د طالبانو په اداره کې رسمي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د دې ډلې د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په نوي کابل پروژه کې شپږ ټوټې ځمکې د باج په ډول ترلاسه کړې او د ښار په څو برخو کې ځمکې او ودانۍ په شخصي ګټه کاروي.
سرچینې وايي، چې د وزیر یو زوی عثمان په نوي کابل پروژه کې د دفتر څښتن دی اود هرې ټوټې ځمکې د خرڅلاو له عاید څخه لس سلنه شخصي باج اخلي.
۸۰ دولتي کورونه او تیټه کرایه
په کابل ښار کې د شپږمې ناحیې د سناتوریم سیمې اوسېدونکو ادعا کړې چې د عدلیې وزیر شاوخوا ۸۰ شخصي کورونه دولتي اعلان کړي دي.
د ځايي خلکو په وینا، وزیر پخپله په یوه کور کې اوسیږي، خو پاتې کورونه یې خپلو خپلوانو او ملګرو ته ویشلي دي.
د خلکو په وینا، دغه کورونه په ټیټه بیه کرایه کېږي او کرایهداران یوازې د هرې خونې لپاره ۱۰۰۰ افغانۍ ورکوي، حتاد لویو کورونو کرایه یوازې۱۰ او ۱۲ زره افغانۍ ته رسیږي. په دې توګه یو درې کوټې لرونکی اپارتمان په درې زره او یو لس کوټې لرونکی کور په لس زره افغانۍ حسابیږي.
منتقدان وایي، دې چارې یو داسې چوکاټ رامنځته کړی چې د وزیر د ملګرو په ګټه تمامیږي.
په ورته وخت کې ځینې خیریه بنسټونه د وزیر له لوري له غیر عادلانه فشار سره مخ شوي دي.
وزیر سوداګر د جوماتونو جوړولو ته اړباسي
سرچینې وايي، حاجي حبیب ګلبهار چې د یوه مشهور خیریه بنسټ مشر دی، د جومات او مدرسې په نوم د وزیر له څو ځلي مرستې غوښتنې وروسته اړ شوی خپل بنسټ وتړي.
نورو خیریه بنسټونو، چې د قمر او عطا په نومونو اداره کېږي، هم ورته فشارونه تجربه کړي دياو له هغوی همغوښتل شوي چې په خپلو کلیو کې د ولایت په کچه د سترو جوماتونو د جوړولو شرطونه پوره کړي.
افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې د یادو بنسټونو نظر واخلي، خو بریالی نه شو.
سرچینې وايي، خلکو د ځمکو د غضب د مخنیوي کمیسیون ته شکایتونه ثبت کړي چې د ساختماني جوازونو د ترلاسه کولو او د ودانیو د کارونو د بندېدو له امله له اوږدې او ځنډنۍ پروسې سره مخ دي.
ډېری وګړي دا یو منظم فشار بولي چې د فساد د پراختیا زمینه برابروي.
د افغان تحلیلګرانو شبکې یو نوی رپوټ هم ښيي چې په کابل کې د طالبانو له لوري د ودانیزو مقرراتو پرلهپسې بدلونونو ساختماني چارې ټکنۍ کړې، د زرګونو کارګرو دندې یې له منځه وړې دي او د کورونو بازار یې د لوړې بیې، ټیټې عرضې او پراخو اداري مسایلو له امله له ستونزو سره مخ کړی دی.
له دې وړاندې د طالبانو د عدلیې پر وزیر تور و چې ګڼ کسان یې په شخصي زندان کې ساتلي د سرچینو په وینا، سره له دې چې هره ورځ لسګونه بې ځایه شوې کورنۍ هېواد ته راځي او د استوګنې لپاره کورونو ته اړتیا لري، د ودانیو اجازه ورکول لا هم ټکنی او پیچلي بهیر دی.
یو شمېر کابل ښاریانو ادعا کړې، هغه پروژې چې د رشوت یا د کمیسیون له اړوندو چارواکو سره تړاو لري، ژر پر مخ ځي، په داسې حال کې چې نورې ودانۍ د قانوني سرغړونو په پلمه ړنګېږي او یا یې کارونه درول شوي دي.
د طالبانو حکومت له ۲۰۲۱ کال وروسته په کابل کې پر ودانیزو فعالیتونو محدودیتونه ولګول، چې موخه یې د بېنظمه ودانیو مخنیوی او د ښاري ماسټرپلان پلي کول و. خو دې چارې په کابل کې د کورونو سکتور زیانمن کړی او د کورونو کرایې یې لوړې کړې دي.
د طالبانو د عدلیې وزارت تر اوسه دې موندنوته رسمي ځواب نه دی ورکړی.