږ معاش هم ورته په یوه لویه ستونزه بدله شوې ده.
خلک او ښوونکي له مسوولو ادارو جدي غوښتنه کوي، چې د بانکونو دا روان ناورین پای ته ورسوي، بانکونو ته کافي نغدې پیسې ورکړي، اېټياېم ماشینونه فعال کړي او د تنخواوو د ورکړې بهیر د انساني کرامت مطابق تنظیم کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بانکونو مسوولین په دې اړه رسنیو ته هېڅ ځواب نه وایي او نه یې هم خلکو ته د دې ستونزې د حل په موخه ډاډ ورکړی.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په وري میاشت کې هم د کندهار او لښکرګاه اوسېدونکو ویلي و، چې بانکونو کې د ګڼېګوڼې او کمزورو خدماتو له امله خلک له ستونزو سره مخ دي، خو د بانکونو اړوند مسوولانو بیا ویلي و، چې د طالبانو له لوري په ځنډ د تنخواوو اجرا کول د دې لامل شوي چې په بانکونو کې بیروبار او ګډوډي ډېره شي.
د کندهار او د هلمند د لښکرګاه اوسېدونکو دغه راز زیاته کړې وه، چې په بانکونو کې د کمزورو خدماتو له امله بیروبار او ګډوډي د دې لامل شوې، چې خلک په وخت خپلې پیسې له بانکونو ونه اېستلای شي.
ځايي سرچیني وايي، سلګونه کسان د خپلو تنخواوو د ترلاسه کولو لپاره نیمه شپه بانک ته ځي او د پیسو اېستلو نوبت نیسي، خو ډېری کسان له ساعتونو ساعتونو انتظار وروسته هم د پیسو په ترلاسه کولو نه بریالي کېږي.