د بښنې نړیوال سازمان نن سې شنبه، د لیندۍ ۲۵مه په یوه رپوټ کې وویل، چې دغه شمېر افغان کډوال په داسې حال کې اېستل کېږي چې طالبانو محدودیتونه او له بشري حقونو سرغړونې زیاتې کړې دي، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو ژوند یې اغیزمن کړی دی.
د سازمان په وینا، افغانستان چې لاهم له بشري بحران سره مخ دی، د وروستیو طبیعي پېښو له امله یې نور هم وضعیت خراب شوی دی.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، په افغانستان کې بشري ناورین د راستنیدونکو لپاره د زیان خطر ډېر کړی دی او هیوادونه د نړیوال قانون له مخې حق نه لري خلک هغو ځایونو ته واستوي چې هلته د بشري حقونو سرغړونو له جدي ګواښ سره مخ دي.
رپوټ وايي، اروپايي هیوادونو هم سږکال د افغانانو د جبري اېستلو لپاره خپلې هڅې زیاتې کړې دي.
د رسنیو د رپوټونو له مخې، جرمني، اتریش او اروپايي اتحادیه له طالبانو سره د افغانانو د اخراج د اسانتیا لپاره په خبرو اترو کې دي، یا تخنیکي اړیکو کې دي.
د رپوټ په یوه بله برخه کې راغلي، چې پاکستان له طالبانو سره له وروستیو سرحدي نښتو وروسته د افغان کډوالو د ایستلو پروسه ګړندۍ کړې ده.
په ورته وخت کې، ایران، چې په ۲۰۲۲ کال کې یې لږترلږه ۲،۵ میلیونه افغانان د لنډمهاله ساتنې او اساسي خدماتو ته د لاسرسي لپاره د "سرشمېرنې" په نوم سند سره ثبت کړي وو، د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۲مه اعلان وکړ چې دا اسناد به زر پای ته ورسیږي او ټولنیزو او اقتصادي خدماتو ته لاسرسی به پرې شي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې مېرمنې او نجونې په سیستماتیک ډول له عامه ژوند څخه ایستل شوې دي.
دوی له ۱۲ کلنۍ وروسته له زده کړې منع شوې، د تګ راتګ او بیان ازادي محدوده شوې او له ملګرو ملتونو، نادولتي موسسو او دولتي ادارو سره یې پر کار بندیز لګېدلی دی.
سازمان ویلي، هغه کسان چې له پخواني حکومت سره یې کار کاوه، په ځانګړې توګه د افغانستان د دفاعي او امنیتي ځواکونو غړي او هغه کسان چې د طالبانو پر پالیسیو نیوکه کوي، له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
د بښنې نړیوال سازمان وايي، چې د ۲۰۲۵ کال په جون کې د ایران او اسراییل ترمنځ د کړکېچ له زیاتیدو وروسته له ایران څخه د افغانانو ایستل ډیر شول.
د رپوټ له مخې، یوازې د همدې کال د جولای او اکتوبر ترمنځ له ایران څخه له ۹۰۰ زرو ډیر افغانان په غیرقانوني ډول ایستل شوي، چې د ۲۰۲۵ کال له جنوري څخه تر اکتوبر پورې د ټولو اخراج شویو کسانو شمیر ۱،۶ میلیون تنو ته رسیږي.
سازمان زیاته کړې، چې یو شمیر پخوانیو حکومتي چارواکو، د امنیتي ځواکونو پخوانیو غړو او د مدني ټولنې فعالانو ویلي چې دوی د خپل کار له امله نه شي کولای خپلو پخوانیو استوګنځایونو ته ستانه شي.
د طالبانو د مشر د عمومي بښنې له اعلان سره سره دې ډلې د پخوانیو حکومتي چارواکو او امنیتي ځواکونو د سرتېرو خپلسرې نیونې، شکنجې، غیرقانوني زنداني کول او وژنې لا هم نه دي درولې.
د بښنې نړیوال سازمان خپل رپوټ په دې ټینګار سره پای ته رسولی، چې په اوسنیو شرایطو کې د افغانانو جبري ستنول دوی د بشري حقونو له جدي سرغړونو سره مخ کوي او باید سملاسي ودرول شي.